سم الله الرحمن الرحيم

وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ * الانفال: 61

د دې پرتميني غونډي درنو مشرانو او گډون والو!

وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولي د تاريخي معاهدې د لاسليك په ارتباط؛ د دولت مشرانو، ټول افغان ولس، هغو ته چي په افغانستان او سيمي كي سوله او امنيت غواړي او هغو ته چي په دې اړە ئې مخلصانه هڅي كړې؛ مباركي وايم؛ او له هغو مننه كوو چي په جرأت او صراحت سره ئې د دې معاهدې ملاتړ وكړ.

دعاء كوم چي الله تعالى زموږ هېواد تل آزاد، خپلواك او سرلوړى ولري، زمونږ مظلوم او دردېدلى ولس د جگړو او بې امنيو له روان دردناك حالت وژغوري، دا سعادت ورپه برخه كړي چي جگړە او د جگړي ټول كورني او بهرني عوامل د تل لپاره پاى ته ورسوي، هغه ورځ ژر په خپلو سترگو وگورو چي د افغانستان په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاسوهني په بشپړە توگه بندي شوې وي، ټول بهرني ځواكونه وتلي وي، بشپړە سوله تأمين شوې وي، وسله والو رقابتونو خپل ځاى سالم او رغنده سياسي رقابتونو ته پرېښى وي، د اقتدار ترلاسه كولو او له يوه بل ته د اقتدار د انتقال په بهير كي نه يوه مرمۍ وويشتل شى او نه يو څاڅكى وينه توى شي، ټول ولس ته د منلو وړ نظام ولرو، نه موازى حكومتونه وي او نه د اقتدار مستقلي جزېرې، د سياسي ډلو او دولتي چارواكو تر منځ د لانجو او شخړو پر ځاى د يووالي، گډ كار او خپل ولس ته د صادقانه خدمت د مضبوطي جذبې او كلك هوډ شاهد وو، د نظام په هري برخي كي واك د هغه چا په لاس كي وي چي اسلام او خپل ولس ته ژمن وي، له الله تعالى وېرېږي او پر مظلومانو ترحم لري.

وروڼو خويندو! له دې فرصت په استفادې سره د هېواد د ځينو مهمو قضاياوو په اړە څو عرائض لرم:

نن د افغانانو په وړاندي تر ټولو مهمه قضيه د جگړي پاى ته رسول او ډاډمن امنيت تأمينول دئ، په هېواد كي داسي حالت رامنځته كول چي نور د افغانانو وينه توى نشي، كورونه ئې وران نشي، سر، مال او عزت ئې خوندي وي، له خپل كلي او كور وتلو ته اړ نشي، وسله د اوباشانو او بدمعاشانو او داسي وسله والو په لاس كي نه وي چي خلك ځوروي، او د پرديو په وينا او د هغوى د گټو لپاره جنگېږي.

روانه جگړە دوه اساسي عوامل لري، يو ئې كورنى دئ او بل ئې بهرنى، 1- كورنى عامل ئې اقتدار ته د رسېدو شيطانى هوس دئ، هغه هم د داسي وړوكي ټول گي له لوري چي غواړي د پرديو د مټو، وسلو، پيسو او حتى نظامي حضور په مرسته قدرت ته ورسېږي او د اقتدار پر كرسۍ پاته شي. 2- بهرنى عامل ئې هغه لاسوهني دي چي د افغانستان په كورنيو چارو كي رواني دي، له پټو لاسوهنو تر څرگندو پوري او د جنگ اور ته له لمن وهلو او د وسلو او مهماتو له لېږلو بيا د تر څرگند يرغل او د نظامي ځواكونو تر لېږلو پوري. جگړہ هغه مهال پاى ته رسېدى شي چي دا دواړہ عوامل ئې له منځه ولاړ شي.

دا جگړە څلور لسيزي وړاندي هغه مهال پيل شوه چي يوه وړوكي ټولگي د بهرنيو په اشاره او امر او د كودتا له لاري قدرت تر لاسه كړ او قدرت ته له رسېدو سره سم ئې د خپلو رقيبانو د ځپلو او له منځه وړلو لړۍ پيل كړە، په حقيقت كي د دې جگړي بنسټ د 1352 كال د سرطان د مياشتي په كودتا سره كښېښودل شو، د اوم ثور كودتا د همغي كودتا دوهم پړاو وو، چي نه يوازي د جگړي لمن ئې پراخه كړە بلكي د شوروي ځواكونو د يرغل لپاره ئې لار پرانيسته.

د هغو هېوادونو چي له كورنيو جگړو او بهرنيو يرغلونو سره مخامخ شوي؛ تاريخ ئې دا شهادت وركوي چي كله يوه وړوكي ټولگي له نارواوو لارو او د پرديو د مټو په زور قدرت ترلاسه كړى، او د پرديو په مرسته ئې د خپل حريف او رقيب د ځپلو او څملولو لار غوره كړې؛ نتيجه ئې اوږد جنگ او په پاى كي بهرني يرغل ته لار پرانيستل وو. د افغانستان جنگ، د سوريې، عراق، يمن او ليبيا اوسني جنگونه په جگ ږغ همدا شهادت وركوي.

د حزب اسلامي او دولت تر منځ له نږدې دوو كلونو مسلسلو او سختو مذاكراتو وروسته؛ پر يوې مهمي معاهدې توافق وشو، د دې مذاكراتو يوه څرگنده او ځلانده ځانگړتيا دا وه چي د پرديو له وساطت او وصايت پرته او په خپله د افغانانو تر منځ ترسره شول، د دواړو لوريو ترمنځ په يوې جامع معاهدې توافق وشو، ذيدخلو بهرنيو لوريو هم د هغې د تأييد او حمايت ژمنه وكړە. باور لرم چي د معاهدې په پلي كېدو سره به د هېواد روان بحران پاى ته ورسېږي. دواړو خواوو تعهد كړى چي د معاهدې ټولو موادو ته به بشپړ درناوى لري او په صادقانه او مخلصانه توگه به هغې ته التزام لري. هيله ده د ټولو مادو تطبيق ئې د اعلان له ورځي او له ځنډ پرته عملاً پيل شي، هر لورى پر خپلو ژمنو عمل وكړي او خپل مسئوليتونه اداء كړي.

ټول افغان ولس، افغاني ډلو او شخصيتونو ته بلنه وركوم چي د دې معاهدې ملا تړ وكړي، د دولت له ټولو مخالفينو غواړو چي له دې بهير سره يو ځاى شي، خپل اهداف له سوله ييزي لاري تعقيب كړي، كه دا اهداف د پاته بهرنيو ځواكونو وتل وي، كه د اوسني حكومت پر ځاى بل حكومت جوړول او كه د اسلام پلي كېدا او د عدالت تأمين. په اوسنۍ بڼي كي د جنگ دوام د افغانانو په گټه نه بلكي د دوى د كورنيو او بهرنيو دښمنانو په گټه دئ، نور نو په جنگ كي يوازي افغانان وژل كېږي او د افغانانو وطن ورانېږي.

د دې معاهدې اصلي اهداف دا دي چي جگړە او عوامل ئې په بشپړە توگه او د تل لپاره له منځه ولاړ شي، افغانان خپلي ستونزي په خپله او د پرديو له وساطت او وصايت پرته حل كړي. خپلواك، سرلوړى، متحد او آباد افغانستان، د ملي وحدت استحكام او په هېواد كي ټولو ديني او ملي ارزښتونو ته بشپړ درناوى او التزام د ټولو گډ اهداف او د دې معاهدې اساسي برخي دي، راشئ دې سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لپاره يو بل ته لاس وركړو او په گډە كار وكړو.

حزب اسلامي د هر يرغل په وړاندي مقاومت كړى، تل د آزادۍ په جنگ كي د خپل ولس په څنگ كي ودرېدلى او تر هغه ئې جهاد ته ادامه وركړې چي وسله وال مقاومت ئې يوازينۍ لار موندلې، د يرغلگرو او جنگ غوښتونكو په وړاندي ئې د مقاومت لار غوره كړې او د سولي پيغام ته ئې تل مثبت ځواب ويلى او مذاكرات ئې پيل كړي. دا ځكه چي اسلام هم د جنگ په اړە موږ ته لارښوونه كړې هم د صلحي په اړە، پيغمبر عليه السلام هم جنگ كړى هم سوله، موږ غواړو د خپلي مبارزې په هري برخي او هر پړاو كي د اسلامي لارښوونو مطابق عمل وكړو، غواړو افغانان د سولي په ډگر كي داسي مخكښ وي لكه په جهاد كي چي مخكښ ول.

موږ وروستي مذاكرات هغه مهال پيل كړل چي د بهرنيو ځواكونو تر نوي سلني زيات ووتل، د پاته ځواكونو په اړە هم د متحده ايالاتو جمهور رئيس اوباما اعلان وكړ چي د 2016 كال له پاى وروسته به هيڅ امريكايي جنگيالى په افغانستان كي پاته نه وي. زموږ هيله، غوښتنه او انتظار همدا وو، خو متأسفانه ځيني كورني او بهرني عوامل د دې باعث شول چي د سپيني ماڼۍ دا ژمنه او د افغان ولس دا هيله ترسره نشي. كاش د بهرنيو ځواكونو د حضور ټولو مخالفينو (مجاهدينو او طالبانو) دې ته ترجيح وركړې وى چي د بهرنيو ځواكونو د حضور او پاته كېدا هره پلمه او بهانه له منځه تللې وى، او د دې ځواكونو له وتلو وروسته افغانانو پاته ټولي ستونزي د صادقانه او مخلصانه مذاكراتو له لاري حل كړې وى. دې ته بايد متوجه وو چي بهرني ځواكونه وتل خو د كندز وروستيو جگړو پاته كړل، بل لوري ته گورو چي امريكا وتوانېده د عراق په څېر ځواكمن هېواد په څو اونيو كي ونيسي، عراقيانو مقاومت وكړ، څو كاله وجنگېدل؛ موفق نه شول امريكايي ځواكونه په جنگ سره له عراق وباسي خو د پارلمان په يوې پرېكړي سره ئې امريكا دې ته اړہ كړہ چي له عراق ووځي خو بيا كورنيو جگړو امريكايي ځواكونه بېرته عراق ته ستانه كړل.

زه پر ټولو افغانانو ږغ كوم چي راشئ همدا لار غوره كړو، د بين الافغاني مذاكراتو له لاري د ستونزو د حلولو او خپلو سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لار. د پوستو او ولسواليو لاس په لاس كېدا او د دا راز جگړو د هري پېښي په ترڅ كي د سلگونو بې گناه افغانانو مرگ ژوبله؛ نه له عقلي پلوه معقوله تگلاره ده او نه له شرعي پلوه جائز عمل. راشئ بين الافغاني مذاكرات لږ تر لږە د څو اونيو لپاره وآزمويو، په جگړي كي ښكېل لوري په موقت اوربند توافق وكړي، د حسن نيت ثابتولو لپاره داسي څه وكړي چي يو پر بل اعتماد رامنځته كړي، طالبان او د رژيم نور مخالفين دي په دې مذاكراتو كي په زړە ورتيا او جرأت سره برخه واخلي، خپلي ټولي شرعي غوښتني دي وړاندي كړي، دا اطمئنان دي ولري چي موږ به ئې په ټولو معقولو غوښتنو كي ملاتړ كوو، كه خبري په مثبت لوري مخكي ولاړې او دا طمع راپيدا شوه چي خپل اهداف له دې لاري ترلاسه كولى شو، نو آيا غوره نه ده چي همدې خبرو ته تر هغه دوام وركړو چي ټولي ستونزي حل شي؟ كه ئې نتيجه نه درلوده نو هيڅوك موږ له خپل جهاد او وسله وال مقاومت نشي منع كولى. كه ښارونو ته ننوتلو په اړہ د بل اجازې او موافقې ته ضرورت لرو نو غرونو ته خو د ختلو لپاره داسي اجازې او موافقې ته هم ضرورت نه لرو. زه له ښاغلي جمهور رئيس غواړم چي په دې اړە تر مقابل لوري وړاندي خپل اخلاص او نېك نيت ثابت كړي، له طالبانو سره مذاكرات پيل كړي، د دوى ځيني مهم بنديان له هر راز قيد او شرط پرته او زما د غوښتني په خاطر آزاد كړي. د ښاغلي ملا محمد رسول تر مشرۍ لاندي د اسلامي امارت د عالي شورى له هغه دريځ مننه كوم چي د سولي د معاهدې ملاتړ ئې اعلان كړ، هيله ده د طالبانو نوري ډلي هم دا لار غوره كړي.

لكه څنگه چي د سپېڅلو اهدافو لپاره جنگ لوړ همت، مضبوط ايمان او رغنده تگلاره غواړي او له دې پرته د جنگ له لاري سپېڅلو اهدافو ته رسېدا ممكنه نه ده، همداسي عادلانه سولي ته رسېدل د لوړ همت، جرأت، هوښيارتيا او د جنگياليو د يووالي تقاضاء كوي، سوله كه تر جنگ گران كار نه وي نو آسان خو هيڅكله نه دئ، د جنگ لپاره هر جنگيالى داسي دلائل لري چي هغه پرې قانع شوى، جنگ د چا لپاره يو مجبوريت وي، وژل شوى، ژوبل شوى، زنداني شوى، تعذيب شوي، كور ئې وران شوى، پر عزت ئې تېرى شوى، حق ئې ترپښو لاندي شوى، غواړي له ظالم او تېري كوونكي خپل غچ واخلي، د خپل حق ترلاسه كولو او له خپل دښمن د انتقام اخيستلو بله لار نه گوري. د ځينو لپاره جنگ د امتيازاتو او اقتدار ترلاسه كولو وسيله ده، د جنگ له كبله د شتمنيو خاوند شوى، جنگ قصرونه وركړي، اشرافي ژوند ئې په برخه شوى، زمكي، باغونه، ښار گوټي، آخرين ماډل موټري، په بهرنيو بانكونو كي بې شمېره پانگي. د ځينو لپاره جنگ يوه حرفه او د تغذيې وسيله ده، له دې لاري تغذيه كېږي، د رزق بله مرجع او وسيله په نظر نه ورځي، د همدې لپاره حتى په پرديو ځان پلوري او د هغوى لپاره د خپل ولس په ضد جنگ ته چمتو كېږي، بهرنيو ځواكونو پېرلي، د خپلو موخو لپاره ئې جنگوي، د هېواد دننه د خپلو افغان وروڼو په ضد هم او له هېواده بهر د نورو په خلاف هم، حتى عراق او سوريې ته د جنگ لپاره لېږل كېږي. داسي جنگيالي به حتماً پر جنگ او دوام ئې ټينگار كوي او د سولي كلك مخالفت. دوى په دلائلو نشو قانع كولى، دوى بايد سولي ته اړ كړى شي، بايد پوه شي چي له سولي پرته نوري ټولي لاري ئې پر مخ تړل شوې دي، بايد ټول ولس حتى دغه جنگيالي هم د سولي په راتلو سره داسي څه وگوري چي پرې قانع شي، او د هغو له ملاتړ او ملگرتيا لاس واخلي چي د بې گټي جنگ پر دوام ټينگار كوي. يوازي هغه مجاهد د قدر وړ دئ چي وسله وال جهاد ته د الهي فريضې په سترگه گوري، د لمانځه او روژې په څېر ئې گڼي، د آزادۍ او اسلامي نظام قائمولو لپاره جنگېږي، كله چي جنگ ته اړ شي نو تر هغه په سنگر كي پاته كېږي چي جنگ پاى ته ورسېږي او كله چي دښمن سولي ته چمتو شي نو پر خپل رب توكل كوي او داسي سوله مني چي هدف ته د رسېدو په لار كي له ده سره مرسته كوي.

رسول الله صلى الله عليه و سلم د جنگ په ارتباط هيڅكله د خپلو رښتينو يارانو له معمولي مخالفت سره هم نه دئ مخامخ شوى، تل ئې له هغوى دا ځواب اورېدلى: كه د روم او فارس په څېر سترو سترو ځواكونو سره د جنگ امر وكړې چمتو يو، كه سمندر ته هم ودانگې درسره يو، خو كله چي هغه له قريشو سره د سولې معاهده لاسليك كړە نو د همدغو رښتينو يارانو د غوڅ اكثريت له عدم رضايت او حتى خفگان سره مخامخ شو، دومره چي كله ئې هغوى ته له احرام د وتلو وينا وكړە هيڅوك له خپل ځاى ونه خوځېدو، حتى د عمر رضى الله عنه په څېر ستر او هوښيار شخصيت هم قانع نه وو.

هغو ته چي د سولي له راتلو وېرېږي او مخالفت ته ئې ملاتړلې او د جنگ پر دوام ټينگار كوي، وايو: افغانان نور د داسي جنگ شعارونه نه بدرگه كوي چي يوازي افغان په كي وژل كېږي، د هغه چا له خولې خو ئې هيڅكله نه مني چي په جنگ كي نه يوازي هيڅ برخه نه لري، يوه ورځ ئې په سنگر كي نه ده تېره كړې، پر غوړو وېښتانو ئې حتى يوه ورځ د جنگ دوړي او غبار هم نه دئ كښېنستى، سره له دې د جنگ ډولونه وهي؛ هغه هم د تلويزيوني كامرو مخي ته، په خپلو شيشه يي ماڼيو كي، او په داسي حال كي چي دوى د زغروالو گاډو په قطارونو كي له كور دفتر او له دفتر كور ته درومي، نه ئې ورور په جگړي كي مري او نه زوى، عام او بې وزلي افغانان مري، د دې پروا نه لري چي هره ورځ په سلگونو افغانان په خپلو وينو كي رغړي، دا نن نږدې پنځه مليونه افغانان مهاجر دي، ځيني د هېواد دننه او ځيني له هېواد بهر، افغانان نور د دروغجنو او ټگمارو جنگ غوښتونكو په تشو شعارونو نه غولېږي. دوى د هيچا او د هيڅ قوم او توكم دوستان نه دي، د پرديو نوكران او د شيطان دوستان دي.

هغه چي پر اوږە ئې د پرديو ټوپك دئ، په شاجور كي ئې د پرديو كارتوس، د جنگ او سولي پرېكړە ئې د پرديو په لاس كي ده، تر هغه جنگېدى شي چي پردي ئې اكمال كړي، جنگ ئې له افغانانو سره دئ، داسي جنگي تگلاره ئې غوره كړې چي كه د دوى په جنگ كي زر وگړي مري نو 999 ئې افغانان وي او احياناً يو ئې بهرنى، دوى ته وايو: داسي جنگ نه د عقلمنو جنگ دئ او نه د مؤمنو مجاهدينو جنگ.

هغه چي د غولوونكو شعارونو تر پوښښ لاندي د سولي مخالفت كوي، كله د انتقالي عدالت او كله د جنگي جنايتكارانو د محكامې او مجازات خبره كوي، هغوى ته وايو: د دې شعارونو موخه او معنى دا ده چي سوله ونشي او جنگ ادامه وكړي. د ناټو يو نيم لك فوځ ونه توانېدو انتقالي عدالت مراعات او تأمين كړي، حتى ستر ستر جنگي جنايتكاران ئې په خپلي خوا كي ومنل، آيا د كابل اوسنى حكومت دا توان لري چي انتقالي عدالت تأمين او جنگي جنايتكاران محاكمه او مجازات كړي؟!! زما زړە غواړي دا كار وشي، جنايتكاران محاكمه او مجازات شي، ولس د جنگونو عاملين وپېژني، زما د كورنۍ د غړو، زما د زرگونو همسنگرو او په مخكني جنگ كي د يو نيم مليون او په اوسني جنگ كي د درې لكه شهيدانو له قاتلانو؛ كه كورني دي او كه بهرني؛ انتقام واخيستل شي، خو دا يوه عاطفي غوښتنه ده، نه اصولي او عملي غوښتنه، دا يو ښكلى، رنگين او غولوونكى شعار كېدى شي نه واقعي او عملي شعار!! محاسبه ضروري ده، الله تعالى ئې هم نه هېروي او افغان ولس هم، خو د عادلانه محاكمې لپاره څو اساسي شرائط ضروري دي: امنيت، پر اوضاع مسلط قوي مركزي حكومت، خپلواكه محكمه، عادل قاضي چي مدعي او مدعى عليه پرې توافق كوي او حكم ئې نافذ وي. ډېره خندونكې ده چي څوك له يرغلگرو او د دوى له حاميانو د عدالت غوښتنه او طمع كوي. رسول الله صلى الله عليه و سلم د مكې له فتحي وروسته په خپلي لومړۍ خطبې كي د جاهليت د دور ټولي ويني او له مخي ئې انتقام او غچ اخيستل لغو اعلان كړ، همغسي لكه چي د سود په اړە ئې وفرمايل: ټول مخكنى سود او د ربوي معاملاتو گټه نن تر پښو لاندي كوم، تر نورو وړاندي د خپل تره عباس سود.

د افغانستان هغو گاونډيو ته چي د جنگ پر دوام پانگوني كوي؛ وايم: د افغانانو له مزيد ځورولو او وژلو او د افغانستان له ورانولو لاس واخلئ. خپلي گټي د افغانستان د جنگ له دوام سره مه غوټه كوئ، زموږ له وران او جنگ ځپلي هېواد د خپلو سياسي، نظامي او اقتصادي رقابتونو دائمي ډگر مه جوړوئ، خپلي جگړي افغانستان ته مه راانتقالوئ، افغانان د كور دننه يو د بل په خلاف مه جنگوئ، سوريې، عراق او نورو هېوادو ته ئې د جنگ لپاره مه لېږئ. افغانان پرېږدئ چي خپلي وراني جونگړي بيا جوړي كړي او پر خپلو پرهارونو پټۍ ولگوي.

جنگ غوښتونكي او د دوى بهرني حاميان بايد پوه شوي وي چي غلطه او شيطاني تگلاره ئې غوره كړې، له دې لاري خپلو بدمرغو او شيطاني موخو ته نشي رسېدلى، دا وضعيت نور دوام نشي كولى، دوى د وضعيت له مهارولو عاجز دي، د دوى غلطه تگلاره د نظام د مزيد شړېدو او په پاى كي په نسكورېدو منتج كېږي، تېرو خونړيو تجربو وښوده چي يوازي د صادقانه بين الافغاني تفاهم او روغي جوړي له لاري كولى شو بحران حل كړو، هيڅ هوښيار سياستوال او هيڅ پوه جنرال په داسي تگلاري اصرار او ټينگار نه كوي چي په پنځلسو كلونو كي هيڅ مثبته نتيجه ترلاسه نه كړي، له مرگ، ژوبلي، ورانيو، تابوتونو، نه جبرانېدونكو مالي او ځاني تلفاتو او لگښتونو پرته بله نتيجه ونه لري. بهرني ځواكونه افغانان وژلى شي خو ايل كولى ئې نشي، جنگ اوږدولى شي خو گټلى ئې نشي، يو وړوكى منفور او د ملت له لورى رټل شوى ټولگى د لنډي مودې لپاره د قدرت پر گدۍ كښېنولى شي خو د تل لپاره ئې هيڅكله په قدرت كي نشي ساتلى.

پر پرديو ځواكونو متكي ډلي د خپل ولس او هېواد دښمنان دي؛ څوك چي په هېواد كي صلح او امنيت غواړي تر هر څه وړاندي بايد د بهرنيو ځواكونو د بشپړ وتلو او د افغانستان په كورنيو چارو كي د پرديو د هرراز مداخلې مخالفت وكړي، نه دا چي يوه مداخله په څلورو كتابونو جائز وگڼي او بله ناروا!! هغه چي بهرنيو ځواكونو ته ئې پر افغانستان د بريد بلنه وركړې، له هغوى سره يو ځاى شوي او د خپل ولس په خلاف جنگېدلي، دوى دي خپله تگلاره او ليد لورى تصحيح او خپله ستره گناه او غلطي جبران كړي.

په حكومت كي بايد داسي تبديلي راشي چي ټولو ته د منلو وړ شي، حكومت د ټول ولس ممثل او د ټولو افغانانو په خدمت كي وي، دولتي ادارات له مفسدينو او غلو تصفيه شي، اقتدار د صالح مديرانو په واك كي وركړى شي، د دولت حاكميت بايد پر ټول هېواد تأمين شي، په هيڅ ولايت كي بايد شخصي، غيردولتي او حزبي واكمني نه وي.

پر ټولو سر لوړو او پتمنو مهاجرينو ږغ كوم چي خپل هېواد ته د راستنېدو لپاره چمتو شئ، تاسو د هېواد د آزادۍ په اوږده جنگ كي ډېري قربانۍ وركړې، په حقيقت كي د جهاد بنسټ تاسو اېښى او تاسو ئې بري ته رسولى شئ، نږدې څلور لسيزي مو په سختو كړاوونو كي تېر كړل، نه د كړاوونو له كبله له خپل ايماني هوډ واوښتئ او نه زور او زياتي ته تسليم شوئ. ستاسو عزم، لوړ همت او صبر ته سلام كوم. دولت مكلف دئ ستاسو د راستنېدو او په امن سيمو كي د ځاى په ځاى كېدو لپاره جدي او فوري اقدامات وكړي او ټول لازم او ممكن تسهيلات برابر كړي. په ايران او پاكستان كي د مهاجرينو د ځورولو او په زور ايستلو لړۍ بايد ژر تر ژره بنده شي، مهاجرين نه غواړي په پرديو هېوادو كي پاته شي، هجرت ته اړ شوي او د مجبوريت له كبله په بهر كي پاته دي، دولت دي په بهر كي د مهاجرينو له حيثيت او انساني حقوقو دفاع وكړي او د هېواد په امن سيمو كي د دوى د استوگني انتظام وكړي.

لكه څنگه چي اسلام زموږ دين دئ همداراز افغانيت زموږ ملي هويت دئ، موږ ټول مسلمانان او افغانان يو، دا دواړە زموږ د يووالي د ماڼۍ دوه اساسي ستني دي، څوك چي له دې دواړو سره اختلاف لري هغه د ملت د يووالي دښمنان دي. راشئ د افغانانو تر منځ د بيلتون، نفرت او تعصب ټول دېوالونه ونړوو او د قومي او ژبني تعصب ټولي پردې څيرې کړو. هغه پښتون چي تاجك خپل ورور نه گڼي ناپوه دئ، او هغه غير پښتون چي پښتون ته دښمن په سترگه گوري كمعقل دئ او د دښمنانو له لوري دوكه شوى. په افغانستان كي مېشت ټول قومونه د يوه ملت او يوې ستري كورنۍ غړي دي، اسلام له دوى يو ملت جوړ كړى، راشئ دا د يووالي مضبوطه رسۍ په خپلو منگولو كي كلكه ونيسو او هر هغه څوك د افغانانو نه پخلا كېدونكى دښمن وگڼو چي دا رسۍ شلوي. بايد هيچا ته دا موقع ورنه كړو چي د افغانانو د ديني او ملي ارزښتونو سپكاوى وكړي، د افغانستان د تجزيې شعارونه وركړي، دا نه مني چي زموږ د هېواد نوم افغانستان دئ!! وايي: من افغان نيستم، ما ملت واحد نيستيم!! دوى واقعاً چي افغانان نه دي، افغانستان ئې هېواد نه دئ، خپل اسلامي او ملي هويت ئې تر پښو لاندي كړى، دوى ته دښمنانو د لانجو راولاړولو دنده سپارلې، د دوى د شعارونو معنى دا ده چي نه اسلام مني او نه اساسي قانون.

ټولو افغانانو مخصوصاً هغو ته چي د هېواد خپلواكي او په خپلواك افغانستان كي د ولس د خوښي اسلامي حكومت غواړي بلنه وركوو چي راشئ د روان بحران د پاى ته رسولو لپاره يو بل ته د ورورۍ لاس وركړو، جنگ او سوله مو بايد په گډە وي، جنگ له جنگ غوښتونكو سره او سوله او وروري په خپلو منځونو كي. افغانستان د ټولو وروڼو قومونو گډ كور وگڼو، د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو، داسي سرلوړى او خپلواك افغانستان جوړ كړو چي د نړۍ هيڅ ځواك هغه ته په خيرنو سترگو د كتلو جسارت ونه كړي، له نورو سره د سيالۍ جوگه وي او هيچا ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي. د داسي ورځي د رارسېدو په هيله.

سرلوړي او بريالي دي وي افغانان

خپلواك او آزاد دي وي افغانستان

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

حكمتيار

ميزان 1395

Door Guest