د پکتیکا زلزلې

خالق دي مل سه ګرانه هیواده
پر توپانو دي مېنه آباده
یا سېلابونه یا زلزلې دي
ورځ دي په اوښکو شپه دي ناښاده
»»»»»»»»»»
له ازل هېره افغانستانه
ګرېوان دي لوند دی خونه دي ورانه
لا به در اوري د غضب غشي
یو څه له پاسه یو څه له ځانه
««««««««««««
مځکه دي سره ده وچ دي اسمان دی
درته په قهر خدای او انسان دی
د غم په شپه یې خدای پیدا کړی
د مرګ تر ورځي دغه داستان دی
««««««««««
خلکو آباد کړل خپل وطنونه
د نعمتونو پکښي رودونه
تاته رسیږي له خپله لاسه
په خپل جنت کي سره دوخونه
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د جون دوه ویشتمه، ویرجینیا