د جرمني په کولن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاريون

نن يونۍ ( يکشنبه ) د اپريل په اتمه چې د وري د اتلسمې نيټې سره برابره ده ، په سلګونو لر او بر افغانانو د جرمني په کولن ښار کې د پاکستان د ترهګر او ظالم رژيم په ضد سوله ايز لاريون تر سره کړ. لاريون کوونکو د پښتون ( افغان ) قوم د پاره د انصاف او حق غوښتنې غږ پورته کړ ، لاريون دري ساعته دوام وکړ او پاې يې د پاکستانی رياست څخه په لاندې غوښتنو وشو

۱ـ پاکستانی رياست دې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې ديموکراتيکې او انساني غوښتنې ومني

۲ـ پاکستانی پوځ دې زمونږ سلګونه زره ورک شوي ځلميان او پيغلې له بنده ازاد کړي

۳ـ د پښتون ژغورنې د غورځنګ نيول شوي سرلاري دې د بنده ازاد کړايې شي ، او د هغوۍ په ضد ثپت شوی ايې ايې ار د ې بيرته واخستل شي، او هغوۍ د ې د ټليغون پر مټ په ځاني او مالي خطرونو نه ګواښل کيږي

۴ـ په افغانستان او پښتونخوا کې دې د ترهګرۍ هر راز سياسي او مالي ملاتړ بند کړي

۵ـ د پښتنو سيمې دې د هر راز پوځي او ترهګريز کړنو پاکې شي

دافغانانو کلتوري ټولنه کولن ميشينيش جرمني

Reacties zijn gesloten.