دا لیکنه له  تاند بریښنا پا ڼي څخه را کاپي شوي !

له تیرو څوارلسو کلنو راهیسې د طالبانو د جګړې په اړه راپورونه څارم، له جګړې څخه د ژوند په هر ډګر کې سخت ځوریدلی یم. د جګړې ځاني او مالي تاوان را رسیدلی، د جګړې ویره او ترهه مې په زړه او وجود له ورایه اغیز کړی دی. د دندې او ورځنې ژوند په اوږدو کې مې تل د سولې او ارام کمښت احساس کړی دی. کله هم چې له ګران هیواده بهر تللی یم، د ګران وطن او نورو وطنونو د ښېرازې او پرمختګ توپیر مې د سولي په نه شتون کې محسوس کړی دی.

دا ذکر شوی احساس یواځې زما نه دی، له هر بل افغان سره چې غږیدلی یم، ورته احساس او له دې هم ژور د خفګان او اندیښنې احساس یې راسره شریک کړی دی. پوښتنه دا را ولاړیږي چې موږ نو بیا ولي په جګړه کې ژوند کوو؟ ددې پوښتنې اصلي لوری راته افغان طالبان ښکاریدل، ارمان مې دا وه چې کله به له طالب مشرانو سره مخامخ شم چې ددې احساس او درد پوښتنه ترې وکړم. زما همدا غوښتنه وه چې د پګواش لخوا راسره تماس ونیولی شو چې د افغان سولې په اړه څیړنیز او غیري رسمي غونډه ده که

ګډون کولی شي نو موږ به بلنلیک در واستاوه، ما ورسره ښه کړه او دا دی د جنوري په دوه ویشتمه نېټه د سولې د خبرو اترو د پاره دوحې، قطر ته راغلم. زموږ د سفر په وړاندې په هوایي ډګر کې د ملي وحدت حکومت خنډ شو، هغوی موږ ته وویل چې تاسو نشي کولی په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د سفر د ملګرو له منځه چې د حکومت له لوړو پوړو چارواکو سره خبرې وکړي، له لږ ځنډه وروسته موږ ته د تګ اجازه راکړل شوه، دا ځنډه د الوتکې په ځنډ هم بدل شو. زموږ الوتکه په کابل کې یوه ساعت وځنډیده او په دې توګه د قطر پرواز زموږ څخه لاړ، موږ دویم پرواز ته انتظار شو چې هغه په یوه نیمه بجه د شپې و، په دې توګه موږ په قطر کې خپل استراحت ځای ته سهار څلور بجې شاوخوا ورسیدو.

Pagwashسهار په نهو بجو مو د غونډې پیل و، غونډه ونه ځنډیده، موږ هم چې د خبرو پیل ته ډیر تندې اخیستي و، له نهو بجو د مخه د غونډې تالار ته ورسیدو. غونډه چې په کوم تالار کې جوړه شوي وه، هلته تیلفون او برقي هر ډول سامان وړل منعه و، د غونډې د اجندا سره سم، د پګواش د مشر په ښه راغلاست ویلو غونډه پیل شوه. د پګواش د مشرتابه له وینا وروسته د طالبانو په استازولي شیرمحمد عباس ستانیکزي خپل وینا پیل کړه. د وینا پیل په دې کلماتو وشو چې دا د طالبانو رسمي دریځ دی چې د طلبانو د سیاسي دفتر د مشر لخوا د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کیږي.

په وینا کې ګڼې داسې خبرې وې چې ما ته ډیرې په زړه پورې وي لکه د جګړې غندل، په سوله تاکید، د ملي ګټو، ارزښتونو، د افغانانو د ژوند، بشري حقونو، د ښځو د حقونو، د ښوونځیو او روغتیایې مراکزو د ساتني او پالنې خبرې وي. ددې تر څنګ د سولي د پاره د باور د فضا د رامنځته کولو په پار طالبانو د قطر د فتر پرانیستل، د سولي په اړه د رسنیو د عامه ذهنیت له خرابولو را ګرځیدا، د بندیانو خلاصیدا، د تورلیست څخه د طالبانو پاکول ذکر شول، دارنګه عباس ستانیکزي صیب د سولي په وړاندې خنډونه په ګوته کړل: د بهرنیانو شتون، د اسلامي نظام نشتوالی، د سولي د توافقاتو د پاره د تضمین ( د امنیت شورا، اسلامي کانفرانس، ملګري ملتونه) او دارنګه یې د اوسنې اساسي قانون د تعدیل او له سره د لیکنې غوښتنې ذکر کړي.

پخپل وار احدي صیب، اسحاق ګیلاني صیب، عمر داودزي صیب، عبیدالله شهراني صیب، عبد الجبار تقوی صیب، فاروق اعظم، ، حاجي روح الله، استاذ اکبري، ستار سعادي او قیوم کوچي صیب د طالبانو د رسمي دریځ په اړه خپلو ارزونو او نظرونو شریکو په ترڅ کې د سولي په لومړیتوب او د جګړې د دریدا بحثونه وکړل. نوموړیو ټولو په طالب استازو نیوکه وکړه چې په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، چې د طالب مرکچیانو مشر ورته په ښکاره ټکو وویل چې دا د طالبانو رسمي دریځ دی، په دې برخه کې د نړیوالو او افغان حکومتونو لخوا هیڅ پرمختګ نه دی راغلی، له دې امله په همغه پخواني دریځ باندې ټینګار کوي.دارنګه داودزي صیب د امریکا د وتلو امکاناتو ذکر وکړ چې امریکا هم نه غواړئ په افغانستان کې د تل دپاره پاتې شي، د افغان حکومت د ډیر تاکید او په افغانستان کې د نا امنۍ د زیاتیدا او ګډوډیو د مخنیوي په پار امریکا خپل ورستی دریځ بدل کړ که امریکا دیته وار دمخه تیاره وه چې له ۲۰۱۴ څخه وروسته په مکمله توګه د وتلو تابیا ونیسي. د پاکستان په رول هم خبرې وشي، که پاکستان د افغان ولس او خاوري د سر، مال او ځان د ښمن بللی کیږي نو بیا له داسې پاکستانه د سولې تمه منطقي نه ده. د حکومت په نه ګډون، ټولو ګډونوالو کلک اعتراض وکړ، خو د سولي د خبرو په سرعت او چټکتیا ډیر ټینګار وشو. له افغانستان څخه د راغلو کسانو ټینګار په دې و چې راغلي میلمانه باید یو ځل بیا سره کینې او یوه وړه کمیټه له دې پلاوي څخه را جوړه کړي او په دې توګه د افغان حکومت سره په کابل کې کیني او هغوی وهڅوي چې له طالبانو سره د د طالبانو د شرایطو او د خبرو په وړاندیز باید جدي فکر او سوچ وشي. کوم کسان چې له افغانستان څخه راغلي و د طالبانو دا غوښتنې چې دوی ته د رسمي دفتر د پرانیستلو اجازه ورکړلی شي، له تورلیست څخه ویستلی شي او بندیان یې خوشي شي منطقي او مهمه غوښتنه وګڼلی شوه، شهراني صیب او دوادزي صیب په کلکه ددې غوښتنه د معقولیت په اړه خبرې وکړي او ژمنه یې وکړه چې له افغان حکومت او نړیوالو سره په دې اړه خبرې وکړي چې دا غوښتنې د طالبانو مسلم حق دی، په دې اړه باید د طالبانو غوښتنې ومنلی شي.

د طالب مرکچیانو مرستیال عبد اسلام حنیفي د ټاپي پروژي د امنیت او بریالیتوب په اړه د طالب لوري رسمي دریځ روښانه کړ.

طالب پلاوي د امریکا په نظامي حضور نیوکه وکړه او د هغوی نظامي حضور یې د افغان سولې په اړه تر ټولو مهم خنډ و باله خو ددې تر څنګ یې د امریکا په ملکي مرستو په دوام او ګډې همکاري تاکید وکړ، طالب استازو وویل چې امریکا دې خپل توپ، طیاره او ټانګ له افغانستان څخه وباسي او ددې پر ځای دې بیل، کلنګ سره د افغانانانو سره د افغانسان په ودانولو کې برخه واخلي. په لومړې ورځ کې زما خبرې د ځوانانو په حقوقو، د هغوی په اندیښنو او د افغان وژني په غمجنو پیښو را څرخیدي. په ډیرو ښکاره ټکو مو جګړه وغندله، د جګړې ناخوالي او بدګنې مو ذکر کړي او له طالبانو مو غوښتنه وکړه چې ناهیلي ځوانانو ته د سولي او پرمختګ هیلې ورکړي او پرینږدي چې د افغانستان دا ستره ثرمایه د یونان په اوبو لاهو شي.

لومړې ورځ په دې پای ته ورسیده چې دویمه ورځ به د ملکي تلفاتو او د سولې د خبرو په دوام بحث کیږي. د غونډې دویمه ورځ مو د افغان حکومت په دې پیغام چې د معصوم ستانیکزي صیب لخوا طالبانو ته را لیږل شوی و پیل کړ چې د ملي وحدت حکومت طالبان د سیاسي مخالف په توګه په رسمي ډول پیژني او غواړي نیغ په نیغه له طالبانو سره خبرې وکړي.

طالب استازو یو ځل بیا د سولي په خبرو ټینګار وکړ، خپل شرایط او دلایل یې وړاندې کړل او د ملکي تلفاتو په مخنیوي او په دې برخه کې د خپلو کارونو راپور وړاندې کړ. د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډانیلې بیل د نړیوالو اندیښنه د ملکي تلفاتو په اړه شریکه کړه او دارنګه یې خپلي څیړنې چې په راتلونکې یوه میاشت کې په رسمي توګه شریکې کړای شي، له غونډې سره شریکي کړي.

په غونډه کې د ښځو د حقوقو په اړه بحث وشو او په دې اړه جدي اندیښنې او پوښتنې له طالبانو سره شریکي شوي. د اقتصادي پرمختګ، په هیواد کې د ملي پروژو لکه تاپي، د عینکو د کان د پروژي په اړه پوښتنې او خبرې هم مطرح شوي. دا ځل بیا د غونډي د ګډونوالو اندیښنو او پوښتنو ته د طالب مرکچیانو مشر عباس ستانیکزي صیب ځوابونه وړاندې کړل. ستانکیزي صیب ټینګار وکړ چې طالبانو د سلما بند، د کمال خان بند، د تاپي پروژي، د عینکو د کان د پروژې او ټولو نورو سترو ملي پروژو د امنیت د ساتلو پریکړه کړي، د ښونځیو د نه بندولو او دارنګه د روغتیایې اسانتیاو د برابرولو مثالونه یې وړاندې کړل، په ملکي تلفاتو کې هغه شمیرنې او شننې وړاندې کړي چې تر ډیره په کې نړیوال ځواکونه او افغان حکومت پړ بلل شوی دی. د غونډې په پای کې د ښځو د حقونو ( تعلیم، کار) په اړه مشخص ذکر وشو چې طالبان به هیڅ ډول بندیز د ښځو په تعلیم او کار ونه لږوي، د اسلامي شرعیت او افغاني دود او دستور سره به سم ښځو ته دتعلیم او کار زمینه برابره شي. د اساسي قانون په اړه بحث مخکې له وخت وبلل شو، د ملي پروژو ساتني یې د طالبانو لومړیتوب وباله، یوه ډیره مهمه مسله چې طالبانو په ټینګار یاده کړه هغه دا چې دوی به هیچا ته اجازه ورنکړي چې افغانستان تجزیه کړي، دوی کله هم د هلمند یا کوم بل ولایت د ترلاسه کولو غوښتنه نه ده کړي بلکې دوی ټینګار کوي چې په ټول افغانستان کې د سولي او ټیکاو د پاره باید کار وشي

دوادزي صیب د افغان پلاوي په استازیتوب د سولي دا کانفرانس هیله بښوونکی وګاڼه، د ګڼو اندیښنو او پوښتنو ځوابونه یې ترې ترلاسه شول، د ورته ناستو د تکرار غوښتنه یې وکړه، دارنګه یې د افغان حکومت سره د خبرو د پاره ټینګار وکړ. څنګه چې په دویمه ورځ هم ما د ځوانانو سره د نیغې ناستې او د هغوی پوښتنو ته د ځواب ویلو په اړه ټینګار وکړ، داودزي صیب هم دا خبره له پګواش او طالب پلاوي سره تکرار کړه چې د ځوانانو د اندیښنو د ځوابولو د پاره باید له ځوانانو سره ورته ځانګړي ناسته وشي.

د سولي په خبرو کې د حوصلي، پراخي سنې او ورین تندي دلرلو ټینګار وشو او په دې پریکړه وشوه چې د طالبانو غوښتنې به له افغان حکومت او نړیوالو سره شریک کیږي او په نژدې راتلونکې کې ورته نورې ناستې ترسره کیږي.

غونډه د ګران وطن په دعایه تمامه شوه.

Door Guest