مخلص افغان

mokhles

په مرکز ښرنه کې د ایساف په نظامي اډه زمونږ او د ایساف تر مينځ د يو نيم کال راهيسې جنجال روان وو، ایساف پلان درلود تر څو ياده آډه په بشپړ ډول له مينځه يوسي یعنې په اډه کې ټول شته توکي په ازاد بازار کې ليلام کې او ترلاسه شوي پيسې يې له ځان سره يوسي، دا د يونيم کال وړاندې خبره ده چې په سيمه ييزه او مرکزي کچه يوازې څو لوړ پوړي دولتي مشران ترې خبر دي، زمونږ غوښتنه همدا وه چې دا اډه دې افغان دولت ته وسپارل شي خو ایساف دا نه منله، د ایساف ډير لوړپوړو مشرانو پکتيکا ته سفرونه وکړل تر څو مونږ له يوې يا بلې لارې وهڅوي تر څو مونږ دا ورسره ومنو چې تاسويې په بشپړ ډول له مينځه يوسئ خو لنډه دا چې په همدې موضوع مو اړيکې يو څه خرابې شوې، مونږ د همدې موضوع په اړه څو ځلې له اشرف غني احمدزي، ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سره تفصيلي خبرې وکړې، ياده موضوع په وروستيو کې ډير حساسه شوه مونږ نيغ په نېغه ولسمشر ته مکتوب ولېږه او په ټولو اړخونو مو رڼا واچوله لنډه لنده وايم ولسمشر اشرف غني ته دنده وسپارله تر څو دا موضوع ژر تر ژره حل کړي په دې وخت کې ایساف په خپله اډه کې د ځينو سيمو ورانول پيل کړي وو خو مونږ له دوی په مکرره توګه د يادو سيمو د ورانولو د بندېدو غوښتنه کوله، ډاکتر اشرف غني مو پکتيکا ته دعوت کړ، لومړی مو ټوله اډه له چورلکې ښاغلي ته تشریح کړه بيا مو ټولې سيمې نوموړي ته له نږدې وښودې لنډه دا چې په ايساف زمونږ مسلسل فشار دا نتيجه ورکړه چې سيمه ييزه ادارې له خپلې خبرې نه شاته کيږي د ايساف عمومي مرستيال قومندان جنرال نېک کارتر ومنله چې دا اډه به افغان لوري ته سپارل کيږي، پدې وخت کې ځينو امنيتي ادارو هڅه وکړه تر څو داسې وښايي چې اډه نشي ساتلای خو زمونږ کلک دريځ پر ځای وو او ويل مو چې دا اډه افغان دولت ته ډير مهمه ده او بايد دا کار ترسره شي اډه په لويه کې په اتو برخو ووېشل وه د يوه باصلاحيته هيئت په وړاندې بېلابېلو ادارتو ته وسپارل شوه، ياده اډه يو نيم کيلومتر د الوتکو لپاره ډيره باکيفيته ځغاست ليکه لري، مېرونه چوکۍ دفتري لوازم جنراتورونه پکې دي په ياده اډه کې شته توکي نږدې دوه درې مېليونه ډالر قېمت لري او تاسو باور وکړئ امريکايانو داسې پلان درلود او ويل يې چې مونږ حتی د الوتکو ځغاست ليکه هم ورانوو ځکه دوی د راتلوونکي پلان دا وو چې پکتيکا له کرديز څخه همايه کړي او د دوی سفرونه به د چورلکو په وساطه تنظيميږي نه د الوتکو، لنډه دا چې مونږ د خپل توان اخلاص وکړ او نږدې درې مېليونه نغدي ګټه مو ملي بوديجې ته کړي او د يوې اساسي ځغاست ليکې د ورانېدو مخه مو هم ونيوله، زه وايم چې د سيمه ييزې ادارې دا هڅې بايد وستايل شي.

Door Guest