paktika

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
د پکتیکا ولایت مقام
خپرپاڼه
۱۳۹۴-۲-۱۶
پکتیکا :د امنیه قومندانۍ د پولیسو له تعلیمي مرکز څخه ۲۸ تنه سیمه ایز پولیس له یوې میاشتي مسلکي زده کړو ورسته فارغ شول.
نن چهارشنبه پدې اړه د پولیسو تعلیمي مرکز کې غونډه جوړه شوې وه،د پکتیکا ولایت مرستیال ښاغلي عطاالله فضلي،سرپرست امنیه قومندان دادلله هوتک،د بیلابیلو ادارو ریسانو،د امنیه قومندانۍ افسرانو ګډون کړی و،ښاغلي فضلي د سیمه ایزو پولیسو د روزني په برخه کې د تعلیمي مرکز د استادانو کړني وستایلي، ښاغلی فضلی سیمه ییزو پولیسو ته د فراغت د مبارکی ویلو تر څنګ وویل چی په خپلو دندو کی ددښمن سره د مخامخ کیدو په وخت له خپلو زده کړو، تکتیکونو څخه ګټه واخلئ تر څو د هر ډول مرګ ژوبلي مخه ونیوله شي،ورپسې ښاغلي هوتک وویل چې یادو فارغ شویو سیمه ایزو پولیسو څخه ډيری به یې په ارګون ولسوالۍ کې په دندو وګمارل شي، په پای کی یادو سیمه ایزو پولیسو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

درنښت
د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

Door Guest