nakhtar

راولې خالقه هغه  زما دزړه قرارقرار

هغه دښکلاسلطان او هغه نوبهاربهار

هغه چې یې زه په یوه نظر وېوړم له ځان سره

هغه چې کرۍ شپه ورته ناست یم تر سهار سهار

هغه ګلبدن ترګل نازک او ګلاب رنګ جانان

هغه چې رنګونه اوروي په هر ګلزار ګلزار

هغه چې وږمې یې خوشبويي شیندي سهارماښام

هغه چې خجل دي ورته عطر دبازار بازار

هغه چې دمشکوکاروان سرږدي ورته پښومخ ته

هغه چې لري عمبري زلفي  ګېدۍ تار په تار

هغه چې هم درد دی هم درمان او هم ارمان ارمان

هغه چې یې زه کړمه خوږو سترګو بېمار بېمار

هغه چې په سترګو کې خمار درکړي خمار یوسي

هغه لب شکر دلبر او هغه خوش ګفتار ګفتار

هغه چې خوږه خوله یې هجران پولۍ پولۍ کړله

هغه مظلوم هغه چې هر چا ورکړ ازار ازار

هغه غواړم خدایه هغه زما ددواړو سترګو تور

هغه دبسمل غوندې  امین اودل افګار افګار

راولې خالقه هغه  زما دزړه قرارقرار

هغه دښکلاسلطان او هغه نوبهاربهار

Door Guest