دکټوازویرته!!

—–
کټوازه ستاله ویره مي زړه چوي
کټوازه دزګېرووبلادي واخلم
کټوازه دسلګو بلادي واخلم
نن دي شوخ کړاڅي له ډاره نه راوځي
ددې تشودرمندو بلادي واخلم
کټوازه دي دردو بلادي واخلم
——
کټوازه سرچپه وریځي و ینم
چي له ځمکي نه اسمان ته دي رواني
بارانونه دنوکانو ترې را اوري
پکي و ینم دسلګیو برېښناګاني
مرکنډیو غوڅوغوڅواندامو ته
لالهانده غرېونیولي ارواګاني
——
دپینځو لسو د وس خبره نه ده
کومکونه په اشردرته راغواړي
نن دي غېژه ده له مړوډکه شوي
کفنونه په اشردرته راغواړي
په یوبل پسي خاکونه دي پرې کيژي
کلنګونه په اشردرته راغواړي
——
کټوازه ډیري چیغي دي شوې دپي
خوله هري سره سل زګېروي جګيژي
سل پړوني له سرونو دي لوېدلي
سل مخونه په څپیړو دي تړکيژي
سل کمبلي دپاتالپاره و یړي
سل سلګۍ له سلو ستونو نه راخیژي
——
چادمرګ له کوزي ویني پرې پاشلي
خړ پوټی دي سوربخون رامعلومیژي
داورسپکي دي بادیژي راباديژي
لوغړنه دي لمن را معلومیژي
په نرګسو ګلابونو دي هواره
دسکروټو سره بړستن را معلومیژي
——
کټوازه نن دي ګونګه فضاژړام
چینارونه دي خالي دي له مرغیو
سوي سوي دي ژیړي ټېسرپراته دي
دزړکو بوی دي خیژي له لونګیو
دکورلاره ده له هره تنه ورکه
تورګړځونه یې پراته دي په ککیو
——
نن دي لمرلکه دي مړي په څېرښکاري
دسهرپه سپین کفن کي دی پېچلی
دماښام دهدیرې لاره به ګوري
له زرینو سپینو وړانګو نشتېځلی
ورځي هم درسره مخ په اوښکو روڼ دی
ماذیګردرسره درومي غلی غلی
——
عجیبه ټکه لوېدلي په دې چم ده
عجیبه ده هدیره را پورته شوي
دي محشرپه لنداره باندي ولاړ دي
په هرمړي کي لړزه را پورته شوي
دچارقل وردیې له وهمه شروع کړی
له جنډې سره لوحه را پورته شوي
——
کټوازه دا سپین سري موردي وایي
په ټټرباندي مي غبرګ لاسو نه کېژدم
لټوم یې په ګوګل کي مي زړه نه وي
روڼي اوښکي غلي غلي پسي پرېژدم
چي ورپام مي شي یتیمي لمسکۍ ته
زاره چاودي شم له ځانه سره رېژدم