zarmalwal

د زرملوال د تأليف او ژباړې بنسټ راتلونکې سه شنبه د لېندۍ (قوس) پنځمه د دريو نويو چاپ شويو آثارو له مخکتنې سره رسماً پرانيستل کېږي. د بنسټ په پرانيستغونډه کې د «افغانستان تر وروستي افغانه»، «له طالبانو وروسته په افغانستان کې دولت جوړونه» او «سخته ورځ» پر کتابونو د هېواد پياوړي ليکوالان او پوهان خبرې کوي. د غونډې په پای کې د کتابونو نندارتون او عصريه هم په پام کې نيول شوي.

تاسو ته په ډېر درنښت بلنه درکوو، چې په دې غونډه کې له موږ سره ګډون وکړئ، خپل نظريات او سلا مشورې راسره شريک کړئ او په خپل راتګ سره غونډه لا درنه او ښکلې کړئ.

د غونډې وخت: سه شنبه، د لېندۍ پنځمه، د ماسپښين دوې بجې

د غونډې ځای: د کاروان پوهنتون نوې ودانۍ، د کابل پوهنتون وروستي تم ځای ته مخامخ کوڅه ( د نورين تلوېزيون تر شا)، ده بوري

د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۶۰۷۷۱۵، ۰۷۰۵۱۲۳۰۳۳

په درنښت

د افغان ملي غورځنګ فرهنګي څانګه