دخوشال په فکر پوهې ته دلاس رسۍ لار اوشرایط

 

  شپږمه برخه

 

دخوشال په فکر پوهې ته دلاس رسۍ لار اوشرایط

 

رڼاګل اریوبزی

 

ب – ټولنیزچاپیریال:

انسان په خالي فضا کې ګوښی اوانفرادي ژوند نه کوي بلکې طبیعي او ټولنیزو اړیکو راچاپیر کړی دی او ترې وتلی نشي. د دې طبعې اوټولنیزو اړیکو مجموعې ته چاپیریال وايي. په دې ځای کې د طبعیت سره دانسان اړیکې یا دهغه طبیعي چاپیریال زموږ د څیړنې موضوع نه ده. خوشال خال خټک ټولنیز چاپیریال دانسان د بشري ځواکونو دودې اوپر مختګ د څرنګوالې شرط ګڼلی دی اوټولنیز چاپیریال بیا په خپل وار دانسانانو هغه ډلو او ګروپونو ته وايي چې دورته ارزښتونو،ذهنیتونواو پرنسیپونو له مخې ژوند پر مخ بیايي. په دې توګه ټولنیز چاپیریال په بیلابیلو ټولنو اوکلتورونو کې او بیا په هره ټولنه او کلتور کې د ارزښتونو، ذهنیتونو او دژوند دپرنسیيونو له مخې لږې یا ډیرې ځانګړتیاوې لري. دانسان ټولنیز چاپیریال د مور له غیږې پیل کیږي اودلوئيدو په بهیراو دژوند په اوږدو کې دکوراوکهول نوروغړو، خپلوانو، دوستانو، دلوبو، زده کړو او دکار کولو ځایونو ته پراخیږي. لنډه داچې په کوم ځای کې چې انسان اوسیږي او دژوند له پاره اړین فعالیتونه تر سره کوي، هغه ځای دده دچاپیریال په نامه یادیږي. په دې وروستې برخه کې مو وویل چې خوشال خټک دانسان دزده کړې او معرفت ارګانونه میراثي ګڼي یاني دموراو پلارڅخه واولادته ورانتقالیږي خو دزده کړې اومعرفت ځرنګوالی، پوهه، مالومات، مهارت، قابیلیت اواخلاقي ځانګړتیاوې دټولنیز چاپیریال په څرنګوالې پوري تړي. په پښتو ژبه کې یو متل وايي:« چې اوسې، په خوی به دې هغوی شې» او په پارسي کې وايي چې:« با ما نشینی ماشوی، بادیګ نشینی سیا شوی». خوشال خان په انسان باندې دټولنیز چاپیریال داغزو په هکله دې متلونو ته ورته نظر لري اولیکي:

 

چې څه وینې، چې څه اورې،چې څه وايې       د سړي هغــه هــوا پریوزي په زړه کې

چې صحـبت دي له چا کیږي هسې ته شې       هم هغه خویونه ستا پریوزي په زړه کې

دا نــا شـــنا عـــا لـــم د چـا په فکر ګرځي       اند یښـنه خوله اشنا پریوزي په زړه کې

[منتخابات خوشال خټک ……….۱۲۵ مخ]

دخوشال خان په نظر ټولنیز چاپیریال دکوچني دتجروبو ډګردی چې اغیزې يې دحسي غړوله لارې زړه ته رسیږي اوورڅخه معرفت ترلاسه کیږي. دکوچني فردي ځانګړتیاوې، دزده کړې اندازه اوډولونه، روزنیز او اخلاقي صفتونه دچاپیریال، تراغیزو لاندې شکل او صورت نیسي او وده کوي. خوشال خټک په دستارنامه کې لیکې چې:« دهلک زړه لکه سپینه کور کاغذ هسې دی، هر چې پرې وکاږې هغه حرف پرې پریوزي. داشرارو دصحبت اثر پرې وشي، اشرار شي چې داخیارواثر پرې وشي ، اخیار شي. که هرڅو په فطرت کې پاک جوهر زول شوی وي، دبدانو دصحبت په تاثیر بد شي.»[عبدالرحیم بختیانی: دخوشال خان خټک په دستار نامه کې دښوونې او روزنې اړخونه، روهي ویبپاڼه  ۲۳/۹/۲۰۰۸ ]

دخوشال خټک دچاپیریال نظریه دجان لاک « دتجروبوي پوهید نې » له تیورۍ سره یو څه ورته والی او هم یو څو توپیرونه لري. دبیلګي په توګه جان لاک میراثي فکر یا فکري وراثت له سره نه مني او په دې عقیده دی چې دانسان په فکر یاروح کې یوازې هغه څه ځای په ځای کیږي چې دحواسو له لارې دتجروبو په بنسټ تر لاسه کیږې. دی ټینګار کوې چې دنیا ته دکوچني دراتلو په وخت کې دهغه روح یاعقل دکاغز د «سپینې پاڼې » په شان دی چې دژوند په بهیر کې دتجروبوله مخې شکل او صورت نیسي [ الماني ویکیپیډیا ]

وینو چې خوشال خټک او جان لاک دواړه داخلاقو، سلوکونو او هنرونو وراثت نه مني او دانساني شخصیت وده په چاپیریال کې په عملي تجروبو پورې تړې.هیڅ مور نابیغه لور یا زوی دنیا ته راو ړلی نه شي، خو نابیغه يې روزلی شي. ددواړو تر منځ توپیر په دې کې لیدل کیږي چې جانلاک د معرفت د راټولیدو ځای روح یا عقل ګڼي په داسې حال کې چې خوشال خټک دا مقام دانسان زړه ته ور کوي او په دې ډول پوهه اومعرفت د میني اواخلاقوسره په یوه چوکاټ کې راولي او له پوهې څخه لویه اخلاقي اوانساني تمه لري او لیکي:

چې دخلقو نیک خواهي لرې په زړه کې        مبارک دې پاچاهي لرې په زړه کې

که دې غوږ د دانشمند په نصیحت و ي         څه عجیبه آګا هي  لر ې  په زړه کې

[منتخبات خوشال خټک……۱۳۳ مخ ]

دلته « دخلکونیکخواهي » او « عجیبه آګاهي » یوله بله لرې نه دي بلکې دواړه دیوه زړه په دهلیزونو کې ځای لري او سرچینه يې هم ددانشمند نصیحت یانې ټولنیز چاپیریال دی.لکه څنګه چې ښه چا پیریال دانسان دشخصیت په جوړولو کې ګټور رول لوبوي، بد چاپیریال بیا په خپل وار د شخصیت دسمې ودې مخه نیسي، آفتونه رامنځ ته کوي او انسان دبدبختۍ په لور روانوي نوځکه خوشال خان ټینګار کوي چې:

د رتـــه وښیــم کــیمیـــا د سعـــا د ت       د بــدانــو ســره مــه کــوه صحبت

مه بد ګوی مه بد آموز مه بد اندیش شه       که د زړه وې چې درنه رسي آفت

[ دخوشال خټک کلیات……..۵۴۹ مخ ]

ځکه چې

بد سړی که په ظاهر سړی لیده شي       په باطن کې يې نور څه دي ما ر لړم دی

د بدانو په صحبت کې د ین د نیا ځي       شــک پــه دې خـــبره اونــکـړې قسم دی

[ منتخبات خوشال خټک……… ۱۲۰ مخ ]

دخوشال خان دټولنیز چاپیریال تیورۍ په چوکاټ کې بد او بد سړیتوب دانسان سره له سره ترابده پوري تړل شوي نه ګڼل کیږي. دا په دې مانا چې په بد چاپیریال کې بد شوي انسان څخه په ښه چاپیریال کې ښه انسان هم جوړیدلی شي. نو ځکه د دې پر ځای چې دبد انسان سره په کینه او حسد لاس پورې کړو باید هغه له بد و پاک او ازاد کړو. لار يې داده چې دبد او ناپوهه چاپیریال څخه يې ښه او پوهنیز چاپیریال ته را وبولو، د ښو او هوښیاروانسانانو سره يې ملګری کړو. دی ټینګار کوي چې:

 

دا پـند دي هر څوک سره ســند کا       هوښیاربه نه وې چې څوک حسد کا

همراه چې ښه وي بد سړی ښه کا       همراه چــې بد وي ښــه سړی بد کــا

[ دخوشال خټک کلیات……….۳۷۳ مخ ]

اوزیاتوي چې:

ښه خوی بد کیږي بد خوی ښه کیږي       په صحبتونو که څوک پوهیږي

نا فــه دهوګې په بوی خوش بوی شي       خنــظل شکرو سره خو ږ یږي

[ دخوشال خټک کلیات ……. ۴۸۸ مخ ]

خوشال خان په خپل کورني چاپیریال کې ترټولو دخپل پلار منندوی دی چې دی يې زده کړو ته هڅولی دی او د زده کړې له پاره استاذ یااستاذانو ته کښینولی دی. دخوشال خټک پلا ر تعلیم نه و کړی، دی په لیک او لوست نه پو هیده. له دې ښکاري چې ده دخپل زوی سره په زده کړو کې کومه مرسته نه ده کړې بلکې هغه يې یوازې زده کړو ته هڅولی دی. په ماشومتوب کي څوک دزده کړو او پوهې په ارزښت چندان نه پوهبیږي، نو ځکه که چیرې میندې او پلرونه خپل او لادونه تعلیم ته ونه هڅوي، دوی هم نه پسې ګرځي. په دي توګه دزده کړواو پوهې نه بې برخې پاتې کیږي، بې علمه او بې سواده لويېږي. حقیقت دا دې چې شهباز خان په دې ساده هڅونې خپل زوی خوشال خان دمنظمو زده کړو په لارروان کړاو خوشال خان په دې لا ر له ډیرو پړاوونو تیرشو او په علم کې هغه مقام ته ورسیده چې په پښتنو کې بیا تر نن پورې دچا په برخه شوی نه دی.

 

 

Reacties zijn gesloten.