دمیرویس نیکه  جومات  مشرتابه  هیئت  د روژې  مباره کې  دلسمې  په  ویاړ  وړمه  ورځ  د حاجي صاحب  احمــد احمــدزي  ترمشري  لاندې  یوه غونډه  رابللې وه څو د میرویس نیکه  جومات لپاره  دیوې  ټوټې ځمکې  را نیولو لپاره چې لاله  پخوا په  پلان کې وه خپل ګامونه ګړندي کړي .

دیادې  چارې  دښې اجرأ لپاره لمړی  په  یو ځانګړي کمیسیون  سلا شول بیا یې نېت وکړ ، چې د مباره کې  روژې د شملې  په ویاړ  یوه نوې بانکي شمېره پرانیزي  څو دنړۍ له ګوټ ګوټ  څخه زموږ مسلمانې خویندې  او وروڼه دخپل وس په اندازه مرستې  راولیږي  چې هم  په دې عظیم اجر کې له موږ سره شریک  اوهم  زموږ چارې  کړندۍ کړي .

موږ به  انشالله  تر لسو وروځو پورې یاده بانکي  شمېره  پرانیزو او دمباره کې روژې دشلمې  په ویاړ به  یې تاسو درنو خویندو او وروڼو ته  دانترنیت  او نورو  رسنیو له  لارې  خپره کړو.

دیادولو ده  چې دمیرویس نیکه  جومات چارې سمې  روانې  اوزموږ ګرانو هیوادوالو پخپل وس کومکونه کړي چې دا به  هم  دشلمې مباره کې روژې  په ویاړ تاسو ته ابلاغ شي .

دمیرویس نیکه  جومات  ټول  غړي  زموږ له  درنوافغان  ویبپاڼو چلوونکو څخه ممنون  دي، چې زموږ  د جومات خبرتیاوې یې بې له ځنډه خپرې کړې دي الله پاک دې ټولو ته اجرونه ورکړي .

په پای کې تاسوټولومسلمانوخویندواووروڼوته بختوره روژه، دمحبت اوشفقت  رنګینه اوعاطفي دنیا غواړو.

دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت

Door Guest