هاشمی

Hashmai

زه مو کوم درشل ته راوړم

دلته خړې کـــلاګـــــانې

په جومات کې پوزی پروت دی

آ  دی  دوګ له بامه خېـژي

په چوتره باندې سپی پروت دی

خلک ټول په لـښـتي ناست دي

اودسونه به تازه کړي

لمـونـځ زما د جنازې دی

ما به ګورته حواله کړي

زه مو کوم درشل ته راوړم

زه یاغي وم له دې کلي

دلته ټول و لکه مړي

دلته یوې خولې ته ټول ناست و

دلته ژوند په شا روان و

د خبرو واک د دوی و

هـر یو ګونګ مو ترجمان و

زه مو کوم درشل ته راوړم

د دې کلې زلمي نشته

مسافـرله وطن ورک دي

دلته ټـولې ځمکې ګرو دي

دلته هر یتم سپـېــره دی

دلته کونډي دي خـرڅـېـږې

دلته هـر سکه تربور دی

زه مو کوم درشل ته راوړم

دلته هـرڅه په کلداره

یو اسقاط په افغانۍ دی

چې په ذهین باندې شل دی

میر هـغه د زندګۍ دی

بــس تبـۍ راپسې کېـږدﺉ

وخت پېـړۍ راپسې کېـږدﺉ

نه خو زه له دوی خوشحاله

او نه دوی رانه خوشحال دي

٭٭٭٭٭٭٭٭