د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره
د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر
خبرپاڼه

پکتيکا: ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه پنځوس تنه ملکيان شهيدان او له شپېتو زيات ټپيان شول
۱۳۹۳
کال د ليندۍ ۲ مه نېټه

نن ماښام نږدې پنځه بجې يوه ځانمرګي بريدګر د پکتيکا ولايت يحی خېلو ولسوالۍ پړاو کلي کې لږ تر لږه پنځوس تنه ملکيان شهيدان او له شپېتو زيات نور ټپيان کړل
دا چې د تيرو دريو ورځو راهيسې د پکتيکا ولايت خيرکوټ، يوسف خيل او يحی خېلو ولسواليو ځوانانو د واليبال سيالي د يحی خېلو ولسوالۍ په پړاو کلي کې په لاره اچولي وه نن د همدې سيالۍ پای لوبه وه چې يادې لوبې ته ګن ننداره چيان هم راغلي ول، يوه ځانمرګي بريدګر چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي وو او ځان يې د لوبې د ننداره کوونکي په توګه د ننداره چيانو مينځته رسولی وو، هغه مهال يې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول چې د واليبال لوبه روانه وه او ګنو کسانو يې ننداره کوله، چې له امله يې لږ تر لږه پنځوس تنه ملکيان شهيدان او له شپېتو زيات ټپيان شول
د مالوماتو له مخې دوه څلوېښت تنه د بريد پر مهال ځای پر ځای شهيدان شوي، څوارلسو ټپيانو د ژورو ټپونو له امله د مرکز ښرنې په روغتون کې ساه ورکړي، اته څلوېښت ټپيان چې روغتيايي حالت يې اندېښمن وو د چلورلکو په مرسته مرکز کابل ۴۰۰بستريز روغتون ته لېږدول شوي چې يوه ټپي هلته ساه ورکړي، دوولس ټپيان د مرکز ښرنې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او څلور تنه چې برسېرن ټپيان شوي وو له لنډې درملنې وروسته رخصت شوي دي
د پکتيکا سرپرست والي محب الله صميم دا وحشيانه عمل په کلکه غندلی او ددې عمل ترسره کوونکي يې د افغانانو او مسلمانانو ښکاره دوښمنان بللي دي، ښاغلي صميم د ولسمشر جلاالتماب ډاکترمحمد اشرف (( غني )) په لارښونه امنيتي ادارو ته د پېښې د هر اړخيزې څېړنې او مرستندويه ادارو ته قربانيانو لپاره د اړينو مرستو رسولو امر کړی دی

Door Guest