د لوی څښتن تعالی په نامه چې یې ټولو ژوندیو موجودا توته ژوند وربښلی                                                                دپکتیکا ویب پا ڼې ته ښه را غلا ست                             داویب پا ڼه یوه نا پیلی ویب پا ڼه ده چې په هیڅ کو م سیا سي بهیر پو ري تړاو نلری            

نوم عبدالرحمن غضري

دپکتیکاولایت دخیرکوټ ولسوالې دپایندخیلواوسیدونکی

د عبدالمنان زوي دحاجي ولي محمدلمسی ، کورنۍ يې په غضرخیلوشهرت لري

زوکړه د۱۳۵۴دعقرب۱۸

زده کړې يې ترلسم ټولګی پوري په غیري رسمي توګه کړیې دي

له تیرودیارلسوکلونوراپه دې خودسعودي عرب په هیوادکې میشت دی

قریب لس کاله کیږی چې شاعرې کوي .په دې ورستیوکې لنډې کیسې اوادبي نثرونه يې هم لیکلي هم داوس دیوناول په لیکلوبوخت دی

چاپ شوی اثارنه لري

نا چاپ

څلوردشعرونوټولګې

دوه دلنډوکیسوټولګې

یوه دنثرونوټولګه اویوڅو ډرامې چې لاهم هغسي خورې ورې پرتې دي


عمرراځی هورښتیاوایې چې عمرراځي

عمرژوندی دی هو وایې چې هغه ژوندی دی

باچالالا ویل چې ماپخپلو سترګوولید

ولې؟له باچالالاسره رانه غی

کارونه به یې درلودل پس له کلونوکلي ته راځي

رښتیاهم (خدای ج)وایې چې بنده نورکه مې نه پیژنې نوپه دې خومې وپیژنه چې ستاپه زړه کې یوه وې او زه بله پیښه کړم

دچاپه زړه کې و چې عمردې ژوندی وي اوکورته دې راشي

چې دعمردراتلو له ګونګوسوسره سمې دکلیوالوپه خولو خپرې وې

رښتیاهم دعمرلیدوته دهرچاتلوسه وه دهغوماشومانوهم چې هیڅ یې عمرپه ژوندکې نه و لیدلی دعمردراتلو زیري دکلیوالوپه زهینونو داسي سیوری غوړولی و چې دهیچادې ته پام نه و چې دعمردراتلونه ورسته به څه کیږي هرچاچې به ګل بازمامالیدورته ویل به یې سترګې دې روښانه شکردعمردراتلوزیری شوی نورنو غم مه کوه که خدای کول ډیرژربه راشي وایې چې دژوندولارې زیندۍ وي

خو دهیچاهم دګل بازماماپه سترګوکې هغوستړیو اندیښنوته پام نه و چې دعمردستړیوپښتنودځواب په لټه کې وې

ګل بازماما په خپلوکړنوپیښمانه و خوچاره څه هغه ته خو هغه وخت هم دامناسیبه ښکاریده اوبیادعمرمورچې دګل بازماما مشره خوروه چې ده ورته ببوویل دببوهم داخوښه وه چې سانګه نوردغمونو له دلدل څخه راوباسو لاترڅوبه هغه داوښکوپه تیزابوخپل ارمانونه مینځي ترڅوبه هغه دعمردراتلوپه انتظارناسته وي اوبیاخوهغه دی دعمردمرګ خبرهم راغله ولې موږهغې ته نه وایوچې نورنوستاله سرڅخه دعمردنامزدګۍ ټیکری لویدلی اوهغه مړدی ګل بازماماچې له یوې خوادخوروصیت مجبوره کړی و له بلې خوا سپکې ورکې لیدې دسانګې ځوانې اودکورکلي خبرودیته اړکو چې سانګه خپل ورارهفیروزته ورپه نیکاح کړی خو وس چې عمرژوندی دی اوکوراوکلي ته راځي دګل بازماماپه سترګوکې داندیښنوتوپان هغه بې وسې داسي ترپښولاندي کوله چې هغه یې پخپله هم تصورنه شوای کولای ګل بازماماښایې چې زرخله پل زړه ته پخپله تسل ورکړی وي اودایې ویلې وي چې په دې کې زماڅه قصورو داخودوخت غوښتنه وه خو ضمیریې ورسره چیرې داخبره منله ضمیریې ورته دایوه خبره کوله چې ټول قصورستادی داته وې چې دعمرپه امانتوکې دې خیانت وکو ګل بازماما لاله خپل ضمیرسره په جنګ وو چې دعمردراتلو زیری وشو هو کلي ته دراتلوزیری زیری نه و

دوارخطایې هغه الم وچې دګل بازماماله خولې یې یوه داسي چیغه ویسته چې هغه پخپله چیغه له خپل درانه خو اندیښمن خوب څخه راپاڅیده

۲۰۰۵/۱۲/۱۷ساجرسعودي عرب

لیکوال غضری


مات بنګړي

ليکوال : عبدالرحمان غضري

پلاریې بګړۍله زمکې زمکې ویشته دمورچیغویې ټول کلی په سراخستی وخوندو

اوکشري وروره ته یې چاته کتلای نه شوای چې نه یې ژړل دهغو خلکو په سترګوکې

هم اوښکې راروانې وې خو ملا صاحب خپل جرات له لاسه نه و ورکړی هغه په خلګوکې یوې اوبلې خواته وکتل خپل ښی لاس یې دسدرۍ جیب ته ټیټ کو تسپې یې دسدرۍ په جیب کې واچولې او ویې ویل هله شاباس جنازه درواخلئ منځي جنازه به ورکو هسینه چې دجمعې مبارکې وخت راڅخه تیرشي

خلکویواوبل ته وکتل څوکسو لاسونه ورټیټ کړو جنازه یې راپورته کړه ملاصاحب بیا وویل

پام مو وي چې دسرخوایې لمرخاته ته نه کړئ چې ګناه لري

له دروازې څخه دباندي ولسونه راجمعه شوي وو تاسو یې وګورئ په سي څه شو

دادلوی مولوي صاحب غږو چې تردروازه دباندي خلکو ته مخاطب و

جنازه وس دروازې ته نیزدې شویې وه چې غږشو دجنازې کټ یوځلې کیږدئ لایې په ځوانې مرګ دیدن نه ده مړه ورشه ښه یې وګوره

خلکو جنازه کيښوده دوی یوې خواته شو داځل یې مور اوخوندې نه وې په تورټیکري کې

نغښتې یوبل څوک وه په خپلو ریږدیدلو لاسونو یې دهغه له مخ څخه دجنازې پوښ پورته کو دهغې په لاسونوکې لادجنازې پوښ لړزیده چې یوه سپین سارې رامخته شوه اودکفن غوټې یې وسپړلې

هیچاهم دهغې تورټیکرۍ غږوانه وریده پرته دهغې دبنګړو له شرنګه چې دجنازې دکټ له بازه سره یې وجنګول اوماتې ټوټې یې په جنازه باندي خورې ورې شوې

خلکوجنازه بیا واخیسته داهم څوقدمه ورسره شوه خلک له دروازې څخه ووتل خودې خپل روستی قدم تردروازې دننې تم کړو خپل غبرګ لاسونه یې په دروازه پورې ونیول په یو ساړه اسویلي کې یې وویل خدایه ته مې مدت ګارشې زه به دزمانې وږی نظر له ځانه څنګه اړوم

په احترام غضري

۲۰۰۶/۱/۱۵/

ساجرسعودي عرب


لنډه كيسه خوړده: ليکوال ( غضري )

چې په وره ورننوتم نو سترګې مې په هغې ولګیدې خدای خبرچې دهغې په تصویرکې هغه کوم رنګ و چې زما سترګوته یې ددې اجازه نه ورکوله چې بلې خواته ترې واوړي سترګې یې ښې غټې غټې اوبادامي رنګ یې درلود

پوزه ېې نه ټیټه اونه هم لوړه وه خوله یې یوڅه لویه وه خو دومره هم نه چې بده دې ورباندي ښکاره شي له رنګه غنم رنګه اولوړه ونه خدای پرې لورولې وه

دهغې سترګې هم په ماکې شوې څوک ده نه یې پیژنم ښایې چې هغه هم مانه پيژني ځکه خوداسي رڼه رڼه راته ګوري بیا مې وویل نه نه رڼه رڼه خو زه هم ورته ګورم زه خو یې نه پیژنم ښایې چې هغه هم مانه پیژني ځکه رڼه رڼه راته ګوري

زه لاپه دې سوال اوځواب کې وم چې دانګړمنځ ته ور ورسیدم اوهغه زمامخې ته راولاړه شوه وس مې نو ښه پوخ یقین شوچې څوک پيژندویه ده خو مالاهم نه پیژندله هغه زما مخته دیو ګامپه فاصیله کې ودریده اوخپل ښی لاس یې راوږدکو وس مې نو سترګې دهغې له سترګوڅخه وختې نه پوهیږم چې وشرمیدې اوکه یې غوښت چې زماله لاس سره مرسته وکړي ترڅودهغې لاس ته وروږدشي

مامې لالاس نهو وروږدکړی چې هغې دخپل ښي لاس ورغوی پرانیست اوڅوواړه کاڼي یې راوړاندي کړو حق حیران شوم کاڼي دهغې په خولو لامده خیشته وه

ښایې چې داکاڼي یې په خپل موټ کې په ساعتونوساعتونو بندساتلي و

یوځل مې سترګې دهغې په سترګوکې شوې داځل دهغې په سترګویوې دردناکې لمحې ځان غوړولی و شونډې یې ریږدواخیستې خندااوژړاورڅخه ګډه وډه شوه په ډیره خوارۍ یې خوله سره راټوله کړه په یو دردمن اوازیې راته وویل واخله کنادادپیربابا خوړده ده ورسره ښه کیږې مومې ویل چې ټول لیونیان له هم دې خوړدې سره روغ شو لامې هم دهغې په لیونتوب باورنه راتو ترڅوچې مې دترور غږواوریده ترورمې راته ویل چې ځني راتیره دالیونۍ ستامخ ته هم راشنه شوه بیایې په هغې باندي غږکو لیونۍ لري شه هلک ته مخه ورکړه چې راتیرشي په ظاهرخوځڼي رهي شوم خودزړه پښومې دهغې په سترکوپوري ځان وتاړه ترورمې راته مسکۍ شوه په خنداکې یې راته وویل لکه چې ښه یې وویرولې ددغې لیونۍ هم دغسي مخ توردی خپل اوپردي

نه ګوري

بیا یې یوسوړاسویلی وکیښ له ځانه سره یې په ګوڼیدلې ژبه وویل ددې رینې دې هم تعلې وچې شي ګناه یې ورور وکړه سزایې داتیره وي .مامې هم ترورته رڼه رڼه کتل لامې له ترورڅخه دهغې په حقله نورڅهاوریدل غوښت ترورهم خپلوخبروته دوام ورکو و ویل یې چې پلاریې په بدوکې ورکړه اوخوسرګنۍ یې هم هغه ددوښمنۍ سکروټې چې ددوی په زړونو کې وې ددې خوارې په ګریوان کې ورتوو کړې

ترهغې ترڅوچې لیونۍ شوه وس یې راپریښې ده پلاریې په ډیرو زیارتونو وګرزولهړ چې خدای یې ښه نه وي کړیې نو څنګه یې کوې وس وایې چې که خدای وس راکونودسخي صاحب زیارت ته به یې وړم ګوندي وي چې هغلته یې خدای ښه کړي

په احترام غضري

۱۳۸۵/۶/۷ساجرسعودي عربخوړده


غربي خیالونه

وایي چې لیوني په کلي پوري خندل اوکلي په لیوني پوري

نوید دکلي اوسیمې خلکوته په یووعجب اوغریب نظر کتل دهغوکړه وړه ناسته ولاړه جامې اوعدتونه یو نوه جهل ورته ښکاریده ؟

دکلیوالولپاره نویدښه دټوکوټکالوموضوع وه دهغه نیمه ماته پښتو نیم لنډ نیم وږده وریښتان په مخ باندي دکریمواوپوډرورنګینه جلوه اوپه غاړه کې نری دسرولاکیټ هغه دچاخبره نیمه ننداره وو

نویدچې په واشینټن کې زیږیدلی اولوی شوی وو دوطن ګرمې یې په پستوکې باندي داسي لګیدله لکه دلړمانولشې

هرمازدیګربه یې په زړه دواشینټن شبنمي باران اوریده خپل پلرنی کلی داسي ورته ښکاریده لکه ګور نه په کې دچکرلپاره مناسیب ځای وو اونه یې همدپاپ موسیقې غږیدلوته لاس رسیده

هغه چې به خپل پلاردکلي له مشرانوسره دجمات ترمخ دخاوروپه ټپ ناست ولید نولیونی به ورته ښکاره شو

چې په کلي کې به یې ښه زړه تنګ شو نوبیرته به دماماکورته راستون شو اوپه همابه یې یوڅه سترګې خوږې شوې

خوهماهم لکه دانځر ګل لیدل یې دومره اسانه نه وو

همادنوید دمامالوروه چې وس یې کوژدنه هم وه په دانیزدې ورځوکې یې واده وو دې هم دې واده په خاطر نویداوپلاریې له امریکاڅخه راغلي وو

هغه ورځ چې نوید دماماکره راغی اومامۍ یې په کورکې نه وه نوده ته هم وخت غنیمت ښکاره شو دهماهماچیغې یې پیل کړې اوچې کله هماراغله نوپه ډیره مینه یې ورته وویل ګرانې سرمې له ډیره درده ماتیږي یوه پیاله کافې نه رښتیا کافې خودلته نه پیداکیږي تورچای رادم کړه هماپه چایوپسي ولاړه اونویدکوټې ته ننوت ایله دانن یې هما په ډکوسترګولیدلې وه دهغه زهن لادهما دتصویرپه زخیره کولوبوخت وو چې همادچایوچای نکه ترمخ ورته کیښوده

هما غوښتل چې له کوټې څخه ووزې خونویدیې دټیکري پلو ونیو همایوځل خپل پلوته وکتل اوبیایې له نویدڅخه وپوښتل نورموڅه شی غوښتل نویدویل نه ګرانې یوڅولحظې راسره کښینه ته ولې له ماڅخه دومره تښتي

هماچېیونظریې دکوټې په کړکۍ کې وو له دې ویرې چې څوک رانه شي په ډیره مینه یې ورته وویل ګرانه پلومې پریږده زموږلاواده نه دی شوی که چاولیدم درسوایې نوم به مې ولاړشي

نویده لکه ماشوم په نیمه ماته ژبه یې ورته ویل دڅه رسوایې هغه دی څو ورځې وروسته موواده کیږي نوڅه کیږي که یوڅو لحظې مې په خواکې کښینې اویا لاس رانه تاوکړې

هما چې په سینه کې یې دزړه درزاټول رګونه راویښ کړوپه مینه یې ورته وویل ګرانه له واده نه مخکې څنګه لاسونه درنه تاوکړم داسي خوچیرې هم نه دي شوي

نویدلاهم دهماله سترګوسترګې نه کیښلې ګرانې ولې نه کیږي

ته پوهیږې په نوره نړۍ کې هلک اونجلۍ له وادنه مخکې لري لري ځایوته په چکرځي په یوورسټورانټ په یوه کوټه کې سره وسي

هماچې دتویدپه مقصدپوه شوه او دهغه په سترګوکې یې دغرب خیالونه په ځنګیدو ولیدل

ورته مسکۍ شوه ورو یې دهغه له ګوتوڅخه خپل پلو وکیښ بیا یې ورته وویل ګرانه موږ هغسي نه یو دلته کله ناکله سړی په یوونظر کتوهم وژل کیږي چای دې درواخله چې سوړشو زه ځم چې دکورکارونه مې پاته دي

په احترام غضري

۱۳۸۵/۹/۱۶/ساجر


ځان مرګې حمله

نوم یې امیرومدوو د دې لپاره چې دخلکوخولې دهغه په وږده نوم ستړیې نه شي هغه یې میروباله دمیروتعلې له لویه سره سپیرې وې هغه لاماشوموو چې دموراوپلارسیوری یې له سره پریوت هغه خپل ماما رالوی کړی وو میرو وس یوه میرمن اودوه لوڼې درلودې خوبې کاره وو کاریې نه درلود میروپخواکیلنراوبیاډریورشوخوچاهغه ته کارځکه نه ورکاوو چې هغه دموټروپه ځغاست کې سخت بدنام وو دډیروخلکوموټریې له ګړنګونوغوزولې وې

پخوادمیرو دمیرمنې دخیاطۍ کاریوڅه ښه وو یوڅه یې لاس په لاس اوښت وس چې سیمې ته مهاجربیرته راستانه شوې وو

اوځینومهاجرومیرمنوله ځان سره نوي هنرونه راوړي وو دمیرودمیرمنې کاریې په ټپه درولی وو هغه ورځ چې میرو له کورڅخه واته نومیرومنې یې پسي غږکوچې بیګته دغلې غم وخوره په کورکې وړه نه شته میروخپل غبرګ لاسونه دسدرۍ په جیب کې اچولي وو پورته یې په بازارکې مخه نیولې وه چیرته تو داخوښایې چې ده ته هم نه وه معلومه

څوقدمه وړاندي یې مخته نوی پیجاروموټر ودریده دمیروپه ارمانونوکې یوارمان هم پیجاروموټروو چې وبه یې لیدنو دوه سترګې به یې پسي څلورشوې خونن یې چندانې په کیسه کې نه شو پیجارویې نظرانداز کړه اوخپلوګامونوته یې دوام ورکوخوڅوګامه یې لانه وو اخستي چې په پیجاروکې ناست سړي پسي غږکو میروچې مخ ورواړاوو نویوه نیم زړیې مسکایې په شونډو خپره شوه هو سړی لکه چې دمیرو پیژندوی وي له یوڅولنډوخبرو ورسته میرو پیجاروته وروخوت اوموټر حرکت وکو وس نو دمیروپه مخ کې یوڅه دامیدرنګ په نڅاوو سړي هغه ډاډه کوچې دغلې غم اسانه دی خوته وس هغه زماکورولاموټر ترترمیخانیکه راسره ورسوه دپیجارو]لونکي موټر یوڅه دښارپه کوڅوکې تاوراتاو کو اوبیایوو زاړه کورولاموټرته ودریده سړي دموټر کیلې میروته ورکړه اوپه ځان بسي یې کو پیجاروترمخ اومیروپسې وو

وس نودوۍ دواړه دښارزړه ته ورګډشوي وو پیجارودښارپه زړه کې له ګڼې ګوڼې ډک څلورلارې ځان ویست خومیرولاهم دڅلورلارې په ګڼه ګوڼه کې ښکیل وو ښایې چې دپیجاروڅیښتن هم دغه ځای خپل هدف ټاکلی وو ځکخ خویې له لرې درومینټ کنټرول په وسیله هغوانفیجاري موادوته انفیجار ورکو کوم چې لاله پخواپه هغه موټر کې ځای په ځای شوي وو په کوم کې چې میروسپوروو چاودنې ټول ښارولړزاوودانسانانوغړي په څلورلارې کې خواره واره پراته وو هیڅوک په دې نه شو پوه چې چاودنه چاوکړه

دسبانیو ورځ پاڼو په لمړومخونوداسي لیکل شوي وو

دښارپه څلورلارې کې ځان مرګې حمله د داشت ګرپه شمول پنځلس کسه مړه اوترڅلویښتوډیرټپیان

۱۳۸۵/۹/۵ساجر سعودي عرب

لنده کیسه وچې پاڼې

دمني سړه هوا په غوږونوداسي لګیده لکه تانده لښته

دځنګله ونې نورې له پاڼو لغړي شویوې هغه یوشمیرپاڼې چې دونو په ښاخونوپورې پاته وې هغه هم تیزبادیوهپه بله پسي

رجولې

هسي خواکبري کاکاښه لوی کوټ اغوستی و غوږونه یې هم په څادره کې ښه کلک نغښتي وو

خونه پوهیږم چې هغه کوم یخ داکبري کاکاپه زړه ننوتی وچې له پټي ترکوره یې ځان راونه رساو اودلوې لارې په سریې اوربل کواکبري کاکا چې یوڅه ځان تودکو نوپه باته اوریې خاورې ورواړولې هغه په دې پوهید چې که داوریو سوکی ځنګله ته وروالوت نوټول ځنګل به لولپه شي

خوخدای خبر چې دې خبرې ته یې ولې نه شوپام چې ملنګي ته ولرګیت ورکول ځنګله ته له لویه لاسه اور ورکول دي

ملنګی زموږدکلي لیونی و هغه له اکبري کاکا څخه وغوښت چې ولرګیت ده ته ورکړي ځکه چې دده هم ډیر یخ کیږي

کله ناکله به ځان ته اور پري بلوي

اکبري کاکا لاڅوګامه نواخستي چې ملنګي هغو وچوپاڼوته اور ورته کو کومې چې بادپه یوژورځای کې دلۍ دلۍ کوټه کړیوي وس نواکبری کاکا هم دپاڼوبربري اورته بې وسه و

ملنګي خوداورله لمبو خونداخیسته خوتونذې هوا داورلمبې ورو ورو دوچو ونو په خوا ورټیل وږلې او ونوهم به چوپه خوله دخپل تن پټوکي داورپه خوله کې ورکول

یوڅوساعته لانوتیر چې داورسرې اوشنې لمبې دځنګله له شنو ونو هم تاوشوي

ددې لپاره چې اوریې وژلی وي کلیوالوته بله لارپاته نوه بې له دې چې ځنګل دوه ټوټې کړي

په دهیله چې دایوه ټوټه ځنګل یې ژغورلی وي دځنګله په مځن کې دنګې دنګې ونې یې له یومخه ونړولې

اور مړشو دهرچاخپل اند اوخپله خبره چې به ویل که پاڼې ڼه وای نوداورلګیدلو هیڅ امکانوو چابیاویل کاش چې تیر وړی مو ټولې وچې ونې له ځنګله څخه رایستلې وای دپاڼو اور دومره زورور نوچې ټول ځنګل یې سوی وای ډیری خلک ملنکي ته په قهر وو

خواخترو ترور یو بل څه ویل هغې ویل چې داکبري په لړمانه کې دخدای اوبونه تودوي که ده ملنګي ته ولرګیت نوای ورکړای نه به ملنګي وچوپاڼوته اور ورکاوو نه به وچو ونواوراخیست اونه به هم ټول ځنګل لو لپه کیده

۱۳۸۵/۵/۱۱ساجرسعودي عرب

لیکوال عبدالرحمان غضري


لنډه كيسه: رژيدلي هيله : غضري

رژیدلې هیله: غضري

مازدیګر په زیړیدوو د دنګوماڼیو سیوري وږده غزیدلي وو

دڅره کله غاړې سره په پیاده رو کراکرا راروان وم ډیرستړی وم لاسونه اوپښې مې داسي یسیدل لکه چې زما نه وي

هو،ټوله ورځ مې دسیمټوبوجۍ پنځم منزل ته په شاه خیزه ولیې وې زړه مې ډوب ډوب کیده نه پوهیږم چې درسته ورځ به ماڅومره اوبو څیښلې وي اوڅومره خولې راڅخه څڅیدلې وې ټول ځان مې دسیمټوپه دوړوکې لت پت وو جامې مې له ډیرو خولوڅخه داسي وچې کلکې وې تابه ویل چې له پلاستیک څخه مې ګنډلې سور دوبی و ډیره ګرمې وه سوځونکی لمر او رسره دسیمټو ګردونمه په پستوکي داسي لګیدل لکه مالګه چې په پرهر واچوې کله ناکله چې به دکومې دنګې ماڼۍ له کوم کونج څخه نري شمال سر راښکاره کوداسي به راباندي ولګیده لکه په تږي بانذي سړې اوبو .

یوه یوه ماڼۍ مې ترنظر تیریدله دلته هیڅ داسي ماڼۍ نه وه چې مادې سیمټ یاخښتې په شانه وي ورخیزولې په خیالونوکې ډوب شوم دیارلس کاله وړاندي ولاړم هغه وختونه رایادشو چې زه دلته نوی راغلی وم اوډیرې هیلې اوحسرتونه مې له ځان سره راوړي و

هغه وخت دلته نه دادنګې دنګې ماڼۍ وې اونه هم داپلن پلن څره کونهګلان اوفوارې خوڅه کوې دلته یوه شین بوټی هم نه ترسترګوکیده

هغه وخت داسیمه یوه سګلنه دښته وه کله چې به لیږ تیز باد راولوت نو سګې به داسي بادې دې تابه ویل چې دسیلاب خړې اوبو راروانې دي

بیامې هغه ترټولوپه ښکلې ماڼۍ سترګې ولګیدې ،هو،ماڼۍ دیره ښائسته وه هغه دچاخبره دولاړوټولو ماڼیو ملیکه وه دماڼۍ په تندي یوه لو لوحه راځړیده چې پرې لیکلې وو سوق العرب هو په دغه ښکلیو ماڼۍ کې وس یو ښکلی مارکیټ جوړشوی وو

ښه انطیق اوقیمتي سامانونه په کې خرڅیدل چې پیرل یې یواځي دعربود لویو لویو شیخانو کاروو بیا مې یونظردماڼۍ په خواکې هغو ښکلیو پوټیوته وروکتل چې ما په خپل لاس کرلي وو مسکی شوم ورو مې له ځانه سره وویل څومره برکت من لاسونه مې دې وګره یو بوټی هم لاندی وچ شوی خپلولاسونوته مې وکتل هغه تڼاکې رایادشوې چې دهم دې بوټیو په کرلوکې مې په لاسونوراختلې وې بیا مې ماڼۍ ته وکتل هغه د(حمزأبابا) دغزل نیم بیتی رایاوشو(ستاپه اننګوکې دحمزأ دوینوسره دي)نه پوهیږم دماڼۍ دځلاندوښیښو ځلا داسي ر اته ښکاره شوه لکه هغه زما دځوانواوتاندوخولورنګ چې ورګډ وي رښتیا هم دهم دې ماڼۍ په تاداونوکې مې څومره ډیرې خولې څڅولې وې

دخپل نیمه خوا ژوندڅومره سهارونه مې هم دې ماڼۍ ته ورپه نوم کړې ووڅومره ډیرې هیلې اوارمانونه مې له دې ښکلې ماڼۍ سره شیریک کړې و

دماڼۍ په خواکې له ولاړ ببري څخه مې یوه غوټۍ راوشکوله ورته ومې کتل ښه ډیر مې ورته وکتل سترګوته مې رانیزدې کړه لاښه نورورته ځیرشوم

داسي راته ښکاره شوه لکه زمادځوانۍ هغه تانده هیله بیا مې خدایزده ولې په موټ کې وسرو وله غوټۍ دانه دانه شوه لامې ترډیروپه رغوي کې رژیدلې غوټۍ ته کتللاهم هغسي ښکاریده لکه زماهغه رژیدلې هیله بیا مې ځان ته پام شو دټیکدار کورته رارسیدلی وم دکوردوره په خواکې مې دغږلیږدونکي جرس پتن کیکیښ لیږڅنډورسته یوو ماشوم راغږکو څوک یې ماویل زه یم پلاردې کوردی هغه ویل هو

ماویل ورته ووایه چې راووزه سیمټ مې وخیزول هغه دمزدورۍ پنځوس ریال مې راکړه ماشوم راته ښه کړو بیا یې لیږ ځنډورسته راغږکو پلارمې ویده دی مورمې وایې چې سباراشه یوسوړ اسویلی مې وکیښ دغوټۍ دانې مې دڅره ک منځ ته وروغورځولې زه په مات زړه کته دخپل ځای په لور روان شوم

۱۳۸۵/۱۱/۱۶/ساجرسعودي عرب

په احترام عبدالرحمان غضري


ښه خلک

هغوۍ کباب خوړل هغه بل له شنو چایوسره ډوډۍ تیروله درسټورانټ پیاده ماته هم راغی راته و یې ویل وروره څه شی درته راوړمزړه خومې غوښت چې ورته ووایم کباب خوپه جیب کې مې یوڅوافغانۍ پرتې وې ویردم چې راکمې نه شي لورته مې درمل اخیستل تیره شپه یې ډیره سخته تبه وه یوه لحظه مې دهغې تیمااووچې شونډې سترګوته ودریدې اوله ځانه ورک شوم

درسټورانټ پیاده بلیارته وویل تاته وایم څه شی درته راوړم ورو مې ورته وویل تورتریخ چای ستړی وم چای هم داسي لګیده لکه کباب څوغړپه مې لانه وو کړې چې رسټورانټ ته یوږخیرمارراننوت په لیدومې دهغه په حال زړه بدشو سترګې مې په هغه کې شوې خوهغه په ماباندي داسي تیرشو تابه ویل چې هغه زماله جیبه خبردی خیرمارلمړی لاس په کباب ناستو خلکو ته وروږدکوهغوۍ په خیرات ورکولوکې هم یو اوبل ته ست وکو

به پا ی کې یو پکې دخیرات غوښتونکې په لاس کې یوڅوافغانۍ ورکړې خیرات غوښتونکي هغه بل ته هم سترګې ورکږې کړې خوهغه ورته وویل وروره خدای دې درکړي

خیرات غوښتونکی ووت هغه نورپه کباب ناست خلک هم ووتل هغه بل یو هم ولاړشو ماهم ناوختي احساس کړه راجګ شوم له جیب څخه مې لس افغانۍ راویستې اودرسټورانټ څښتن ته مې ونیوې خوهغه یې له اخیستوڅخه انکاروکو

هغه له جیب څخه یوڅوبادیان راویستل اوپه خوندخوندیې خولې ته واچول

اوراته ویې ویل دمرکز نه راته ښکاریږې لکه چې له کومې ولسوالۍ څخه راغلی یې

ماویل هم هغه مسکی شو ویل یې چروت مه خرابه وه له قاضي صاحب سره موکاروو پرته له دې چې زه څه ووایم هغه خپلوخبرته دوام ورکو هم داسورږیری قاضي صاحب وو هغه نوردوه یوقومندان صاحب وو قومنداني امنې هغه بل اداری مدیروو ډیره ښه خلک دي زما ښه ملګري دي ټوله ناسته پاسه یې له ماسره ده

هغه سړی دې ولید چې په شنوچایوپوري یې ډوډۍ خوړله هغه هم ستاپه څیرچروتي وو له تیرو دریوکلوراپه دې خوایې ددعوې دوسیه ورکه وه خوچازه ورښودلی وم بس په یوڅوزره افغانیو یې کاروشو وس دهغه دوسیه دمیز په سرپرته ده

خودهغه رقیب ډیرشتمن دی څوځلې یې قاضي صاحب اودهغه ملګري میلمانه کړو کنه نووس به یې کارخلاص وو هو رښتیا راته ودې نه ویل ستاسودعوه له چاسره ده حیران شوم چې څه ورته ووایم ورو مې ورته وویل له هیچاسره هم نه زه په درملوپسي راغلی وم درسټورنټ څښتن هغه دلسوافغانیو لوټ زماله لاس څخه وکیښ اودپخلنځي په لور روان شو

۲۰۰۶/۱/۱۷ساجرسعودي عرب


لنډه كيسه: ايچ ای وي ، عبدالرحمان غضري

ليکوال : عبدالرحمان غضري

مسکایې له شونډولیږدیدلې وه سپیره مخ اوزیړې سترګې که مړي چرې بیاراژوندي کیدای نوکټ مټ به دهغه په څیرښکاریدل خومړي له هغه نه ډیر ښه وو . ځکه چې مړي خویوځل مړه شي هغه خودکلیوالو خبرو او غوږ وهنو شیبه په شیبه واژه .

هغه ملګري چې دهغه په ناسته اوپاسه به نه مړیدل اوس یې له هغه سره سلام علیک هم ګناه ګڼله ،کاش چې یواځي ملګری وای هغه خو وس دخپلې کورنۍ غړیوته هم په سپینوجامو تور داغ ښکارکیده.

عثمان له ژونده ستړی ښکاریده هغه به ویل چې کاش په هم هغه پیښه کې مړوای هو هغه به هم هغه ترپیکي پیشه یادوله په کومه کې چې هغه سخت ژوبلشوی وو دعثمان دا بدمرغی هم دهغې ورځې زیګنده وه.

عثمان په هغه سفرکې یواځي وو څوک پیژندوی ورسره نوو دی هم دپیښې دنورو قربانیانوسره یوځای لارویانو روغتون ته رارسولی وو دنورو خوږمنوپه څیرله عثمان څخه هم ډیره وینه بهیدلېوه د دې لپاره چې ژوندی پاته شي عثمان ته دوینې سخت ضرورت وو که څه هم په روغتون کې دوینې بانک و خو دعثمان دوینې له ګروف سره سمه وینه یې نه درلوده.

ډاکټرله ډیرو خلکوڅخه عثمان ته وینه وغوښته خوچامعذرت وغوښت او دچابیادوینې ګروف ورسره سم نوو اوکله چې دروغتون ویترنر دهغه روستي لاروي د وینې ګروف تشخیص کو نو په خوشحالۍ یې ډاکټر ته خبرورکړه چې دعثمان دوینې ګروف یې ومند ډاکټر هم دوینې به نورو ماینو پسي ونه ګرزیده شایې چې دابه د ډاکټر بې غوري وه اویابیاداچې ډاکټرته دوینې له ماینوڅخه زیات دعثمان ژوندارزښت منو حکه چې عثمان هغه وخت ترژوند مرګ ته ډیرورنیزدې وو . ډاکټرپه ډیره بیړه لاروی دعثمان په خواکې څملاوودهغه له رګونویې وینه راکش اودعثمان په رګونوکې یې ورشیوه کړه کله چې دعثمان کورنۍ اوکلیوال په پیښه خبرشو اوعثمان یې رک روغ ولید نودخدای ج شکریې اداکو پلارخویې په شکرانه کې یوسیرلی هم خیرات کړ .

خو کله چې څو ورځې وړاندي عثمان یوډاکټرته دطبعي ماینو لپاره ورغی نوډاکټرپه ډیره خواشینۍ ورته وویل چې ستاپه وینه کې د ایچ ای وي واریس نښې موجودې دي . دې خبرې دعثمان دونیابدله کړه دډاکټر دې خبرې که له یوي خوادعثمان په سر دغمونوغرپریست نوله بلي خوایې دعثمان کورنۍ اوکلیوال په شک کې واچول . هغوۍ ټولوعثمان ته دشک په نظرکتل . د دې په ځای چې له عثمان سره همدردې وښې برعکس یې له هغه څخه کرکه شروع کړه.

دعثمان په زړه کې به ډیر ځلې هغه لاروي ته ښیرا راټوله شوه چاچې ده ته وینه ورکړیې وه ،خو بیرته به پیښمانه شو ، او له ځان سره به یې وویل : ښایې چې هغه هم دکوم ډاکټر دبېغورۍ ښکاروي ښایې چې هغه لا اوس هم په دې نه وی خبرچې په ایچ ای وي اخته دی ښایې چې هغه ته هم یوه ورځ خلک دنفرت په هغو سترګو وګوري په کوموچې نن ماته کتل کیږي .

۲۰۰۶/۱/۳۱سعودي عرب

په احترام عبدالرحمان غضري


لنډه كيسه: زر ډالر ، د عبدلرحمان ( عضري ) ليکنه

عبدلرحمان (عضري )

پوخ بریځرونن مې دمورهغه سهارنۍ خبرپه یادوه چې راته ویل یې زویه داشپتله چې ته راوړي دسارویونه بس کیږي دپخواپه پرتله نن زمادشپتلوپنډ ډیردروندو څوځله مې له پټي ترکلي په لاره کې دمه جوړه کړه داځل مې هم دکلي په سرکې دیو واړه دیوال په سرخپله دشپتو لکوپنډه راته کیښوده .

دپنډې له ښودلوسره سم مې دژړا اوازنه ترغوږوشوسترګې مې دکوڅې په لورواړولې دکلي مشران مې ولیدل چې دحامد دو دواړه انګړ له وړې دروازېڅخه راووتل دمشرانوپه لیدومې په حامد زړه وسو یوه لحظه مې دهغه څیره سترګوته ودریده هم داڅو ورځې وړاندي یې راته ویل یاره ته دعاراته کړه چې خدای یوڅوافغانۍ په لاس راکړي که څه هم زه دحامد په زړه پوهیدم خوخبره مې په ټوکه واړوله ولې لکه چې واده ته دې زړه شوی که څه هغه یوسوړ اسویلی وکیښ یاره ته خو همیشه ټوکي کوې خو زه غواړم چې یوڅوافغانۍ پیداکړم اودخپلې رنځمني مورعلاج پري وکړم یار نورنوزمادصبرکاسه په ډکیدوده زیاتي مې دمورداخږمن زګیروي نه شم زغملای دحامد دصبرکاسه رښتیاهم په ډکیدووه دهغه مورچې کلونه وړاندي دنري رنځ په ناروغۍ اخته وه ا وس یې حال تربدولابترو. دیوه ساړه اسویلي په کیښلومې ځان ته پام شو ورومې له ځان سره وویل وس باید خپل پنډ کورته ورسوم اوژرهدرې ته ولاړشم خدای خبرچې دکبرکیندلوته به څوک تللي وي او کنه ما مې لادشپتلوپنډته وږه نه وه ورکړې چې یوځل بیا مې دحامدڅیره سترګوته ودریده اورسره مې هغه بدمرغه څیره هم ولیده چې داڅو ورځې وړاندي مې له حامدسره دګل لالادباغ په خواکې

لیدلېوه ثمرګل ښیم ثمرګل دهیبت خان سړی و او هیبت خان زموږدسیمې ترټولوزورور اوبدنامه کومندان و که څه هم وس په سیمه کې څه ناڅه دجنګ اورونه ساړه شویو اودهیبت خان لمن دپردیوله پیرزوینو خالي شوې وه ، خودمخدیره موادوکاچاک دهیبت خان زواک ته نوی ژوندوربخښلی و .

خودثمرګل یې له حامد سره څه حامد دو خو پټی هم نه درلود چې کوکناریې ورباندي کرلي وای زه لا په دې کشمکش کې وم ، چې یونری اواز مې ترغوږوشوچې سترګې مې خلاصي کړې نوترمخ مې زموږدکلي ترټولوخبرچک هلک نیازخان ولاړو مالاهغه ته سم نوکتلي چې راته وویل کاکا په حامدخبرشوي ماویل هو ،داچې موریې مړه ده خبرمې لا خلاصه نوه چې هلک راته وویل مور دچامور دحامدمورخوژوندۍ ده ، ولې ته دهغې ژړانه اوري هغه خوحامد پخپله مړدی دحامد دمرګ خبرلکه دټوپک ټک داسي راباندي ولګیده تت وت مې یوشویوڅولحظې مې دماشومسترګوته کتل بیامې دهغه په خبرباور رانه غی .

دروغ وایې تاته چاویل چې حامدمړدی خوماشوم لکه دکوم وتلي اجانس خبریال پخپله خبره کلک ولاړو . زه رښتیاوایم هغه روسانو وژلی روسانو ته څه وایې روسان خوزموږله هیوادڅخه لاپخواووتل ضرورتاته چادروغ ویلي یاخو بیا امریکایانو وژلی ماشوم لاهم پخپله خبره ټینګ ولاړو نه نه هغه روسانو وژلی اومړی یې هم هغلته پاتي دی.

نورنوزماصبرتمام شوغوښتل مې چې په ماشوم لاس پورته کړم چې د کلي ملاصیب زماپه وږه لاس کیښود په درانه غږیې راته وویل په هلک مه په قهریږه هغه رښتیاوایې حامدروسانو وژلی حامدغوښت چې له څونوروملګروسره یوځای یوڅه اندازه مخدیره موادله افغانستان څخه تاجکستان ته کاچاک کړي خو په پوله دروسي پوله ساتونکیو عسکروله خواپه ډزولګیدلی هغه زرډالر چې دحامد ددغه بدمرغه کاراجره کوم کاچاکبر دهغه دمرګ له خبرې سره یوځای په یولیک کې دحامدمورته رالیږلي


لنډه كيسه: ښه ريبار او مکاره بن ،غضري

ښه رویبار اومکاره بن

احسان ځان ته تخلوص مین انتخاب کړی و . دهغه دادعوه وه چې زه مین یم په رنګونومین په شعرونواو تصویرونومین درنګونوخبریې تریوو ځایه په ځای وه ځکه چې هغه په خپله دیوورنګین مزاج خاوندو پاته شو شعرونه اوتصویرونه څه ووایم هغه نه شاعرو اونه هم انځورګر البته نوموړی یو ښه خیالي وو .

موږبه لیده چې دهغه دخیال مرغۍ به کله درحمابابا اوحمیدماشوخیل په خازوناسته وه او کله بې بیادجهانې اوسائیل دزړه په دښتوکې دانې ټوله ولې اوکله ناکله به بیا لري له وطنه دمایکل انجلیواوارستومزارته ولاړه اوچې راستنیدلبه نویوځل به یې خپل ستړي وزرونه دغني خان په کبرخامخاټپول .

احسان د دولسم ټولګي پاریغ و هغه غوښت چې دادب یاتو پوهنځی ته ولاړشي خودکورنۍ ارزوهغه دانجینیريزم پوهنتون ته ولیږه . داحسان لاپه پوهانځي کې کال نوشوی چې له یونړۍ وال کلي سره اشناشو زمامنظورانټرنیټ دی دانټرنیټ ماناچې هرڅه وي وی به خوزه یې ځکه نړۍ وال کلی بولم چې هرهغه څه چې په نړۍ کې و اوکیدل هغه وس په انټرنیټ کې کیږي احسان چې پخوا یواځی دارواښادالفت ، رشاد اوعلامه حبیبي له دنګو ادبي ماڼېوسره اشناو په دې کلي کې یې دې ته ورته په سلګونوماڼۍ ولیدې لکه دخیام ماڼۍ ، داقبال ماڼۍ ، دشکسپیراوداسي نورې بې حسابه ماڼۍ چې کتونکي ته یې له لري سترګه کونه وهل ، اوځانته یې دوربللوست ورته کاوه . احسان لاد ولاړوماڼېوپه ورولګیدلې لوحې سمې نه وي لوستې چې په عمریې یوبل کال واوښت .

اودهغه رنګینوسترګوپه دې کلي کې یوبل ګودرومند یوداسي ګودر چې دچاټینګ پیغلوبه زلموته ترپلولاندي دمکیزونوښاپیرۍ ورښکاروله . هغه ښاپیرۍ چې دنیایې درنګ له سندروڅخه جوړه وه . همدغه سندرې وي چې داحسان زړه یې په ټوپونوکولو . اودهغه زړه یې دې ته راوباله چې دی هم دغه مرموزې سندرې ووایې . احسان لازړه نازړه و چې ګوتویې دصبرتحمول له لاسه ورکاوه ،اوپه دې مرموزوسندرویې خپلې شونډې کیښودې هغه لاد خپلو ګوتوسندره سمه نه وه اوریدلې ، چې دمانټرپه پرده ورته دځواب نڅاګره ونڅیده هو دغه دځواب ښکلې نڅاګره دهمادنریوګوتوپه اشارونڅیده ، نور نواحسان دخپل رنګین مزاج کاروان هم دلته تم کړ . په ساعتونوساعتونوبه انټرنیټ د ده اودهما ترمنځ مستقیمه رویباري کوله ،ان تردې چې یوه ورځ دغه الیکترونیک رویبار د دوي عکسونه په خپلوبې سا لاسونوکې دیواوبل مخونوته ونیول . یقینً چې دوي دواړبه دغه بې ځانه رویباردزړه په شونډوښکل کړی وي .

خبره دلته پاته نه شوه . د دوۍ ورځ تربلې نیزدیتوب داحسان په زړه کې د واده هیلې راوټوکولې .احسان خوپه رنګونومین و خوهغه ورځ به رښتیاهمادرنګ ښاپیریو له ځان سره وړی وي په کومه ورځ چې هغه له هماڅخه له هغې سره د واده کولوغوښتنه وکړه ،اوهغې یې په ځواب کې دکیبورډ په زړه کې دانټر بټن کیکیښ انټرنیټ لاهم له دوۍ سره و ترهغې ترڅوچې یې په دوي دواړو دیوو بام سیوری وغوړاو .

ا وس نوهما انټرنیټ ته دیوو وفادار رویبار په سترګه کتل . خواحسان چې دیوورنګین مزاج څیښتن و لایې سترګې په رنګونونه وي مړې ، لایې زړه ددې نړۍ وال کلي په رنګنوکې ځان ته نور خوندونه لټول .

هغه چې به له کارڅخه راستون شونوپه ساعتونوساعتونوبه په انټرنیټ کې په رنګونو پسي ګرزیده د رنګ پرستي ورځ تربلې په ډیریدوشوه دهغه هرې غوښتنې ته دانټرنیټ ځواب هو وو .او دانټرنیټ هر هو احسان له هما څخه نورلري کاوه ، نوځکه هما اوس انټرنیټ ته په یوو نوي نظرکتل هو دیوي بني په نظر دیوي داسي بني په نظر چې ښکلااو ادا یې له دې څوچنده زیاته وه , یوه داسي بن چې له احسان څخه یې دهغه دژوند ټول مسولیتونه هیرکړي و ,نه یواځي مسولیتونه بل کې هغه هما یې هم ترې هیره کړې وه کومه چې داحسان دزړه په هر حرکت کې وسیده

۲۰۰۵/۱۲/۲۰ساجرسعودي عرب

په احترام عبدالرحمان غضري

بیرته شا ته لاړ شی

لومړی مخ  

زمونږ موخه  

پښتورادیو  

د افغانستان واکمنان

هنر او ادب

انځو رونه

سندرې

نوری ویب پا ڼې

پکتیکا  

زموږسره اړیکې  

دپکتیکا نقشه  

ښا غلی خیال محمد کټوازی  

شهید حکیم کټوازی  

ویب سایت چلونکې جمال کټوازی