paktika1.com        



  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

  

      لـنـډه پـیـژنـد نـه

 د ستـورو ورا

 پریشـانه ولـولې

 درڼا بهــیـر

 

  

      د خــــیـال مـحـمـد کــټـواری ویـب پـا ڼـې ته ښــه را غــلاسـت

         

 پښتو

 

 ځوانه که پښتو وايې نو ښه پښتو به وايې

 

  دغه دجنت له خواتوښه پښتوبه وايې

 

  ته د درنوغرونوپه لمنوکې لوی شوی یې

 

  سپکه خوبڼکه ده، درنه پښتو به وايې ښه يې له پرديو

  زیږو تورو  څخه وچڼه

 

  ستا ژبه سپېڅلې ده سوچه پښتو به وايې

 

  داد ګلو ونه چې وطن پرې ښکلی شوی دی

 

  څانګې ورنه مه شکوه نګه پښتو به وايې

 

  اوس يې چې ګرېوان ته تورلاسونه ورلوېدلې دې

 

  ښه په لمن پاکه پښتنه پښتو به وايې

 

  ژبه خو پسول ده د ولس دښکلا ناوې ته

 

  ګل غوندې سمباله په ګاڼه پښتو به وايې

 

  ځنې غمازان يې د اوګرې غوندې لړي سره

 

  ستا څخه مې هیله ده خوږه پښتو به وايې

 

  بیايې دنړۍ له سترو ژبو سره سیاله کړه

 

  ځانته که افغان وایې کره پښتو به وایې 

  ښکلې امېلونه دشعرونو ور په غاړه کړه 

  << خیاله ښه مهینه ښایسته پښتو به وایې  >> 

            

     

 پاڅون

 زېړی ګل یم له ازغي سره زرغون شوم

 دخاټول غوندې په زړه کې ځګرخون شوم

 کرۍ شپه دغم ګلۍ راباندې اوري

 پاڼې پاڼې په لمن دسباون شوم

 دتوکم توپیر مې نه وو خدای خو شته دی

 ددښمن په ځنځیرونوکې پښتون شوم

 دلیلا دکوڅې سپي راپسې غاپي

 زه شکیدلای ګرېوان ګرزمه مجنون شوم

 ددېب سیوری مې دسردپاسه ګرزې

 له بابته یې په خوله باندې زبون شوم

 اوس مې چیغه بندولای نشي »خیاله»

 چې په پټه خوله کې زوږومه پاڅون شومه