62457_212298978942707_1313294633_nافغان ملي غورځنګ د لړم په ۲۸ مه د سه شنبې په ورځ په کابل کې خپله کاري غونډه ترسره کړه .

غونډه لومړی د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه، چې درې برخې یې لرلې.

له اجنډا سره سم لومړی د مهمو مسایلو په اړه د پرېکړې لپاره د یوې واکمنې مرجع پر جوړېدا بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د غورځنګ د هرې کمېټې له مشر او مرستیال څخه به یوه موقته دارلانشاء جوړه شي. دغه دارلانشاء به د تصمیم نیونې صلاحیت ولري.

د غونډې په دویمه برخه کې د کمېټې مسولینو ته دنده وسپارل شوه چې د روانې اونۍ تر پایه ټولې کمېټې خپلې غونډې ترسره کړي او همدا راز پرېکړه وشوه چې له استثنايي حالت پرته هره کاري کمېټه به په دوه اونیو کې یو ځل خپلې عادي غونډې جوړوي.همدا راز د مالي او اداري کمېټې لپاره نوي غړي وټاکل شول چې اکبر جان پولاد، شفیع اعظم اوریاخېل او حامد امیري په کې شامل دي.

د غونډې په دویمه برخه کې د افغان ملي غورځنګ له خوا د نویو چاپ شویو کتابونو د مخکتنې د غونډې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې دغه غونډه به د راتلونکې اونۍ د سه شنبې په ورځ په کاروان پوهنتون کې جوړه شي.

په یاده غونډه کې به د (زملوال د تألیف او ژباړې مرکز) پرانیسته هم وشي

چې د دغه مرکز چارې به د سمېع الله اېلم په مشرۍ د ښاغلي فهیم کریم، نظیم سمون او رووف ننګیال له خوا پرمخ وړل کېږي.

د غونډې په درېیمه برخه کې د افغان ملي غورځنګ او شمشاد ټلویزیون له خوا د (نومیالي دي چې یادېږي) پروګرام په لړ کې د کابل پوهنتون د استاد ښاغلي میرازي د نمانځنې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د راتلونکو دوه اونیو په ترڅ کې دې یاده غونډه جوړه شي.

د دې غونډې د تنظیم مسولیت ښاغلي خوشال روهي، فیض محمد ځلاند او عطاءالله حیران پر غاړه واخیست.

د غونډې په وروستۍ برخه کې پرېکړه وشوه، د ډسمبر په اتمه چې د فساد پرضد د مبارزې او همدارنګه د د ډسمبر په نهمه چې د بشري حقونو نړیوالې ورځې دي، افغان ملي غورځنګ به په افغانستان کې د فساد پرضد او د جنګي مجرمینو د محاکمې په اړه د یوه لاریون په ترڅ کې خپل غږ اوچتوي.

د دې اعتراض د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظریات وړاندې شول، چې وروسته به د یوې رسمي خبرتیا له لارې اعلان شي.

غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.

Door Guest