قدرمنو وروڼو او خويندو السلام عليکم! 

د افغان ملي غورځنګ د مېرمنو څانګه له مېرمن کلتوري ټولنيز بهير سره يوځای د هېواد د مبارزې او خدمتګارې مېرمنې اغلې تاجور کاکړ د مبارزې او خدمتونو د قدردانۍ په موخه د دوشنبې په ورځ يوه نمانځغونډه په پام کې نيولې ده، هيله ده چې دې غونډې ته خامخا تشريف راوړئ او نور دوستان او په ځانګړې توګه مېرمنې درسره خبرې کړئ. له دې برېښناليک سره مل د غونډې بلنليک هم درلېږم، تاسې کولای شئ د اېمېل او فېسبوک له لارې يې له نورو دوستانو سره شريک کړئ. 

د غونډې وخت: دوشنبه، د کب ۱۷، ماسپښين يوه نيمه بجه

د غونډې ځای: د اطلاعات او فرهنګ وزارت، د نړيوالو مطبوعاتو مرکز لوی تالار 

په ډېر درنښت

خوشال روهي

tajoor1

tajoor2