له څو ورځو راهيسې د بغلان ولایت په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې دي، چې له کبله يې د ملکي تلفاتو تر څنګ په زرګونو کورنۍ له خپل کورونو وتلې او د ژمي پدې سختې يخنۍ کې له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. عيني شاهدان وايي، چې د جګړې دواړه لوري د ملکي خلکو په اړه له ډېرې بې پروايۍ کار اخلي او په جګړه کې د استوګنې کورونه او ملکي وګړي په نښه کېږي.
څو مياشتې وړاندې د ډنډ غوري د ځايي خلکو په مرسته له افغان دولت سره يو داسې تړون وشو، چې له مخې يې په سيمه کې نسبي امنيت او ثبات رامنځته شو. له بره مرغه يو شمېر مغرضو لاسونو له هماغه پيله له دغه تړون سره مخالفت درلود او داسې ښکاري چې د همدوی په هڅو تړون نقض او اوسنۍ جګړې ته لاره اواره شوه.
افغان ملي غورځنګ په بغلان کې د روانې جګړې او بشري ناورين په اړه خپله جدي اندېښنه څرګندوي او د هغو لاسونو په اړه شک لري چې دغې جګړې ته يې لمن وهلې ده.
– موږ د جګړې پر ټولو اړخونو غږ کوو، چې جګړه د استوګنې له سيمو لرې وساتي او د ملکي خلکو د ژوندانه حق په پام کې وساتي.
– له افغان دولت نه غوښتنه کوو، چې د بغلان وضعيت په ژوره توګه وڅېړي او هغه لاملونه دې پيدا کړي چې له ځايي خلکو سره شوی تړون يې نقض کړ.
– داسې اندېښنه ده چې په سيمه کې يو شمېر زوراکي هڅه کوي له وضعيت څخه ناوړه ګټه واخلي، خپلې ناقانونه ملېشې پياوړې کړي او پر سيمه باندې خپله زورواکي مسلطه کړي. موږ له افغان دولت څخه جدي غوښتنه کوو، چې په سيمه کې د خپلسرو ملېشو، د ناقانونه وسلو وېش او قومي اختلافاتو کلک مخنيوی وکړي.
– موږ له دولت او ټولو خيريه بنسټونو غوښتنه کوو، چې سيمې ته اړينې مرستې ژر تر ژره ورسوي او د بشري ناورين د پراخېدو مخه ونيسي.
– اوس چې د سولې هڅې يوه نوي پړاو ته رسېدلې، موږ غوښتنه کوو چې سراسري سولې ته تر رسېدو پورې د سيمه ييزو موافقو له مخې ځايي اوربندونه ټينګ شي او د نورو بې مانا وژنو او زيانونو مخه ونيول شي.
– په پای کې موږ د جګړې پر ټولو اړخونو او د سيمې پر دولتونو غږ کوو، چې جګړه د هېچا په ګټه نه ده او څوک چې په اور کې پانګونه کوي، سود به يې هم اور وي. ښه دا ده چې له لاسته راغلي فرصت څخه ګټه واخېستل شي او په سيمه کې د امن او ثبات له لارې د اقتصادي پرمختګ او ښېرازۍ نوې دروازې پرانيستل شي.

و ما علينا الاالبلاغ