zaland

ډاکتر ځلاند

 

پاکستان د خپل جوړښت څخه را پدیخوا د کمزوري، نیم ژواندې او ماتیدونکي افغانستان د پاره په وسلوال مخالفت لاس پورې کړی دی. پاکستان د خپل شوم تاریخ په اوږدو کې تل د افغان حکومت د مخالفینو ملاتړ کړی، دا کار یې د اوږد مهال دپاره پخپله سیمه ایزه پالیسۍ کې ځای پر ځای کړی دی چې د ستراتیژیک عمق ( Strategic Depth) تر نامه لاندې یې یادوي.

 د پخوانۍ شوروي له یرغل څخه را پدیخوا د پاکستان ناپاک نیت او نیابتې جګړې د پاکستان په ګټه رنګ راوړ. په لومړې ځل یې افغانستان دومره کمزوري ولید چې د خوراک په چل یې نه پوهیده. خپل صادارات یې په لومړې وار د ګران افغانستان له خاورې تر ترکمنستان، ازبکستان پورې پرته له محصوله تیر کړل. د ۱۹۹۱ څخه یې تر ۲۰۰۱ پورې پاکستان پخپله ملي بودیجه کې د افغانستان دپاره هم ځانګړې بودیجه تیاروله، افغانستان ته یې تل پنځمې صوبې په سترګه کتل، افغانان یې د غلامانو په توګه د خپلو سیمه ایزو سیاستونو دپاره ګمارل، د هندوستان الوتکه یې د کندهار په نړیوال هوایې ډګر کې راښکته کړه. د اسلام په نامه د یو انسان وژونکي، قاتل او کرغیړنه مخې د جیش محمد د مشر ( مسعود ازهر) ورور یې د همدې الوتکې په بدل کې له هندوستانه را خلاص کړ.

پاکستان له افغانستانه د کمشیر جګړه، د ایران په خلاف د جندالله جګړه، د روس په خلاف د چیچن جګړه، د منځنې اسیا په خلاف د شرقي ترکستان جګړه، د چین په خلاف د یوغوریانو جګړه، د امریکا او ناټو په خلاف یې د القاعده جګړه تمویلوله. پاکستان په دې ټولو جګړو ژورې سرمایه ګذارۍ وکړي. پاکستان د نړۍ د هر ستر طاقت لرونکي هیواد دپاره د کب د خولې د ازغي حیثیت پیدا کړ او په دې توګه پاکستان ځان د نړۍ د طاقتونو د بیلانس د مرکز په توګه مطرح کړ. چین یې په یوغورو ننګاوه، ایران په جندالله، هندوستان په کشمیر، روس په چیچن او امریکا او په لویه کې ناټو په القاعده.

افغانستان او افغانان ډیر مظلوم دي. د حدیث مفهوم دی:  د مظلوم له ښیرا ځان وساته، ځکه چې د هغه او الله تعالی ترمنځ هیڅ خند نشته. صحیح بخاري. الله ج د افغانانو ښیرا واوریدي، د نړۍ ستر پوځونه د ترهګرۍ تر نامه د جګړې په لټه کې پاکستان او افغانستان ته راغلل. د پاکستان لوبې رسوا شوي. په دې برخه کې په تیرو دیارلسو کلنو کې افغانانو په لس ګونه زره شهیدان ورکړل. کورونه یې ړنګ شول. بمبار شول، لاس او پښې  یې پرې شوي، خو د پاکستان سره یې دښمنې یو په سل چنده بلکې زر چنده شوه. د پاکستان تر ټولو مشهور لیکوال احمد رشید مجبور شو د پاکستان د خراب وضعیت او کړکیچ په اړه یې کتاب ولیکئ (Pakistan on the Brink)، دا کتاب ما پښتو ته وژباړه ( پاکستان د ګړنګ پر غاړه).

احمد رشید په کال (۲۰۱۲ مارچ) د پاکستان وضعیت د پاکستان د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو کمزوری او ماتیدونکی را پیژني، ددې دپاره یې درې مهم لاملونه په ګوته کړل:

لومړې د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت، دویم: دپاکستان کورنی امنیت ( د پاکستاني طالبانو ورځ تربلې ځواکمنیدل) دریم د بلوچستان د جګړې تودیدل. احمد رشید د پاکستان د ماتیدا درې واړه علتونه په افغانستان پورې تړي بلل. احمد رشید په دې باور وو چې افغان استخباراتي ادارې، افغان حکومت ( پخواني ولسمشر کرزي) د پاکستان خلاف ستراتیژیو پاکستان داسې رسوا کړی چې نور نو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه انزوا کې پروت دی. کله چې حامد کرزي د ملي امنیت د مشر په توګه اسدالله خالد ونوماوه، احمد رشید نیویارک ټایمز ته لیکنه وکړه او دا کار یې د پاکستان د ماتیدا په مانا وګاڼه، خالد یې دپاکستان د پاره د سترګواښ او ډار په توګه معرفي کړ، د پاکستان استخبارات یې دیته متوجه کړل چې د خالد مخه باید ونیسي، همدا و چې اسدالله خالد د پاکستاني استخباراتو د حملي ښکار شو.

اوس راځم دیته چې تر کله به دا د پیشو او موږک لوبه روانه وي؟

د زمري یوه ورځ ژوند د ګیدړ د سل کاله ژوند څخه بهتر دی. افغانانو د پاکستان په مقابل کې ټولې قرباني د خپلې خپلواکۍ د پاره ورکړي، افغان ملت تر هغو نشي پوره کیدلی چې موږ د لوی افغانستان خوب ته تعبیر ورنکړو، تر څو چې پاکستان په دې پوه نکړو چې افغانستان خپلواک، سرلوړی او بسیا هیواد دی.

په دیموکراتاتو هیوادونو کې چې کله ګوندې سیاست کمزوري وي، کله چې ولسمشران په کې د ګوند استازولي نه کوي، هلته ولسمشران د دیکتاتورانو پیښې کوي، هلته د مشورې، تګلارې، پالیسۍ ترنامه لاندې پروسو باندې ملنډې وهلی کیږي.

 د ملي وحدت؟ د حکومت نه پوهیږم دا څویم کار دی چې له کولو وروسته پرې مشورې را بللی کیږي. له فرمان صادرولو وروسته بیرته په صادر شوي فرمان فکر کیږي، د فرمان د صادریدو سره سم په داخل د ملي وحدت کې د مخالفت غږ پورته کیږي. د فرمان د صادریدو لومړی مخالف د ولسمشر د اجرایوي ریس ګواښ وي، دې کار افغان ملي حیثیت په نړۍ او سیمه کې ریشخند کړی. کله چې هم له دې وروسته اشرف غني د کوم کار کولو پریکړه کوي، لومړی یې باید ښه وشاربي، له اړونده کسانو سره دې پرې مشوره وکړي، عبدالله دې پرې خبر کړي، ځان دې پرې پوه کړي له هغه وروسته دې د پریکړې اعلان وکړي.

 زموږ چوپه خوله په دې نه ده چې ددې تش حکومت په کمزوریو نه پوهیږو. بلکې زموږ چوپه خوله په دې مانا ده چې تاسو نور د انتقاد، کره کتنې او سمووني ارزښت له لاسه ورکړي دی. نور باید ستاسو د رغونې په لټه کې ونه وسو، بلکې انتظار وباسو چې څه وخت خپله د ملت پښتو ته را لویږي، پخپلو کړنو پیښمانه کیږي، سر ټیتي کیږي، ځان درته نور بد ښکاري، او له مظلوم افغان ملته بخښنه غواړئ، ډیر ژر دی چې دا کار به وکړئ.

د پاکستان سره د عملیاتي پروسو د میعاري کولو (Standard Operating Procedure)  اړیتا نه لیدلی کیږي، بلکې ددې پر ځای باید له پاکستان سره د نه مداخلي ( No interference) تر نامه لاندې پریکړه لیک لاسلیک شي. دا څومره د خندا وړ موضوع ده چې طالبان له اسلام اباده قطر ته، ایران ته، چین ته سفرونه کوي، موږ ورسره د خبرو دپاره زړه ښه کوو، خو بیا له پاکستان څخه غواړو چې زموږ سره  د طالبانو په اړه استخباراتي معلومات شریک کړي.

 وه ظالمانو!!! کوم استخباراتي معلومات؟؟ طالبان خو په ښکاره، په ډګر د پاکستان له هیواده زموږ سره د سولي د خبرو د پاره سفرونه کوي، نو د څه په اړه معلومات غواړئ؟؟؟؟

 

پاکستان په پریکړه لیک کې د خپلواکۍ غوښتونکو په اړه د معلوماتو ذکر کړی دی. دا ځکه چې له تیرې څه دپاسه یوې لسیزې را هیسې بلوچ بیلتون پالونکي، پښتانه ملتپالان داسې انګیرې چې افغانستان ورځ تربلې ځواکمنیږي، ناوخته نه دی چې وخت را ورسیږي چې افغانان ددوی د خپلواکۍ د پاره لاس په کار شي، خو دا پریکړه لیک به یې اوس ګریوان ور څیرې کړي، افسوس.

پریکړه لیک کې راغلي چې ډیورند د سرحد ( چې تل ورته کرښه ویلي شوي، تیر حکومت فرمان صادر کړ چې په ټولو حکومتي مکتوبونو کې ورته باید کرښه وویلی شي) په اوږدو کې به ګډ عملیات کیږي، پاکستان به خپلې چاوڼې، پوځي تاسیسات تحکیموي او داسې نور. دا د افغان حکومت دنده او مسولیت نه دی چې د ډیورند د کرښې په سر دې معامله وکړي، دا د حکومت له چوکاټه، زور او ځواکه لوړه خبره ده. په دې اړه باید لویه جرګه را وغوښتلی شي. موږ تل د ډیورند د کرښې په اړه د ګونګ سیاست ښکار کیدلی نه شو، ددې دپاره چې دا ستونزه حل شي، زموږ سیاست له پاکستان سره په دې اړه روښانه شي، باید لویه جرګه په دې اړه فیصله وکړي.

د دیموکراتو هیوادونو یوه بله مهمه ښکارنده دا ده چې کله هم خپل بهرنی سیاست تمثلویي، مخکې له مخکې خپلې پریکړې، تصمیمونه او هوډونه له ملت سره شریکوي، ددې پریکړه لیک کاپي لا هم له ګران افغان ملته پټه ساتلی شوي ده. تیره ورځ ارګ ته ورغوښتل شوي میلمنو ته هم په شفاهي ډول خبرې شوي، دکاغذ پر مخ بحث ورسره نه دی شوی، ملي وحدت ؟ نور باید پټ، دیکتاتورانه، خود سرانه او کاواکه سیاستونو ته شا کړي، ملت سره هر څه باید په وخت شریک کړای شي، کنه دا سې کړنې به د حکومت د بقا په وړاندې ګڼ خنډونه را پورته کړي.

اشرف غني ژمنه کړي چې په پریکړه لیک کې به سمووني راشي. دهمدې سموونو په اړه یو څو وړاندیزونه.

 وړاندیزونه:

 لومړې دا چې د پریکړه لیک بڼه یا عنوان دي بدل شي. د پریکړه لیک عنوان دې د دواړو هیوادونو ترمنځ د نه مداخلي تر نامه لاندې ذکر شي.

دویم: په پریکړه لیک کې د د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په اړه بحث لغوه شي. ځکه افغان حکومت له پاکستان څخه د طالب مشرانو په اړه هیڅ ډول معلومات نه ترلاسه کولی شي او نه هم د معلوماتو شریکول په دې مانا دې چې څه عمل دي پرې وشي، ددې پر ځای دې د سولي په خبرو کې د پاکستان د پاک نیت، دورنګه سیاست لغوه او د ژمنو او تعهداتو په خوندیتوب بحث وشي.

دریم: د ډیورند د کرښې په اوږدو کې دې د عملیاتو مخه ونیولی شي. دا عملیات یواځې د پښتون وژني پلمه او ستره دسیسه ده. پښتانه له پیړیو وروسته د یو میلیون په شمیر شاوخوا د وزیریستانونو په جګړه کې بې کوره شوي، وژل شوي او بندیان شوي، دا هر څه د همدې بدمرغۍ ښکار دي. د عملیاتو پر ځای دې د ډیورند کرښې په اوږدو کې په نړیوالو مرستندوی ادارو غږ وشي چې د خلکو د ژوند د ښه کولو دپاره به مالي مرستې او بسپنې را ټولیږي او سیمه به د یو پرمختیایي پلان له مخې ابادیږي.

څلورم: د ترهګرې په خلاف عملیات دي په پینډې، ایبټ اباد، ټیکسلا، لاهور، کراچي او د پنچاب په پټو سیمو کې ترسره شي. چیرته چې نړیوالي ترهګرې ډلې ځالي لري، د هغو ځالو په اړه به افغان حکومت مکلف وي چې خپل معلومات شریک کړي.

پنځم: تړون د ګډو ګواښونو ګونګ تعریف تر القاعده، داعش او بیتلون پالو پورې محدود کړی. ګډ ګواښونه باید تعریف شي، بیکاري، غربت، ناپوهي، بې سوادي، القاعده، داعش پورې دې محدود شي. بیلتون پالي یواځې د پښتنو او بلوڅو ملتپالو د وژني او د پنجاب د استعمار د پراخوالي په مانا ده.

شپږم: هر هغه پریکړه لیک چې له پاکستان سره کیږي، مخکې له لاسلیک کیدو دې له ملت سره شریک شي، د ولسي جرګې د بهرنیو او امنیتې چارو د کمیسونونو سره دې شریک شي او له ژورې شننې او ځېرنې وروستې دې لاسلیک شي.

د پورته وړاندیزونو تر څنګ، زموږ ګڼې ستونزې د پاکستان څخه نه بلکې له خپل کمزوري کورنې سیاست څخه را ټوکیدلي دي. مخکې له دې چې په بهرنې سیاست کې ښکیل او ګونګ پاتې شو، باید خپل کورنې لومړیتوبونه په ګوته او د هغو سم سمي ته کار وکړو.

 یا ربه توفیق !!

Door Guest