ایپي فقیر د ازادۍ د لاري ستر مبارز!
عبدالباري جهاني
ایپي فقیر( میرزا علي خان) په یوه حساب په ۱۸۹۷ میلادي او په بل حساب په ۱۹۰۱ میلادي کال کي په شمالي وزیریستان کي، د توچي درې د ایپي په کلي کي، په یوه روحاني او متدینه کورنۍ کي دنیا ته راغلی دی. دوولس کلن وو چي پلار یې ارسلا خان وفات سو. په حکومتي او مذهبي ښوونځیو کي تر لومړنیو زده کړو وروسته يې ډېر ژر د انګرېزي استعمار پر ضد تبلیغاتي مبارزه پیل کړه او د عمر له پوخوالي نه مخکي حج ته ولاړ؛ له دغه امله د سیمي خلکو د عمر ترپایه حاجی صاحب باله. ایپي فقیر، په سیمه کي، یو له هغو استثنایی مبارزینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري د انګرېزي استعمار، او د پاکستان له جوړېدلو څخه وروسته، د هغوی د لاس کښېنولي حکومت، سره مخالف پاته سو او یو له هغو د ګوتو په شمېر مجاهدینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري یې له هیڅ قدرت سره داسي سودا ونه کړه چي د ده خپلواکی ته لږ ترلږه زیان ورسوي.
ایپي فقیر د ډېري ځوانۍ څخه په دې پوهېدی چي د انګرېزانو پر ضد یوازي تبلیغات کافي نه دي او یوازي په دغه وسیله انګرېزان له خپلي سیمي او د ټول هندوستان څخه نه سي شړلای او د هغوی پر ضد باید وسله وال جهاد پیل سي؛ خو د وسله وال جهاد د پیل کېدلو لپاره یې یوې انګېزې ته اړتیا درلوده. دا انګېزه هغه وخت برابره سوه چي د ۱۹۳۶ کال د فبروري په میاشت کي په بنو کي د لاپي په نوم یوه هندواڼۍ نجلۍ د سید میر نور په نوم یوه ځوان په کور ننوتله او مسلمانه سوه. د سیمي اوسېدونکو مسلمانانو د هغې نوم اسلام بي بي کښېښود؛ او د نجلۍ کورنۍ او په بنو او شاوخوا سیمو کي اوسېدونکو هندوانو د انګرېزانو حکومت ته عریضه وکړه. هغوی ولیکل چي دا نجلۍ په عمر ډېره کشره ده او باید چي بیرته خپلي کورنۍ ته وسپارله سي. انګرېزانو هم د هندوانو عرض ومانه او نجلۍ یې په وچ زور د سید امیر نور له کوره وایستله او خپلوانو ته یې تسلیم کړه.
ایپي فقیر دا کار د اسلام د ټولو احکامو په خلاف او د مسلمانانو او سیمي په چارو کي د انګرېزي استعمار، غیر عادلانه، مداخله وبلله او د انګرېزی استعمار پر ضد یې ، یوازي د بنو په سیمه کي نه بلکه، په ټول هند کي د جهاد اعلان وکړ. د وزیریستان خلک، چي د ډېره وخته داسي یوه ږغ ته منتظر ول، سمدستي د هغه تر بیرغ لاندي راټول سول او د انګرېزانو پر پوځي او ملکي مرکزونو او د هغوی پر طرفدارو خانانو او ملکانو باندي یې حملې پیل کړې.
د ایپي فقیر د تحریک اوازې په ټوله پښتونخوا او برټانوي هند کي خپرې وې او ان په برلین، لندن او پترسبورګ کي مطرح وو، مګر د عملیاتو سیمه یې، د پښتنو د ډېرو نورو تحریکونو په څېر، تر ډېره ځایه، یوازي د وزیریستان په علاقه کي محدوده پاته سوه. حتی مشهور مذهبي او قومي مشر د ترنګزیو د حاجی صاحب زوی پاچاګل صاحب او د پښتنو ستر مشر پاچاخان یې هم ملاتړ ونه کړ. البته د دې معنی دا نه ده چي دې مشرانو له ایپي فقیر سره مخالفت درلود او یا یې د هغه په شخصیت کي کوم سوال درلود، بلکه خبره د ایپي فقیر د مبارزې، د هغه د عملیاتو د سیمي او جهادي عملیاتو د طرز وه چي په تېره بیا د پاچا خان د عدم تشدد له پروګرام سره یې سر نه خوړ.
په ۱۹۳۷ میلادي کي، چي د ایپي فقیر جهادي عملیات په زور کي ول، پاچاخان کراچي پریس ته په یوې مرکې کي د ایپي فقیر د عملیاتو په باب وویل چي «هغه فقیر نه دی. هغه د خپلي سیمي یو دولت مند سړی او تعلیم یافته خان دی. هغه یو وطن پال دی او په خلکو کي د ډېر لوی نفوذ څښتن دی. هغه غواړي چي خپل وطن آزاد کړي او چي تر څو پوري خپل هدف ته رسېدلی نه وي کرار نه کښېني. ځینو حلقو، د خپلو ګټو لپاره، هغه د یوه بنسټ پال ملا په څېر معرفي کړی دی، او غواړي، په دې توګه، ایپي فقیر او د هغه پیروان بې اعتباره کړي او نړۍ ته وښيي چي دا یو څو بنسټ پالي دي چي دا ټولي ستونزي یې منځته راوړي دي» Abul Ghafar Khan P 219
ایپي فقیر، په هغه وخت کي، د قبایلو په یوه قومي جرګه کي پر وضع باندي رڼا واچوله او وې ویل چي سړي تښتوني، د اورونو اچول او لوټ او تالان د دوی کار نه بلکه د څو بې لارو کسانو کار دی؛ او هندو مشران کولای سي چي د پښتنو قبایلو د اوسېدني سیمو ته خپل هیات واستوي او هر څه له نیژدې وګوري. ده وویل تر کومه ځایه چي په ده اړه لري، د دغه راز جنایاتو سره سخت مخالف دی؛ ځکه چي دغه ډول اعمال دی او د ده طرفداران بد ناموي. فقیر ایپي وویل چي دی به دغه بې لاري سوي کسان ونیسي او ټول به په سزا ورسوي. هغه کتاب ص ۱۲۳
د فقیر ایپي حملو ورځ تر بلی ځکه زور اخیستی چي د انګرېزانو د ادارې او د هند د خاوري د اشغال پر ضد د څه باندي سلو کالو راهیسي تبلیغ کېدی، له هغوی سره د پښتنو وړې او لويي جګړې رواني وې؛ او د قبایلو خلکو هر وخت له هغوی سره د جهاد لپاره په یوې پلمې پسي کتل. یو ځل خو یې په دریو ورځو کي انګرېزي قواوو ته سل تنه تلفات ورسول. وزیر، مسعود، بيټني، د افغانستان اوسېدونکي پښتانه ټول د ده لپاره یو اولس او د عملیاتو یوه سیمه وه. په هر ځای کي چي به د انګرېزي قواوو حملې زیاتي سوې ایپي فقیر به په بل ځای کي د جنګ اور بل کړ. فقیر ایپي هره ورځ خپلو جنګي تاکتیکونو ته تغییر ورکاوه. د جنګ لوی او عمومي قوماندان پخپله ايپی فقیر وو. فقیر به کله کله لويي حملې کولې او کله کله به یې وړې ګیریلايی حملې کولې او دښمن ته به یې هره ورځ هم تلفات رسول او هم یې امنیتي ستونزي ورته پیدا کولې. The Frontier PP 273-274
د فقیر ایبي په ویناوو کي دونه زور او تاثیر موجود وو چي نه یوازي یې ځوانان او په عمر پاخه خلک د انګرېزانو سره جهاد ته تحریکول او یو ځل خو یې د قبایلي لښکرو شمېر پنځو زرو تنو ته ورسېدی، بلکه د هغوی په پوځ کي برتۍ سوي پښتانه عسکر یې د هغوی له پوځي خدمت څخه خپلو جنګي سنګرونو ته راوستل. د ۱۹۳۷ کال د فبروري د میاشتي پر شپږ ویشتمه یې د جمعې د ورځي په لمانځه کي په یوه احساساتي مذهبي وینا کي له خلکو او ملکانو څخه وغوښتل چي د انګرېز خدمت او مزدوري پرېږدی او وې ویل چي د هغو کسانو چي د انګرېزانو خدمت کوي او د هغوی تنخواوي خوري د جنازې لمونځ نه کېږي. د هغه د وینا څخه لږ وروسته نه یوازي ډېرو زیاتو پښتنو د انګرېزانو عسکري خدمت پرېښود او د فقیر ایپي مورچلونو ته ورغلل، بلکه د وزیرو او مهسودو ډېرو زیاتو ملکانو او خانانو د انګرېزانو تنخواوي پرېښودلې. انګرېزانو د فقیر له هغي وینا څخه وروسته د هغه پر سنګرونو او د طرفدارانو پر کلیو او بانډو باندي حملې سختي کړې خو توري خېل وزیر یې دې ته رانه وستل چي فقیرايپي د خپلي سیمي څخه وباسي. هغه کتاب ص ۲۷۴
ایپي فقیر په داسي وخت کي د انګرېزانو پر ضد د جهاد ږغ پورته کړ چي په اروپا کي د دوهم نړی وال جنګ د پیل کېدلو آوازې خپرې سوي وې او انګرېزان په اروپا کي له ستونزو سره مخامخ ول. د ایپي فقیر لښکروپر انګرېزانو باندي په وړو او لویو حملو کي د هغوی پوځي قواوي په څو جبهو کي په جنګي عملیاتو کي را ګیر کړي وې. یو ځل خو نیژدې وو چي د وزیرو د جنګي عملیاتو لمنه د افغانستان جنوبي سیمو ته هم پراخه سي، چي صدراعظم هاشم خان یې په ډېره سختي مخه ونیوله. د وزیرو لښکرو په عامه نارې وهلې چي د افغانستان حکومت له انګرېزانو سره د هغوی د جهاد په مخ کي خنډونه اچوي او د کابل د حکومت وار به هم یوه ورځ را ورسېږي.
د ۱۹۳۷ کال په پای او د ۱۹۳۸ په سر کي د فقیر ایپي عملیاتو دونه زور اخیستی وو چي انګرېزانو په سیمه کي د ښورښونو د کرارولو لپاره څلوېښت زره جنګي قواوي اچولي وې.
د انګرېزانو پوځونو بالاخره د هوايي قواوو څخه کار واخیست؛ خو دې بمباریو د فقیر ایپي د لښکرو پر ځای زیاتره ملکي خلکو، ښځو او ماشومانو ته ډېر زیات مالي او ځاني تلفات واړول او خلک یې د انګرېزانو مخالف کړل. فقیر ایپي د همدغو بمباریو په وخت کي د انګرېزانو پر عسکرو داسي حملې وکړې چي هغوی یې پر شا تګ ته مجبور کړل او د داتاخېلو لویه پوځي اډه یې محاصره کړه. د داتاخېلو د پوځي اډې په څېر لويي قوې محاصره کولو انګرېزانو ته د فقیر ایپي پوځي مهارت او ښه قومانداني ثابته کړه. نبرد افغاني ستالین ص ص ۲۸۸ـ ۲۹۰
د وزیریستان جګړې ډېر ژر د نړی والو توجه ور واړوله او په ۱۹۳۸ کال کي اروپايي هیوادونو پر هغه سیمه باندي د انګرېزانو وحشیانه حملې او پر کلیو او بانډو باندي بمبارۍ په کلکه وغندلې. انګرېزانو له اروپايي هیوادونو سره ژمنه کول چي نور به پر وزیریستان باندي بمباری نه کوي مګر بیا یې هم بمباریو ته دوام ورکاوه. البته دې بمباریو هم د فقیر ایپي حملې سستي نه کړې. هغه تر هري هوايی حملې وروسته خپلو عملیاتو ته زور ورکاوه او انګرېزي قواوو ته یې تلفات اړول.
د ۱۹۳۸ کال د جولای پر دیرویشتمه د فقیر ایپي او د هغه د مسعود قبیلې ملګري شېرعلي پوځیانو د بنو پر ښار باندي حمله وکړه او ښار يې ونیوی. په شمال غربي صوبه کي، د جنګونو په ترڅ کي، دا لومړی ځل وو چي پښتنو یو لوی ښار د انګرېزي قواوو څخه ونیوی. دې عملیاتو فقیر ایپي په ټوله اروپا کي مشهور کړ. سره له هغه چي د انګريزانو د تازه دمه قواوو د را رسېدلو سره فقیر ایپي خپل لښکر غرونو ته پورته کړل خو د شېرعلي قواوو، دوې میاشتي پر له پسې، پر انګرېزانو باندي حملو ته دوام ورکړ. هغه کتاب ص ص ۲۹۰-۲۹۱
فقیر ایپی د نادر خان او د هغه د وروڼو د حکومت سره سخت مخالف وو. هغه په دې عقیده وو چي نادرخان د انګرېزانو په مرسته قدرت ته رسېدلی دی. فقیر ایپي په ښکاره د اعلیحضرت امان الله خان د بیرته پاچا کېدلو لپاره، چي ده د انګرېزانو پر ضد د یوه غازي په سترګه ورته کتل، تبلیغ کاوه. په کابل کي د هاشم خان حکومت د فقیر ایپي تبلیغاتو او روحاني او پوځي نفوذ سخت وارخطا کړی وو او له بلي خوا د سلیمان خېلو کوچي قبایلو چي پر خپلو مالونو باندي د حکومت له خوا د وضع سویو مالیاتو له امله په غوسه وه، د فقیر ایپي سره مالي او پوځي مرستي کولې او د کابل حکومت، له دې وېري چي هسي نه په مقابل کي یې د غلجیو عمومي پاڅون پیل سي، د انګرېزانو څخه د مرستو غوښتني کولې. انګرېزانو یو ځل شاه محمود خان ته، د قبایلو د ښورښونو د ځپلو او کرارولو لپاره اته میلیونه افغانۍ ورکړې؛ خو شاه محمودخان یو نیم میلیون افغانۍ ولګولې او نوري پیسې یې په جېب کي واچولې. هغه کتاب ص ۳۲۹
په دغو شپو ورځو کي سعید ګیلاني، د آلمان په تحریک، د قبایلو سیمو ته ورغی او د ښورښ اور یې لا هم تازه کړ. المانیانو فکر کاوه چي فقیر ایپي به په خپله خوښه له هغه سره همکاري وکړي ځکه چي دواړو کسانو لږترلږه د اعلیحضرت امان الله خان په باره کي مشترک نظردرلود؛ خو فقیر ایپي تر هغه ډېر هوښیار وو چي سعید ګیلاني یا شامي پیر، چي مستقیما د المان له خوا هغي سیمي ته لېږل سوی وو، د خپل رهبر په حیث ومني او یا همکاري ورسره وکړي. ځکه چي فقیر ایپي د هیچا مستقیمه قومانده نه منله. د افغانستان حکومت انګرېزانو ته اخطار ورکړ چي که شامي پیر له قبایلي سیمي څخه، چي ډېر زیات غلجي قبایل ورسره یو ځای سوي وه، ونه باسي نو له هغه هیواد سره به ډیپلوماټیک اړیکي وشلوي. انګرېزانو نه غوښتل چي په اروپا کي پر دونه سختو جنجالونو برسېره ځانته د افغانستان په څېر حساسه سیمه کي جدي ستونزي پیدا کړي. شامي پیر ته یې پنځه ویشت زره پونډه ورکړل او هغه یې په خپله خوښه بغداد ته واستاوه.
د ۱۹۴۰ کال د جولای د میاشتي پر دوولسمه شاه محمودخان خوست ته ولاړ او هلته یې د آزادو قبایلو له استازو سره وکتل. هغوی ژمنه وکړه چي پر افغانستان باندي د شوروي د سرو لښکرو د یرغل په صورت کي به افغانستان ته اویازره پوځیان ورکوي. په زړه پوري خبره دا ده چي د پوځي او مالي مرستو دا وعده باید شاه محمود خان د قبایلو له مشرانو سره کړې وای ځکه چي هغوی عملاً د انګرېزي استعمار سره په جګړه لګیا ول. په هر صورت د آګست په میاشت کي د قبایلو شپږ پنځوس استازي د صدراعظم هاشم خان په بلنه، د افغانستان د استقلال په جشن کي د برخي اخیستلو لپاره کابل ته راغلل. په دې مراسمو او خبرو کي فقیر ایپي هم برخه درلوده. هاشم خان د پښتنو قبایلو مشرانوته ډېرقېمتي سوغاتونه او پیسې ورکړې، او هغوی هم ژمنه وکړه چي پر انګرېزانو به حملې بندوي. هاشم خان ښايي غوښتل چي فقیر ایپي ونیسي او انګرېزانو ته یې وسپاري او له هغوی څخه ښه انعام تر لاسه کړي. خو فقیر ایپي، په داسي حال کي چي هاشم خان ته یې هر ډول وعدې ورکړې او حتی له انګرېزانو سره یې د همکاری کولو ژمنه ورسره وکړه، په پټه له کابل څخه وتښتېدی او وزیریستان ته ولاړ او بیا د عمر تر پایه د کابل له حکومت سره مستقیمو خبرو ته حاضر نه سو. هغه کتاب ص ص ۳۳۰-۳۳۲
د ۱۹۴۱ کال په پسرلي کي په کابل کي د ایټالیې سفیر کواروني د جرمني له سفیر څخه څو ځله وغوښتل چي د قبایلو سره د مالي مرستو په برخه کي همکاري ورسره وکړي او له فقیر ایپي سره د مالي مرستو په برخه کي ونډه ورسره واخلي. د همدغه کال د مې په میاشت کي د جرمني استخباراتي استازو برلین ته رپوټ ورکړ چي د فقیر ایپي سره یې د باور وړ تماسونه ټینګ کړي دي. د لومړي ګام په توګه ، باید فقیر ایپي ته د میاشتي لس زره پونډه رسېدلي وای، څو هغه د انګرېزانو په مقابل کي د جګړو په وخت کي کار ورڅخه اخیستی وای. ضمنا د جرمني د خارجه وزارت یوه مامور وایزیکر په برلین کي عبدالمجید زابلي ته وویل چي جرمني له افغانستان څخه هیله لري چي د آزادو قبایلو سیمي ته د یوه راډیو سټېشن د رسولو، د کابل په راډیو کي د خپرونو د اجازې ورکولو او آزادو قبایلو ته د وسلو او مهماتو د وړلو په برخه کي له جرمني سره مرسته وکړي. مجید زابلي د هغه خبري واورېدلې مګر دونه یې ورته وویل چي قبایلو ته د وسلو وړل له خطره خالي کار نه دی او احتمال لري چي دا وسلې د داسي کسانو لاسونو ته ولوېږي چي د ټولو په تاوان وي. Afghanistan Foreign Affairs P 250
ضمناً په کابل کي د ایټالیې د سفارت یوه سکرټر اینزیلوټي وزیریستان ته یو پټ سفر وکړ او هلته یې د فقیر ایپي سره وکتل. فقیر ایپي ته یې د جرمني او ایټالیې د حکومتونو، هر یوه له خوا، اتیا زره افغانی ورکړې او ژمنه یې ورسره وکړه چي په هرو دوومیاشتو کي به پنځه ویشت زره پونډه مرسته ورکوي؛ له هغو پیسو څخه اینزیلوټي دوولس زره پونډه فقیر ایپي ته ورکړې. اینزیلوټي خپل سفارت ته رپوت ورکړی وو چي فقیر ایپي په خپل کمپ کي د دوو اروپايی سلاکارانو د منلو سره هم موافقه کړې ده. هغه کتاب ص ۲۵۱
ایپي فقیر انزیلوټي ته وویل چي د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره ډېرو زیاتو پیسو ته اړتیا لري. ایټالویانو هغه ته ډېري زیاتي پیسې نه سوای ورکولای نو د جرمني سفارت هغه ته یو نوی پېشنهاد وکړ: فقیر ته به په دوو میاشتو کي د پنځه ویشتو زرو پونډو پر ځای د کوچنیو جنګونو په بدل کي په میاشت کي درې سوه زره روپۍ او که یې په نورو سیمو کي هم جګړې پیل کړې، شپږ سوه زره روپۍ او که یې د شمال لوېدیځو سیمو په ټولو قبایلو کي یو عمومي پاڅون پیل کړ نو د میاشتي به نهه سوه زره روپۍ ورکولي کېږي. The Emergence of Modern Afghanistan PP 384-385
جرمنیان خو د انګرېزانو او متحدینو په مقابل کي په خپلو فتوحاتو دونه مغرور سوي ول چي کله په کابل کي د ایټالیې سفیر کواروني په شمال لوېدیځو قبایلو کي د یوه عمومي پاڅون د پیل کېدلو طرح وړاندي کړه، نو د جرمني اعلی قوماندانی دا طرح ځکه رد کړه چي ویل یې برټانیه بې له هغه هم په جنګ کي ماته خوري نو موږ باید په منځني ختیځ یا هند کي د سپین پوستانو حیثیت او اعتبار نور را ټیټ نه کړو. هغه کتاب ص ۳۸۵
جرمني و پتېیله چي له فقیر ایپي سره، چي استخباراتي نوم یې اورخوړونکی ورکړی وو، مستقیما خپل تماسونه ټینګ کړي؛ او د دغه مطلب لپاره یې د خپلي استخباراتي ادارې دوه مامورین له پیسو او وسلو سره د وزیریستان پر لور واستول. هغه دوه تنه په لار کي د افغانستان د پوځي ګزمې سره په ډزو کي وویشتل سول، یو یې ووژل سو او بل یې ټپي سو. دافغانستان ګزمې له هغوی سره وسلې او مهمات او نغدي پیسې ، چي دوی فقیر ایپي ته وړلې، پیدا کړې. دواړو هیوادونو اعلان وکړ چي دا یوه غم لړلې پېښه وه. هاشم خان د جرمني سفیر ته وویل چي د آزادو قبایلو سره د تماس ټینګولو او په هغه سیمه کي د فعالیت کولو په برخه کي له احتیاط څخه کار واخلي ځکه د هغوی ډېر محلي جاسوسان د انګرېزانو څخه هم پیسې تر لاسه کوي او په یوه وخت کي د دواړو قدرتونو لپاره کار کوي. هاشم خان د جرمني سفیر ته وویل چي افغانستان د دوو لویو قدرتونو، روسیې او برټانیې، په منځ کي پروت دی او د یوه په مقابل کي هم له خپل ځان څخه دفاع نه سي کولای. که هر وخت د جرمني لښکري د افغانستان پولو ته را ورسېدلي نو افغانستان به د جرمني طرفداري وکړي او بې طرفي به پرېږدي. Afghanistan Foreign Affairs PP 251-252
ایپي فقیر د کابل څخه په پټه تښتېدلو څخه وروسته د انګرېزانو پر ضد جګړه کي یوه شېبه هم ارام ونه کړ. هاشم خان او انګرېزانو دواړو د هغه د پاڅون له کرارولو سره حیاتي علاقه درلوده. ایپي فقیر د دوهم نړۍ وال جنګ په یوه حساسه مرحله کي د انګرېزانو سره جنګ پیل کړی وو، او د هغوی لپاره په دغه وخت کي د سرحدي قبایلو هر ډول ناکراري، په داسي حال کي چي د هند په دننه کي هم د خپلواکی تحریک ورځ په ورځ زور اخیستی، خطرناک ثابتېدی. هاشم خان ځکه د ایپي فقیر څخه په وېره کي وو چی یو خو هغه په څرګنده د اعلیحضرت امان الله خان د بیرته پر تخت کښېنولو تبلیغ کاوه او د بلي خوا داسي آوازې خپرې سوي وي چي ایپي فقیر د شوروي اتحاد څخه وسلې او پیسې تر لاسه کوي او شورویان غواړي چي د هغه او نورو آزادو قبایلو په وسیله پر هند باندي حمله وکړي او ایپي فقیر د آزادو قبایلو والي کړي. هاشم خان د ایپي فقیر د کرارولو او د ځان د طرفدار کولو په منظور هغه ته د روسي ترکستان د هغو ملایانو یو هیات واستاوه چي د شوروي اتحاد د قواوو څخه تښتېدلي او افغانستان ته ورغلي ول. ملایانو هغه ته یې وویل چي د لنډ مهال لپاره د انګرېزي قواوو پر ضد جنګي عملیات بند کړي. ایپی فقیر پوهېدی چي د لنډ مهال لپاره د جنګونو بندول د تل لپاره د آزادی د تحریک د کرارېدلو معنی لري، ځکه نو دا جرګه، چي په کوهاټ کي وسوه، ناکامه سوه.
له بلي خوا انګرېزانو ایپي فقیر ته ، د سولي او اوربند د ټینګېدلو په منظور، د جمعیت العلما د ګوند یو هیات واستاوه. ایپی فقیر د هیات له مشر سره ژمنه وکړه چي د ښو زیاتو پیسو په بدل کي به د جنګ څخه لاس واخلي. کله چي یې د هیات د رییس قلي خان څخه پیسې تر لاسه کړې، بیرته هغه آش هغه کاسه وه او ایپي فقیر په لاسته راوړو پیسو خپل لښکر نور هم قوي کړ. ایپي فقیر ته هم متحدینو، هم د محور قواوو هم د افغانستان حکومت او نورو هیوادونو د خپلو خپلو مقصدونو لپاره پیسې ورکولې. د وزیرو یو مهم قومي مشر په هغه وخت کي ویل چي ایپی فقیر د هر چا څخه پیسې اخلي خو د هیچا چوپړ نه کوي. د جرمني امپراطوری افغاني جګړه ۱۴۱-۱۴۲-۱۴۳ مخونه
انګرېزان له ډېره وخته په آزادو قبایلو کي د جرمنیانو او ايټالویانو فعالیتونو ته متوجه ول او د لومړي جنګ د پیل کېدلو په درشل کي یې، د هغوی د فعالیتونو د بې نتیجې کولو لپاره، د ښو ډېرو پیسو په لګولو، د جماعت العلمای اسلام بنسټ کښېښود. د دې موسسې په جوړولو کي قلي خان ډېر زیات زیار ایستلی وو او یوازي د ازادو قبایلو په سیمه کي یې نهه پنځوس ملایان استخدام کړي ول. دې ملایانو یوازي د انګرېزانو په ګټه تبلیغات نه کول بلکه د جرمني او شوروي اتحاد پر ضد د فعالیت کولو وظیفه یې هم درلوده. نبرد افغاني ستالین ص ۳۳۶
انګرېزانو یوازي د ملایانو له تبلیغاتي وسیلې څخه ګټه نه اخیستله بلکه د آزادو قبایلو د ملکانو او خانانو د رانیولو لپاره یې دومره پیسې لګولې چي د جرمني او ایټالیې لپاره یې هغي سیمي ته رسول ممکن نه وه. د شمال مغربي صوبې ګورنر کننینګهم د جنګ په کلونو کي د ټولي قبایلي سیمي دوره وکړه او ملکانو او قومي مشرانو ته یې په خپل لاس پیسې ورکولې. دا پیسې دونه زیاتي وې چي د قبایلو خلکو په عمر کي لیدلي نه وې. د دوهمي نړی والي جګړې څخه وروسته چي د انګرېزانو له خوا د لګول سویو پیسو حساب وسو نو معلومه سوه چي هغوی د دې مقصد لپاره ۳۵ میلونه روپۍ لګولي وې. دا پیسې د شمال مغربي صوبې تر دوه کلنو مالیاتو هم زیاتي وې… انګرېزانو یوازي د وزیرو په سیمه کي، چي د ایپي فقیر د جهاد او مقاومت علاقه وه، زیات وکم لس زره تنخوا خواره درلوده، چي ډېر زیات یې هغوی ته وفادار ثابت سوي ول. هغه کتاب ص ۳۳۷
انګرېزانو د دې تر څنګ په پښتني قبایلو، په تېره بیا وزیرو او مومندو باندي هم ځمکنیو او هم هوايي حملو ته زور ورکړ. دا ظالمانه بمباری، چي زیاتره تلفات یې ملکي وګړو او ښځو او ماشومانو ته اړول، له هري خوا غندل کېدلې، خو انګرېزي مقاماتو د چا په نظریاتو کي چنداني ری نه واهه او د خپلیو پالیسیو سره سم یې عمل کاوه. د هند د قانون جوړولو د مرکزي مجلس غړي او مشهور اسلامي عالم مولنا ظفر علي دغي مهمي موسسې ته په دې باب خپل پېشنهاد وړاندي کړ او وې ویل چي پر قبایلو باندي سختي پوځي حملې د آزادی د غوښتلو په لاره کي د هغوی د طبیعي حقوقو د سلبولو معني لري. ده وویل که د دغو پیسو څخه چي په پوځي عملیاتو لګول کېږي لسمه برخه خلکوته د روغتونونو او ښوونځیو په جوړولو ولګېږي نړۍ به بل رنګ ولري. مولنا ظفر علي پېشنهاد کاوه چي د سرحد درې میلیونه اوسېدونکو ته دي یوه حایله سیمه جوړه سي. فقیر ایپي ته دي اطمینان ورکړه سي چي انګرېزان له اسلام سره دښمني نه لري او د هغي سیمي څخه دي خپلي قواوي راوباسي، تاسي به وګوری چي مسله څرنګه حلېږي. هغه کتاب ص ۳۴۱
انګرېزانو د آزادو قبایلو د تحریکونو د یو مخ ځپل کېدلو او کرارېدلو سره علاقه درلوده او په دې لاره کي یې د پوځي قوت، پیسو او چلونو څخه کار اخیستی. خو د افغانستان صدراعظم سردار هاشم خان، چي د غلجیو قبایلو، په تېره بیا سلیمان خېلو او ساپیو سره ډېري ستونزي درلودلې، د وزیریستان او مومندو د تحریکونو له قوت څخه ځکه ډارېدی چي د هغوی زیات قوت د افغانستان په داخل کي د غلجیو قبایلو د قوت سبب کېدی. کله چي د مومندو یو هیات کابل ته راغی او د هاشم خان څخه یې د انګرېزانو په مقابل کي د مرستو غوښتنه وکړه نو هاشم خان نه یوازي د هغوی غوښتني ورسره ونه منلې بلکه د هغوی مشر مرام بادشاه یې، چي د انګرېزانو ډېر سخت دښمن او غښتلی قومي مشر وو، په زهرو وواژه. د جرمني امپراطوری افغاني جګړه ص ۲۶۶
هاشم خان دغه راز د وزیریستان د تحریک او ایپي فقیر زیاته کمزوري ځکه نه غوښته چي انګرېزان یې د ده له احتیاجه خلاصول او ده وخت په وخت له هغوی څخه امتیازات نه سوای ترلاسه کولای. د کابل دربار خو یو وخت دونه زړه ور سو چي سردار محمدداوود خان او د اقتصاد وزیر عبالمجیدزابلي له صدراعظم هاشم خان څخه وغوښتل چي د انګرېزانو له سفیر فریزر ټیټلر سره خبري وکړي او دا ورته ووایی چي افغانستان د آزادو قبایلو د ښورښونو په ځپلو کي مرستي ورسره کړي دي نو انګرېزان باید له افغانستان سره سمندر ته د لاري پیداکولو کي مرسته وکړي او که نور هیڅ نه وي نو تر اباسین پوري مځکي، چي ټولي پښتني علاقې دي، افغانستان ته تسلیم کړي. خو فریزر ټیټلر هاشم خان ته په تریو تندي جواب ورکړ او ورته وې ویل چي هغه باید د دښمنانو پروپاګنډو ته غوږ ونه نیسي. هغه کتاب ۱۴۶
فقیر ایپي د انګرېزانو سره د مقابلې لپاره ډېر لږ پوځیان درلودل، وسلې او مهمات یې هر وخت لږ وه ځکه چي د وسلو او مهماتو د رسيدلو تقریبا ټولي لاري د انګرېزانو قواوو نیولي وې. د جنګ په لومړیو شپو ورځو کي چي شوروي اتحاد او آلمان د مولوتوف ریبنتروپ د مشهور تړون په اساس ملګري سوي ول نو د جرمني لپاره د افغانستان تر ختیځو پولو پوري د خپلو وسلو رسول یو څه اسانه وه ځکه چي د شوروي په خاوره کي یې په بېغمه زړه وسلې او پیسې تېرولې؛ مګر د شوروي او آلمان تر منځ د جنګ له پیل کېدلو څخه وروسته، په دې برخه کي، له سختو ستونزو سره مخامخ سول. له یوې خوا د شوروي خاوره د آلمان د جاسوسانو او وسلو پر مخ بنده سوه او له بلي خوا یې ځیني هغه جاسوسان چي په افغانستان کي یې د برټانیې پر ضد ګډ عملیات ورسره کول، متحدینو ته رسوا سول او مجبور ول چي میدان پرېږدې او ځانونه پټ کړي. د المان استخباراتو فقیر ايپي ته د وسلو د رسولو لپاره یو ځل د یو عجیب چل څخه کار واخیستی او هغه دا چي د فوکس واګون موټرونو د ځغاستي د مسابقې په پلمه یې یو ټن وسلې او مهمات د ترکیې، اېران او افغانستان په خاوره کي تېر کړل او فقیر ایپي ته يې ورسول. فقیر ایپي د دې مرستو په بدل کي د جرمني او ایټالیې سره موافقه وکړه چي د برټانیې پر ضد په جنګونو کي به همکاري ورسره کوي. نبرد افغاني ستالین ص ۳۷۰
جرمني، فقیر ایپي ته ښې وسلې او پیسې ورسولې او وزیرو پښتنو د همدغو پیسو او وسلو په زور په ۱۹۴۲ کال کي انګرېزانو ته سخت تلفات او تاوانونه واړول. خو کله چي جرمني د ستالینګراډ په جنګ کي د روسانو په مقابل کي ماته وخوړه او کرار کرار یې قوت مخ په کمزوري کېدلو سو نو جرمني هم نور نه سو کولای چي د آزادو قبایلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. البته فقیر ایپي داسي یو سړی وو چي د انګرېزي استعمار سره یې د زړه له کومي بدي وه او د هغه په مقابل کي یې د هر چا مرستي منلې؛ ځګه چي له بهرنیو مرستو پرته یې څه کولای هم نه سوای. خو په هیڅ توګه یې نه غوښتل چي د انګرېزانو پر ځای د یوه بل اروپايی قوت د غلامۍ کړۍ غاړي ته واچوي او نه یې خپلو پښتنو ته اجازه ورکوله چي د جرمني د ګټو د خوندي کولو لپاره ځانونه قرباني کړي.
روسی تاریخ پوه رایکوف د فقیر ایپي په باب لیکي چي د وزیرو دغه مشر د جرمني او د هغه د متحدینو په مرسته، په ډېرو لږو تلفاتو، له یوې خطرناکي مرحلې څخه راووت. خپله خزانه یې د هغوی په پیسو ډکه کړه او د انګرېزانو سره د جنګونو لپاره یې ښې وسلي تر لاسه کړې، خو د جرمني لپاره یې هیڅ داسي کار ونه کړ چي د ده د خپل مرام او برنامو سره یې سر نه خوړ. هغه کتاب ص ۴۴۷
د عمومي جنګ په وروستیو مرحلو کي، چي فقیر ایپي ته د وسلو رسول تقریبا غیر ممکن سول، بیا هم د فقیر پاڅون، په بشپړه توګه، ختم نه سو او پر انګرېزانو یې دلته هلته حملې کولې. د فقیر ایپي وزیرو لښکرو د انګرېزانو د بمباریو د لاسه سخت تلفات ولیدل. د ۱۹۴۶ کال د سپتمبر په میاشت کي، چي د هند د حکومت زیاتره چاري د کانګریس ګوند ته سپارل سوي وې، فقیر ایپي د پښتنو د یوې قومي جرګې ریاست وکړ او د وینا په ترڅ کي یې د جواهرلال نهرو ستاینه وکړه چي پر وزیریستان او نورو پښتني سیمو باندي یې د بمباریو د بندولو امر کړی دی. ده وویل چي موږ د خپل حیثیت او خپلواکی د ساتلو لپاره ډېره زیاته موده جهاد کړی دی. زموږ دښمني له انګرېزانو سره ده. موږ له هندوانو او سیکهانو سره هیڅ دښمني نه لرو. موږ هیله لرو چي د کانګریس حکومت به، چي نهرو به یې مشر وي، د ګاونډیو قبایلو سره د ورور ګلوی اړېکي ولري. ده وویل زه یقین لرم چي د پښتنو قبایلو د اقتصادي حالت د بهترولو او هغوی ته د ښووني او روزني د آسانتیاوو د برابرولو لپاره به اقدامات وسي. فقیر ایپي د مسلم لیګ هغو خصمانه تبلیغاتو ته چي د قبایلي مشرانو په باب یې کول د اشارې په ترڅ کي وویل هیڅ د حیثیت خاوند او وطن پال انسان به چي د قبایلي سیمي سره مینه لري او د اسلام په ریښتوني اهمیت پوهېږي له مسلم لېګ سره، چي د برټانیې په ملاتړ منځته راغلی او ژوند کوي، پر یوه لاره ولاړ نه سي. Abdul Ghafar Khan P 383
په ۱۹۴۷ کال کي د هند څخه د برټانیې د وتلو او د هند او پاکستان د جوړېدلو څخه وروسته هم د پاکستان له حکومت سره د پښتنو مشرانو مبارزې ختمي نه سوې او تر ډېره وخته یې دوام وکړ. ایپي فقیر یو له هغو کسانو څخه وو چي تر مرګه یې مورچل پرې نه ښود. د پاکستان مقاماتو د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان په ۱۹۵۰ کال کي بندي کړ او د پښتنو قبایلو د کرارولو لپاره یې د هغه کال د مارچ د اووه لسمي څخه د اکټوبر تر دوه ویشتمي پوري څو ځله بمباری وکړې. ځینو پښتنو په دغه وخت کي د پښتنو موقتي پارلمان جوړ کړ او ریاست یې فقیر ایپي ته ورکړ. د دې پارلمان یوه څانګه په تېرا کي وه او د اپرېدیو قبیلې رهبري کوله او بله څانګه یې په وزیریستان کي وه چي د ځينو پښتنو قبایلو یوې عمومي اسامبلی له هغې سره بیعت کړی وو. د پښتنو مشرانو د مستقل پښتونستان بیرغ پورته کړ او د پښتونستان د ملي اسامبلی اعلامیه یې خپره کړه. د دغي اعلامیې یوه کاپي یې ملګرو ملتونو ته ولېږله او یوه کاپي یې د کابل راډیو له لاري خپره سوه. هغه کتاب ص ۴۷۰
فقیر ایپي نه یوازي د نوي جوړ سوي پاکستان د حاکم ګوند مسلم لېګ سره، چي ده د انګرېزانو په لاس جوړ سوی ګوند باله، مخالفت درلود، بلکه د پاکستان له حکومت سره یې په عمومي توګه جوړه نه وه ځکه نو هغه حکومت ته تر پایه تسلیم نه سو. مګر د هغه توده مبارزه د پاکستان د جوړېدلو څخه وروسته له زوره ولوېده. یو علت یې دا وو چي هغه ته د هیڅ لوري پوځي او مالي مرستي، چي ده سخته اړتیا ورته درلوده، نه رسېدلې او په تش لاس د پاکستان په څېر منظمو او په درنو او عصري وسلو سمبالو پوځونو سره مبارزه ممکنه نه وه. د بلي خوا د پاکستان د جوړېدلو سره د ده د مبارزې شعار پخپله له زوره ولوېدی. ده چي تر دغه وخته پوري د جنګ میدان تود ساتلی وو هغه یې د جهاد په ناره ساتلی وو، خو د هندوستان څخه د انګرېزي پوځ د وتلو سره يې نور د جهاد ناره نه سوه پورته کولای. د فقیر ایپي د مورچلونو هنګامه هغه وخت بېخي سړه سوه چي د ده عمومي قوماندان مهردل د ۱۹۵۴ کال د نومبر پر څلورمه خپل ځان د بنو د پولیسو قوماندان ته تسلیم کړ. په دې توګه د وزیریستان د خلکو د خپلواکی او جهاد تحریک عملا پای ته ورسېدی. فقیر ایپي د ۱۹۶۰ کال د اپرېل پر شپاړسمه وفات سو او په ګورویخت کي، چي کلونه کلونه د ده د جهاد او سیاسي مبارزو مرکز وو، خاورو ته وسپارل سو. د هغه د جنازې په مراسمو کي دونه زیاتو خلکو برخه واخیستله چي ویل کېږي د وزیریستان په علاقه کي یې چنداني ساری نه دی لیده سوی.
په پښتني آزادو قبایلو کي د سیکهانو او انګرېزانو پر ضد قیامونو او تحریکونو څه باندي دوه سوه کاله سابقه درلوده؛ او وزیریستان یو له هغو پښتني علاقو څخه وو چي له ډېره وخته يې ډېر زیات توپکونه درلودل او دومره غرنۍ سیمه وه چي هره لوېشت یې مورچل وو. جنرال ایلیټ لیکي د پښتنو وسله د هغه توپک دی او دا دهغه تر ټولو باوري دوست او ملګری دی. ایلیټ په پښتني سیمو، په تېره بیا وزیریستان کي، د وسلو او توپکو پرله پسې زیاتېدل یو خطرناک جریان بولي او لیکي چي په ۱۹۰۲ کال کي په ټول وزیریستان کي زیات وکم دوه زره توپکونه وه خو دا شمېر په ۱۹۲۱ کال کي شلو زرو ته ورسېدی. The Frontier P 111
طبیعي خبره ده چي د فقیر ایپي د جهاد د پیل کېدلو په کلونو کي به داشمېر نور هم زیات سوی او لا به د جرمني او ایټالیې وسلې هم ورباندي اضافه سوي وي.
په وزیریستان کي د فقیر ایپي د جهاد او د انګرېزانو، او وروسته لا د مسلم لېګ، پر ضد د جګړې د زور اخیستلو او لومړیو بریالیتوبونو اصلي علت د هغه پاک او روحاني شخصیت او نه ماتېدونکې اراده وه. که د وزیرو په سیمه کي بل هر خان او نواب د انګرېزانو پر ضد د جهاد ږغ پورته کړی وای نو ښايی نه یې دونه زور اخیستی او نه یې دونه دوام کړی وای. د فقیر ایپي د کراماتو په باب ډېري کیسې کېدلې او زیاتره خلک په دې عقیده وه چي پر فقیر ایپي باندي د دښمن ګولۍ اغېزه نه کوي. دا خبري خلکو ځکه منلې چي پر هغه باندي د توپونو د حملو څخه نیولې تر بمباریو او لاسي بمونو تر حملو پوري سوي او هغه له ټولو څخه ژوندی پاته سوی وو.هغه هیڅ ډول نظامي روزنه نه درلوده او د جنګ بریالي تاکتیکونه یې ټول په عمل کي زده کړي وه.
د ایپي فقیر د تحریک د ناکامی لومړنی علت دا وو چي د پښتنو نور قبایل ورسره ملګري نه سول؛ حتی پخپله د وزیرو ملکانو او خانانو هم له انګرېزانو څخه پیسې اخیستلې او د ده د تحریک په مخ کي یې خنډونه اچول.
د ایپی فقیر له تحریک سره دایمي مرستیال باید د افغانستان حکومت وای؛ هغه د ډېرو لویو قدرتونو په منځ کي ایسار وو. نه یې په دونه کمزوري ځان د دونه لویو طاقتونو سره د مقابلې توان درلود او نه په پوست پاکو کسانو څخه جوړ سوی وو. پخپله هر وخت د دسیسو ښکار وو او یوازي د خپلي بقا غم ورسره وو. همدا یوازینی لاره وه چي ایپي فقیر ته وسلې او پیسې ورباندي ورتللې؛ کله چي دا لاره بنده سوه نو د ایپي فقیر تحریک هم ختم یا دونه کمزوری سو چي نور نو حساب نه سو ورباندي کېدلای. هغه د خپل تحریک د ژوندي ساتلو لپاره دایمي عایداتي منبع نه درلوده. د عمومي جنګ په دوران کي یې د محور د قدرتونو څخه، چي د خپلو ګټو غم اخیستي ول، پیسې او وسلې ترلاسه کولې او چي څرنګه جنګ پر سړېدلو سو وسلې او پیسې هم بندي سوې.
ایپي فقیر د ډېر لوی استعماري قدرت په غېږ ورغلی وو، او داچي لا څه باندي لس کاله ورسره وجنګېدی، دا پخپله یوه معجزه او د هغه د ښو جنګي تدبیرونو او تاکتیکونو او د ده د خپل محبوبیت او د هغه د قوم د وفاداری برکت وو. موږ ولیدل چي انګرېزانو د هغه په شاوخوا کي زیات و کم لسو زرو مخبرانو او مزدورانو ته دایمي تنخواوي ورکولې او ایپي فقیر د خپل قدرت په اوج کي ایله پنځه شپږ زره لښکر برابر کړی وو. انګرېزي استعمار په اصل کي له قبایلي پاڅونونو څخه خار نه خوړ. د دې علت دا وو چي دا حرکتونه ډېر موقتي ول او ډېر ژر به یې زور له لاسه ورکاوه، ځکه چي د دوام لپاره یې هیڅ وخت دوامداره مالي او پوځي سرچینه نه درلوده او انګرېزانو به داسي وحشیانه حملې ورباندي وکړې چي سیمه به هم له وسلو او هم له پیسو خلاصه سوه. څه وسلې چي به موجودي وې هغه به د انګرېزانو د تلاښیو په اثر له لاسه ووتلې او بیا به نو اولسونه مجبور ول چي د خپل ژوند د دوام لپاره د انګرېزانو نوکرۍ ته مخه کړي.
ایپي فقیر کومه خاصه ستراتيژي نه درلوده. هغه د انګرېزي استعمار په مقابل کي جهاد پیل کړی وو او کله چي انګرېزان ووتل نو ده د جنګ د دوام لپاره قوي دلیل نه درلود. ده خلکو ته د مسلم لېګ د حکومت سر ه د جنګ کولو لپاره قناعت نه سوای ورکولای. ده د خپل حکومت د جوړولو لپاره کوم خاص پروګرام نه درلود او نه لږترلږه پښتانه قبایل او حتی ټول وزیر ورسره ملګري وه. هغو پښتنو مشرانو چي فقیر ایپي یې د خپل رييس په حیث وټاکی نه پخپله د حکومت او تنظیم د جوړولو خلک ول او نه یې د فقیر ایپي په څېر په غرونو کي د جنګ د دوام حوصله او زړونه درلودل. د ایپي فقیر تحریک د وزیرو په غرونو کي د یوې ډېوې د رڼا حیثیت درلود چي د هغې ډېوې د خاموشه کېدلو سره یې رڼا د تل لپاره ورکه سوه. د ایپي فقیر تحریک د ده خپل تحریک وو او د ده له ښخېدلو سره خاورو ته وسپارل سو. د وزیریستان په غرونو کي دې زېږېدلې، روزل سوي او جنګېدلي پښتون خپل ټول عادتونه له غرونو څخه اخیستي وه او تر مرګه نه زور او زرو له ځایه وخوځاوه او نه یې خپله لاره خوشي او یا بدله کړه.
ماخذونه:
1: Elliott, Major- General J.G. The Frontier 1839-1947 London 1968
2: Gregorian Vartan. The Emergence of Modern Afghanistan U.S.A 1969
3: Aeamec Ludwig W. Afghanistan Foreign Affairs to the Mid-Twentieth Century. U.S.A 1974
4: Tendulkar, D.G Abdul Ghafar Khan. Faith is a battle. India 1967
۵ـ تیخانوف، یوري نیکلای. نبرد افغاني ستالین. ترجمه عزیز آریانفر
۶ـ تیخانوف، یوري نیکلای. د جرمني امپراطورۍ افغاني جګړه. ژباړن محمد طاهر کاڼی. دانش خپرندویه ټولنه ۱۳۸۳