د ولسي جرګې د پرېکړې اړوند
د ځوانو ملي خوځښتونو اعلاميه

پرون ولسي جرګې د لوړو زده کړو وزير په کانکور کې د درغليو په اړه د استجواب لپاره وربللی و. زموږ له پخواني اټکل سره سم، له بده مرغه د ولسي جرګې دريځ د دغې مهمې ملي مسألې پر وړاندې ډېر کمزوری و او يوازې يې مسأله له خپله سره تېره کړه. څرنګه چې په کانکور کې د پراخې درغلۍ مسوولين د لوړو زده کړو وزارت اوسني چارواکي دي، دا ممکنه نه ده چې ټاکل شوی کمېسون د دوی له غړيتوب سره بې پرې وي او عادلانه پرېکړه وکړي. د ولسي جرګې پرېکړه به زموږ لپاره هغه وخت د منلو وړ وای چې په دې اړه يې د يوې ځانګړې محکمې د جوړولو غوښتنه کړې وای او يا يې لږ ترلږه د وزارت له اغېز څخه بهر يو خپلواک کميسون جوړ کړی وای.
موږ له درغلګرو څخه دا تمه نه لرو چې ځانونه دې په خپله محاکمه کړي، نو له دې امله د ولسي جرګې پرېکړه زموږ لپاره د منلو وړ نه ده. موږ به خپلو لاريونونو ته تر هغو دوام ورکوو چې د کانکور پايلې باطلې شي او درغلګر محاکمه شي.
څرنګه چې له ولسي جرګې نه زموږ تمه پرې شوې ده، نو زموږ سبانی لاريون به د ملي شورا پر ځای په پښتونستان واټ کې وي او زموږ مخاطب به يوازې ولسمشر وي.
موږ له خپلو ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو، چې نور د فساد او بېعدالتۍ پر وړاندې خپله چوپتيا ماته کړي او د حق او عدالت له داعيې څخه په ملاتړ کې خپله ايماني او ملي وجيبه ترسره کړي.

په درنښت
ځوان ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه