محمدعیان<<عیان>>

دلیکلونیټه یې: ۱۳۴۳

په هغوی باندې نن دماتم شپه وه ،ځکه چې دجوپې خریې ناروغه و.داسې ناروغه وچې درغیدوتمه یې ترې غوڅه شوې وه.موراوزوي دواړوسرونه په ځنګنونوایښودلي وو. خدای خبرچې څه چروتونه به یې وهل. دړندې زوي لا اته کلن وچې په جوپه یې شروع کړې وه اوژوندیې له دغې لارې نه تامیناوه.

دتورګل مورګل بي بي نومیده،خوسترګې یې دکوچنیتوب له وخته ضعیفې وې اوپه ړندې باندې مشهوره وه.کله چې پاخه عمرته ورسیده نودآدې کلمه ورسره زیاته شوه اود ړندې آدې غږبه ورته کیدو.

دړندې آدې تورګل خولاله هغه وخت نه په ګلالي مشهورو

چې موریې ورته دډیرې مینې نه د«تورګلا لي »غږکاوه.

دګلا لي دترورزوي مرجان چې دهغوی دکوټې دروازې ته ودریدونولومړی خویې لکه دنوروورځوغوندې په عادي ډول دخپلې ترورزوي ګلا لي ته ورغږکړ،خوچې دترورد زوي اودترورله خوایې کوم ځواب وانه وریدواودوی یې هم سرپه ځنګنوولیدل،لږپښه نیولی غوندې شو.دی لاپوه نه وچې څه چل دی.په دې وخت کې دمرجان دمورپه لاس کې دنریو وریجوکاسه وه چې لږې وړې وړې دډوډۍ قطرې پې دپاسه پرتې وې،دده ترڅنګ تیره شوه اودهغوی کوټې ته ورننوتله.

چې ګلالي اوموریې سرونه راجګ کړل نوددواړوسترګې د اوښکونه ډکې وې.دمرجان مورچې کاسه کیښوده نوبله خبره ونه شوه،خودواړوخویندوپه کریکواوزوره زوره ژړا لاس پورې کړ.مرجان هم غلی دنغري غاړې ته ودریدو.ده چې خره ته وکتل اوپه زړوزړوټوټوکې یې تاوراتاوولیدونوپوه شوچې دتروردجوپې خریې ناروغه دی اوښایي دواړه خویندې به په همدې ژاړي،خودی خبرنه وچې ددواړوخویندو ژړاکوم بل علت درلود.هغه لامل داوچې ړندې اوزوی یې نن ټوله ورځ ناره(وږې) تیره کړې وه.

دمرجان موردیوه مامورپه کورکې خذمتګاره وه.هغه وخت چې به دمامورټولومیلمنواوکوروالاوډوډۍ وخوړه نوڅه «پاتې شونې»(پس خورده)چې به پاتې شوه ،هغه به یې دې ته ورکړه چې کورته یې یوسی اودخپل زوي اولورسره یې یوځای وخوري.کله کله چې به دماموردکورپسخورده ترې زیاته شوه نودخورسره به یې هم کومک کاوه اوپه کنډولي کې به یې دهغې برخه هم وروړله.دواړه خوندې دیوچاپه کورکې دهمسایه په ډول اوسیدلې.

نن ماخوستن چې دمرجان موردماموردکوردکارنه ستړې ذرې ذرې راغله نودمرجان خورخپلې مورته ویلي ووچې د ترورکره مې دخوراک هیڅ نه شته.غرمه یې هم څه نه دي خوړلي اواوس هم وږي ناست دي.

هغې دماموردکورنه دراوړیو«پاتې شونې»وریجوکاسه له ځان سره راواخیسته اوکله چې یې دهغوی دنغري په غاړه کیښوده نودواړوخویندونوریوې بلې ته ونه کتل،خودژړاغړار تڼارجوړشو.ښایسته ښه ساعت وروسته دژړاځوګ(ځوږ)لږ غلی غوندې شو،خودوړووړوسلګیواوازبه کله کله دکوټې دفضأسکوت ماتاوه.

ډوډۍ اوګیډه دهرچاهیره شوه.ټول پنځه واړه،دوه خویندې اودرې اولادونه دچروتونوپه دریاب کې لاهوشول.«مړی نه و،خوویرګډؤ».دغم شپه نه وه،خودغم دشپې نه هم سخته وه.

خدای خبرچې دتورګل اومرجان میندوبه دتیرویادونو او خیالونوپه کوم ګوټ کې چکرواهه،خوتورګل دخپل خره په غم کې و.هغه په دې چروت کې وچې که چیرې یې خرمړ شي نوڅه به کوي؟بیرته به وبوګنیدواوټکان به یې وخوړچې ولې داسې وایم چې:که چیرې یې خرمړشي.خرخوخامخا مري،ځکه چې ددې مرض نه خودهیچاخرنه دی روغ شوی.

نوزه دې ته حیران یم چې مونږبه څه کوواوڅه به خورو؟ روزې خوموپه خدای اودخره په چلولوپورې تړلی وه.دیوڅو مني تخم للمي پټې خومودوچکالۍ له کبله وسو.نورکلونه خولالږښه وویوڅه ناڅه غله دانه به راته پټي وکړه اوخپل لاس پښې به موهم ووهلې نوکال به راباندې لږښه تیرشو.

دتورګل مخ دننکیو(کوي)دانوداسې بدرنګ کړی وچې دهغه توروالي ته بیخي څوک نه متوجې کیدل چې مخ یې سپین دی که تور.دټوټې سپينه خولۍ یې دژمي دلوږوله وخته لکه ددوی دکوټې دتورولاړواوډاګوپه شان تکه توره اوخیرنه وه. که څه هم تورګل په ونه ټیټ و،خوخړرنګی څادریې له ده نه هم لنډو.داوده کیدو(بیده کیدو)په وخت کې چې به یې سرته کش کړپښې به یې لوڅې پاتې کیدلې اوکه پښوته به یې کش کړنوسربه یې لوڅ پاتې شو.

تورګل چې دخپلې راتلونکې(ایندې)اودخره دمرګ په فکر کې شونووې غوښتل چې خپل زاړه کټ کې یوه لحظه د انډیري(پزکي) دپاسه ډډه واچوي اودخپل راتلونکي ژوندپه باره کې کومه لاره چاره ولټوي.

مخکې له دې چې تورګل په دې باره کې څه ناڅه فکرو کړي یودم یې په مغزوکې تیروتودوسړوځای ونیو.دجوپې د ژمي شپې ورځې ورپه یادشوې.هغه شپې ورځې چې کله به یوجووړ(دبارانه داوبودډنډځای)ته ورسیدو اوجووړبه یې وچ ولیدو نوتنده به یې لاپسې زیاته شوه.کله کله چې ورباندې وږې شپې ورځې تیرې شوې وې.کله کله چې به باران لوند خیشت کړی واولادده دخره کته اوبارچې اته نهه منه مالګه به وه له کاره ایستلي وو.اوکله کله چې پې غلوداړې ـ حملې کړې وې اوبرسیره په دې چې دبارمالګه اودسرباري ګوړه به یې ترې واخیسته نودټوپک دکنداغونوګوزارونه به یې هم وخوړل. تیره هره یادونه یې په مغزولکه دپښ(یانګر)دپلک دروند ګوزارؤ.

تورګل لا تراوسه دیرش کلن شوي هم نه و،خودزنې دسر ویښتان یې بیخي سپین شوي وواوپه نوره ږیره کې یې هم سپین سپین ډکي ښکاره کیدل.دچلم دکشولونه وروسته به داسې وټوخیدولکه سینه چې یې ښه سخته زخمي وي.د ریزش په وخت کې به یې همیشه پوزې ته دوسمال نیولی ؤ.

هغه خپل لنډکی خیرن څادرپه مخ راکش کړاودخیال پلو په دنیاکې لانه ولاهوشوی چې ټوخي شین کړ.موریې چې د مرجان تروروه هم دټوخي سره وینې غورځولې.پلارخويي چې لاکله تورګل شپږکلن ودسل په رنځ مړشوی ؤ.دټوخي د سختې شیبې دتیریدونه وروسته یې دخیال مرغه په دنګو دنګوغرونوالوتنې شروع کړې اودځان سره یې ویل: یره چې خدای پاک مې دپینځه ویشتولکوافغانیوخاوندکړي،پینځه ویشتو لکو…پینځه ویشت…واه واه… نوڅه به پې کوم؟

لومړی خوبه پې په ډاګ کې یوه ښه برجوره کلا جوړه کړم. دنصواری اوشنه کتانونوڅوجوړې جامې به ځان ته و ګنډم .تکې تورې څرمینه څپلۍ به واخلم،جګه خولۍ اوشنه لونګۍ به پې وتړم .لس ډ‌زې اسپانوۍ تمانچه به مې څنګ ته ځوړنده وي اودجوپې دپاره به هم دوه مستې مستې قچرې په نغدوپیسوواخلم،داسې قچرې چې دباردپاسه وروخیژم اود هغوی چروت خراپ نه وي.داسې قچرې چې که کله راباندې غله راواوړي اوزه ورته دقمچینې ترک(ورکوټی شان ګوزار)ورکړم چې بیایې دپښوګردهم څوک ونه ویني.

وای خدایه!زماپه زړه کې خوان دپینځه ویشتولکو افغانیو ارمان دی.وای وای خدایه،ددې ارمان پوره کول خو… آه خدایه خربه مې مړشي اوهره لاره چاره به مې بنده شي.

خیال پلوبیا ځان ته کش کړ: کله چې له جوپې نه راشم نو مورمې زما دستړې مشۍ دپاره دکلي مخ ته راوتلې وي.د تروردزوي مرجان دپاره مې هم دسفرنه مخکې یوښایسته بایسکل اخستلی وي اوچې کله بیرته له سفرنه راوګرځم نوده هم زمادمورځای ته په بایسکل ځان رارسولی وي.

وای خدایه داسې څوک به هم په دنیاکې وي چې دپینځه ویشتولکوافغانیوخاوندوي او…نورخیال یې هم واهه چې په دې وخت کې دکاظم کاکاخبره چې دکلي یویادسړی دی ورپه یادشوه.کاظم کاکا په ابله ورځ دمړي دښخیدوپه وخت کې په ادیره کې یوچاته خبره کوله چې ده هم اوریدله.هغه ویل یره انډیواله په کابل کې یوچاکره ناست وم یوسړي وویل چې پلانکي سړي داسې نوی تعمیرجوړکړی چې پنځوس لکه افغانۍ تنها دهغه دکور په تشنابونولګیدلي دي نوته اوس دې ته ګوره چې په کوربه یې څومره مصرف شوي وي اوقیمت به یې لا څووي؟

تورګل په هماغه وخت دځان سره څوڅووارې تکرارکړه: پینځه میلیونه،پینځه میلیونه ـ پنځوس لکه،پنځوس لکه…اوس چې یې حساب وکړنوپه دې حساب دهغه ټول ارمان دوه نیم میلیونه افغانۍ کیږي.ده خولومړی دا فکرکاوه چې په دنیاکې به داسې څوک هم وي چې دپنځه ویشتولکوافغانیوخاوند وي نودتشنابونوخبره چې ورپه یادشوه اودده ارمان ایله

بل ځل لابیا خیال پلونه ووړی چې دمرجان مورورته غږ کړ: جګ شه بچیه! وریجې خوبیله دې نه هم یخې دي،نورې هم سړیږي چې وې خورو.دوی چې په خوراک شروع کوله نوخره یې هم په سلګواوجټکووهلوپیل وکړ.لږه شیبه وروسته ترې ساه وختله.

<<پای>>

Door Guest