د اجراییه ریاست تجربه ناکامه ده!
سرلوڅ مرادزی

 

 

 

د ولسمشر اشرف غني او د هغه د ټاکنیزټیم لخوا د بدلون او سمون د طرحو په وړاندې چې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په مهال ولس ته ورپېژندل شوې وې، د وسلوالو جنګېدونکو ډلو لکه طالب او  داعش سربېره، له اساسي قانون سره په ټکررامنځته شوی اجراییه ریاست هم، نن سبا په حکومت کې دننه په ستره ستونزه بدل شوی دی!

د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په پایله کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ اجراییه ریاست د هغو ټاکنیزو ډلو د جلب لپاره چې ټاکنې يي بایللې وې، یوخوا د هغو د کمترۍ احساس د مخنیوي او بلخوا د افغانانو ترمنځ د ملي اجماع او ملي مشارکت په موخه، په پام کې نېول شوی وو.

کله چې بایلونکي ټیم ته په ټاکنو کې خپله ماتې یقیني شوه او د ټول حکومت لرلو سودا يي له سره ووته، د دې لپاره چې له حکومته بهر پاتې نه شي او په جوړېدونکې حکومت کې غوړه برخه ولري، لومړی يی د ټاکنو پایلې په یومخیزه توګه رد کړي، خو کله چې په حکومت کې د غوړې برخې په اخیستو ډاډمن شول، په ژبه د انکار خو عمل کې د ټاکنو د پایلو په منلو راضي شول. په دې توګه دوی په حکومت کې د ونډې لپاره لومړی ټاکنې د سیاسي توافق ترکچې راټېټې کړې او د رایه ورکوونکو ولسونو مخ يي په کلکه څپېړه وواهه او نن چې د حکومت برخه ده، له دننه د حکومت  د جوړېدو او دهغه د تګلارو په وړاندې لوی خنډ جوړوي.

هغه مهال ګټونکي ټیم او د هغو په سرکې ولسمشر اشرف غني ښايی د بایلونکي ټیم دا مانور ریښتیا ګڼلي وي چې که دوی په حکومت کې شریک نکړي، بایلونکي ټیم به د انتخابي حکومت په وړاندې، موازي حکومت چې ځینو يی د لويي جرګې خیمه کې د هغې په اړه لاپې او ګواښونه کول، اعلان کړي.

له ټاکنو وروسته د تېر یونیم کال پېښو وښوده چې د عبدالله عبدالله ډلې په حکومت کې ونډه غوښته نه هغه مهال د کودتا له لارې موازي حکومت. موازي حکومت یوازې په حکومت کې د ونډې لپاره د یو ګواښ بڼه درلوده او بلخوا په ټاکنو کې د خپلې ماتې د پټولو په موخه د ولس د تېرییستلو لپاره یوه چلوټه وه. د عبدالله عبدالله ډله دا نن هم که ټول حکومت يي په لاس کې وي هغه نه شي چلولای. نظارشورا او عبدالله خېل په ټوله کې د حکومت په دوهم لاس کې ښه ګټه کولای شی، ځکه که لومړی کس له دوی څخه وی، ولس له دوی څخه کار غواړي او دوی پوهیږي چې دوی د کار خلک نه دي بلکې د خفاشانو غوندې په تیاره او د ګټې وټې په پوستونو کې خوښ دي. دوی مسولیت نه مني، مسولیت ته بل څوک ورکوي، خو د ګټې وټې ځای لپاره د کودتاوو پورې ګواښونه د دوی بله ځانګړتیا ده!

تېر یو نیم کال دا هم وښوده، د ولسمشر اشرف غني هغه احساس ګټور ونه خوت چې کېدای شي عبدالله او ډله يي د ملي مشارکت او ملي اجماع د مفکورې له مخې په اجراییه ریاست خوشاله او راضي وي او ولسمشر سره به د هغه د تګلار د پلیتوب لپاره مرستندوی وي. تګلار به د ولسمشر غني وي او د پلیتوب لپاره به يي اجراییه ریاست او نور حکومت په ګډه کار کوي.

لکه څنګه چې د امریکا  دبهرنیو چارو وزیر جان کیري په امریکا کې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله د ګډ سفر په مهال ویلي وو«« غني د هیڅ قانون او یا مخکیني شرط پر بنسټ،  د واک ویش او د ملي یووالي حکومت ته اړتیا نه درلوده، خو هغه ( اشرف غني) دا کار د افغانستان د لوړو ګټو لپاره وکړ او په دې اند وو چې د پرمختګ لپاره دا تر تولو غوره لار ده»

په دغه میلمستیا کې چې ولسمشر اشرف غني د جان کیری ښي او عبدالله عبدالله يي کیڼ اړخ ته ولاړ وو، د جان کیري د داسې څرګندونو په اړه عبدالله ویلي وو«ابتدا به تشکیل حکومت وحدت ملي باور نداشتم، اما اکنون در همکاري به رییس جمهور غني متعهد به خدمت در افغانستان میباشم»

خو د تېر یو نیم کال پېښو بیا وښوده چې اجراییه ریاست نه یوازې د ولسمشر اشرف غني سره همکاري نه ده کړې، بلکې د حکومت د تګلارو په مخکې لوی خنډ جوړوي.

په دې اړه په تازه پرمختیاوو کې داسې اورېدل کیږي:

«ولسمشر باراک اوباما د ۱۳۹۴ لمریز کال  د کب  پر ۱۴ نېټه له افغان سیال ډاکتر غني سره ویډیويي کنفرانس درلود چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم شتون درلود. د کنفرانس پرمهال ولسمشر اوباما عبدالله عبدالله داسې مخاطب کړ.

” محمد اشرف غني دافغانستان منتخب ولسمشر دی او  داساسي قانون له مخې افغانستان  خپلواک هېواد دی، دندې او صلاحیتونه یې مشخص دي.

اوباما زیاته کړه:  دهغې سیاسي جوړجاړي له مخې، چې د ملي وحدت حکومت یې رامنځته کړی دی د لوړ رتبه مامورینو په ګومارنه کې یوازې له تاسې سره مشوره کیږي، نه دا، چې تاسې دولسمشر د هغه صلاحیتونو پر وړاندې، چې اساسي قانون ورکړي دي، خنډونه رامنځته کړې.

ولسمشر اوباما عبدالله عبدالله  ته د سولې دپروسې په اړه هم داسې وویل:

د سولې د پروسې بریا د امریکا له تګلارې سره سمون خوري، خو تاسې ځینې وخت  د سولې په اړه انتقاد امیزه پوښتنې  راپورته کوې، چې دا د سولې پروسه له خنډاو ځنډ سره مخ کوي. روهي بریښناپاڼه»

 

د ملي یووالي د حکومت لویه ستوزه دا ده چې دوه جلا جلا تګلارې په یوه حکومت کې سره اخښل شوي دي. د دې حکومت ستونزه یوازې د کادرونو نه ده بلکې ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله دوه بېلا بېلې تګلارې لری. ټاکنې هم د دې لپاره شوي چې ګټونکې ډله به خپله تګلار پلي کوی، د بایلونکي ډلې لپاره دوه لارې پاتیږی، یا به د ګټلې ډلې له تګلار سره سم حکومت کې برخه اخلي او د دې ډلې تګلار به پلي کوي اویا به اپوزیسیون ته ځي.

د اجراییه ریاست تجربه په افغانستان کې بریالۍ او ګټوره ونه خته. اجراییه ریاست ته د واک په ویش سره له پخوا بي امني زیاته شوه او جګړې زور واخیست، افغانستان په فساد کې درېیم ځای خپل کړ، د وګړو په تېره بیا د ځوانانو بېکاري له پخوا ډېره شوه. د اجراییه ریاست په رامنځته کېدو سره د حکومت او ولس ترمنځ واټن زیات شو. د حکومت په وړاندې بېلابېلې جبهې چې مخکې د حکومت ملګري او متحدین وو، رامنځته شوې.

وخت وښوده د اجراییه ریاست مفکوره، غوښتنه او تجربه سره اړخ نه لګوي. که دغه ریاست د ښه نیت او هغه مهال د وخت په غوښتنه هم رامنځته شوی وي، نن د هغه په شتون کې وخت او فرصتونو له لاسه وځي او د بدلون او سمون مخې ته لوی خنډ دی.

اوس اجراییه ریاست نه یوازې د ټاکنو د پایلو او د اساسي قانون سره په ټکر کې دی، بلکې ټولنه کې د ډېرو نویو ستونزو زیږند او د دولت په وړاندې لوی کاري خنډ بلل کیږي.

که یونیم کال وړاندې اجراییه ریاست سره توافق یوازې د اشرف غني لپاره تېروتنه وګڼل شي، نن سبا د دې ریاست ادامه د ټول ملت لپاره لویه تېروتنه ده!

اوس چې د سیاسي توافق له مخې هم د دغه ریاست وخت پوره کېدونکی دی، څونه چې ژر يي ټغر ټول شي، د ټول ملت په ګټه دي.

البته عبدالله عبدالله او ډله يي د دې هېواد وګړي دي، دوی کولای شي چې له دغه ناکام ریاست پرته هم په حکومت او دولت کې د وړتوب له مخې کار وکړي او هیڅوک به يي مخه ډب نه کړي.

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دي او له هرې لارې يی خدمت کېدای شي.

د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۹ مه

سرلوڅ مرادزی