د وفا سترګې

شمع که سوزیږي رڼا هم لري

ګوره په خندا کې ژړا هم لري

رمز که د خوبانو تغافل کې دی

بیا هم کله ناز او ادا هم لري

څه که استغنا شته د دولت سره

دا د نازولو دنیا هم لري

خیر دی که بیلتون بلې لمبې لري

ښکلی چې د شونډو دوا هم لري

څه شو که هجران ذرې ذرې کړمه

سترګې د اشنا چې وفا هم لري

خدایږو په (سیلاب) که زر غمونه دي

ستا د تورو سترګو سودا هم لري

شاعر : شهید امان الله سېلاب (ساپی)

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

***

ساقي ته

راشه ساقي یو ځلې ډک د میو جام راکړه

خمار د عشق نیشه جذبه د انتقام راکړه

خدایږو دنیا نه یم مایوس سترګې مې تاته اړوي

نسیمه پریږده تغافل نوی پیغام راکړه

څو به خوږ من په زړه دردمند او لوغړن ګرځمه

مطربه راشه د خوښی نوی الهام راکړه

ناصحه ته افلاتوني درسونه ځانته وایه

ماته د خیال په نندارتون کې ګل اندام راکړه

چې حوصلی مې فیصلی د مشکلاتو وکړي

ما ته په دغه سلسه کې لوړ مقام راکړه

چې پړاوونه کړاوونه راته یو قدم شي

داسې نظر داسې وزر د عشق په نام راکړه

یا مې زر پورته کړه له خاورو د خودی معراج ته

یا مې کړه شمار په لیونو کې نوم د سرسام راکړه

په کار مې ندي سره او سپین ماڼې بنګلې نه غواړم

لیونی مینه د مجنون او د بهرام راکړه

یا مې په برخه کامیابي کړه چې ښادي وګورم

یا خودی ژوند د ناکامی لره انجام راکړه

چې د پتنګ غوندې لوګې شم په طواف د اشنا

خدایه (سیلاب) ته زر قدرت د دې احرام راکړه

شاعر : شهید امان الله سېلاب (ساپی)

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

***

Comments are closed.