zarmalwal

د نن ځوانانو غورځنګ د اروا ښاد غلام محمد زرملوال تر نامه لاندې د تالیف او ژباړي د بنسټ جوړولو ژمنه ترسره کړه. دا بنسټ به راتلونکي اونۍ په کتاب ښار ( د پامیر سینما په سیمه کې ) د ارواښاد د ژوند او علمي هلو ځلو په اړه یو علمي او څیړنیز سیمنار تابیا وکړي چې له مخي به یې چاپ اثار د بیا ځلې د پاره چاپ شي او ناچاپو اثارو د چاپ د پاره به په یوه لایحه د کار لاس پوري کړي او دارنګه د ارواښاد په اړه به علمې او څیړنیزې لیکنې سر له ننه را ټولي کړي تر څو د یو یا څو عنوانه کتابونو په بڼه چاپ ته وسپارل شي … ملګري که غواړي پدې اړه د نن ځوانانو له غورځنګ سره مرسته وکړي نو کولای شي د: ۰۷۸۶۸۷۷۵۴۸ شمیرې سره اړیکې ونیسي . درنښت