582320_10152625534995582_2027598273_n

کانکور هغه ملي پروسه ده، چې له مخې يې د هېواد کادري بنسټ، د ځوان نسل راتلونکی او د افغانستان راتلونکی ټاکل کېږي. له بده مرغه فساد زموږ د سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوندانه د نورو برخو په څېر د کانکور ملي پروسې ته هم ورننوتی دی او سږکال په کانکور کې فساد او درغلي داسې يوې کچې ته رسېدلې، چې نور د زغم وړ نه ده. په کانکور کې درغلۍ د ځوان نسل پر روحيې، استعداد او خواريکښۍ ډېره بده اغېزه ښندلې او په هېواد کې يې د ټولنيزې بېعدالتۍ او تبعېض احساس رامنځته کړی، چې کېدای شي دا احساس او عقده د هېواد ملي يووالي ته نه جبرانېدونکی زيان واړوي.

په کانکور کې د درغليو د ثبوت لپاره ډېر شواهد شته، چې د شاوخوا پنځه سوه مواردو په اړه يې د لوړو زده کړو وزير پخپله اعتراف کړی دی. دلته يو څو شمېرې د بېلګې په توګه وړاندې کوو:

د دايکندي په وروسته پاتې ولايت کې ۷۸٪ کسان بريالي شوي، خو په کابل کې دزده کړو د ډېرو ښو امکاناتو سربېره يوازې ۱۶٪ کسان بريالي شوي دي.

په فارياب کې ۸۶٪ کسان بريالي شوي، خو د همدې زون په پرمختللي مرکز بلخ کې يوازې ۲۳٪ کسان بريالي شوي دي.

په غور کې ۶۴٪ کسان بريالي شوي، خو د همدې زون په مرکز او د هېواد په دويم درجه پرمختللي ولايت هرات کې ۲۹٪ کسان بريالي شوي دي.

له بله اړخه؛ له دايکندي څخه ۸۰۰ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي، خو د دې پر وړاندې د هېواد له ۲۸ ولايتونو څخه په مجموع کې يوازې ۷۰۰ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې ترلاسه کړي دي. همداراز د دايکندي، پروان، فارياب او غور له څلورو ولايتونو څخه ۲۰۸۵ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي دي او ډېرو لوړو پوهنځيو ته بريالي شوي، خو د دې پر وړاندې د کابل په ګډون د هېواد له ۳۰ ولايتونو څخه يوازې ۱۴۹۴ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي دي.

دغه پراخه درغلي د دې لامل ګرځېدلې چې يو زيات شمېر مستعد او خواريکښه ځوانان نه يوازې له لوړو پوهنځيو څخه محروم شي، بلکې له امله يې په لسګونو زره کسان بې سرنوشته شوي اوحتی يو شمېر ځوانانو له ډېرې ناهيلۍ د ځانوژنې هڅه کړې او په خواشينۍ سره چې په ميدان وردګ ولايت کې يوه ځوان له همدې امله خپل ژوند له لاسه هم ورکړی دی. له بلې خوا هغه سيمې چې وارد مخه جګړې ځپلې او د زده کړو بهير يې ډېر ټکنی دی، د کانکور درغلۍ د دوی پر تعليمي بنسټونو د دښمنۍ يو بل ګوزار بلل کېدای شي.

څرنګه چې د ظلم او بېعدالتۍ پر وړاندې چوپتيا د ايمان زيان دی، موږ لاريون کوونکي نه يوازې د کانکور اعلان شوي پايلې نه منو، بلکې د درغلګرو د رڼې محاکمې غوښتنه کوو.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت له ولسمشر، ملي شورا او سترې محکمې څخه موږ په کلکه غوښتنه کوو، چې:

۱ – د کانکور پايلې دې ټولې باطلې اعلان شي.

۲ – د لوړو زده کړو وزير او د کانکور د چارو نور مسوولين دې سمدستي له دندو لرې شي او درغلګر دې محاکمه شي.

۳ – د کانکور د ازموينو واک دې له لوړو زده کړو وزارت څخه واخېستل شي او يوې مستقلې ملي کمېټې ته دې وسپارل شي.

۴ – په راتلونکې کې د بېعدالتۍ د مخنيوي لپاره دې تحصيلي سهميه د ولايتونو د نفوس پر بنسټ ووېشل شي او د هغو زده کوونکو لپاره چې تعليمي سويه يې د نورو په پرتله ټيټه ده، د آمادګۍ پوهنځي جوړ شي.

که چېرې په يوه اونۍ کې د ننه د کانکور له درغليو ډکې پايلې باطلې نه شي او د لوړو زده کړو وزير له دندې لرې نه شي، نو موږ لاريون کوونکي به د ملي شورا مخې ته تحصن کوو، د لوږې پر اعتصاب به لاس پورې کوو او خپل لاريونونه به دهېواد نورو ولايتونو ته وغځوو.

په درنښت

ځوان ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه