ډاکتر رحمت  ربی  ځیرکیار

zirakyar1234@yahoo.com

۲۹جولای ۲۰۱۶= ۸ زمری  ۱۳۹۵ 

څـیړن غلا (ادبي غلا) د بل چا په وینا او/یـا مفکورې خیټه اچول دي. ما ځیرکیار د ۲۰۰۴زییز د مارچ په  لومړۍ نیټه(اا حوت ۱۳۸۲) هغه مهال په جرمني کې استوګن منلي محمد اصف وردګ ته خپله په  قلم لیکل شوې لیکنه د خپرولو لپاره په دې سرلیک ورليـږلې وه: «د څیـړن غلا سیاست او استخبارات»  دغه لیکنه به په نـږدې راتلونکی کې په اینټرنیټ  کې خپره کړم. خو اوس د څیړن غلا په «وبا» ګړیـږم. د څیړن غلا عمل، پخپله  د څیړن غلا له لفظ نه زوړ دی: څیړن غلا د هـنر او لیکلې ژبې را هیسې شتون لري

 ob

                                                                     motherjones.com[ 7/23/2016]                   

«زما ویـنا  بـیـرته راوړه» –  میـرمن میشیل  اوبـامـا

 

د څیـړن غلا تعـریف اوبین المللـي بـیلګې

یو  څو ورځې  وړاندې مې د کلیفورنیا په وخت د ۲۰۱۶ د جولای د اتلسمې نیټې د شپې په مهال، په ټلویژن کې د امریکې د جمهوري ګوند د ولسمشرۍ د نوماند دانالـد ترمپ د میرمنې(میلانیا) په اړه واوریدل چې د جمهوري ګوند د غټې انتخاباتي غوڼډې په وړاندې د هغې وینا خپله نه ده، بلکې څیـړن غلا(ادبي غلا) یې کړې ده.  د څیړن غلا(پلجیریزم) نوم له لاتین نه راوتلی دی چې معنا یې تښتول (غلا) ده. اوس مهال په ګوګل کې څیړن غلا داسې تعریف شوې ده: د یو بل چا لیکنه او\یا مفکوره خپله ګڼل یا په بله وینا له یوې موجودې چینې(منبع) نه نوې او اصلي مفکوره او/یا وینا په ځان پورې تړل څیړن غلا ده او غلا جزا لري، د  بیلګې په ډول: د امریکې د نامتو کارخانه وال هینري فورډ(۱۹۴۷تر۱۸۶۳) د لمسي لپاره د هغه همـټـولګي د پیسو په مقابل کې یوه لیکنه ولیکله، خو د یـیل پوهنتون د فورډ لمسی خارج کړ او هیڅکله یې بری لیک  په برخه نشو. په ۲۰۰۲ کې په امریکا کې د ویرجینیا پوهنتون ۴۸ پوهیدونکو(محصلینو) په مقدماتي فزیک کې د ۵ کالونو لپاره عین لیکنه وړاندې کړې وه.  ۴۵ تنه له دغه پوهنتون نه وویستل شول او له پاتی درې فارغانو نه یې بری لیکونه راوګرځول. تقریبا ۴ کالونه وړاندې معـتدل هندي-امریکایي مسلمان ډاکتر فـرید زکریا چې په امریکا کې یو غټ تحلیل ګر دی، د  څیړن غلا په کړکیچ کې ونښت. نوموړی هره اوونۍ د امریکې په سي. اِن. اِن. ټلویژن کې د «ګلوبَـل پبلیک سکویر»(نړیوال عامه واټ) په نوم مهم  سسیاسي پروګرام چلوي. زکریا د ۲۰۱۲ په اګست کې په څیړن غلا متهم شواو د یوې اونۍ لپاره له کار نه محروم شو. زکریا عفوه وغوښتله او خپله تیروتنه یې «ربړوونکې تیرروتنه»(ټیریـبل میسټیک) وګڼله، او په دې ډول یې د «نیویارکر» خپرونې د لیکونکي جیل لیـپــور حق  ادا کـړ. ولولئ

“A brief history of plagiarism & how to avoid it.” Polished Paper 14 August 2014. [23 July 2016]; Wikipedia [23 July 2016].  

د دانالډ ترمپ میرمن په پخوانۍ یوګوسلاویا(اوسنۍ سلوینیا)  کې زیـږیدلې وه. هغه په ۲۰۰۶کې د امریکې تبعه شوې ده او د املاکو د یو غټ تاجر دانالد ترمپ دریمه میرمن ده. میلانیا د جمهوري  ګوند د انتخاباتي غوڼډې  په مهال(۱۸جولای ۲۰۱۶) وویل چې د ترمپ دغه غوڼډه به هم «بې له هیجان او ډرامې» نه وي.( ناټ ویداوټ ایکسایـټمینټ انډ ډرامه). مخلید یې روغ راووت: میلانـیا د جمهوري ګوند په غټه انتخاباتي غـوڼـډه کې د خپل مـیـړه په استازولۍ وینا واوروله. خـو ډیرزرڅرګنده شوه چې وینایې د اوسني ولسمشر اوبـاما(۲۰۰۹تـر اوسه) د میرمنې میشـیل اوبــاما دویـنا (۲۰۰۸) د متن سره ډیـر ورته والـــی لاره: د ملانیا  د وینا الفاظوهم عین تسلسل لاره او هم یې په غټه اندازه عین ژبه. یعنې څیـړن غـلا یې کړې وه!  په  امریکا کې د هـیوسټن پوهنتون پــوهاند ریچارډ آرمسسـټرانګ دا سې وایي:«کله چې دومره ډیر الفاظ په یو ردیف کې یو د یو سره سـر وخوري، دا هغه امکان شـڼـډوي چې اتفاقاَ به دغسې پـیــښ  شوي وي.»

Khou.com [23 July 2016].

    پـه هــرډول، دغه غــټه ډرامـه د ټـلـویـژن ۲۳ میــلیون تمــاشاچــیانو ولـیـدله.  سـربـيره پــر دې چې میلانیا څیـړن غـلا کړې ده، داسې بریښي چې هـغې د بــارک او میشـیل اوبـاما ارزښتـونـو ته هـم سـر ټـیـټ کړی  دی!

Trump’s spouse also lifted a line about children from Michelle Obama, saying“We want our children in this nation to know that the only limit to your achievements is the strength of your dreams and your willingness to work for them.” 

In 2008, Michelle Obama said, We want our children — and all children in this nation — to know that the only limit to the height of your achievements is the reach of your dreams and your willingness to work for them.”

The Huffington Post reached out to the Trump campaign about the lifted lines, but a spokeswoman did not reply to the questions. A party spokesperson said the Republican National Committee would not be commenting on the issue.

huffingtonpost.com (19 July 2016)[23 July 2016].

د اوسني ولسمشر بارک حسین اوباما مرستیال  ولسمشر جو  بایدن (۲۰۰۹تر اوسه] هم تقریبا ۲۹ کالونه وړاندې د ۱۹۸۷ په انتخاباتوکې، د انګلستان د لیبر(کار) ګونـد د  مشــر نیل کیـناک  له انتخاباتي وینا نه  څیړن غلا کړې وه. له دې امله  بایـدن ځان  له انتخاباتو نه څڼډې ته کړ. په ۲۰۰۳زییزکې د اسټرالیا  لومړي وزیر(جان  هووارډ) د خپل هیواد پارلمان ته پـه  عـراق کې د  جګړې په اړه وینا کړې وه.  شتیفن هارپر چې له ۲۰۰۶تر۲۰۱۵د استرالیا صدراعظم(لومړی وزیر) و، باید د خپل منشي(اون لیپارت) د څیړن غلا له امله له خپل مقام نه استعفا وکړي، ځکه  چې منشي  یې  د تیر صدراعظم  جان  هوارډ له وینا نه غلا  کړې وه.

د  طب ډاکتر بن کارسن( په ۲۰۱۵/۱۶ د امریکې  د جمهوری ګوند  د ولسمشرۍ یو  کاندید) په  خپل کتاب(ښکلې امریکا،۲۰۱۵)کې له  محا فظه کار مورخ  کلیون سکوسین او  بیل فــیدیرر نه څیړن غلا کړې  ده، که څه هم کارسن د خپل کتاب په «مننه» کې د فیدیـرر نوم  خوندي کړی دی Mark Tran, A Short History of Political Plagiarism[theguardian.com: 19 July 2016]; David Nir, “Why  Melania Trump’s Plagiarized  Speech Should be Fatal to Donald Trump’s Campaign” (daily.cos.com: 18 July 2016]; [New York Times: 20 July 2016]; [Maggie Haberman & Michael Borbaro: New York Times, July 19, 2016]; Brian Beutler in newrepublican.com: 18 July 2016]; and Anthony Zurchar, Why the Melania Trump Plagiarism Row Matters: bbc.com[19 July 2016].

په جرمني  کې د دوسلـدورف  پوهنتون د ۲۰۱۳ په فرورۍ کې د  خپل هیواد د پوهنې او  څیـړنې وزیره (اَنیتې شاوان) دڅیړن غلا له امله د ډاکترۍ له لقب نه محرومه کړه او له  وزارت نه  یې وویستــله. په ۲۰۱۱ کې د جرمني د دفاع وزیر (کارل- تیودور څو  ګوتـینـبـیررګ)  د څیړن غلا له امله له وظیفې نه وویستل شو. وروسته  له دغې پیښې، د طب ډاکتره (اورزولا فون دیر لیـین) د دفاع وزیره شوه، خ  هغه هم د څیړن غلا کندې ته ولویدله.  د «وروني پلاګ ویکي» د ادعا له  مخې، د ذکر شوې ډاکترې د خپل تـیـزس له ۶۰ مخونو نه پـه ۲۷  مخونو کې «د څیـړن غلا عناصر»  لیدل شوي  وو.(په «وروني پلاګ ویکي» موسسه کې  جرمن ژبي پوهان کارکوي او تر دې دمه یې له ۱۵۵ زیاتې قضیې  خپرې کړې دي او ۲۰۰ نورې یې د څیړنې لاندې نیولې دي. په ۲۰۱۱کې په اروپـایی پارلمان کې مرستــیاله رئیسه سیلوانا کوخ-مهرین په څیـړن غـــلا   تــورنه شوه. هغې  له خـپلې وظـیفې لاس واخیست.   وګـورئ:

VroniPlag Wiki; thelocal.de; bbc.com; retractionwatch.com  [22 July 2016].

افتاب علي (محصل چلوونکی/سټوډینټ اِیـډیـټر) د ۲۰۱۶ د جنورۍ په ۴ نیټه، د انګلیستان  په پوهنـتونونو کې «  د څـیـړن غـلا وبـا»(پلجیریزم اِیـپـــیـدیـمیک) ته ګوته  نیولې ده: په تیرو درې کالونو کې نـږدې پنـځـوس  زره (۵۰۰۰۰) پوهیدونکي په دغه وبـا اخته شوي وو. دغه  شان په تیرو  درې کالونو کې په انګلیستان  کې د غیراروپایي هیوادوونو پوهـیدونکو څــلور چـنـده په ازموینه او درسي چارو(کورس ورک) کې تقلب کارولی و. د دغه ډول  تقاضا  له امـلـه د لـیکلـو خــدمات (رایـټــیـنګ  سـرویسیس) هـم مخ  پــه زیاتـیدلو دي

indepndent.co.uk  [22 July 2016].

اورلان  نومې  فرانسوي  هنرمند (آرټیسټ) امریکایي هنرمنده  لیډي ګاګا په څیړن غلا متهمه کړې ده. 

Clair Voon, Artist Orlan tries again to sue Lady Gaga for plagiarism (January 28, 2016). In hyperallergic.com [22 July 2016].

د ۲۰۱۳ په اپریل  کې په فرانسه کې مشر ربای (غټ یــهـودي مولوي) ګیلیس  بیرنـهـایم له خپل مقام نه لاس  واخیست: د دغه کال  د مارچ په میاشت کې څرګنده شوې وه چې  نوموړي غټ مولوي د نورو لیکوالانو اثار خپل ګڼلي وو او په دروغو یې د ډاکترۍ ادعا کړې وه.

Irene Glendinning, Plagiarism policies in France. In: content.compilatio. net [22 July 2016].

له دغه  راپور نه داسې معلوميـږي چې فرانس د نورو اروپایي هیوادونو په کچه، اکاډیمیک اخلاقو او څیـړن غـلا ته  پاملـرنه  نـــه  ده کړې

د فـدرالي روسیې نامتو «ډیسرنیټ» آنلاین ګروپ په خپل هیواد کې د اکاډیمیک تقلب نه څپوڼی لرې کوي.  د  روسیې د فـیډریشن د مالي تامین پوهنتون(فاینانشل  یونیورسټي آنډر دي ګورنمینټ  آف رشن  فيډریشن) په دې تورن شوی دی چې «لږ ترلږه» ۱۵۲ تقلبي ډاکټرې یې خلکو ته  وړاندې کړې دي. د سنکټ پـیټرسبورګ د اقتصاد دولتي پوهنتون  د ۱۲۲، او په مسکو کې د  پلیخانوف د اقتصاد پوهنتون د  ۱۱۰ تـقلبي ډاکترو په  وړانـدې کولــو تورن شوي دي. د مسکو دولتي تربیوي  پوهنتون ۸۱، د  بین المللي اړیکو لپاره د مسکو دولتي اینسټیټوټ ۷۰ تقلبي  بري  پاڼې ویشلې دي. د مسکو  د دولتي  پوهنتون(ایم ګایو) د دولتي ادارې پوهنځي  ۳۸، او د حقوقو پوهنځي ۲۴ تقلبي بـري لیکونه وړاندې کړي دي.

 د ۲۰۱۳ په مارچ کې د دووه روسي پوهاندانو سیرګې ګولو نوف او اِیـوان کوریلا لڼډه لیکنه (نن په روسیه کې اکاډمیک صداقت: د تـیزس د تحریف سیاسي  اوټـولنیـزعـواقـب اود تعلیم سمون) هـم مهمه ده. په  فـډرالي روسـیه کې د ولادیمـیر پـوتـیــن (صدراعظم ۱۹۹۹تر۲۰۰۰؛ولسمشر ۲۰۰۰تر ۲۰۰۸؛ صدراعظم  ۲۰۰۸  تر  ۲۰۱۲؛ ولسمشر ۲۰۱۲ تـر نن) دعلمي درجې موضوع  په هغـو مخکـنیـو قضیو کې  راځي چې  پام وړ دي: پوتین په ۱۹۹۷ کې په سانکټ پیترسبورګ [پوهنتون] کې «خـپل» ‎ تیزس په اقتصاد کې دفاع کړ.  په واشنګټن،ډي. سي. کې د بروکینګز اینسټیـټـیوشن( موسسو)  په  نوم  د عامه سیاست  یو سل کلن  محافظه  کار  تحقیقي سازمان شــته دی. د دغه سازمان اقـتصاد پوه کلیفــورډ ګــیدي د   روسـیې د چارو یـو متخصص دی. د نوموړي د ادعا له مخې،د ولادیمیر پوتین تیزس د امریکایي چارپوهانو له لیکنې(۱۹۷۸) نه راخیسستل شوی دی: ویلیم  کینګ  او ډیویډ  کلیلنډ، ستراتیجیک پلان کول او کړنلاره( وان نوستراند راینهولډ کمپني، نومبر ۱۹۷۸ ).

ښایي دغو دوه روسي پوهاندانو(ګولونوف او کوریلا) به پورتني معلومات له دې  کتاب نه لاس ته راوړي وي؟

Clifford G. Gaddy and  Fiona Hill, Mr. Putin: Operative in the Kremlin. Febraury 2015.

William King & David Cleland, Strategic Planning and Policy(Nov. 1978);Serghei Golunov & Ivan Kurilla, “Academic integrity in Russia today: The political and social implications of thesis falsification and education reform”, in: Ponarseurasia.org(03-2013): “Revieving Putin’s thesis, Clifford Gaddy…maintained that Putin drew on text from a 1978 article written by U.S. researchers.”[07/22/2016].

رابه شو یوې بلې لیکنې ته چې د ولادمیر پوتیـن په ډاکتري یې رڼا  اچولې ده

“Mystery of Vladimir Putin’s Dissertation”

By: Igor Danchenko and Clifford Gaddy,The Brooking Institutions[edited version March 30, 2006].  www.brookings.edu [25 July 2016].

CLIFFORD GADDY:

According to the Russian presidential website, “Putin holds the degree of kandidat ekonomicheskikh nauk … the equivalent of a Ph.D. degree in economics. This is misleading. First, Mr. Putin’s dissertation was really not about economics at all — as I will illustrate later. Second, the Russian kandidat degree is generally not the same as a Ph.D., at least not in most social sciences. Given the material covered in the dissertation, Putin’s degree might perhaps be closer to an MBA. Note, however, that he never attended any classes for this degree.

 

پوهاند کلیفورډ ګیـډي لیکي چې ولادمیر  پوتین  د ډاکترې تیزس د سنټ پیــټرســبورګ  (  پخواني لینین ګراد) په  معــدنـیاتو  موسسه کې دفاع کړ،  که څه هم ډاکتري  یی  په اقـتصاد راڅرخي. د     جرمن ژورنالـیست او سیاستـپــوه فریتـیُوف مایر  د ۲۰۰۴  په  مارچ کې په  شپـیګل(آینه) مجله کې د  پوتین د ډاکترې په تیزس ملڼډه وهلې وه. د پوتین په ۲۱۸ مخیز ډیسرټیشن( د ډاکترې تیزس) کې یو  توضیحوونکې لمـنـلیک نشته. چینې (منابع) په متن  کې په لیـندیو کې  د عـدد  لـه لارې تمثیل شوې دي،بې له دې چې مخونه وښئ یا توضیح  وړاندې کړي. د پوتین په تیـزس کې د  دوه امریکایي پوهاندانو (ویلیم کينګ او ډیویډ کلیلـند)  د کتاب (ستراتیجيک پلان او پالیسي نومبر۱۹۷۸) له روسي نسخې نه، له ۱۶ نه زیات مخونه  تقریبا«ټکي په ټکي» راخیستل شوي دي. د  پوتـیـن د ډیسرټیشن د چینو په استعمال کې نه د اقـتباس نخښې کارول شوي دي، او نه د مخ شــمیـره ښودل شوې ده. دغه شان، پوتین د خپلې علمي درجې د لاسته راوړنې لپاره  ټولګي ته هــم نه و تـلـلی. د کـینګ او کـلیلـند  نومونه د هیرتیا کندې ته غـورځول شـوي دي. پوهانـد کلیفورډ ګـیـډي زیاتوي چې په روسـیه کې د «کانـدیـدیت»علمي درجه «عـموماَ» د ډاکترې (پي. ایچ. ډي.) معادل نه ده، بلکې «ښایي» د اداری ماسـټرې(ایم. بي.أې.) سره  اړخ  ولګـوي.

[د امریکې ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش(۱۹۹۳-۱۹۸۹) د شوروي اتحاد او د سکرتر جنرال میخایل ګوربچیف(۱۹۹۱-۱۹۸۵) سره  په معامله کې خپله لار غوره کړه، نه د ولسمشر دانالډ ریګن(۱۹۸۹-۱۹۸۰). ګوربچیف له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۱ ولسمشر هم و. بوش د ګوربچیف او بوریس یلتسین سره اړیکې وپاللې، خو ورو ورو یې اړیکې د یلـتسین سره زیاتې کړې. یلتسین د شوروي اتحاد د کمیونیستي ګوند د پولـیټ بیورو(سیاسي دفـتر) غړی و  او د کمیونیست ګوند د مسکو د څانګې عمومي منشي و. یلتسین په ۱۹۸۷کې د ګوربچیف په مهال د مسکو له ګوندي مقام نه وویستل شو او په ۱۹۸۸ کې یې د کمیونیسټي ګوند د سیاسي دفـتـر غړیتوب له لاسه ورکړ.  په ۱۹۹۱م کې د اګیست کودتا چې سرسختو کمونیستانو پکې لاس لاره، ناکامه شوه. هـمـمهال د ګوربچیف مقام ټکنی شو، خو د یلتسین مقام او د ولسواکۍ چغه کوټلې او ګړندۍ شول. ګوربچیف د سکرټر جنرل په حیث له خپل کمونیستي ګوند نه استعفا وکړه، مرکزي کومیټه منحل شوه. یلتسین ګوندي فعالیت منع کړ. د ۱۹۹۱ په دسمبر کې شوروي اتحاد له مینځه لاړ. پوتین د یلتسین سره ښې اړیکې لرلې او دواړه د شوروي نظام د ادامې سره په ټکر کې وو.]-ځیرکیار

 

د  شوروي اتحاد را نسکوریدل ۱۹ اګیست ۱۹۹۱: بوریس یـلـتسین د ټانک په  سر د روسیې د پارلمان د تعمیر په مخ کې وینا اوروي، او د روسیې د بیرغ مخې ته  لکه چې وللادمیر پـوتین ولاړ دی.

obam

Boris Yeltsin makes a speech from atop a tank in front of the parliament building in Moscow, U.S.S.R.,

Aug. 19, 1991. (AP Photo)

 

 په جرمني کې د  دفاع  وزیر څو ګوتینبیرګ(۲۰۱۱) اود معارف وزیره انیتي شاوان(۲۰۱۳)،په هنګري کې ولسمشر پال شمیت (۲۰۱۲)، په رومانیا کې ولسمشر ویک پونتا(۲۰۱۲)، په امریکا کې سیـناتور جو بایدن(۱۹۸۷)اوس د ولسمشر بارک اوباما مرستیال ولسمشر،… په څیړن غلا کې ګیر شوي وو. خو کلیفورډ ګیـډي چې په امریکا کې  د اقـتصاد  پوهاند، د روسیې د چارو متخصص، او د امریکې  په محافظه کاره موسـسه (بروکـینګ اِینسټیـټیوشنـز)کې کار کوي، په فډرالي روسیه کې د اوسني ولسمشر ولادمیر پوتـین د ډاکترې په تیزس پسې یې د څیـړن  غلا (ادبي غلا) سوړې لټولې دي او د قلم تنده یې پرې ماته  کړې ده.

د فریده فوزي  لیکنه «فرام سپیچیز ټو پي.ایچډیز» په سي. اِن. اِن. کې(۱۹ جولای ۲۰۱۹) او  وړاندې نورې ښودل شوې چینې ولولئ

Farida Fawzy, From speeches to Ph.D.’s: Politicians called out for copying [CNN, 19 July 2016] and other sources quoted in this article

 

 

Door Guest