د څېړندوی محمدنبي صلاحي رپوټ

عبدالغفور لېوال

د افغانستان قلم ټولنې، د افغانستان د نوښتګر شاعراو لیکوال او یوه ځوان لارښود څېړندوی عبدالغفور لېوال، د ادبي او کلتوري خدمتونو د درناوي په ویاړ، تر دې سرلیک لاندې چې

(  ژوند ښکلی دی)، ددغې ادبي ټولنې د ودانۍ په تک شنه چمن کې، د ۱۳۹۲هـ . ل. کال، د غوایي میاشتې په لومړۍ نېټه، یوه پرتمینه ادبي غونډه جوړه کړې وه. په دغې ادبي غونډه کې، د ګران هېواد ګڼ شمېر شاعرانو، ادیبانو، لیکوالو ، قلموالو او مشرانو استادانو ژوندی ګډون کړی وو. غونډه، د حکمت الله له خوا، د قرآن کریم د یو څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. د غونډې پرانستونکې وینا ما ( صلاحي) وکړه، بیا عبدالقادر قائیل( د استاد عبدالغفور لېوال ژوند لیک) ولوست، د ملي رادیو تلویزیون لوی رئیس استاد زرین انځور خبرې وکړې او د لېوال د شاعرۍ او قلمي خدمت په اړه یې، خپل یادښتونه، له سره تر پایه پورې ولوستل او ژمنه یې وکړه، چې له دغو یادښتونو نه به، په راتلونکي کې، ضرور یوه علمي ـ څېړنیزه  مقاله ترتیبوي او خپروي. ورپسې ډاکتر محب الله زغم د ( ژوند ښکلی دی) په برخه کې، خپله لیکنه واوروله. له هغه وروسته، ما ( د ارشاک او اوشاس په شعري حماسه کې د کنېشکا د وخت انځور) په نامه، مضمون ولوست. بیا ښاغلي محمدیار او سعید زابلي ویناوې وکړې. ښاغلي پاڅون، پرګنیز صاحب او سیف الله څرګند هم شعرونه ولوستل، غوث جانباز په دري ژبه، د عبدالغفور لېوال ژباړل شوي شعرونه وویل. د غونډې په پای کې، ښاغلي لېوال، درې څلور ټوټې،خپل نوي شعرونه ولوستل او په وروستۍ برخه کې، د افغانستان قلم ټولنې سوغات چې، یو قلم، یو د نویو چاپ شویو کتابونو سیټ او یو بنر وو، قدرمن لېوال ته ورکړل.

 د ښاغلي لېوال د شعر د سر دا درې ټکي( ژوند ښکلی دی)، په اوسني وخت کې، د افغانستان د اوسنیو ادبیاتو ښایسته الفاظ وبلل شول. دا درې ټکي، په ننني وخت کې، چې  انسان د خپل ژوندانه په نیمه لاره کې، د تیارو په ستراو وحشي ځنګله کې لاس او پښې وهي، د رښتیا لار ځینې ورکه وي او د ژغورنې لارې په لټه کې سرګردان دی او په ډېرې نا ارامۍ او خواشینۍ سره خپل ځان ته ګوري، ناڅاپه په خپله مخامخ غونډۍ باندې د لمر زرینې وړانګې ګوري، چې غواړي په تیاره ځنګل کې ننوزي، مګر نه شي کولای، د اتلې ملالې له دغې لنډۍ نه کم ارزښت نه لري، چې ویلي یې دي :

که په میوند کې شهید نه شوې

خداېږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

( ژوند ښکلی دی) هم، یو لوی پېغام، په خپله غېږه کې، د لوستونکي تر زړه او ذهن پورې رسوي. هغه ته د ژوند کولو حوصله ورکوي، د ژوندانه ښکلاوې او خوبۍ ور ته بیانوي او په یوه داسې حالت کې، چې هر لور ته د انساني جنایتونو هر راز نمونې او پریماني لیدله کېږي او د انسان وحشت ښکرونه کړي دي، د لوستونکي او اورېدونکي په زړه او ذهن کې، دا ښایسته الفاظ، د ژوند کولو، هیله روزي، پالي یې او په دې یې پوهوي چې، هغه د یوه فیلسوف خبره:

« ـ په دې نړۍ کې د هر نوي ماشوم زېږېدنه ددې زېری دی، چې پروردګار عالم(ج) لا دې نړۍ ته نه دی په قهر شوی!»

دلته که له یوې خوا، د تپل شوې جګړې د سرو اورونو سره سوکي او سپرغۍ بادېږي، د افغانانو او نړیوالو سرونه او اورمېږونه ماتېږي او د افغانستان په غیرتي خاوره، د خپلو او پردو د نویو پرې شویو سرونو، د کوپړیو او بدنونو هډوکي، غوښې او وینې ور ګډېږي، زموږ د ګران هېواد رمزنګار شاعر، د شعر په خوږه، ورېښمینه اوپسته ژبه، د ژوند په پېژندنه او تعریف سر کېږي، د هغه ښکلاوې بیانوي، خوندونو او رازونو ته مو پام را اړوي او دا غږ در باندې کړي چې، د جنګ او جګړې په دغه ناورین کې، د ښه ژوند کولو لپاره هم، ځای ځایګی او ډېر چانس شته. دلته په دغه جنګ ځپلې افغاني ټولنه کې، اوس هم، د سبا په امید، ډېرې هیلې ژوندۍ دي، د سبا سترګه هم جګه ولاړه ده، د هغې وړانګې سترګکونه در ته وهي او د جنت د مڼو په تمه، نوي میئنان او عاشقان، د سپین لاسو پېغلو د خوندورو مړوندونو تاوولو او په پستکو ورنونو، د ګڼو اوربلونو د یخ سیوري د لاندې، د ارامه خوب کولو لپاره، د سیف الملوک په څېر خپلې څپلۍ رنګوي او په دې اوږده لاره کې، د څو جوړه څپلیو د شکولو او د انګورو د تاکونو له وشکالو نه، د یو څو دانو د زبېښلو او په خوله کې رغړولو، نه ختمېدونکې اراده او تکل لري.

 د ( ژوند ښکلی دی)په نامه، د شاعر دا ابدي غږ، کله چې د فرهاد دریا په ښکلي غږ کې، سندره کېږي او د هغه له خوندورې آداء او په زړه پورې جست او خیز او منډو را منډو نه سره، د اورېدونکو په ماتو او لوېدلو زړونو، خپل ابدي اثر غورځوي او په پای کې، شاعر او سندرغاړی تر مخ، خپل ولس ورپسې، د بریالیتوب او ناکامي د پېچومو او کږلېچونو له وهلواو د ژوندانه د ډېر هسک او اوچت غره له ستړي مزل وروسته، د خپلې محبوبې ګلورین بدن ته رسېږي او هلته له ذهني اسارت نه د خپلواکۍ هوسۍ ته، په مستو اتڼونو او د جوشي شعرونو او سرودونو په سندرو سر کېږي.