!دکونړمست پسرلیه 

 «شاعر: محمدعیان «عیان

 شعر     

دکونړمست پسرلیه!

دکونړ په جګوڅوکو

وریځوغړوسکې جوړې کړې

هلته تندرآوازوکړ

دبریښناپړکا شروشوه

دباران څاڅکي راښکته

په ترپایې ورا وکړه

غټ غټ څاڅګي په کاسووو

موراوزوي په لارروان وو

د«تیشې»کلي په لورې

سرکاڼونه خوځیدلي

سخت باران ووراګیرکړي

ځای په ځای همدلته تم شول

دیوې غټې ونې لاندې

ترېدل ترې لاندې باندې

سره توتان له هرې څانګې

دواړه پټ شول غلي غلي

خواوشااوبه راتللې

دشاخواته یوه غونډۍ وه

نوابات دخوړترڅنګه

خوړشرارداوبوجوړکړ

اوپه غونډۍ دتندرغړمب شو

آزلي کوکې له خولونه

«زمونږ» دواړو ووتلې

دباران سره ږلۍ وه

خلکومنډې ترې وهلې

هۍ هۍ

!دکونړمست پسرلیه 

څه پیښې دې مونږته کړلې

«پای»

دلیکلونیټه یې:۱۴/۵/۱۳۸۵ ــ ۶/۸/۲۰۰۶

، خوپیښه به له ننه څه باندې پنځوس کاله پخواوه

Comments are closed.