ملیت، ملت، ملي ستم، خراسان او د ستمیان شر او شور

 

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

zirakyar1234@yahoo.com

(شپـږمه وروستنۍ  برخه)

د مــتـرقـیانو او دینوالانو  هـيواد دوستي که مقام پرستي؟               

                                   

 

 

«در افغانستان ستم ملی، شعار تازه ی نیست که در تاریخ ادبیات  آن، برای بار اول با سـرازیر شدن تاجیک ها و ازبک های مهاجر به افغانستان (با هجوم کمونیست ها به کشور شان) از جانب بعضی از آنها که وابسته و یـا ګماشتـهٔ ستـون پنج شـوروی بـودنـد، میان درهـای بـسته زمـزمه میشـد، تا اینکه سال های بعـد سلاله آنها در بطن ح.د.خ. [حزب دمـوکراتیک خلق] لانه می کـنند و بـا اینکه رهبران ح.د.خ.  بنا بر تمایل شوروي مشوق و حامی ستمی هـا بودنـد، یکی دو نـفـر از بدخشی ها» د خلکو ګوند پرېـږدي، د پښتنو په مقابل کې په څرګند ډول ستمي سازمان رامینځته کوي او د ستمکارې حاکمې طبقې (پښتنو) په ضد شعار ورکوي.

پـه ۱۹۱۷ کې د لینن په مشرۍ په روسیه کې  بلشـویک/کمـونیستي نظام  د پخـوانی تـزاري نظـام ځای ونیو. د شوروي اتحاد د بهرنیــو استــخبارتود دریمې نړۍ د څــانګې د ارشــیف منتظـم  میتروخین لیکلی دي، کله چې بلشویک/کمیونیسټي واکمني په مرکزي اسیا کې بـرلاسې شـوه، ګـڼ شـمیـر(اووه نـیـم لـکـه = ۷۵۰۰۰۰) تــاجکـانـو، ازبـکـانـو، تـرکمـنانـو، او کـرغــیـزیـانـو افـغـانـستان ته پـناه ویـوړه(وسـیلي مـیتـروخـیـن، کې. جي. بي. پــــه افغـانستـان کـې. واشنګـټـن، ډي.سي.،۲۰۰۲.تجدید ۲۰۰۹، په انګریزي ژبه: ۱۷ مخ). ځما  ځیرکیار په نـري اټکـل، د منځنئ اسـیا د اووه نـیم لکـه کـډوالانـو  پـه منـځ کې بـه لـږ تـر لـږه پنځـه ســوه (۵۰۰) کمـونـستان هـم ځـای په ځـای شـوي وو چې پـه راتـلـونکـی افـغـانـستان کې کمونیـستـان او مـخبـران وروزي او د شــوروی روسیې/شـوروي اتحاد په ګـټـه یې استـعـمال اواسـتخـدام کـړي. ډاکـتـر محّمـد حسن شـرق هـم  پـه  خـپل کـتاب کې دغـه مـوضوع  پـه لانــدې ډول راسـپـړلـې ده.

  «در آن روزها پخش مفکوره ای ستمی،آنـهم از بـدخشان و انشعاب آنها از ح.د.خ. سؤال بر انګـیـرشده بود. چرا که به زمامداری اخلاف سردارپایـنده خان، بالا ترین مقامات دولتی بعـد از خاندان سلطنتی متعلـق به بـدخشانی ها بود. زیرا خانم امیر عبد الرحمان خان[۱۸۸۰تر۱۹۰۱م ]مادر امیر حبیب الله خان شهید و مادرکلان اعلحیضرت امان الله خان از بـدخشان، و خـانـهٔ دوم محمد ظاهـرشاه [بادشـاه ۱۹۳۳ تر ۱۹۷۳] هـم بـدخشان شده بود.

 بناء بـدخشانی ها بـرخلاف اقـوام دیګر با ایـن خانـدان سـرجنګ نداشتـند و پشتون های فـراری هم در سرزمین بـدخشان کمـتر دیـده مـی شـد، ولـی «بـاز هـم بدخشی ها ستمکـش و پشتون ها ستمګـر ګـفته می شد.» په دغـه اړونـد کې،  ډاکـتـرحسـن شـرق خپلې یـوې پخې  پوښتنې ته  په احتیاط سـره داسې جـواب ویـلی دی: « آیـا ستـمی هـای بـدخشان سرنخی با دربار داشتـند؟» البته د دواړو خواو د رابطې په اړه « سند و مدرکی در دست نیست.» خو د ستمیانو مفکورې که له یوې خوا د شوروي اتحاد  د تګلارې سره  سمون لاره ( چې په سیمه کې د ګاوڼـډیـو هـیوادونـو پـه قـومي تـفـرقـه او تجـزیه ولاړه وه)، نو لــه بـلې خـوا  د هغـوی مـفکـوره د سلطنت لپاره هـم ګټـوره وه: ځکه د پښتنو سره د ستمیانو ټکر، پښتانه د سلطنت سره ملاتړ ته هڅوي: «زیـرا سلطنتی ها تصور آنـرا داشتند که مفکورهٔ ستمی ها خواهی نخواهی پشتون ها را به طرفـداری از سلطنت برمی انګیـزند. بنأ تـرویج مفکـوروی آنها را تحمـل می کـردنـد و فعـالـیت های تخریبـی آنها را نـادیـده مـی ګـرفـتـنـد.» ۳۱۱-۳۱۰ مخونه.

 د سلطنتي خاندان له اړتیا نه اضافه مقامونه به يې هـغه چاتـه ورسپارل چې د دربـار په رمـز بـه ښـه پوهـیدل، نه د ولس په اړتیاو. نورو فکټورونو ( قـوم، قـبیلې، لسان، سیمې، مذهب) د اشخاصو په  لوړو دولتي مـقامونـو کې د مقـررولـو لپاره ارزښت نه لاره. د مـثال پـه ډول، « ښایي له  همدې امله به د بدخشان علی محّمد خان «یکی از دانسته ترین  وزرای افغانستان» و  چې د امان الله له پیر نه د محّمد ظاهر شاه د سلطنت د پای پورې پنځوس (۵۰) کاله د معارف، خارجه چارو او دربار وزیر او د صدراعظم مرستال و. که  یوې سیمې ته منسوب وزیـر د همغې سیمې د پرمختګ سبب کیدلی شوای، نو باید  چې بدخشان د افغانستان تر ټولو  سیمو پـرمختـللې سیمه وای. د بدخشان یو بل نیک شخصیت حافـظ نـورمحّمد خان نومیده چې « انسان  باخـدا و وطـن دوست بود و تقریباَ چهل سال سرمنشی د فتر پادشاه سابق محمد ظاهر بود.» [زما سره د ډاکتر شـرق ټـلفـوني مرکه: ۱۷ می ۲۰۱۵=۲۷ ثور ۱۳۹۴]- ځیرکیار

   د افغانستان د خلکو «بشپـړاکثریت»  په غیر له شاهي کورنۍ او کابل ښاریانو نه «از مزایـای علم ودانش و انکشاف کشور بی بهره مانده بودند.» ډاکتـرشـرق خپله ادعا په لاندې شمیـرنو غـښتلې کړې ده:« «به استـناد احصائیه مستند تا سال ۱۳۳۲ هجری شمسی [۱۹۵۳م] مجموعـاَ از فاکولته طب افغانستان ۱۷۲ نفر فارغ التحصیل شده بود که از آنجمله هـفـت نفـر (نور محّمد ځلمی از مزار شریف، نیک محّمد عـزیزی از هرات، عبد الله فراهی و محّمد حسن شرق از فـراه،  آدم درمل از قندهار، عبدالصمد دانش ازغزنی، محّمد نعیم ننګرهاری از ننګرهار) متعلق به سراسر افغانستان و متباقی کابل بودند. در فاکولته حقوق و ادبیات و ساینس در همن سال ۷۵ فیصد کابلی و ۲۵ فیصد سهم  فرزندان همه ولایات کشور بود.» دغه «تحصیلي فـقـر»افغانانو ته ښئ چې د افغانستان ټول خلک «بدون تبعیض زیر ستم و بی توجوهی قرار داشتند، نه طبقه و یا قبیلهٔ خاصی، نه سمت مشخص، و نه طرف معینی.» د افغانستان مهمه ستراتیجیک برخه د ګندمک تړون (۱۸۷۹) او  د ډیورنډ تړون (۱۸۹۳) وخوړه، د افغانستان اقتصادی پرمختګ ته یې کلک پا ټک واچاوه، او پښتنو ته یې غـټ تاوان ور ساوه.

[په ۱۹۱۹ کې د  لَـر افـغانستان( پښتونخوا) پښتنـو دبـرتانیې وسله والو قـواو ته کلکې او پرله پسې ماتې ورکړې. له دې امله مغـلوب اړخ(انګـریزانو) د ډزبـنـد هـیله وکړه. پـه مغـلوب اړخ بانـدې بـایـد د غالـب اړخ( د وزیرستان د نـومیالی ولس) شـرایط منل شوي وای، نه سـر چپه!  د ډز بند په خبرو کې باید د وزیرستان دوه درې تنه ولسي جنرالانو هـم ګډون لرلای!  امان الله خان او محّمد نـادر خان باید د وزیرسـتان د کـوماندانانو سـره په ګډه د ډزبند شرایـط لـیکـلی وای او په شریکه یـې مغـلوب اړخ (انګـریزانو)ته وړاندې کړي وای.خو له بدې مرغې د کابل احـساساتي ادارې، د وزیـرستان د ولـسي جنرال یار محّمد خان وزیـري په ویـنا، «دریـم نـاولی تـړون» خـپل ویـاړ وګاڼـه. دوه لـومړی ناولی تړونونه د ګندمک او ډیـورنـد وو]- ځیرکیار

«مقابلتاَ تجزیه مناطق پشتون نشین توسط خط دیورند و سرکوبی بی رحمانه و تار و مار کردن  واسکان اجباری آنها در مناطق دور دست، چه در زمان امیر عبد الرحمن خان و چه به دوران زعامت این سلاله نکاتی مشهودی است که از قساوت و بیرحمی زمامدارن ګفته شده به پشتونها شهادت می دهـد. نه آنچه ستمی ها تبلیغ و ترویج میکنند….ترویج کلمه شمال و جنوب، تأسیس وزارت ملیت ها په «خلقی های سرتـنبه» اعتبار نشو کولی: « اما پل پای خلقی های مخالف خاد در تفرقه های قومی، نژادی، مذهبی، سمتی ولسانی میان کارمندان وزارت  امنیت دولتی، وزارت خارجه، وزارت اقوام و قبائل، وزارت ملیتها، جبهه ملی، شوراهای مرکزی ملیت ها که بعضا به تفرقه ها ذیدخل بودند دیده نمی شد.» په «غټ ګمان» سره، شورویانو په «سرتمبه خلکیانو» د دې باور نه لاره چې «تا به اهداف دراز مدت شوروی در افغانستان آنها را  درپهلوی رفقای خاد با خود داشته باشند.» ډاکتر شرق کاږي چې: «بګمان اغلب  تسلیح و تمویل اقوام به مقابل یکدیګر، ائتلاف ح.د.خ.[حزب دمـوکراتـیک خلـق] باستمی ها از افتخارات فـرمانروایی داکتر نجیـب الله ست.» حسن شرق زیــاتـوي چې« در جرګه وسیع مردم هزاره به کابل که برای خود مختاری هزاره جات دائر شده بود، اشتراک نـموده بـودم…. سلیمان لایق ضمن خطابهٔ غرای خویش موافقه دولت را به تأسیس حکومت خود مختار مردم هزاره جات اعلان و خواهـش نمود تابـرادران هـزاره بـدخواهان طرح مـترقی یعـنی مجاهـدین را ازهـزاره جات اخراج نمایند.»  ۳۲۲-۳۱۴ مخونه.

 ۱۹۸۸ اپریل =۲۷ غویی/ ثور۱۳۶۷ : د جشن په ورځ په کابل کې بم و چاوده.

ډاکترشـرق دوه ورک نومه اتـلان را پیـژني: جنرال  خلیل چې د خاد( د دولتي امنیت د خـدماتو یعـنې استخباراتو) مرستیال، د ګوند د مرکزي کمیټې غړی او په اردو کې د کشف رئیس و، اوډګـروال تاج الـدیـن چې د اردو د اوپـراسیون رئیس و. دواړه د شوروي جنرالانو او د خلک د ګوند د پرچم د څانګې  د مشرانو اعتمادی ملګري وو. خو دواړو به د شوروي پوځونو د بریدونو اطلاع مخکې له مخکې د مجـاهـدینـو سره شریکـوله او په دې ډول به یې د غـلـیم بریـدونه بې اثـره کول. د هغوی د هیواد دوستۍ اطلاع «از جانبی بدکرداری بدسرشتی وطن نداشته ای بی ایمان (ازجمعیت اسلامی) به اطلاع شوروی ها رسانده می شود. در نتیجه حکم محکمه انقلابی به اعـدام آنها و چهار نفر همکار اوشان از ضابـطان جوان و بهترین سرسپـرده ګان راه آزادی بجـرم خیانت بوطن و همکاری به اشرار صادر میشود و در یکی از شب های تابستان     ۱۳۶۳ [۱۹۸۴] همه را چشم بسته تـیرباران می کـنـند.» ۳۳۰ مـخ.

[ ښایی جنرال خلیل د مُلا عبدالحمید غـزنـوی لمسی و چې په ۱۹۱۹ کې یې د انګـریزانو په ضد پاڅون کې برخه اخیستې وه. میر غلام محّمدغـبار، افغانستان در مسیر تاریخ، لومړی ټوک، ۷۶۳ مخ.] – ځیرکیار

د شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وروستني وزیر ایدوارد شیوارنادزی(۱۹۹۱-۱۹۸۵) د خپلو افغانی ملګرو ولسمشرډاکتر نجـیب او صدراعـظم سلـطان علی کشتـمند سره د هـمدردۍ [او د راتلونکې روسیې د امنیت] لپاره د شمالي او سهـیلی افغانستان پلان رامنځته کـړ او «عـملاَ» په کابل کې د افغانستان له مرکزي حکومت نه نهه ولایتونه د افغانستان په شمالي حکومت کې تنظیم شول چې مرکز یې مزارشریف و. نجیب الله مسیرچې د خلکو د دموکراتیک ګوند د مرکزي کمیټې غړی و، د شمالی افغانستان د صدراعظم د کفیل په څیر وټاکل شو، د وزیرانو شپاړس کسیزه کابینه جوړه شوه او په مزارشریف کې يې کار پیل کړ.«به شوروی ها که هیچ امیدی برای بـقای حکومت کابل …نمانده بود، از ترس اینکه مبادا» په پیښور او ایران کې فعال اسلامي تنطیمونه غبرګ شي، نو له دغه ډاره یې  روغه وګڼله چې له افغانستان نه په بشپـړ ډول د خپلو قواو په ویستلو سره دې د کابل حکومت مزارشـریف ته ولـیـږدول شي. له دې لارې به د افغانستان په سهیل کې پاتي ولایتونه جهادي تنظیمون ته ورسـیـږي، او په دې ډول به افغـانـستان د کوریا، ویټنام، یمن او المان په برخه لیک اخـتـه شي. همـمهال شورویانو خپلو افغانی دوستانو ته سپارښتنه کوله چې له افغانستان  نه بهـر او دنـنه دې، د ناپـیـیلو افغانـانو سره د منځمهالي حکومت  په رامنځته کـولو خبـرې و شي – تر هغه چې د انتخاباباتو له له لارې «حکومت مردمی» په پښو ودریـږي. ۳۴۳-۳۴۲ مخونه.

[ د ټول افغان ملت لپاره به ګټوره دا وای چې مجاهدینو د ځان په ځای یو ناپـیـیلی، پـوه او پـه  افغانستان او نړۍ کې په نیک نوم پیـژنـدل شوی شخصیت (پخوانی پاچا محّمد ظاهر شاه، ډاکتر محّمـد یوسف، ډاکتر عبدالصمد حـامـد، ډاکتر عـلی احمـد پـوپل، سـید شمس الــدین مجـروح، … عـبدالـرحمن پـژواک) د یـوې منځمهاله دورې لپاره د ملګرو ملتـونـو پـه هـمکارۍ غـوره کـړی وای! ]- ځیرکیار

انسان دوه څڼـډیز پیدایښت دی: یوه څڼـډه یې حـیوانـي او مـادي ده او بـله یـې معـنوي او روحـاني . انسان د نورو څارویوپه څېر ویدېدا(خوب) او خوراک او څښاک ته اړتیا لري، ماشومان زېـږوي، او دغړو وظیفې یې د نورو څارويو په شان دي.  انسان د نورو څارویو په څېـر بیولوجیک څاروی نه دی. بلکې انسان په وینا غښتلی دی، تاریخي ژوی دی، فکري ژوی دی ، ټولنیز ژوی دی او عـقیدوي ژوی دی! انسان په ټولنیز-بشري چاپېـریال کې ژوند کوي، اخلاق لري فکر لري، د خپلوۍ او دوستۍ په نعمت غښتلی دی ، د ښکلا احساس لري او د عـقیدې او نظریې څښتن دی! خو د انقلابیـانو تجربه ښئ چې هغوي د انسان دوه څـڼـډیز حالت (مادي [کور،کالي، ډوډۍ] او معنوي/دیني عـقیدې) ته کره پاملرنه نشي کولی. انسان هغه شان چې مادي موجو دی، معــنوي موجود هم دی.خـو ښيـګري انـقلابچیان (اخوانیان،طالبان) په دې پسې ملا تـړي چې  انسان د فـرښـتې مقام ته جګ کړي. دواړه (دیني او مترقي) افراطي ډلې باید له اعـتدال نه کار واخلي او خپل ولس او خپل هېـواد د تعصب خوراک نکړي! افـراط په خوراک کې هم ضرر رسوي او په عقیده او مفکوره کې یې هم رسـوي!

د نړۍ نامتو فزیکپوه البرت آینشتاین ( ۱۸۷۹ تر ۱۹۵۵زییز) ویلي وو: «که غواړئ چې ماشومان مو زیرک وي، افـسانې ورته ولولئ. که غـواړئ چې هغوی ډېـر زیـرک وي، ډېـرې افـسانې ورته ولولئ.» ما تاسې درنو لوستونکو ته یو افسانه وړاندې کړه چې په افغانستان کې تر دې ګړۍ روانه ده.