د رېښتينو ژورنالېستانو د پام وړ!

اسد وحیدی

د رېښتينو ژورنالېستانو د پام وړ!1

بهرني ځواکونه وايي چې موږ په وردګو کې له ملکي خلکو سره د ناوړه چلند اسناد نه لرو. زه يې يوه مستنده بېلګه راوړم، که تاسې رېښتيا رېښتيني ژورنالېستان ياست، نو دا پېښه په خپلو رسنيو کې راوخلئ.

د تېر ٢٠١٢ زېږديز کال د ډسمبر په لسمه نېټه د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د غني خېلو په کلي کې امريکايي ځواکونه او په هغوى پورې تړلي يو شمېر غير مسوول افغان وسله وال په زور او جبر د ډاکټر سليمان زاهد کور ته ننوتل، پلار او مور يې په زور له کوره و ايستل او تر اوسه له دغه کور څخه د نظامي مرکز په توګه ګټه پورته کوي.

د رېښتينو ژورنالېستانو د پام وړ!2

د رېښتينو ژورنالېستانو د پام وړ!3

سليمان زاهد په ميدان وردګو ولايت کې په سويډن پورې د اړوندو روغتونو مسئول دى. نوموړى وايي: (( له هماغې ورځې نه تر اوسه مې ټولو اړوندو ولايتي ادارو ته مراجعه کړې، خو تر اوسه مې د دوى له خوا هېڅ کوم مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى. نه يوازې دا چې کوم مثبت ځواب مې ترلاسه کړى نه دى، بلکې ګواښل شوى هم يم. دغه راز په دې کار سره د سيمې خلک او د دولت مخالفين فکر کوي چې ما په قصدي ډول خپل کور دغو ځواکونو ته ورکړى، نو ځکه مې ژوند هم له خطر سره مخ دى.))

د سليمان زاهد سره په لاندې شمېره اړيکه نيولاى شئ او د تصويرونو په ګډون هر ډول اسناد تر لاسه کولاى شئ.

0777238294