دويمه مقاله

لیکوال: ښا غلۍ کرګر

كله چې دپښتنوپه ټولنيز ٬سياسي اوپه تيره په كلتوري تاريخ خبرې كوو  ٬ نو له لږې اولنډې سريزي وروسته ارو مرو چې په روښاني غورځنگ تم كيږو ۔ روښاني غورځنگ چې د بايزيد انصاري له خوا  چې په روښان مشهور دى ٬پيل شو  دپښتنو دهويت اوتشخص له پاره  دعطف ټكى دى ۔ په دې مانا چې دغه نهضت داسې څه پښتنو ته وركړه چې دمخه يې نه  درلودل

دمثال په توگه بايزيد روښان ديو متفكر په توگه يو لوى ذهني اوفكري انقلاب راووست ۔ دى پوره زړور سړى و ۔ چې په پوره زړورتيا يې وكړاى شول دمذهبي اوعرفاني پوهي په رڼا كي يو مشال بل كړي ۔ اودپښتنو دبرم اوعظمت د راژوندې كولو له پاره جنډه پورته كړي ۔

نوموړي دهيڅ راز تبليغاتو اوپروپاگندونو پروا ونه كړه ۔ اوپه پوره متانت يې هغه څه ( هم په مذهبي لحاظ اوهم په سياسي لحاظ ) وويل چې دمخه چا نه وويلي۔

بله داچى  پيرو روښان اودهغه پيروانو وكړاى شول په پښتو ژبه كې دلومړي وار له پاره پوره اوبشپړ ديوانونه ايجاد كړي ۔ چې دمخه نه و ۔

همدا رنگه  روښان پير دخيرا لبيان په ليكلو سره په پښتو كې داسې يو خط ايجاد كړ چې پښتو يې ددوزخ دژبې پر ځاى دجنت ژبه اودالهياتو ژبه وگرځوله ۔

په خيرالبيان كې دانسان هغه تهور اوجرات وينو چې په نورو نړيوالو اسماني كتابونو كې شته ۔  روښان اودهغه پيروانو په خپلو اثارو كې شرقي فلسفه اوتصوف اودهغه په رڼا كې دانسان يونيورسل ستونزه مطرح كړه ۔

اوبله داچې روښان يو سياسي شخصيت هم و چې ټولې ستونزى ورته له همدې زاويي ورپيښي اوځان يې په خپله لار كې فدا هم كړ ۔ كنه نو دى هم ملا وو ٬ په الهياتو له هر چا ښه پوهيده ٬ اودحالنامې په قول چې قاضې خان ورته وايي : (( ته په دغه جاهل (!) قوم ( مانا يې پښتانه دې ) څه كوي را ځه  اوله موږ سره كار وكړه ۔ روښان په ځواب كې وايي : زه خداى پاك دهمدې قوم لارښووني ته پيدا كړى يم ۔ )) جوتيږي چې هغه په خپل سر كې ډيري سودا وى درلودې ۔ چې په دې بحث كې يې ځاى نشته ۔

:ددبستان مذاهب مولف ليكي 

وى با حضرت ميرزا محمد حكيم بن حضرت همايون پادشاه معاصر بود ٠ نامه نگار از ميرزا شاه محمد مخاطب به غزني خان شنيده بود كه گفت : (( ميا روشان درنهصد وچهل ونه قوي شد ٠مذهب اوروايي يافت ٠ پدرم شاه بيگ خان ارغون مخاطب به خان دوران ميا بايزيد را ديده بود ٠ ميگفت : پس از خروج وى را به مجلس ميرزا محمد حكيم خان اوردند ٠ علما از مناظره او باز ماندند ٬ لاجرم اورا رخصت انصراف ارزاني داشته دراوايل سنه اربع وتسعين وتسعمايه  خبر شنقار شدن خضرت ميرزا حكيم از كابل به سمع حضرت عرش اشياني رسيد ٠ )) وقبر ميان بايزيد دربهته پور است ازكوهستان افغانان ٠   ۲۸۴ م: دبستان مذاهب ٠

راځو بلي مسالي ته اوهغه دروښان سره دپرديو زرخريدو ملايانو دوښمني وه ۔ په دې بحث كې په همدې مساله تمركز كوو .

ځينې خلك وايي چې دروښان اواخوند درويزه مخالفت صرف مذهبي جنبه درلوده ۔ خو دا خبره اوس په ډاگه ده چې دروښاني غورځنگ  سره دسياسي جنبش په توگه دمغلو دامپراتوري دپلويانو له خوا مخالفت كيدلو ٠

درويزه وايي :۰(( درويزه چې څه بيان كا واړه دين دپاك نبي بيانوينه ٬ پښتانه په بله ژبه نه پوهيږي ٬ ځكه دى يې په پښتو وروښيينه ٠ واړه دين دپاك نبي بيانومه ٬ وپوهيږئ مومنانو ددې پاك نبې له دينه په دا خپله ژبه پوه شئ افغانانو بل غرض مې په كې نشته مگر داچې شفقت كړم

((پر عاميانو ٬ هر چېي دا باور يې نه وي څه تهمت راباندې وايي ٬ هغه كس دې ودريږي له بې دينو له بې ايمانو ٠ 

سيد علي ترمذي مشهور په پير بابا اودده مريد اوخليفه اخوند درويزه دبايزيد روښان  پر ضد دمخالفت جنډه پورته كړه ٠ سيد علي ترمذي دگورگانيانو خوريي اودگورگاني پاچا هانو له مقربينو اومعتمدينو څخه و ٠  كه چيرې دا خبره يعنې سياسې مخالفت نه وي  نو ولې كله چې جلال الدين روښاني  ماتې  وخوړه اخوند درويزه هم خپلې ليكنې بس كړې ٠ تردې وخته پورې اخوند درويزه دمخزن الاسلام نه علاوه دارشادالطالبين ٬ تذكره الابرار والاشرار اوارشادالمريدين په نامه كتابونه ليكلي وو ٠

:سيد تقويم الحق كاكاخيل مرحوم اوځينې نور پوهان په دې باور دي چې 

.سره له دې چې ځينې كسان په دې باور دي چې اخوند درويزه بالكل په حقه وو اودده ټول تبليغ داسلام دمدافعيت له پاره و ليكن ځينې نور داسې عوامل اوخبرې منځ ته راغلې دي چې دهغو په وجه نن بعضې خلك داخوند درويزه اودهغه دپير طريقت پير بابا  دغه ديني خدمتونو ته خالص په ديني نقطه نظر سره نه گوري ٬ بلكې په دې وجه چې بايزيد انصاري پښتون و اوپه مقابل كې اخوند درويزه اوپير بابا دواړه پښتانه نه و اوبل خواته بايزيد دهغې زمانې دمغول حكمرانانو په خلاف سياسي جد وجهد كولو ٬ نو دابعضې خلك دا خيال كوي چې كه اخوند درويزه دبايزيد انصاري مخالفت نه واى كړى نو بايزيد به دمغولو په مقابل كې دپښتنو دخودمختاره حكومت په جوړولو كې بريالي شوي واى ٬ اوهم په دې خيال نن ورځ داخوند درويزه  په هكله نامناسب الفاظ هم استعمالوي ٬ ۔٬ ۔٠٠

داثارو اوشواهدو له مخې : سيد علي ترمذي شاه صاحب په اصل كې دتركستان و ٬ پلار يې دهمايون پاچا په پوځ كې صاحب منصب و ٬ كوم وخت چې شيرشاه همايون ته ماتې وركړه اوهمايون در په در گرځيده نو دسيد علي پلار هم ورسره ملگرى و ۔ ده داشرفيو ډكه هميانۍ خپل زوى (سيدعلي شاه ) ته وركړه اوپخپله له همايون سره ولاړ ۔ دشيرشاه سپاهيانو دغه هميانۍ له سيد علي نه واخيسته ٬بياكوم وخت چې دهمايون زوى اكبر پاچا هۍ ته ورسيده ٬ سيد علي دپير روښان سره مقابله شروع كړه ۔ (محمد اصف خان تاريخ سوات ۔ )

:همدا ډول 

داخوند درويزه تذكرت  البرار والاشرار دوهمه برخه دافغانانوپه باب ده اوپه هغو كې دپښتنو داكثرو پيرانو ته بد ويل شوي د ي اودپښتنو په باب يې هم هر ډول بې مسووليته الفاظ كارولي دي٠ درويزه په دې خبره سخت تاسف كوي چې دپښتنو غرنۍ سيمې ولي دهغه وخت دپاچا هانو تابع نه دي ٠ اوباالمقابل دملكانو اوپيرانو تر نفوذ لاندې راغلي دي ٠ دا ټول داخوند درويزه دغوښتنو اوهدفونو نماينده گي كوي ٠

:دمثال په توگه په تذكرت الابرار والاشرار كې ليكي 

هم از انست كه در دلهاى افغانان تا اين غايت لطافت ورافت نادر ميباشد بل هر كه از ايشان ديانت ولطافت ديني ورزد اورا بااستهزا پيش….))

ميايند ٠ اهل وقبايل وعيال اورا گم شده ميگويند بل مرده ميگويند ٠ القصه اين مردم افغانانرا از قديم رسم وايين بران بود كه از غايت جهل وصلابت دل درميان همديگر بادشاهې را برخود جايز نداشتند چه ايشانرا تكبر وخود بيني بران داشته كه چگونه درحضور يكي از اقربا خويش عجز وفروتني كشيم خودنوكر وان ديگر را بادشاه گويم ٠ بل مساوې يكديگر باشيم هم از انست كه افغانان را ملك گويند درعرف وديار ما زيرا كه ايشانرا ملكان ميباشند وبادشاهان كمى باشند هر كدام از خوردك وبزرگ ايشان  خودرا ملك ميگويند ٠ ٠٠٠٠٠)) ۸۳ مخ قصه خانه چاپ ٠

اخوند درويزه نه يوازې يو ځاى بلكې ځاى ځاى پښتنو ته دجاهلو اوعهد شكنو اوپه خپل قوله دنه ولاړو خلكو اوداسې نور خطابونه كړي دي ۔ نوموړي چې په سيده توگه دمغلو دحكومت مبلغ وو ٬ په ډيره ماهرانه توگه دا خبره تلقينوي چې گويا پښتانه دخپل حاكميت دجوړولو وس اوتوان نه لري ۔ دا ځكه چې ډير خودخواه دي ۔ حال دا چې پښتانه دژوند انه له پاره  اصول لري ٬ چې په هغه كودونو اومقرراتو كې هر څه حل دي ۔ خو اخوند درويزه دهغو يادونه نه كوي ۔

له بلې خوا داخوند  درويزه اودپير روښان په وخت كې نور و اثارو دپير روښان اوافغانانو په باب دا ډول قضاوت نه دى كړى ۔

په ذخيرت الخوانين نومي كتاب كې چې دجهانگير پاچا ددورې نوابان معرفي شويدي ٬ روښاني نهضت ته داحترام په نظر كتل شوي دي ٬ دكتاب

:مولف شيخ فريدالدين بكري ددويم باب په سر كې وايي 

 درتبيين احوال امرايي عاليشان كه درزمان بهجت وسرور حضرت جنت مكاني جهانگير بادشاه عليه الرحمه والغفران بسروري وسرداري))

:رسيده اند اوله دې څخه ښكاري چې شيخ فريد بكري جهانگير ته خاصه عقيده درلوده خو په عين زمان كې دى د روښانيانو په باب داسي ليكي 

درزمان سابق شخصې هندوستاني باسم بايزيد درميان طبقه اى افغانان روه درامده ٠ كشف وكرامات خودرا ظاهر ساخت ٠ اكثر افغانان را مريد خو دنموده عالمي با و گرويدند ومشهور به پير روشنايي گشت وكتاب خيرالبيان نام بزبان پشتو تصنيف كرده وانرا دران مردم رواج داد وان كتاب مدل بر اثبات وحدت وجود است ودلايل وحجت ساطع وبرهان قاطع از روى نص واحاديث واقاويل بزرگان سلف اورده ٠ الحق كتابيست نادر ٠ هر كس بنظر انصاف تامل كند فيضى از اوحاصل مى نمايد وان عزيز دلها بهر كسى كه نظر كرد اورا مطيع خو ساخت وبمبدا رسانيد ٠ ))  شيخ فريد بهكري ذخيرت الخوانين   ص ۱۸۴ ادبي څيړنې ٠

همدارنگه اخوند درويزه په دې ښه پوهيده چې روښان دپاچا هئ خيال په سر كې لري ٬ لكه چې وايي : (( دى هاله له ځانه خوښ شو چې مهدي شوم ٬ دمهدي چارې به كړمه ٬ لښكرې به كړم بنيادې هندوستان به ونيسمه ٠

اوازې يې كړلي گډې هر چې اس لري راځي  اس په ما پورې باسي  داكبر باچا ټانگې واړه زما دي ٠ )) مخزن ۱۲۳ مخ

:مشهور خدايي خدمتگار عبدالاكبر خان اكبر ليكي 

دپير روښان اودروښانيانو پر خلاف مذهبي الزامونو اومخالفت كې لوى لاس دگورگاني بادشاهانو و ٬ هغوئ بادشاهي دپښتنو نه اخيستې وه اوپه دې وجهې دهغوئ سياسي دوښمنان پښتانه اولوديان كمزوري اووهل شوي وو ٠ دسرحد اودغرونو پښتانه يو لوى طاقت وو اوازاد وو  په يوه مركز  ددوى را جمع كيدل يعنې دكاڼې گرم نه تر سوات ٬باجوړ ه پورې دبايزيد دمريدانو پيدا كيدل اوبيا ليوني مريدان چې په هيڅ اړ نه و داداكبر لپاره لويه خطره وه ٠ ٠٠٠٠

حمزه شينوارى د(وركې خزانې )په سريزه كې خپل نظر داسې څرگندوي :(( پيرروښان دحنفي مذهب مقلد و اومسايل يې تر زياتره دحنفي فقې سره تعلق لري اخوند درويزه بابا په خپله په تذكرت الابرار والاشرار كې ليكي چې پير تاريك قايم اليل اوصايم الدهر دى ٬ ليكن دننه په زړه كې كافر دى ٠ اوس دا فيصله خو به انصاف پسند لوستونكي كوي چې كوم انسان ټول عمر روژه اوټوله شپه په لمانځه ولاړ وي هغه كافر كيداى څنگه شي اودزړه نه يې څوك خبر و  ؟ زموږ كار خو هغه وخت دپښتو ادب دمعيار اندازه كول دي البته يو د وحدات الوجود مساله داسې شته ٬ چې دغو دواړو ترمنځه اختلاف سبب كيداى شي ٬ خو دا مساله بايد چې دچا دتكفير سبب ونه گرځول شي ځكه چې ډير اوچت اوسپيڅلي  مسلمانان ددې مسالي معتقد وو ٠٠ په دې سلسله كې زياتره تحريك دمغولي پاچا اكبر ددين الهى داجرا هم مرهون دى ٠ داسې ښكاري چې پير روښان داكبر دكفر اوزندقئ په وجه توره ويستلي وه ٠ )) ۱۸۷ مخ ۔ادبي څيړنې ٠

(ماثرالامرا) چې دصمصام الدوله شاهنواز خان اثر اوپروفيسور محمد ايوب قادري په اردو ترجمه كړى دى ٬ روښاني نهضت دگورگانيانو په مقابل كي بغاوت اوفساد گڼل شوى دى نو له داسې مورخ څخه به څنگه دعيني قضاوت غوښتنه وشي ٠ ؟

دقاضي ميراحمد شاه په تحفت الاوليا كې داخوند درويزه نظر تكرار شوى دى ٠

ديوسف زايي پټان كتاب چې په اردو ليكل شوى دى روښاني نهضت ته دازادئ غوښتنې ٬ تحريك ويل شوى دى دكتاب مولف الله بخش يوسفي دمحمد عبدالشكور په حواله وايي چې بايزيد انصاري يو صحيح مبلغ ٬ رهنما ٬ سياستدان اواديب و ٬ خو حضرت اخوند درويزه دمذهبي تعصب دذاتي عناد اوسياسي اختلافاتو په وجه ده ته ملحد اوزنديق وويل ٠ مولف داخوند درويزه په باب ليكي چې دهغه اصلي نوم هم چاته مالوم نه دى خو دى په خپله شجره كې وايي چې دمور له خوا تاتاري مغول اودپلار له خوا يوناني يم ٠ دى ليكي چې اخوند درويزه پښتو ژبې ته دپير روښان دمخالفت په بركت ډير خدمت كړى دى ٠

:پايله 

دپښتو ادب يو عمده اولويه برخه دمغلوالې سره دمبارزې انعكاس دى ۔ دبايزيد اواخوند درويزه مخالفت سياسي مخالفت دمذهب په بڼه كې دى ۔ دواړه مذهبې عالمان دې خو توپير يې په دى كې دى چې اخوند درويزه  ددربار په خدمت اودپښتنو دازادۍ دټكولو له پاره موظف دى ۔ نو له دې امله په بايزيد روښان اودهغه په غورځنگ دكفر تور لگوي ۔ اوس كه دغه اصل  يعنې ازادي غوښتنه اواواسارت غوښتنه په فكري لحاظ وڅيړل شې ان زموږ ددوارن پوري داخوند درويزه ليكه اودروښان ليكه  او صفونه سره دوام كوي ۔

:په دې مقاله كې 

دليكوال له يادښتونو سربيره

:ددې اثارو نه استفاده شويده 

۔ادبې څيړنې   داستاد روهي اثر ♦

۔ دبستان مذاهب ♦

۔ دخوشال خټك اخلاقي ايديال ♦

.روښان ياد  ♦

۔دبايزيد روښان عرفاني اوفلسفي څيره۔ ♦

Door Guest