بسم الله الرحمن الرحمن الرحيم

۱۳۹۱ل کال دمرغومي ۱۴مه نېټه

ژوندون تلوېزیون- کابل

z

((پښتون وژنه بس کړئ او افغان وژنه بس کړئ!)) تر سرليک لاندې د غونډې برخوالو په خپلو ويناوو کې په هر اړخيز ډول د پښتون وژنې او افغان وژنې د حالت، د عواملو د څرنګوالي او د هغو د مخنيوي پر لارو چارو هر اړخيز بحث وکړ.

د بحث د نتيجې په توګه يې ددغو لاندې محتوياتو په پام کې نيولو سره، دغه لاندې پرېکړه ليک تصويب او خپور کړ:

۱- په عام ډول پر ټولو افغانانو او په خاص ډول پر پښتنو باندې راتپل شوې غميزه او تحميل شوی ناتار، د نړيوالو، سيمه ييزو او کورنيو زنځيري توطيو زېږنده ده. پښتانه او په مجموع کې افغانان بايد په دې ټولو برخو کې ددې توطيو د مخنيوي لپاره دقيق او هر اړخيز کار وکړي.

۲- د پښتنو د موجوده رنځونو او غمونو د علاج لپاره په کار ده، چې له لرو او برو مخورو، شعوري او مفکرو پښتنو افغانانو څخه يوه افغاني جرګه جوړه شی، چې د روانې غميزې او اوږده ناورين ټول اړخونه وڅېړي او د مخنيوي لپاره يې يوه دقيقه ستراتيژي جوړه کړي.

۳- د لروبرو پښتنو له شتو امکاناتو څخه بايد اعظمي ګټه پورته شي او د غميزې پر وړاندې دې هر پښتون افغان خپل مکلفيت ترسره کړي.

۴- د افغانستان په دولت کې موجود پښتانه چارواکي بايد نور د مصلحت، مضر احتياط، ډار او وهم له وېرې راويښ او پر خپل ولس د راغلي ناتار د مخنيوي لپاره خپل دريځونه څرګند کړي.

۵- پر جمهور رئيس او نورو اړونده ارګانونو غږ کوو، چې په حکومت کې د پښتنو له استحقاق سره سم د هغو حق خوندي کړي، د شمالټلوالې او نور پښتون ضد عناصرو هغه واک بايد ژر تر ژره ختم کړي، چې اوس هم په حکومت کې د پښتنو د ټاکلو او خوښونې واک او صلاحيت له دوی سره دی.

۶- شمالټلواله او طالبان دواړه د پښتنو د ودې مخه نيسي، يوه ډله يې په حکومت کې د سياسي، ټولنيزې، فرهنګي او اقتصادي ودې مخه نيسي او بله ډله يې له حکومته بهر قومي، ديني او علمي مشران وژني او علمي مرکزونه يې تړي. هېڅوک ددې حق نه لري چې پښتانه په حکومت کې او له حکومته بهر له خپلو مدني او انساني حقوقو محروم کړي.

۷- پر نړيوالې ټولنې غږ کوو، چې د شوروي اتحاد د يرغل تجربې تکرار نه کړي، له محدودو سياسي او اتنيکي ګروپونو سره د ملاتړ له لارې، له اکثريت سره ځان په جګړه کې ښکېل نه کړي. د طالبانو غچ له پښتنو څخه وانخلي او نه هم د شوروي اتحاد تجربې تکرار کړي.

۸- په حکومت کې د پښتنو وزيرانو په ګډون، له ټولو نورو پښتنو څخه هيله کوو، چې د اساسي قانون محتويات په پام کې ونيسي، لکه څنګه چې زموږ تاجکو او هزاره ورونو ته په خپله ژبه د مکاتبې، مفاهمې او تدريس چارې برابرې دي، دوی هم تر دې زياته د اساسي قانون منځپانګه تر پښو لاندې نه کړي. د يوې طبيعي، انساني او مدني پروسې په توګه دې په پښتو ژبې د مکاتبې، مفاهمې او تدريس زمينه برابره کړي.

په پای کې له ټولو افغانانو هيله کوو، چې د عدالت د تامين په خاطر ټول په ګډه مبارزه وکړي، دايمي عدالت، د دایمي ثبات سبب ګرځي او دايمي ثبات د دایمي سولې او سوکالۍ.

په درناوي

((پښتون وژنه بس کړئ او افغان وژنه بس کړئ!))

د غونډې برخوال