بسم الله الرحمن الرحیم

 Europäisch-afghanischer Kreis für Frieden und Freiheit in Afghanistan e.V.

Friedenskongress 2012

دجرمنی دبن په ښاردسولي کنگره 2012 اکتوبر14.13

LVR – Landesmuseum Bonn

 

لکه څرنګه چه پوهیږواونړیۍ هم شاهده ده،دامریکااوناتوقواووله یولسوکلنوراپدیخوادبین المللی تروریزم په ضداودبشردحقوقوترنوم لاندی جګړه اونظامی عملیات په افغانستان کی پیل کړي دي .

دخلکو دمظلومانه وژلوترڅنګ امریکادداسی یونظام اساس کښیښوداوهغه څوک یي دقدرت په څوکیوکښینول چه ټول یی ښه پیژنی . داسی اشخاص سیاسی څیره او الګو جوړ کړل چه دسل هاووجنایاتوتر څنګ دافغانستان تاریخ به یي ترتولود تراژیدی پیشی پحیث دتاریخ په پاڼوکی ثبت کړی .

ګرانوهیوادوالو،بااحساسه اوصلح دوسته وطنوالو، څرنګه چه نه غواړي دتاسوپه شاکی دسولی دپاکی کلمی څخه ناوړه استفاده وشی،نودرته ښایی چه له وقت سره سم دسولی دحرکتونوسره ملتیاوکړی اوټول سره راټول ښي . چه دلوی خدای په یاری به یوسر تاسری افغان شموله حرکت جوړشی،چه وکولای شوپه جګړه کی ذیدخله افغانی خواوی،نړیواله ټولنه اوافغانی مدنی ټولنه متقاعده کړوچه زمونږملت سره جګړه دحل لاره نده اودسولی اومصالحی نوم لاندی ددی غیور ملت تسلیمیدل نه یوازی چه ناممکنه ده بلکه نامناسبه ده.

لازمه دا چه دافغانستان دبحران دحل لپاره دخبرواترو اودصادقانه پلټنی له لاری دسولی لپاره عملی ګامونه واخیستل شی اوبلاخره له هغوطرزالعملونواوپه تښ نوم دحل لارونه منصرف شی چه تراوسه یی زمونږوطن کی غیر له مادی اومعنوی اوانسانی تباهی څخه بله لاس ته راوړنه نلری ، اودافغانستان دسولی آوآزادی دکمسیون صادقانه ،شفافه اومنصفانه طرحه چه دخبرواترواوتفاهم له لاری دافغانستان دبحران دحل لپاره وړاندی شویده هغی ته ارج ورکړی اوورسره همکاری وکړی.

نړی ،منطقه اوزمونږولس ټول په افغانستان کی په دی انسانی اواجتماعی بحران کوم چه دتیرو یوو لسوکلونوکی جریان لری اعتراف کوی اوددی تر څنګ په بی عدالتی،فتنه  اوفساداودناټواوامریکادناتوانی په ثبوت اعتراف کوی.

همداراز ټول پوهیږوچه هیواد موپه جګړه،نا امنی،قتل وقتال،یرغل اوپراخه فسادکی خپل شپی اوورځی تیروی ، خپلواکی اوآزادی ځنی سلب شویدی .

 اوس که په دقیقه توګه دبحران دحل لپاره پراخه نظر واچوو ، دری موقف اویا دری نظریی وجود لری چه هرموقف اونظریی ځانته طرفداراوهوادارن لری .

۱ـ یوه ډله دانظرلری چه ددغو برابرشوی شرایط  اود دغه نظام ټول مخالفین  دافغانستان ددښمنانو په نامه وپیژنی او ددولت اودناتودنظامی قواووپه ذریعه حذف اونابود شی اویا هم دسولی تر نامه لاندی تطمیع اوتسلیم شی.

۲ـ بله دله پدی نظرده چه د افغانستان نظام لاسپوسی اوګوداګی نظام دی اووطن دبیګانه کفری قواولخوا اشغال شویدی چه بایددهغی په مقابل دسر،ځان اوتیګو اوډانګونوپه وسیله قیام وشی اوهمدا رازدمسلحانه جهاددفرضیت سره سم داستشهادی اوحتی انتهاری عملیاتواقدام وشی اوددغی لاری دبحران دحل مناسب اوآخرینی لیارګڼی.

۳ـ دریمه ډله په دی نظرده چه دافغانستان اونړی داوسنی حالات په نظرکی نیولوسره باید دبحران دحل اوداشغال دخلاصیدولپاره ټول معقولی لاری ولټول شی ،چه هغه کی دخبری اتری او مفاهمی له لیاری دسولی فضا برابرول اودجګړی نفی کول دی .ترڅویوه دحل مناسبه لارپیداشی اوپه هیوا کی یو دایمی اوپایداره سوله مینځ ته راشی .

بی له شکه چه افغانان اومداخله ګر هیوادونه په مستقیم اوغیر مستقیم ډول ځانونه په متذکره دریوو نظریواومواقفو کی ځانونه ځای په ځای کوی اودهغی لپاره کارکوی .

دافغانستان دسولی اوآزادی کمسیون  چه دمتذکره دریمی نظریی مبتکر هم دی ملاتړدی اوحاضر دی چه داستدلال په ذریعه له هغودوونوروافغانی ډلوسره چه دمتذکره لومړنی دوونظریوطرفداردي دتفاهم دپاره دنشست زمینه مساعده کړی اوهلته دبحران دحل معقوله اوعملی لیاری وموندی تر څوچه زر تر زر دقتل اوقتال مخه ونیول شی.

له بده مرغه دمنطقی هیوادونو اونورلری هیوادونو دخپلولنډواو اوږدوستراتیږیکو اهدافولپاره کولای شی دمتذکره نظر لرونکو افغانانونه په کلونو دجګړی اودوام سبب ګرځیدیلای ښی.

په همدی اساس امید لروچه دخپل موثر حضور په ذریعه په دغسی مجلس اوګردهم آیی کی اوداعتماد فضا درامینځ ته کولوکی اوبلآخره دبحران دحل دلاری په پلټنی کی خپل رسالت په ځای کړی اودغه د سولی حرکت دانسانی ،ملی اواسلامی اهدافو په خاطر لار ښوونه  اوملاتړ ځنی وکړۍ .

په همدی مناسبت دافغانستان دسولی اوآزادی کمسیون تاسوته بلنه درکوی چه دسولی لپاره اودجګړی ضد بین المللی کنګره کی چه داکتوبر د۱۳ او۱۴نیټه یعنی دشنبی اویکشنبی په ورځ دآلمان دبن په ښار کی دایریږی برخه واخلۍ . اودتا سوبرخه اخیستل به په دی غونده کی زمونږدملت دبرحقوخواستواوتمنیاتوپه مثابه محسوب شی .

نوت : ددغی کنګری مفصل تقسیم اوقات اودبحث اوتبصری اوویناکونکی ددی ایمیل ضمیمه تا سوته تقدیم ده.

داکتر عبدالواحد احدزاده : دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی دکمسیون مسؤل

Email :  shagnan1@yahoo.de       Tel :    0049234383691

Door Guest