aiyaan

لیکوال: محمد عيان “عيان”

د کورنیوجګړونه مخکې زمونږ په کلي کې ډ یرو خلکوښې ښې میښې درلودې . د دې کلي هوا د میښو د روزلو د پا ره ډ یره ښه وه . په اوړي کې چې به ګرمي وه نو میښو به د کونړ په یخ سیند کې لمبلې او خیټې به یې په کې اچولې وې او چې دوبی به تیر شو نو په ژمي کې به د لمر پیتا وي ته خوشا له او ارا مې پرتې وې . خلکونورڅا ر وي او ما لونه هم لرل ، خودټولو نه میښې ځکه ښې واره دا رې وې چې ډ یر شوده او ما سته ( په کونړکې ورته پۍ وایي اوپه پیښورکې بیا شودوته پۍ وایي ) به یې کول اوله « شیروار » نه به یې د کوچوغټ پوټی وتو . په د ې کلي کې به د میښې خا وند ښه په غوره کې ؤ .

د پشکا ل په موسم کې چې ډ یره ګرمي به وه نو د کلي ټولې میښې به یې یو ځای ته راټولولې اوله هغه ځا یه چې د زاړه چم مخه وه ، په سیند ورګډ ولې . دا کاربه د کلي یوتکړه ځوان چې سید ملا جان نومید و، سرته رسا وه .

هغه به چې میښې په سیند کې لا هو کړې نو تر هغې به ورته د ګودر په پا نډ ولاړ وچې میښې به د کوچا نو(کوچیا نو) د بیلې سرته ورووتلې .

مازیګر به ورپسې په شنا ز ( خیګ ـ ژی ) ورلا هو شو او میښې به یې لومړی یوځا ی ته را ټولې کړې او بیا به یې په سیند بیرته زمونږ د کلي د کروند ې لورې ته را لا هوکړې او په خپله به هم په شنا زورپسې شا ته سور ؤ .

په پشکا ل کې د کوچا نوبیله د میښواو نوروڅا رویو د پاره د څر(څړ) ښه ورشو وه . په د ې سیمه کې د کو نړسیند په دوه برخو ویشل شوی واو د بیلې په دواړو غا ړوبه په ډ یر جوش غړمبید وا ولا په همدې بیله کې یې ځینې ځینې چرې هم ورننوتلې وې . له همدې ا مله په کې ډیرواښه شنه کید ل .

سها ر چې به هرچا خپلې میښې د زاړه چم مخې ته ، د ګودر د پا سه میدا نۍ ته ور وستلې نو مونږ وړو هلکا نو به هم د میښو سیل ته ځا نونه ور رسول . زه به هر سها رهلته ورتلم او خپل خوریی شا موت ( شا ه محمود خا ن ) به مې هم د ځا ن سره په شا هلته وروړو . که کله به زما زړه هم نه وچې ورشم خو شا موت خوری به راته نیغ ولا ړواو همدا به یې ویل : ما ما اییا ! ما ما اییا ( ما ما میښوله ځو ـ ما ما میښوله ځو ) . زمونږ د کلي ما شوما ن میښوته اییا وایي .

شا موت چې به څنګه هلته ورسیدو نوسپینې میښې ته به یې لاس نیولی وچې د هغې میښې خوا ته ځو .

سپینه میښه د دې کلي د ملک کا کا وه . هغه ډیره ښه ساتله . له اندا زې زیا ته غټه او څر به وه . یوه نیمه بله به هم د دې په شا ن سپینه وه خو دومره غټه به نه وه . زیاتې یې تورې وې . * * * * * هغه وخت چې زه د ا طلا عا تو او کلتور د وزارت ما مور وم او د تپرې (تفریح) په وخت کې به د نورو انډ یوا لانوسره با ر( بهر) ته را وتلو نو کله کله به د وزارت په لویه دروازه کې د یوه با رني سړي سره مخا مخ کید وچې وجود یې بیخي کټ مټ زمونږ د کلي د ملک کا کا د سپینې میښې سره ورته و. ما ته یې خپل دوړوکتو ب وخت را یا د کړی ؤ او خپلو انډ یوا لا نوته مې د سپینې میښې او زما د خوریي کیسه کړی وه .

دغه خا رجي سړی د ومره غټ اوچا غ وچې د میښې سره یې توپیر نه کید و . مونږ ټولو انډ یوالانو هم وربا ندې د سپینې میښې نوم ا یښود لی و . د هغه سینه ډ یره سروره او د ولیو سوریې د سینې نه هم بیخي ډ یر و . د مخ رنګ یې سپین وزمه زیړ و او د ژا مو لاند ې ججورې یې ښې پړ سید لې وې . ولي یې مخې خوا ته را کا ږه وو او مخکینئ دوه دا ړې ( غا ښونه ) یې اوږدې او تکې زیړې ښکا رید لې . چینګې سپیمې (سپیږمې ) به یې تل چینګې چینګې کولې ، چې د ې عا د ت ته یې مونږ ډ یر زر متوجې شو لو او لا ډير به مو ورپورې خند لې هم .

لومړی چې به مو یو بل ته غږ وکړچې : هغه ده سپینه میښه راغله نو وبه موخند ل او چې بیا به هغه خپلې سپیمې چینګې چینګې کړې ، نو نور به مو پسې خټ وهل .

هغه چې به په لاره روا ن ونو ورو ورو به یې قد مونه اوچتول او په ډ یره سړه سینه به روان و . کټ مټ د میښې غوند ې په لاره تلو . خپل غټ غټ بوټا ن به یې په مزه مزه (کرار کرار) په ځمکه ا یښود ل او سر به یې د خپلې کړوپې غوند ې ملا نه مخکې وړلو . سړي به د ا سې پیکر(فکر) کا وه چې رښتیا میښه خپلې درنې د رنې سوئ په ځمکه ږد ي او کړپا یې خیژي . دا خو لا څه کړې چې کله کله به یې د میښې په شا ن هم سر تا و راتا وکړ او سپیمې چې به یې کله ورسره چینګې چینګې کړې نو قخ قخ به یې هم ورسره وکړ . د ا سې قخ قخ لکه د یوه غټ څا روي غوند ې . * * * * * مونږ نورنه پوهید و چې څه کاره دی ، خو پیکر موکاوه چې د غه بهرنی به یا په وزارت کې څه وظیفه لري اویا به د سیلا نۍ (توریزم) د څا نګې سره چې د وزارت په د ویم پوړکې وه کار کوي .

دا چې ډیره موده د ې وزارت ته تلو راتلو نودومره پوه شولوچې روسي ژبه وا یي . چې څنګه به زمونږ د ا نډیوالا نود ډ لې نه یوه تن ولید و نو سمد لاسه به یې په ما غږوکړ چې : ستا سود کلي د ملک کا کا ببو خوراغله اوله خندا نه به شنه شولو .

هغه هم په مونږ لږ لږ شکمن شوی و. ځکه چې څنګه به ورسره مخا مخ شولو نوزمونږ ټولوبه خولې چینګې وې او د هغه رنګ کې به هم څه نا څه فر ق راتلو . * * * * * څه موده هغه زمونږ د سترګو نه پنا شوی و . زمونږ هم ورته پا م نه و چې له یو بل نه تپوس وکړو او یو سا ت ورپورې وخاند و . ډ یروخت سپینه میښه زمونږ له یا ده وتلی وه .مونږ هریو په خپلوکا رونو کې هغه د چا خبره ترغوږونو پورې ډوب شوي وو. ډ یر وخت به مولا یو د بل سره لید لا ی هم نه شول . مونږ ټول په نویو نویو ژورنالیستیکو کا رونواو دند و ګما رل شوي وو. هرچا ا یله خپله خپله وظیفه سرته رسولا ی شوه . که رښتیا ووایم نو خپل سر ګرولو ته نه وو وزګا ر . د غرمې د ډ وډ ۍ نه وروسته تفریحي چکر خو مو بیخي له یا ده وتلی و . د سپینی میښې کیسې هم د چا په خوا خا طر کې نه ګرځید ې . * * * * * د و رځو نه یوه ورځ زمونږ د پخوا نو انډ یوالانوله جوملې(جملې) نه څوتنه او همدا رنګه داطلا عا تو او کولتور دوزارت یوشمیر نورکا رکوونکي ، د وزارت دخپرونود ریا ست سا لون ته وغوښتل شولو . راته وویل شول چې د وزارت سلا کا ر راځي او دهیواد د خپرونو په باره کې یو لړلارښوونې کوي . زړه مې ښه شو چې په د ې اړه به مو مالوما ت زیا ت شي . مونږ ټول په تمه نا ست یو او تلوسه موده چې اوس زرمشا ور صیب را شي او له نژد ې نه یې وګورو او بیا یې له علمي پا نګې نه ګټه وا خلو . له ښا یسته ښه پوره انتظا رنه وروسته د سا لون دروازه بیرته شوه . نا ستو ټولو ژورنا لیستانو او د غونډې ګډو ن کوونکو د وره خواته مخونه واړول . ما اوزما په څنګ کې زمونږ د انډیوالانود پخواني چکریوملګري ، را ننوتونکي سړي ته اریا ن اریا ن وکتل . هغه لکه د پخوا په شا ن په غټو غټو قد مونود غونډې خواته رانژدې شو . د څنګ انډیوال مې راته په پسپسي ( پسپسکي ) غوند ې کې وویل : والله لکه چې ستا سو د کلي د ملک کا کا ببو خو زمونږ سلا کا ر ټا کل شوی د ی . زمونږ ایرا نتیا (حیرا نتیا ) هغه وخت زیا ته شوه چې د وزارت مرستیا ل ورجګ شو او ستړي مشي یې ورسره وکړل او بیا یې ما ریپي کړ چې :

پلا نی . . .زمونږ د وزارت سلا کا ر .

هغه مونږ هم هریوبیل بیل مشاور صیب ته وروپیژند لو او بیا بیرته په خپلو ځا یونوکینا ستلو . غونډه پیل شوه . مونږ هریوه په خپل وار خپل خپل نظر وړا ند ې کړاو د نشراتو د ښه کولو د نوې کړنلا رې په هکله موخبرې اترې وکړې . ټول په د ې سلا ووچې با ید د هیواد ګردې خپرونې د ولس او وطن په ګټه په زړه پورې تبلیغا ت وکړي .

د ا چې د ثور د بد لون سره سم خپرونې هم بد لون ومومي او دا بد لون څه ډول وي ؟ مونږ هریوه خپل خپل نظر ښکا ره کړ ، خو له مشا ور صیب نه موهم وغوښتل چې تا سو به مونږ ته لا رښوونه وکړئ چې څه وکړو ؟ ځکه چې ستا سو تجربه خا مخا زمونږ نه زیا ته د ه .

مشا ورصیب چې ترد ې د مه چوپ نا ست و او مونږ پیکرکا وه چې هغه به په هرڅه پوه شوی وي . ځکه به پوه شوی وي چې د وزارت مرستیا ل د ده د را پیژند ګلوئ په وخت کې ویلي وو چې پښتواو پا ړسي د واړه یې زده دي او پخوا هم د دې وزارت مشا ور و. دا چې زمونږ د هیواد دوه ژبې یې زده دي نو خپل دولت یې دا دی د بد لون نه وروسته بیا ز موږ د وزارت سلا کا ر ټا کلی د ی .

مشاور صیب چې په چوکۍ لږ لږ وخوځیدو نو چوکۍ چغا ر جوړکړ . هغه غا ړه تا زه کړه ، لږ پیکریې وکړ ، سپیمې یې د خپل عا د ت سره سم د پخوا په شا ن چینګې چینګې کړې ا ودوزارت مرستیا ل ته یې ا شاره وکړه چې زما سره به یو ژبا ړن مرسته وکړي .

مونږپوه شولو چې مشاورصیب تر د ې لا زې ( لحظې) په یوه ټکي او یوه خبره هم نه دی پوه شوی . ځکه چې پا رسي خو یې نه وه زده او د پښتو خبره به لږه وروسته وکړو .

هغه چې پیکر وکړ او ښه پوره چروت یې وواهه نو ترجوما ن (ترجما ن) ته یې وویل چې :

ورته وې ژبا ړه چې زه وایم باید نشرا ت ښه شي .

زمونږ له نظرونو نه خویې ځکه کومه تبصره نه شوه جوړولای چې زمونږ په ژبو نه و پوه شوی . په خپله یې بیا یواځې همد غه خبره تکرا روله چې :

با ید خپرونې ښې شي .

ترې ومو پوښتل چې څه ډ ول ښې شي ؟ په کومه لار ، په کومه طریقه ؟

هغه هماغه خپله خبره تکرا روله او سپیمې یې چینګې چینګې کولې او خپل عا د ت یې تمرینا وه .

کله کله به یې په خپلې بې حسا به پړسید لې ګیډ ې لا س تیر کړ اولا کله کله به یې په هغه توره زخه چې دپوزې (پزې) چپې خوا سره یې لکه د یوې غټې د ا نې غوند ې ښکاریده ، خپله بونډه ګوته هم وسولوله .

سلا کا رصیب یوه بله هم وویشته چې : با ید د ورځپا ڼو او نوروخپرونو نخچې (نقشې) هم ښې شي .

ما ترې پوښتنه وکړه چې مشا ور صیب څنګه یې ښې کړو ؟ تا سو یې را وښیوئ !

دهغه ځواب دا وچې : بس تا سو یې په خپله ښې کړئ .

ما چې په دې خبره زور را وړ او ټینګه مې کړه چې نه ، تاسوراته په د ې اړه لا رښوونه وکړئ او یا دا چې همدا اوس راته د ورځپا ڼې یوه نخچه جوړه کړئ . مونږ ټول به ورته وګورو ، زده به یې کړو او بیا به د خپلو ورځپاڼواو اخبا رونونخچې هما غسې جوړوو. سپین کا غذ مې هم ورته ونیو . ما ویل که تکلیف نه کیږي نو په د ې کا غذ یوه نخچه جوړه کړه .

هغه لا س وخوځا وه او د نه نه غږ یې په روسي ژبه وکړاو وی ویل :

تا سویې په خپله جوړه کړئ !

زه چې ورسره ټینګ شوم اوهغه هم ډ یر زور کا وه چې نه تا سویې په خپله جوړه کړئ ، نو پوه شوم چې د سړي د ورځپا ڼې نخچه جوړول نه دي زده . بل دا چې دوزارت مرستیال صیب هم په خبرو کې را ود نګل اووی ویل :

پریږدئ نور یې مه پا زا بوئ ( په عذ ا بوئ) !

مونږ ټول له یوه سره چوپ شولو .

لږه شیبه وروسته مشا ور بیا په سپیمو کې قر قر او په ستوني کې عوم عوم وکړ او یوه بله یې هم وویشتله ، وی ویل :

تا سو د پلا ني (. . . ) اخبارته وګورئ اوهغسې کړنلا ره غوره کړئ . همدارنګه د هغه د ورځپا ڼې نخچه هم ډیره ښه ده .

زمونږ ژورنا لیستانو له خوا ورته یوه تن وویل چې :

مشا ورصیب !

زمونږ رسمي پا لیسي اوکړنلا ره خو د ټولویوشی او یوډول ده . ځکه چې رسمي او دولتي کړنلاره د باختر اژانس دلارې را ځي اوزمونږ په خپرونو کې خپریږي . نو دهغه د ورځپا ڼې ښه والی اوزیا ت والی په څه کې د ی؟

په ځوا ب کې یې وویل : بس هغه ښه ده . د هغه هرڅه ښه دي . تا سو یې له هغه نه زده کړئ !

په زړه کې مو وویل : نوته د څه دپا ره را غلی یې ؟ په ښکا ره خومو څه نه شو ویلا ی ، ځکه چې : زمونږ د ګا ونډ ي شوروي اتحا د له خوا راته مشا ور ټا کل شوی ؤ او که نورڅه مو ویل نودا را ته شوروي اتحا د ته بې احترامي ښکا ره کیده .

غونډه پا ی ته ورسیده اوله مشاور صیب نه مو نوي څه زده نه کړل . چې له چوکیونه را پا څیدلو نو زه ورته ورنژ د ې شوم او تپوس مې ترې وکړچې : مشاورصیب پاړسي خود ې ښه زده ده ؟ هغه سر وخوځا وه او وی ویل : « کم کم لازم »

( لږه لږه مې زده ده) .

او پښتودې هم زده ده ؟

هغه خپلې اوږدې دا ړې وپړقولې او وې خند ل : « لیژ لیژ » ( لږه لږه مې زده ده ( .

ما ورنه دا ځل د پارسي په ځا ی په پښتوپوښتنه وکړه . ښه نو ته د د ې وزا رت سلا کار ټا کل شوی یې ؟ 

هغه په پاړسي دا سې ځوا ب راکړو : « من فهمید ن لا زم نی . . .» یانې چې : « زه ستا په خبره پوه نه شوم » . * * * * * د تقد یرکا رونو ته ګوره ، ډیره موده وروسته د ورځو نه یوه ورځ د دیارلس سوه اته پنځوسم کال د ورغمي(مرغومي ) په اتمه نیټه د اطلا عا تو او کولتوروزارت مخې ته د خپل هغه پخوا ني انډ یوال سره ولاړ یم چې تل به مو په سپینه ميښه پسې را خستی وه او ورپورې خند ل به مو .

نا څا په مې د هغه په ولي زور وکړاو ورته ومې ویل :

نسیم ګله ! هغه وړاند ې سړی وینې چې دې خواته را روا ن د ی ؟ داسې پا خه پا خه او په سړه سینه قد مونه اوچتوي لکه کټ مت د سپینې میښې په شا ن . خو یره ، دا دریشي یې پوځي په غاړه ده نوښا یي چې بل څوک به وي .

څومره چې را نژدې کید و هغومره موشک نور پسې زیا تید و. د هغه سر او ولي مخکې روان وواو نوروجود یې لږ شا ته ښکار ید و . خیټه خویې ښه پړسید لی وه اوکمربند یې کوز د سپوختو د پا سه تړلی و. د بوټا نو ګړبا یې ځکه د پخوا نه ډ یره جګه وه چې پوځي بوټا ن خونوخا مخا د ملکي نه درانه وي .

مونږ ته چې ښه را نژد ې شو نوشک موپه یقین بد ل شو ا وهغه راته د ټکه خوله د سپیموسره یو ځای چینګه کړه .

مطبوعا تي مشا ورصیب له ورایه مونږ پیژند لي وو ، خومونږ د هغه په اړه په شک کې وو. د رانژد ې کید و په وخت کې هغه یوه غټه چغه وکړه : او هو . . . او بله یې پسې وکړه او بیا یې مونږ ته خپل دروند او بې کچې غټ لا س را اوږد کړو اوله ستړي مشې نه وروسته یې وویل :

« من بسیارخوشحال لازم » ( زه ډ یر خوشا له یم ) . « انقلا ب شش جد ی پیروز لا زم » ( د ورغمي د شپږمې ا نقلاب بر یا لی شو ) . « حا لا همه چیز خوب لا زم » ( اوس به هرڅه ښه شي ) .

ما ورنه په پا ړسي د ده په څیر په « لا زم لازم » پوښتنه وکړه چې :

مشا ور صیب ته ژورنا لیست یې اوکه پوځي سړی یې ؟

هغه وویل : « نی رفیک(رفیق) ! من ډ ګروال لازم » ( نه ملګریه ! زه ډ ګر وا ل یم ) .

د ده د ډ یر« لا زم لازم » سره زمونږ د کا بل د نوي ښا ر د یوه د رزي (خیا ط ) کیسه را یا ده شوه .

هغه د رزي ( ګنډونکي) یوه روسي سړي ته د ریشي ګنډله . کله چې یې ټوټه د هغه په وجود پورې نیوله (قد ا ند ام یا میچ یې ورله اخستو) نو روسي ته به یې ویل :« اینجا کوتاه لازم ، اینجا با لا لا زم ، ا ینجا قیچي لا زم واینجا د را زلازم . . . » ( دا به لنډ کړو، دابه پا س وي ، دا به بیا تي (قیچي) کړواودا به اوږد کړو… ) .

د ګنډونکي سره یو بل تن هم نا ست و او په ډ یره غوړه ما لۍ سره یې ورته وویل : ولا د رزي صیب ستا سو خو روسي ژبه هم زده ده .

د رزي په ډ یر خا نتما ( مغروره ) ګړد ود (لهجه) وویل : « چه کنم مجبوراستیم یا د بیګیریم » ( څه وکړو مجبور

یو چې زده یې کړو) .

مشا ور صیب ته مې بیا وویل : ستا خوپښتو اوپا ړسي ژبې هم زده دي نو اوس به ته په کومه برخه کې کا ر کوې ؟

هغه راته په پا ړسي په « لا زم لازم » سره داسی وویل : « زه ډ یر خوشاله یم چې په افغانستا ن کې د ورغمي دشپږمې انقلا ب بریالی شو . . . » . نورڅه یې لاهم ویل خو ما ورله خبره په خوله کې ونیوله او ورته ومې ویل :

سلا کار صیب ! هغه نژدې د وه کاله مخکې چې پیښ شوی واو زوړنظا م یې ړنګ کړ ، هغه څه وو ؟

په ځواب کې یې راته بیا په « لازم لازم » وویل : نې رفیک او کود تا لازم ( نه ملګریه هغه کودتا وه ) . نوریې هم پسې دوا م ورکړ : هغه د ثور کود تا وه . هغه یوه سړي سرته رسولی وه . دا انقلا ب د ی . د ورغومی انقلا ب . دا انقلا ب د ستر شوروي اتحاد ستر انقلا بي ګوند سرته رسولی د ی . نو ځکه وایو چې دا یو انقلا ب د ی. د ورغمي انقلا ب … اوس به هرڅه سم شي . ا فغانستا ن نجا ت وموند . اوس به هرڅه ګل او ګلزار شي . ټول بسمچیا ن (د انقلا ب ضد کسا ن ) اوبا نډ یستا ن به له منځه ولا ړشي . زه به هم خپلې وظیفې ته په پوځي برخه کې د وا م ورکړم او. . .

نورڅه یې هم ویل چې په خبره کې مې بیا ور ود نګل : ښه نو ته ژورنالیست نه یې !

هغه وویل : نه .

بیا یې سپیمې چینګې چینګې کړې او لږ شا ن مسکی شو .

ما په زړه کې وویل :

ځکه یې زمونږ د مطبوعا تو او خپرونو ښه لا ر ښوونه کوله ! ؟

* * * * * سپینه میښه مو بیا هیڅکله ونه لید ه ، خو لږه موده وروسته خبر شوم چې زما خوریه شاموت (شاه محمود خا ن ) چا په کلي کې وژلی دی .

د روسا نوپه راتګ سره لکه د نور ټول کونړ د خلکو په شا ن زمونږ په کلي کې هم شورشونه پیل شول . ښوونکي ، زده کوونکي او نور روڼ اندا ن ( روښا ن فکران ) په تورو ، چړو ، پیشقبزو ، چوړکیو او ټوپکونو یو په بل پسې وژل کید ل .

یوه ورځ زمونږ د کلي نه دسین پورې غا ړه د « ډ نډ ونو » په کلي کې یې په ژرنده کې څو تنه وژلي وو . شا موت هم چې کله د ښوونځي نه ما سپیښیم ( ما سپیښین ) را خلا ص شوی واو لا دغرمې ډوډ ۍ یې هم نه وه خوړلې ، خو مور د غې جرند ې ( ژرندې ) ته د دانو د وړه کولو د پا ره لیږلی ؤ . وسله والو چې نور بې ګونا کسا ن وژلي وو ، نو د ه ته یې هم پا م شوی ؤ او یوه تن غږ کړی وچې دا هلک خو هم په مرتب ( مکتب ) کې دی . هغه یې د ژرنده ګړي په هغه چوړکۍ د څټ د طرفه الا ل (حلا ل ) کړی وچې هغه به پې کله کله په ژرنده کې الوګان (کچا لا ن ) سپینول .

د شاموت د مرګ نه لږه موده وروسته ، زمونږ د کلي د میښو پخوا نی سا تونکی سید ملا جان چې دروسانو په را تګ په زړه کې ډ یر خپه و ، خو د خپل کلي نه د د فاع په خا طر د حکومت په پلوئ د مخا لفو وسله والو سره په جګړه کې د سرکا ڼو په ډ اګ کې هم ووژل شو . « پا ی »

Door Guest