د پژواک حبري اژانس

By على محمدنظرى Apr 1, 2013 – 12:51

ښرنه (پژواک ١٢ ورى ٩٢): د امنيتي چارو د لېږد کمېسيون مشر ځيني وزارتونه تورن کړل، چې له پکتيکا ولايت سره سمه همکاري نه کوي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امنيتي چارو د لېږد کمېسيون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي د افغان او ايساف ځواکونو د يوه لوړ پوړي پلاوي په ملتيا پرون دغه ولايت ته سفر وکړ او له ځايي چارواکو سره يې وليدل.

هغه زياته کړه، چې نوموړي له والي محب الله صميم او نورو ځايي امنيتي او ملکي چارواکو سره تر ليدنو او خبرو اترو وروسته په يوه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ډاکتر اشرف غني احمدزي خبري غونډې ته د وينا پر مهال  د ياد ولايت امنيتي وضعيت ډاډمن وباله او په دې برخه کې يې د سيمه ييزې ادارې او ولسونو  هڅې وستايلې.

نوموړي زياته  کړه، د دغه ولايت په هره برخه کې ډېر کار شوی او نور پرمختګ ته هم اړتيا لري.

د امنيتي چارو د لېږد کمېسيون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي يو شمېر وزارتونه پکتيکا ته په نه پاملرنې تورن کړل.

هغه وايي، چې وزارتونه بايد پکتيکا ته د درېيمه درجه ولايت نه، بلکې د يوه مهم ستراتيژيک او سرحدي ولايت په توګه پاملرنه وکړي.

د پکتيکا والي محب الله صميم وايي، پر هغې تګلارې کار کوي، چې له مخې به يې په مرکز ښرنه کې د ايساف ځواکونو هغه ستره پوځې اډه بشپړ افغان لوري ته سپارل کېږي، چې پرې ملياردونه افغانۍ لګول شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په روان لمريز کال کې به د دغه ولايت د بيارغونې په برخه کې شپېته ميليونه امريکايي ډالر ولګول شي.

محب الله صميم په پکتيکا کې د ډاډمن امنيت لاملونه ښه همغږي او د ولسونو مرسته ياده کړه،

پکتيکا د ډيورنډ کرښې ته څېرمه سرحدي ولايت دى، چې له خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو سره ۳۳۶ کيلومتره اوږده ګډه پوله لري.

Door Guest