بسم الله الرحن الرحیم

د افغانستان لپاره د سولی او آزادی کمیسون اعلامیه

د امریکا سره دنظامی اډو تړون لاسلیک په مقابل کی

The Commission for Peace and Freedom in Afghanistan

Kommission für Frieden und Freiheit in Afghanistan

تر هغه ځای چی امریکا او ناتو د خپل نظره د افغانستان وګړو لپاره دښه او بد برخه لیک ټاکی نو په دا یوولس کاله کی حتی ونشوکولای چی دا انګیزه پیدا کړی چی په افغانانو باندی دیرغل او جګړی نتیجی اودنړیوالی صلح په ګټه دقیق څیړنه وکړی او دافغانانو سره د هغه مشکل  حل  لپاره چی دوی پیداکړی په واقعی توګه ګام اوچت کړی ، بلکه برخلاف ادعا لری او فکر کوی چی پدی سره یی په اقتصادی او   نظامی ډګر کی دخپلو سیالو او سیمیزو رقیبانولاسونه تړلی دي هغه چی متاسفانه زمونږ په ګاونډیتوب  کی میشت دي .

امریکا په دا  اند هم ده چی  دځان اوناټولپاره د اوړو پزی په جوړولو  دکرزی او دهغه ډل ټپلی سره د نظامی اډو تړون لاسلیک کړي.

د افغانستان لپاره د سولی او آزادی کمیسون  د ټولو حرکتونو  ، تنظیمونو ،مخالف نظامی او غیر نظامی قوتونو  او دهیواد مدنی ټولنی پوه او خبیرو وګړو ترڅنګ ولاړ او دغه تړون د قوی مدارکو او کافی شواهدو لرلو سره د هیواد د جګړی او نا امنی ادامه بولی ، او  د دی برسیره دغه تړون زمونږ په ګران هیواد کی  د نوی صف بندی ، اربکی او ملیشه جوړولو او د ګاونډیوهیوادونو غچ اخیستلو لاس وهنی او مداخلی لپاره دانګیزی پیدا کولو وسیله او سبب ګڼی .

مونږ غواړو ددغه کرغیړن تړون مقابل کی د قلم څخه تر قدم پوری خپله کرکه ، مخالفت او عکس العمل په کار واچوو او خپل مخالفت د دغی اعلامیه په ترڅ کی د مطبوعاتود لاری ښکاره  اود مکتوبونو لیږلوپه ذریعه دمختلفو هیوادونو او سفارتونو  اړونده مقاماتو ته ورسوو .

  په درنښت

د افغانستان لپاره د سولی او آزادی کمیسون

18 قوس 1391 مطابق 8 دسامبر 2012

Door Guest