د افغان ملي غورځنګ اعلاميه

په ډېرې خواشينۍ سره چې په ننګرهاراو پکتيا ولايتونو کې د پرله پسې خونړيو پېښو له امله يو ځل بيا د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته او همداراز د ملي پوليسو، ملي اردو او طالبانو تر منځ په خپلمنځې جګړو او د ناټو د بمباريو له امله تر سلو زيات افغانان چې اکثره يې ځوانان وو، ووژل شول او د روژې په دې مبارکه مياشت کې په سلګونو کورنۍ د وير په ټغر کېناستې. افغان ملي غورځنګ په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې روانه خونړۍ لړۍ چې له امله يې هره ورځ لسګونو بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي، په کلکه غندي او دا يو نه بخښونکى جنايت بولي. د جګړې د ټولو ښکېلو لورو له خوا د ملکي وګړو وژنه د ټولو الهي او بشري قوانينو خلاف کړنه ده او هېڅ راز توجيه نه لري. له بده مرغه د افغانستان د روانې جګړې ښکېل اړخونه د جګړې د قوانينو او موازينو په نه مراعتولو سره د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه نه کوي او په جګړه کې تر مطلوب هدف زيات، ملکي خلک په نښه کېږي. موږ د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کوو، چې د جګړې اخلاقي او قانوني موازينو ته په درناوي او د بشري خواخوږۍ له مخې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او د افغان وژنې دا خونړۍ لړۍ ودروي. افغان ملي غورځنګ په دې اند دی، چې روانه جګړه د پرديو له خوا يوه تپل شوې لوبه ده چې قربانيان يې يوازې افغانان دي. اسلامي او ملي تدبير دا ايجابوي چې له خپلمنځي وژنو لاس واخلو او له دغې پردۍ لوبې څخه د وتلو پر لارو چارو ګډ فکر وکړو. افغان ملي غورځنګ همدا راز د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو لکه، ننګرهار، نورستان، لغمان، خوست، کاپيسا او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د وروستيو سېلابونو د راوتو له امله له زيانمنو کورنيو سره خپله غمرازي شريکوي او له لوى خداى (ج) څخه ورته د صبر او استقامت غوښتنه کوي. موږ د افغان ملي غورځنګ پر غړو اوهمداراز پر نورو ټولنيزو سازمانونو او مدني بنسټونو غږ کوو، چې خپلو سېلاب ځپلو هېوادوالو ته د مرستې لاس ورغځوي او په دغه بده ورځ کې يې يوازې پرې نږدي. په درنښت افغان ملي غورځنګ، مطبوعاتي څانګه