Brüder grimm:لیګونکي داړو انا

 

 

دمشومانو له پاره لنډه کیسه

ژباړن: رڼا ګل اریوبزی

 

 

 

یو وخت یوې کونډې دوې لورانې لرلې. یوه يې ډیره ښکلې او زیار ایستونکې وه او دا بله بې ډوله او ټنبله وه. په کونډې  دا بې ډوله او ټنبله ډیره ګرانه وه، ځکه چې سکه لور يې وه اودا بله مجبوره وه چې د کور ټولې خچنۍ او چټلۍ پاکې کړې. دا غریبه هره ورځ د لويې لارې سره د یوې چینې په غاړه کیناسته او دومره ډیره اوبدنه يې کوله چې د ګوتو نه يې وينې وڅڅیدې. اخر خبره دې ته ورسیده چې سپرخی هم په وینو سور شو. دا چینې ته ورکږه شوه، تر څوچې سپرخی ومینځي، خو له لاسه يې ختا شو او چینې ته ورولوید. جلۍ په ژړا میرې مور ته ورغله او داپیښه يې ورته بیان کړه. میره يې چې بې رحمه ښځه وه، په ډ یره غوسه يې ورته و ویل چې:« سپرخی تا چینې ته غوځولی دی او ته به يې را باسې.» جلکوټې بیرته چینې ته لاړه او نه پوهیده چې څه وکړي. په ډ یر ډار يې چینې ته ور ټوپ کړ، غوښتل يې چې سپرخی پیدا کړې او دځان سره يې راوباسي. دا بې هوشه شوه او کله چې بیرته رابیدارشوه، که ګوري چې په یوه ښکلي چمن کې پرته ده، لمر ځلیږي او هره خوا په زرګونو ګلان ولاړ دي. دا په دې چمن کې روانه شوه او د ډوډۍ پخولو یوه داش ته ورسیده چې د ډوډۍ نه ډک و. ډوډي چیغې وهلې چې:« آخ ! له دې ځایه مو وباسی، له دې ځایه مو وباسی او که نه نو سوزو، موږ لا د مخه پخې شوې یو.» جلۍ د ډو ډۍ راباسلو لرګي ته لاس کړ او یوه په بله پسې يې ټولې ډوډۍ ګانې د داش نه را باسلې. تر دې وروسته بیا روانه شوه اویوې ونې ته راورسیده. دا ونه د مڼو نه ډکه وه اوجلکوټې ته يې نار ې کړې چې:« ومو څنډه، ومو څنډه، موږ ټولې مڼې پخې یو.» دې مڼه وڅنډ له، ‎ڼې داسې ترې را توييدېلکه باران چې. بیايې هم وڅنډ له اوبیايې هم ترهغه پورې وڅنډ له، تر څو چې په ونه کې یوه مڼه هم پاتې نه شوه، مڼې يې را ټولې کړې او یو امبار يې ترې جوړ کړ. له دې ځایه بیا روانه شوه اویوه وړوکې کورګې ته ورسیده. په کورګي کې یه زړه ښځه ناسته وه او د باندې يې کتل. دې ښځې ډیر لوی غاښونه درلودل، نوځکه جلکۍ ترې وډارشوه اوغوښتل يې چې وتښتي. بوډۍ په دې وخت کې ورناه کړه چې:« ګرانې بچۍ چیرنه منډې وهې؟ دلته زما سره پاتې شه، که په کور مې ټول کارونه په ښه او منظم ډول وکړې، نوښه ژوند به ولرې. یوه ټکې ته باید ډیر پام وکړې او هغه دا چې زما بستره به ښه منظمه جوړوې او هر وخت به يې داسې څنډې چې بڼکې يې دواورې څپولو په شان په هوا شي ، زه میرمن داړو یم.» جلکۍ چې د داړو انا خوږې خبرې واریدلې، په زړه يې ښې ولګید لې، ويې منلې او دهغې خد مت يې پیل کړه. دې د داړو انا د خوشالولو او خوشله ساتلو له پاره ډیرې هڅې کولې، دهغې بستره يې په دومره قوت څنډله چې بڼکۍ يې د واورې دڅپولو په شان هرې خوا ته خپرید لې. ورسره د دې ژونه هم ډیر ښه و،  پخې شوې او کباب شوې غوښې خورا ک و او یوه بده خبره يې هم نه ورته کوله. جلکوټۍ د داړو انا سره ډیر وخت تیر کړ، خو ورو په ورو خپه کیده او دا هم نه پوهیده چې ولې خپه ده. اخر په دې پوه شوه چې خپل ټا تو بی يې یادیږی، که څه هم د لته يې ژوند تر خپل هیواد په زرګونو ځله ښه تیریده، خو بیا يې هم په خپل هیواد پسې زړه خوږیده. آخر يې داړو انا ته وویل چې:« خپل وطن مې یاد یږي او غواړم چې بیرته خپل ټاټوبې ته لاړه شم.» داړو انا ورته وویل چې:« دا خو ډیر ښه کار دی چې خپل ټا ټو بی دې یاد يږي، تا په پوره امانت زما ښه خدمت وکړه، نو ځکه غواړم چې په خپله دې پاس خپل ټا ټو بې ته بوزم.» داړو انا جلۍ دلاس نه ونیوله او دیوې لويې دروازې په لور يې روانه کړه. دروازه خلاصه شوه اوکله چې جلۍ د دروازۍ لاندې ودریده، د سرو زرو یو زورور بارا ن پیل شواو دا ټوله طلا د هغې په بدن پورې ونښته او ټوله په سرو زرو کې پټه شوه. داړو انا ورته و ویل چې:« دا ستا برخه ده، ځکه چې تا ډ یر زیار وایست.» بیايې هغه سپرخی هم ور کړ چې په چینې کې ترې لویدلی و. په دې شیبې کې دروازه وتړل شوه او ورسره سم جلۍ هم په دې د نیا کې د مور کورته نږدې وه. کله چې انګړ ته ورسیده، دچینې په غړه یو چرګ ولاړ واوناره يې چې:

« ککیغیغو،

زموږ طلايې پیغله بیرته را سنته شوه.»

جلکې د مور کور ته ور ننوته اودا چې په سرو زرو پټه وه ، مور اوخور يې ښه هر کلی وکړ. دې چې په دې سفر کې څه لیدلي کتلي وو، دا ټول يې مور ته بیان کړل. مور يې چې پوه شوه چې دې په کومه لار دا دومره شتمني تر لاسه کړه، نو خپلې ټنبلې لور ته يې هم دا بخت غوښته. دا يې هم داوبدلو له پاره د چینې غاړې ته واستوله. د دې له پاره چئ سپرخی يې په وینو سور شي، په ګوتو يې ازغې چوخ کړل، سپرخۍ يې چینې ته وغورځاوه او په خپله يې هم چينی ته ور ټوپ کړ. دا هم دبلې په شان ښکلي چمن ته ته ورسیده او دهغې په لار روانه شوه، ترڅوچې د ډوډۍ پخولو داش ته ورسیده. هلته بیا هم ډوډۍ چیغې وهلې چې.« ما له دې خایه وباسی، ما له دې ځایه وباسی او که نه سوزم، زه لا پخوا پخه شوې یم.» ټنبلې جلۍ و وی چې:« زه نه غوړم چې په تاسې ځان چټل کړم.» او په خپله لار روانه وه، ترڅوچې دمڼې ونې ته راورسیده. ونې هم نارې کړې چې:« اخ ! ومې څنډی، ومې څنډی، موږ ټولې مڼې پخې یو.» ټنبلکې ورته و ویل چې:« که ومو څنډم، نو کیدای ښي چې کومه یوه مڼه مې په سر ولویږي.» دې خپل تګ ته دوام ورکړ او کله چې د داړو انا کورته ورسیده، نو هیڅ نه ډاریده، ځکه خبره وه چې هغه اوږده غا ښونه لري او په لومړۍ ورځ يې ځان دهغې نوکر کړ. په لومړۍ ورځ يې ډیر زیار وایست او سم کار يې وکړ، د بوډۍ خبرو ته يې غوږ نیو او هغه يې منلې، ځکه چې د هغه سرو زرو په فکر کې وه چې داړو انا به يې ورکړي.

په دوهمه ورځ يې ټنبلي پیل کړه، په دریمه ورځ نوره هم زیاته شوه او اخر خبره دې ته ورسیده چې نور نو سهار د بسترۍ نه هم نه پورته کیده. دې د داړو انا بستره هم نه جوړوله او نه یې داسې څنډله چې بڼکې يې په هوا کې خورې ورې شي. ډاړو انا هم ورو ورو ترې ستړې شوه او د نوکرۍ نه يې وباسله. ټنبلکه خوشاله شوه او په دې تمه وه چې اوس به دسرو زرو باران په و وریږي. داړو انا داهم دروازې ته بوتله او کله چې د دروازې لاندې و دریده  د سرو زرو په ځای يې د بد بختۍ نه ډ ک تشت په سر را چپه شو او داړو انا ورته و ویل چې:« دا ستا د خدمتونو بیه ده.» او دروازه يې پسې وتړله. دا کور ته راغله، خو د طلا په ځای په بد بختیو پټه وه او کله چې دچینې په غاړه ولاړچرګ ولید، ناره يې کړه چې:

« ککیغيغو،

زموږ چټله پیغله بیرته راستنه شوه. »

بد بختې په دې جلۍ پور داسې کلمه نښتې وه، چې تر مرګ پورې ترې جدا نه شوه.

Liste von Märchen – Grimms Märchen – Grimmstories.co