د افغانستان د ژورنالیستانو شورا

شورای ژورنالیستان افغانستان

Afghanistan Journalists Council

د پکتیکا ولایت د ژورنالیستانو شورا

خبرپاڼه

پکتیکا کې د ځینو رسنیو مسوولین له خپلو کارکوونکو سره ناقانونه چلند کوي

د پکتیکا په رسنیز بهیر کې د ځینو رسنیو مسوولین له خپلو کارکوونکو سره ناقانونه چلندکوي، چې ځينې يې ان له دندو ګوښه کړل شوي دي.

د پکتیکا د ملي راډیو تلویزون له لوري جمعه محمد ملکزی چې له دې رسنۍ سره له یوکال راهیسې کار کوي، د دې رسنۍ د مسوول له لوري بې له کوم قانوني نیمګړتیا له دندې ګوښه کړل شوی دی.

ملکزي په پکتیکا کې زموږ دفتر ته د دې شکایت تر څنګ وویل چې د رسنۍ مسوول غواړي په دې رسنۍ کې یوازې د دوی ملګري یا هم قومیان دندې ولري.

په ورته توګه د برات خان څاروان په نوم د يوې شخصي رسنۍ کارکوونکی بیا د رسنۍ مسوول له دندې ځکه ګوښه کړی چې ولې يې له نړیوالو رسنیو سره د پکتیکا د خبريالانو د ستونزو په اړه څرګندونې کړې دي.

برات خان څاروان وايي چې د پښتون غږ په نوم د دې راډیو مسوول نوموړی ځکه له خپلې دندې ګوښه کړ چې ګواکې ټول بهرني رسنیز خدمتونه يې هم باید د دوی په اجازه او د دوی تر لاس لاندې وي.

د پکتیکا د ژورنالیستانو شورا د یاد وخبریالانو د ستونزو په اړه کاری مصؤنیت ته په کتو سره د رسنیو له مسوولنیو سره اړیکه ونیوله چې يو يې هم څرګندونو ته حاضر نه و.

د پکتیکا د ژورنالیستانو شورا په رسنیز ډګر قومي، شخصي، ژبني او سمتي توپیرونه نه مني ځکه خو له دې رسنیو نه په کلکه غوښتنه کوي چې د ګوښه کړل شویو خبریالانو د نیمګړتیاو په اړه دې ځواب ته حاضر شي.

درنښت

محمدنبي زیارمل

د پکتیکا د ژورنالیستانو شورا رئس

Door Guest