لمړي سوله ورپسې انتخابات

بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

Die Kommission für Frieden und Freiheit in Afghanistan

کمیسیون صلح وآزادی برای افغانستان

د افغانستان د سولې او آزادي کمسیون

انتخابات پدې شرط باندې چه په مناسب چاپیریال کې ترسره شي د سیاسي ثبات ، تولنیز تفاهم ، ملي وحدت اود سولې په تآمین کې د پام وړ رول لوبولي شي.

په افغانستان کې نن صبا انتخابات په دغسې چاپیریال کې تر سره کیدونکې دي چه پرته د ګن شمیرې تخنیکي نیمګړتیاو نه د هیواد په یوه لویه برخه د امنیت د خرابوالې له کبله ولس د راي د حق د استفادې نه بې برخه کیږي .

په نا امنو سیمو کې زیاتره قومي دیرکي اوسیږي . د انتخاباتو په پروسه کې د ناامنو سیمو وګړېو نه ګدون ، راتلونکې نظام چه د تول تاکنې تر نامه لاندې به د جعل ، توطئه او تزوېر زیږنده وي د قومي ـ سیاسي بی اندولي سره مخ کوي او په نهایت کې د جګړې د دوام لاره خلاصوي .

راتلونکې انتخابات د یو فاسد ، جګړه مار او د جنګي جنایت کارانو سره مؤتلف حکومت له خواه مدیریت کیږي. د نښو نښانونه څرګندیږي چه اوسني حکومت د بهرنیو قوتونو سره د احتمالي پت تفاهم په بنست باندې خپلې تولې اداري امکانات د حکومتي کاندید په ګته کاروي . حکومتي کاندید دنده لري چه د اوسني حالت ( ستاتو کو ) د دوام ضمانت وکړي او بهرنیانو ته د بلواکي ، توپک سالارې ، نا امني او فساد په فضآ کې د جګړې د اوږدیدو زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې نړیوال نظامي ائتلاف غواړي خپل ګوداګیان د انتخاباتو د لارې په ولس باندې وتپي . خپل زور او تحکم نندارې ته کیږدي . خپلې نظامي ماتې او خپلمنځي بیباوري او تذبذب د دیموکراسي د سوغات تر پوښښ لاندې پتې کړي .

د افغانستان د سولې او آزادي کمسیون ، په عادي حالاتو کې انتخابات د سیاسي قدرت د سوله ایزې انتقال د یوازني وسیلې په توګه پیږني . خو پدې باندې تینګ باور لري چه هغه تول تاکنې چه د اشغال ، جګړه ، فساد ، زورواکي د داوم په موخه کارول کیږي ، نظام ته مشروعیت ورکولې نشي .

د افغانستان په اوسني جګړه ایزه حالت کي د انتخاباتو د ناوړو عواقبو پړه په مختلفو درجاتو کې بهرنیانو ، حکومت،کاندیدانواودپتی خبروپلوان په غاړه لري . خو کاندیدانو چه زیاتره یې د بهرنیانو د سیاسي ، استخباراتي او پولي مرستې په زور او تطمیع لوبې ته ورګد شوې.

د سولې او آزادي کمسیون هرهغه څوک چه په مستقیم اوغیرمستقیم ډول دافغانانودوینی تویدوسبب کیږی محکوموی اوانتخاباتو کورنیو او بهرنیو ذیدخلو اړخونو پام د « لمړي سولې او ورپسې انتخابات » شعار په محور باندې راجلبول غواړی ۲۱/ ۳/ ۲۰۱۴

د افغانستان د سولې او آزادي کمسیون

Comments are closed.