تــــــا نـــــــــــد

شېر محمد کریمي (دفاع)

۶۹ کلن دی، په خوست ولایت کې زېږېدلی. د بریتانیا په سن هرټ پوهنتون او همداراز په امریکا کې لوړې پوځي زده کړې کړي دي.

صلاح الدین رباني (بهرنیو)

۴۳ کلن دی، په کابل کې زېږېدلی. په پاکستان کې یې ښوونځی ویلی. د سعودي عربستان په ملک فهد پوهنتون کې یې د بازار یابۍ په برخه کې لیسانس اخیستی وروسته یې د بریتانیا په کینکزټن پوهنتون کې زده کړو ته دوام ورکړی.

نور الحق علومي (کورنیو)

۶۸ کلن دی. په کال په کابل کې زېږېدلی. د حبیبې لېسې وروسته یې حربي پوهنتون لوستی، وروسته امریکا ته د لوړو پوځي زده کړو لپاره واستول شوی خو پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله وروسته د پوځي زده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل شو مګر زده کړې یې بشپړې نه کړې او بېرته افغانستان ته ستون شو. د ده کورنۍ په هالنډ کې اوسي.

سردار محمد رحیمي (سوداګرۍ)

د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې زېږېدلی، ۳۷ کلن دی. د جیوپولیټیک په څانګه کې د تهران له پوهنتونه دوکتورا اخیستې ده. حاضردمه په کابل پوهنتون کې استاد دی او د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې غړی دی.

سادت منصور نادري (کار او ټولنیزو چارو)

په ۱۹۹۹ میلادي کال په لندن کې د اقتصاد په برخه کې لیسانس اخیستی. په بېلابېلو شرکتونو کې یې کار کړی. د افغانستان بانک سلاکار پاتي شوی او په افغانستان کې د بیمې د یوه لوی شرکت څښتن دی. ده په انتخاباتو کې له خپل پلار سید منصور نادري سره د اشرف غني ملاتړ کاوه.

محمود صیقل (اوبو او انرژۍ)

۵۳ کلن دی، په کابل کې زېږېدلی، د استقلال لېسه یې لوستې. لیسانس یې د استرالیا سیډني او کانبرا په پوهنتون کې اخیستی. د نړیوالې پراختیا په برخه کې یې له دیکن پوهنتونه دوکتورا اخیستې ده. صیقل پخوا په استرالیا او نیوزیلنډ کې د افغانستان د سفیر په توګه کار کړی دی.

فیض الله ذکي (ترانسپورت)

۵۶ کلن دی، په کابل کې زېږېدلی. په کتابل پوهنتون د جیالوجۍ له څانګې فارغ شوی. ذکي د ملي جنیش ګوند مهم غړی دی. اوس هم د عبدالرشید د دفتر د ريیس په توګه کار کوي. په ازبکي، دري، پښتو، روسی او انګلیسي ژبو پوهېږي.

1نجیبه ایوبي (د ښځو چارو)

په ۱۹۶۸ کال په پروان ولایت کې زېږېدلې. د پروان د ښوونې او روزنې د پیداګوژي په انستیتیوت کې یې لیسانس اخیستی او د کلید ګروپ د رسنیو مشره ده.

غلام جیلاني پوپل (مالیه)

۵۹ کلن دی، په کابل کې زېږېدلی. په کابل پوهنتون کې یې حقوق او سیاسي علوم لوستي. د منجمنټ په برخه کې یې په اروپا او امریکا کې مقطعي زده کړې کړي دي. نوموړی د مالیې وزارت مرستیال و.

احمد سیر مهجور (عدلیه)

په ۱۹۶۵ میلادي کال په بغلان کې زېږېدلی. په پاکستان کې یې د شرعیاتو او سیاسي علومو په برخو کې زده کړې کړي. په ۱۹۹۲کال فرانسې ته تللی او د سیاسي فلسفې، ټولنپوهنې او سیمه ییزې پراختیا په برخو کې یې ماستریانې اخیستي دي.

ده د فرانسې په سوربون پوهنتون کې په ټولنپوهنه کې په ۲۰۰۹ کال دوکتورا اخیستې ده.

برنا کریمي (مخابراتو)

۴۱ کلن دی، په کابل کې زېږېدلی. د کابل د طب پوهنځی یې یو کال لوستی. له کورنیو جګړو سره سم روسیې ته تللی او هلته یې د منجمنټ په برخه کې لیسانس اخیستی دی. کریمي وروسته د امریکا په فینکس پوهنتون کې د تجارتي بازار موندنې په برخه کې لیسانس او ماستري اخیستې ده.

برنا کریمي په ۲۰۱۱ کال په کاناډا کې د افغانستان سفیر و، له دوو کلونو وروسته یې استعفا ورکړه او وروسته د سیمه اورګانونو مرستیال شو.

زلمی یونسي (د پوهنې وزیر)

په بلخ کې زېږېدلی. د جمعیت اسلامي غړی او د عطا محمد نور سلاکار دی. د ده د زده کړو په اړه معلومات ترلاسه نه شول.

1

سردار محمد رحمن اوغلي (اقتصاد)

۵۰ کلن دی، په فاریاب کې زېږېدلی. د رادیو تلویزیون په برخه کې یې زده کړې کړي. په ترکیه کې د ازادي راډیو خبریال، د بلخ پوهنتون استاد، د افغان ترک د ښوونځیو سلاکار او د ولسي جرګې د یوې دورې غړی پاتې شوی دی.

داوود شاه سبا (پیترولیم)

سبا په ۱۹۶۴ میلادي کال په هرات کې زېږېدلی. د کابل د پولتخنیک انستیتیوت له پای ته رسولو وروسته یې د هند له مومبي پوهنتون څخه یې د مځکې په ساینس کې دوکتورا اخیستې ده. ښاغلی سبا په ۲۰۱۰ میلادي کال د هرات والي شو چې وروسته یې وحیدي ځای ونیوه.

فیض الله کاکړ(مخدر مواد)

فیض الله کاکړ له ډېرو کلونو راهیسي د عامې روغتیا وزارت معین دی. ده د امریکا د انډیانا په ایرلهام کالج کې لوړې زده کړې کړي دي.

خاطره افغان (لوړو زده کړو)

۳۶ کلنه ده. په کندهاز کې زېږېدلې. په عامه ادارې او ښې حکومتولۍ کې یې ماستري کړې ده.

شاه زمان میوندي (د ښاري پراختیا وزیر)

۳۷ کلن دی. په کندهار کې زېږېدلی او په اقتصاد کې ماستري لري.

رحمت الله نبیل (ملي امینت ريیس)

۴۶ کلن دی. په میدان وردک کې زېږېدلی. ښوونځی یې په کابل، انجنیري یې په پاکستان کې لوستې ده. ده په یو شمېر غیردولتي موسسو لکه د ملګروملتو د کډوالو په لویه کمیشنري کې هم کار کړی دی. نبیل د اسدالله الله خالد له ټپي کېدو وروسته د ملي امنیت سرپرست وټاکل شو.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت د شورا مرستیال او پخواني ولسمشر کرزي د ځانګړو ساتونکو مسوول و.

ډاکتر عباس بصیر(فواید عامه)

عباس بصیر ۵۲ کلن دی. په غزني ولایت کې زېږېدلی. د چاپېریالي څېړنو په برخه کې یې دوکتورا اخیستې ده.

قمر الدین شینواری (سرحدونو)

۵۲ کلن دی، په ننګرهار کې زېږېدلی. په شرعي علومو کې ماستري لري.

آی سلطان خیري (کلتور)

۳۷ کلنه ده، په فاریاب کې زېږېدلې او په ادبیاتو کې دوکتورا لري.

فیض محمد عثماني (حج او اوقاف)

۶۵ کلن دی. په کندوز کې زېږېدلی دی. د زده کړو په اړه یې معلومات نشته.

عالمي بلخي (کډوال)

سید عالمي بلخي ۶۰ کلن دی. په بلخ کې زېږېدلی او په ایران کې یې دیني زده کړې کړي دي.

یعقوب حیدري (کرنه)

۵۳ کلن دی. په کابل کې زېږېدلی او د پیداګوژۍ ماستري لري.

Door Guest