د نژدې (۷۰۰۰) رایي اچونې مرکزونو لیست به امنیتي ارګانونو ته وسپارل شي

اتل

اتل

دټاکنو دخپلواک  کمیسیون دارالانشاء ریس ضیاوالحق امرخیل په ویناء  دهېواد په کچه به  په راتلوونکو ټاکنو کې  (۷۰۰۰) رایو اچونو مرکزونه لیست چې ددې کمیسیون لخوا نهایي شوي  امنیتي ارګانونو ته  دنوموړو مرکزونو دامنیت دخوندیتوب او دهغوۍ کتنې او نظر په موخه ولیږل شي.

د ښاغلي امرخیل په ویناء د جمهوري ریاست او ولایتي شورا د راتلوونکو ټاکنو په موخه په کمیسیون کې ټول عملیاتي  پلانونه په درست ډول پرمخ ځي او دوۍ  به داساسي قانون دغوښتنو سره  سم  دامنیتي ارګانونو،ولسونو او مدني ټولنو په مرسته  به ټاکنې په خپل وخت ترسره کړي.

همدارنګه د دارالانشاء ریس په وینا چې په تیرو پارلماني ټاکنو کې دهېواد په کچه شا اوخوا (۶۰۰۰)  رایو اچونو مرکزونو امنیت ساتل شوی وو چې دوۍ دغه شمېر راتلوونکو ټاکنو کې (۷۰۰۰) ته لوړ کړې  ترڅو دنفوس  زیاتوالی او دخلکو غوښتنو ته په کتو وشو کولی چې رایې اچونو مرکزونو ته  خلک لاس رسی ولري. همدارنګه دنوموړو مرکزونو په ساتنه کې دافغان امنیتي ارګانونو نقش هم فوق العاده تاثیر لري او هیله لرو چې دامنیت له پلوه به د شفافو ټاکنو په ترسره کیدو کې د  کمیسیون سره هر ډول همکاري وکړي.

ښاغلي امرخیل  له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه چې  په  څلورو میاشتوکې یادو ټولو (۷۰۰۰) رایې اچونې مرکزونو امنیت  ساتنې په اړه خپل تحلیل  او نظرونه کمیسیون ته وسپاري  او هیله ده چې ټول مرکزونو امنیت وساتل شي  ترڅو خدای مکړه افغان ولس رایي اچونې څخه  په لوی لاس محروم نشي.

همدارنګه د دارالانشاء ریس په ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول په قومي مشرانو، علماو، سیاسي حزبونو، روڼ اندو او مدني ټولنو په غړو غږ وکړو چې ۲۰۱۴ کال دبهرنیو ځواکونو وتو سره سم په هېواد کې دخپلې خوښې نظام په ټاکنه او دشفافو ټاکنو په بریالیتوب کې خپل ملي مسولیت په سمه توګه ادا کړي او پدې کار سره دوی کولی شي چې  خپل ښه راتلوونکی وټاکي او دبلې خوا به یې په ټاکنو کې دکمیسیون سره خپله همکاري ترسره کړي وي.

دیادونې وړ ده چې  د هغه وخته چې ضیاوالحق امرخیل د کمیسیون د دارالانشاء دریس په توګه ټاکل شوی ورسره سم  په کمیسیون کې فوق العاده مثبت تغیرات رامنځته شوي