د نوي عصر شوکماري

نجیب منلی

په ټولنیزو شبکو کې د ځینو خلکو «بلک مېل» کول، «شانتاژ»، د حیثیتي یرغل پر وړاندې د بې دفاع خلکو ګواښل د یوشتمې پېړۍ د لومړیو دوو لسیزو د جرمونو او جنایتونو یو نوی ډګر دی دی چې په ټوله نړۍ کې خپور دی خو د غریبو او خصوصاً مسلمانو هېوادونو ځوان کول، او په هغوی کې په ډېر بې رحمانه ډول ښځینه قشر، یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

افغانستان کې هم دغه کرغېړنه ټولنیزه ناروغي مخ په پراخېدو ده. هم زموږ کورنیو رسنیو او هم په افغانستان کې خپرېدونکو بهرنیو رسنیو (بي بي سي، امریکا غږ، ازادۍ راډیو…) او نورو هم دې ستونزې ته ګوته نیولې ده. دا کیسې مو هم اورېدلې دي چې څرنګه دغه ډول ناځوانه شوکماریو د ځینو نجونو له ژونده دوزخ جوړ کړی دی.

نوي جرمي عملونه د مبارزې له پاره نوې دفاعي تګلارې غواړي.

قتلونه، غلاوې، د لارو نیول، انسان تښتول او نور ورته جرمي اعمال داسې دي چې په ټولنه کې ورته د ځان ساتنې، دفاع او تر عمل وروسته د جزا له پاره میکانیزمونه او جوړښتونه شته نو ځکه د دغه ډول جرمونو او جنایتونو قربانیان کولای شي د دولتي مسوولو بنسټونو (پولیس، څارنوال، قاضي، زندان …) مرسته وغواړي. خو د معلوماتي ټکنالوژۍ سره تړلي جرمونه او جنایتونه هغه څه دي چې پر وړاندې یې د خونديتوب کافي امکانات نه شته او که وي هم هر څوک ورته لاسرسی نه لري.

د نړۍ د سترو دولتي ځواکونو په کچه هم د دغه نوي ډول جرمي او جنایي کړنو پر وړاندې غبرګون په یو ډول د ناتوانۍ اعتراف دی. «ویکي لیکس» او د هغوی له لورې د ملیونونو دولتي اسنادو خپرېدل هغه څه وو چې په همدې وروستۍ لسیزه کې یې شاهد وو او و مو لیدل چې د امریکې حکومت او د نړۍ تر ټولو ډاروونکې استخباراتي دستګاه (سي آی اې) هم مجبور شول چې غوږونه پرې کاڼه کړي.

لکه د نړۍوال سیاست په برخه کې چې د ویکي لیکس له افشاګرۍ وروسته د دولتي اسرارو او حتی د سترو هېوادونو په سیاسي فعالیتونو (لکه د امریکې وروستۍ ولسمشریزو ټاکنو) کې د سایبري یرغل د مدیریت لارې چارې په پټه خوله او پرته له تبلیغاتو بدلې شوې، په شخصي ډګر کې هم ورته یو بدلون ته اړتیا لیدل کېږي.

په شخصي روابطو کې د سایبري جرم او جنایت تر ټولو مهمه، پراخه او سراسري شبکه، پرته له شکه، د فېسبوک پاڼې دي. فېسبوک په مجازي دنیا کې هغه ستره قاره ده چې هر کس په کې تر ډېره د محرمیت او خونديتوب احساس کوي خو په عین حال کې دغه خونديتوب ډېر نسبي او په ټوله کې غولوونکی دی. اکثره ځوانان او پېغلې خپل شخصي، کورني، حتی محرم، معلومات د خپلو پاڼو له لارې ، په دې فکر شریکوي، چې یوازې د دوی د خوښې ملګري او دوستان ورته لاسرسی لري. د درواغجن ډاډ دغه احساس د کمپنیو له خوا هم نسبي، بې اعتباره، امنیتي تدابیرو ته د پراخو تبلیغاتو له لارې تقویه کېږي.

په مقابل اړخ کې د کوچنیو، پټو کمرو او ثبتوونکو وسایلو عامېدل، بد نیتو اشخاصو ته دا زمینه برابروي چې په غلا د نورو شخصي حریم ته ننوځي او د هغوی په اړه داسې غږیز او انځوریز مواد راټول کړي چې په یو ډول ګواښوونکي وي. د دغو ریښتینو، خو غلا شوو، موادو تر څنګ، په غږیزو او انځوریزو محتواوو کې کمپیوټري لاس وهنې اوس دومره عامې او اسانې دي چې د ریښتیا او دروغ تفکیک یې، که ناشونی نه وي، داسې وسایل غواړي چې هر څوک ورته لاسرسی نه لري.

د نوي عصر ډاکوان له دغو شرایطو په استفادې سره هغه کسان چې ټولنیز دریځ یې – یا د شهرت له امله، یا د وظیفې او مقام له مخې، یا هم د کورنیو محدودیتونو پر بنسټ – په اسانه ګواښل کېدلای شي تر رواني فشاز لاندې نیسي او ناروا غوښتنې ترې کوي.

د دې ډول جنایت قربانیان د خپل حیثیت د ژغورنې په پار اکثره دغو نارواوو غوښتنو ته تسلیمېږي خو هغه ناځوانه ډاکوان مړښت نه لري او دا ډول ګواښونه کولای شي د یو چا ژوند کلونه، کلونه او حتی د تل له پاره، تریخ کړي.

که د دغو جنایتکارانو پېژندل او میندل له تخنیکي لحاظه شوني هم وي، عملاً دغه چاره خورا ستونزمنه ده او هر څوک ورته لاسرسی نه لري. یوه بله ټولنیزه فاجعه چې د جنایتکارانو له پاره ژغورونکی سپر جوړوي په کشفي او عدلي اورګانونو کې پراخ فساد دی. په ټولنیز او اخلاقي ډګر کې د هر جرم قرباني سره دا تشویش وي چې که خبره تر پولیس یا څارنوال ورسېږي د دې تضمین به څوک کوي چې د ټولنیز نظم دغه ګومارل شوي خدمتګاران به په خپله په لېوانو نه بدلېږي او تر اصلي جنایتکارانو به یې لا ډېر نه زبېښي؟

ځکه خو د نوي عصر شوکماران په ارام زړه کولای شي خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي او پراخه یې کړي.

په دې شرایطو کې د جنایت پر وړاندې یواځینی ممکن غبرګون دا دی چې خپلو ټولنیزو ارزښتونو ته د نوو ګواښونو په رڼا کې وګورو.

هر څوک، حتی بېخي بې سواده وګړي هم، په دې خبره پوهېږي چې اوس په تصویرونو او ویناوو کې لاس وهل او درواغجن تصویرونه او غږونه جوړول د هر نوکاري آی ټي سره روږدي کس د وس کار دی نو لازمه ده چې زموږ د ټولنیز پوهاوي ټول وسایل له چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو نیولې، تر ټولنیزو شبکو، ښونځیو او ممبرونو پورې په یو غږ عام ولس په دې پوه کړي چې په هېڅ وخت او هېڅ شرایطو کې د رسنیو له لارې پر خپروشوو انځورونو مطلق باور و نه کړي، یوازې د معلوماتو د روښانتیا له پاره یې یوه ضمني وسیله وبولي.

زموږ رسنۍ باید د یو تاریخي ټولنیز مسوولیت په توګه د انځورونو او افواهاتو له لارې د اشخاصو پر شخصي حریم بلوسه په هره ممکنه وسیله (تحلیل، خبر، کیسه، طنز،…) له لارې نه یوازې دا چې ناوړه وښیي بلکې عامه افکار دې ته متوجه کړي چې دغه غرضی مواد به غالباً جعلي هم وي.

ځوانانو ته د دې خبرې رسول هم ضرور دي چې د معلوماتو په خپرولو او تبادله کې محتاط واوسي. هغه مواد چې نه غواړي عامه ډګر ته راووځي، د هغوی له خپرولو ډډه وکړي او هغه څه چې په شعوري ډول یې خپروي، د هغې په اړه ځان کمزوری او بې مسوولیته و نه بولي. زه چې ماشوم وم، پلار راته د تذکرې پر پوښ د خان عبدالغفار خان یوه مقوله لیکلې وه: «هغه څه چې پر سټېج نه شې ویلای، پټ یې هم مه وایه». د همدې ښوونې په برکت زه د خپلو ټولو کړنو او ویناوو مسوولیت منم. که چیرې زه خپل یو انځور اخلم او په اخیستلو یې نه شرمېږم، که هغه انځور خپور هم شي نه پرې شرمېږم. اوس نو که ما ته څوک ګواښ کوي چې خبره یا انځور به مې خپور کړي، زه د خطر احساس نه کوم. دغه د ګواښوونکي شخص په اند «نامناسب مواد» به یا ریښتیني وي یا به جعلي وي. که ریښتیني وي زه یې مسوولیت منم او که جعلي وي، له ما سره کوم تړاو نه لري نو په دواړو حالاتو کې به دغه ګواښ راباندې بې اثره وي. هغه څه چې زه یې نن دومره ډاډه کړی یم هماغه د پاچا خان د وینا تلقین دی چې په ماشومتوب کې را ته شوی. که موږ خپل نوي نسل ته همداسې څه ورزده کړو نو له ډېرو ناخوالو به یې وژغورو. دا کار هم یوې جدي، ژمنې، اوږدمهالې، نه سړېدونکې مبارزې ته اړتیا لري چې د ټولنې ژمن کسان یې باید وکړي.

موږ باید خپلو خویندو او لوڼو ته دا ور زده کړو چې د خپل عفت ساتل د دوی خپل کار دی. دا په دوی پورې اړه لري چې په خپلو کړو وړو چاته د دې موقع په لاس ور نه کړي چې حیثیت یې وګواښي. په مقابل کې دا ډاډ هم باید ورکړو چې که د غرض او مرض خاوندان پرې بې ځایه تور لګوي، کورنۍ به دغه تورونه بې ارزښته بولي او د خپلې خور، لور ملا به تړي. په افغانستان کې عموماً، او په پښتني ټولنه کې په خاص ډول، په زرګونو داسې پېښې شوې دي چې نجونې او مېرمنې د یو بې بنسټه تور له امله ځپل شوې او په راز راز بدبختیو ککړې شوې دي. په پخوانیو زمانو کې چې د «غیرت» او «حمیت» په نامه ارزښتونه موجود وو او ټولنې پرې ولاړې وې، د یو شک پر بنسټ چا ته سزا ورکول به – له ګڼو استثناآتو پرته – دومره ناوړه خبره نه وه خو په نوي عصر کې چې هغه ارزښتونه یا له منځه تللي او یا د مادیاتو تر سیوري لاندې کمرنګه شوي دی، د تور پر اساس، پرته له دقیقو څېړنو، چا ته سزا ټاکل د منلو وړ خبره نه ده. دا کار که په قوانینو کې تسجیل شوی او «د ذمې براأت اصلي حالت» بلل کېږي خو لا په ټولنیزو اړیکو کې دومره پخوالي ته نه یو رسېدلي. د دې اصل عامول هم د رسنیو او په ټولنه کې د «پر څه پوهو» قشرونو تاریخي دنده ده.

د ټولنیزو شبکو له لارې د ځوان نسل ګواښل هغه جرمي عمل دی چې مخنیوی یې یوازې د ګډ، سراسري او ژمن ټولنیز اقدام له لارې ممکن دی. دا به زموږ د یوویشتمې پېړۍ د دویمې لسیزې تر ټولو ستره ټولنیزه ننګونه وي.