د لاريون خبرتيا

 

درنو هېوادوالو تاسې خبر ياست، چې ايران  له ډېروخت راهيسې په افغانستان  کې د يوه منظم  پلان له مخې د افغان ملي هويت د مسخ  کولو او د افغان واحد  ملت د وېشلو لپاره پرله  پسې هڅې کوي. ايران بريالی شوی، چې د خپلو يو شمېر لاسپوڅو له لارې پر افغانستان يو پراخ فرهنګي او مذهبي يرغل پيل کړي. د ايران د ګوډاګيانو او  ايرانۍ لاسوهنو پر وړاندې د ولسمشر کرزي بې پروايي د دې لامل ګرځېدلې، چې ايران د افغانستان يو زيات شمېر علمي، فرهنګي او رسنيز مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راولي او ورسره  د افغانستان ملي هويت او ملي يووالی  له ننګونو سره مخ کړي. د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو په پوهنځي کې ډرامه او په ولسي جرګه کې د ملي مصطلحاتو پر سر ناندرۍ د ايران د فرهنګي يرغل وروستۍ بېلګې دي.

د ځوانانو يو شمېر ملي خوځښتونو، د دې لپاره چې د ايراني يرغل پر وړاندې د خپلې پراخې مبارزې پيل اعلان  کړي او همدا راز د افغان دولت د غفلت پر وړاندې خپل کرکه او غوسه څرګنده کړي، تابيا کړې چې راتلونکې پنجشنبه د ايران سفارت پر وړاندې يو پراخ لاريون  ترسره کړي. له ټولو درنو هېوادوالو او په ځانګړې توګه پر وطن مينو ځوانانو هيله کوو، چې له موږ سره په دې لاريون کې برخه واخلي او د خپل ملي هويت ننګه وکړي.

د لاريون وخت: راتلونکې پنجشنبه ( د غبرګولې ۹) د سهار ۸:۳۰ بجې

د راټولېدو ځای: د نوي ښار ( شهرنو) پارک جنوب لوېديزه څنډه

د لاريون تګلوری: د ايران  سفارت

د اړيکو شمېرې:

 ۰۷۰۰۰۱۵۶۹۹،   ۰۷۹۴۰۹۰۹۲۴،   ۰۷۰۰۶۴۳۶۴۸،   ۰۷۹۹۱۵۹۴۷۱،   ۰۷۹۹۶۴۳۳۸۰

په درنښت

ځوان ملي خوځښتونه