دین څه شی ده؟

دین ته د بشریت څو فیصده او یاهم څومره اړتیاده.؟

لیکنه: نوروز خان ذکي

د سروضې علمي بهیر، نهمه علمي ناسته

 

  1. ولی مو دا موضوع انتخاب کړه؟ … علت یی دا وو که پام وکړو زباتره خلک درسنیو تر اغیزی باندی دی اکثره دا وایی چی په هره موضوع کی دین مه دا خلوی. یعنی دوي فکر کوی چې بغیر له دینه هم ژوند کیدونکی ده. یا د ژوند ځینی اړخونه له دین پرته هم تشریح کیدلای شی. نو د داسې کسانو د اګاهۍ لپاره لازمه ده چې دین، بشر او د دوی تر منځ اړیکې وپېژندل شي.
  2. دین څه شی ده؟ دین انسان ته د دنیا د قانون په حیث ورکړل شوی او نوموړي دین د انساني کرامت ساتوونکی او د روح او ذهن لپاره تسکین ده د الله په نزد تر ټولو غوره دین اسلام دی او مسلمان ته لازمه ده چې په دې اسلام کې بشپړ داخل شي. حاکم دین باید اسلام وي، په اسلامي ټولنه کې انسان د انسان د ارامۍ او خوشحالۍ لپاره کوښښ کوي او په بې دینه ټولنه کې برعکس. د ټولو مسایلو اساس په اسلام کې شته خو تشریح او تفسیر ته ضرورت لري. د دین بنسټيز اصول په دین کې ځينې بنيادي او بنسټيز عناصر داسې دي چې هغه لږ ډېر په هر دین کې وجود لري. لکه عقيده، رسوم، او اخلاق:

الف- عقيده: عقيده په مذهب کې بنيادي حېثيت لري چې دا يو فطري عنصر دى .

 ب- رسوم: دا د دین دوهم اړين عنصر دى چې مخامخ له وحې څخه اخستل شوى دى. په يو الهامي دین کې د اعمالو حيثيت ډېر اهميت لري تر دې چې له دې پرته د دین د وجود تصور محاله خبره ده.

ج- د دین : لپاره دريم عنصر اخلاق دي . له ښو او غوره اخلاقو پرته د الله تعالى د فضـل حصـول او په روح کې د هغـه د فضل د حصول وړتيا نه پيدا کېږي. انسان په فطري لحاظ سره يو متدين مخلوق دى. یعنی ديني حس او شعور د انسان په فطرت کې داسې ځاى پر ځاى شوى چې په هيڅ وخت او حالت کې ورڅخه انسان ځان نشي خلاصولى. کېداى شي يو انسان د ځينو خارجي عواملو له کبله د دين يا ديانتدارۍ څخه انکار وکړي خو دغه انکار به په دايمي ډول نه وي. بلکې دغه انسان به حتماً د خپل ژوندانه په يوه مرحله کې خپل فطرت ته راګرځي او دين ته به غاړه ږدي. دا ځکه چې الله جل جلاله انسان په همدغه فطرت باندې پيداکړى دى. لکه چې فرمايي: “فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ “. (سورة الروم: ۳۰) یعني: په هغه فطرت محکم شه چې په هغه باندې الله جل جلاله انسانان پيدا کړي دي. د الله جوړ کړى فطري دين نه شي بدليدلى. دين هغه ژمنه ده چې الله جل جلاله د بشـر څـخـه په عـالـم ارواح کې اخيستې او ويلې وو: “ألَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى”.( سوره اعراف، ايت ١٧٢) ژباړه: ايا زه ستاسې رب نه يم؟ ورته ويې ويل چې هو! پوهانو او څېړونکو هم پدې باور دی چې د ځمکې پر مخ هيڅ انساني ټولنه نده تېره شوې مګر هغوى صحيح يا باطل دين نه درلود (برجيون) امريکايي فيلسوف وايي: “ کېداى شي په تېر او اوس وخت کې داسې انساني ټولنې بیا پیدا شی چې علم، فن او فلسفه له سره ونه پيژني خو داسې ټولنې به بيا نه مومو چې دين او مذهب ونه پېژني. د دین بنسټيز اصول په دین کې ځينې بنيادي او بنسټيز عناصر داسې دي چې هغه لږ ډېر په هر دین کې وجود لري. لکه عقيده، رسوم، او اخلاق. الف- عقيده: عقيده په مذهب کې بنيادي حېثيت لري چې دا يو فطري عنصر دى . ب- رسوم: دا د دین دوهم اړين عنصر دى چې مخامخ له وحې څخه اخستل شوى دى. په يو الهامي دین کې د اعمالو حيثيت ډېر اهميت لري تر دې چې له دې پرته د دین د وجود تصور محاله خبره ده. ج- د دین : لپاره دريم عنصر اخلاق دي . له ښو او غوره اخلاقو پرته د الله تعالى د فضـل حصـول او په روح کې د هغـه د فضل د حصول وړتيا نه پيدا کېږي. د دین دوه لومړي عناصر او توکي د انسان او خدای جل جلاله ترمـنـځ تـړون راولـي خـو دريم عنصر د انسان له خپل ګاونډي سره تعلق پيدا کوي. مطلب دا چې د خلکو له ټولنيزو روابطو ، تګ او راتګ سره يي تعلق دى. انساني کمال ته د رسيدو لپاره انسان عقل، منطق، حس او تجربې ته اړدى. چې له دوى نه په فايده اخيستو سره انسان د صحيح لارې انتخاب کولاى شي. نو له همدې وجې د الهي حکمت سره سم الله جل جلاله پيغمبران راوليږل تر څو انسانانو ته د انساناني کمال ته د رسيدو لپاره غوره اصول او د ژوند تيرونې غوره اصول وښايي. دا ځکه چې انساني کمال ته رسيدل د انسان ضرورت دى. چې دا د انساني کمال ته د رسيدو لارښوونه انسان ته د دین د ضرورت يو دليل دى. له قراني اياتونو او روايتونو دا معلومه شوې چې د انسان د پيدايښت مقصد انساني کمال ته رسيدل او اخلاقي فضيلت حاصلول او د الله جل جلاله عبادت دى. ددې سوالونو د جواب لپاره د ژوند معنى او وضاحت ضروري دى. که چيرې انسان سره ددې سوالونو جواب نه وي نو د نا اميدۍ او ناکامۍ ښکار کيږي. نو دين دى چې انسان ته ددې سوالونو جواب ورکوي. او انسان ته د کمال ته د رسيدو لارې ښايي. يو مشهور پوهه او د نفسياتي مرضونو ډاکټر کارل ګوسټو يونګ د دين د اهميت او لارښونې په باره کې وايي. «زه چې کله له هغو مريضانو سره مخ کيږم چې د ژوند دويمې نيمايي ته داخل شوي وي. د هغوئ اکثره مرضونه د ژوند د مشکلاتو له وجې نه وي.

 بلکې د يو خاص سوچ او فکر له وجې مريضان وي. چې هغه سوچ چې د کاميابې لپاره مذهب خپلو لارويانو ته ښايي دوى ته نه وي ښودل شوى» هغه خصوصيات چې انسان له حيواناتو بيلوي عقل او شعور لرل په کې ډير مهم دي. چې دين بيا په تکرار سره دعقل او شعور په واسطه انسان په کايناتو کې د پټو رازونو د رابرسيره کولو او په حقايقو باندې پوهې ته هڅوي. او دا هم په ويلو ارزي چې په انسان کې د ځان پوهونې اصل فطري ضرورت دى. او هر کله چې د انسان فطرت ته خنډ واقع کيږي بيا د انسان د ژوند ټول اړخونه ورسره ټکني کيږي. د قران کريم په سوره الرمز ايات نمبر ٩ کې الله جل جلاله فرمايي: ووايه چې پوهه خلګ او ناپوهه خلک سره برابر دي؟ ځکه ځیني کسان پخواني نظریات لري او ځیني داسې کسان شته چي استقبالي د را رواني زمانې نظریات لري زما نظر شاهي په تاسې شاهي په تاسې کي د ډیرو خوښه نشي او خواهي په تاسې کي د ډیرو خوښه شي الله ج په خپل یوه آیاتي کریمه چي داسې فرمایي الیوم أکملت لکم دینکم وأتممت علیکم نعمتي ورضیت لکم الاسلام دینا … نن ما تکمیل کړ تاسو ته دین خپل او پر تاسو ما پوره کړل نعمتونه خپل او خوښ مي کړ تاسو لره اسلام دین … نو که چیري دې آیاتي کریمه ته ژور وکتل شي مالوم به شي چي بنده محتاج او عاجز دی داسې قانون ته چي هغه له ظلم وحشت خیانت جهالت چټلیت بې لاریتوب ناپاکتوب غیبت درواغجنیت نفرت او ټولو هغو غلطو افعالو او افکارو پاک وي چي په هغه کي بشریت ته ستر نقص او ستر زیان وي او بشریت داسې قانون داسې اصولو ته اړتیا لري چي په هغه کي اخلاق خوږې خبرې د زړه ساتني خبرې د سترو فرضو حتا تر لمانځه روژې زکات حجي اوقاتو طوافونو ؤ قربانیو هم ستر ثواب لري ځکه خو رحمان بابا په خپل یوه غزلي بیت کي وایي که دي وس وي د کعبې د جوړولو د بې وسه انسان زړه جوړ کړه کعبه ده … نو بشریت داسې قانون ته اړتیا لري چي په هغه کي تر نیکي خبرې نیولې بیا تر حلالو او پاکو خوړو پورې عبادت شمارل کیږي تر جامې نېولې بیا تر نظافته پورې ایمان او عبادت شمارل کیږي د نوکونو تر اخیستنې نیولې بیا تر برېتونو او ژیري برابرولو پورې پر دیني اسلامي حدودو سم ثواب او عبادت شمارل کیږي تر ویښتانو ساتلو او غوړولو نیولې بیا تر ټوپۍ او دستاره پورې ثواب او عبادت شمارل کیږي له حیاء نېولې بیا تر مسکاؤ خندا پورې عبادت شمارل کیږي له دوستانو سره نېکه رویه له خپلوانو سره لاس نیوی عبادت شمارل کیږي حتا د چا د جواب په مقابل کي هم جواب نه ورکول خاموشي اختیارول عبادت شمارل کیږي خوب خپل بدن ته آرام ورکول پر شيي اړخ بیدېدل عبادت شمارل کیږي په لاره تلل خپل او د نورو خیال ساتل عبادت شمارل کیږي په تکلیفاتو مریضیو کړاؤنو صبر کول عبادت شمارل کیږي د مور او پلار استادانو مشرانو کشرانو او سپین ژیرو سپین سرو سره نیکه رویه کول عبادت شمارل کیږي د چا کومک کول د چا لاس نیول چاته د خوښۍ خبره کول عبادت شمارل کیږي او دا رنګ په ټولنه کي چي کوم شي ته هم اړتیا ده چي بنسټ یې د نیکۍ لپاره ایښودل شوی وي عبادت شمارل کیږي … وخت کم او خبرې زیاتي دی نو خبره لنډوم زما په نظر داسې قانون او یاهم اصول یاهم دین چي د اسمانه څخه وه بشریت ته خالص د انصاف په نامه راغلی وي که چیري بندګان خپل فکرونه پکښیکي ولګوي تر انصاف نیکۍ محبت کامیابۍ روښانتیا تېره بل هیڅ نه وي پکښي نغښتي زه داسې قانون او اصولو داسې دین ته سل فیصده اړتیا لرم … چي د بندګانو په فکر نوي جوړ شوی سوچه خالص پاک شفاف الهي پیغام وي ځکه بندګان کمفکره عاجز او نادانه دي یوځای نه یوځای غلطي زیادت کمبود کمیت ترې کیږي مګر له داسې ذاته چي موږ او تاسې یې جوړ کړي یو دا لوی کهکشانونه کیهانونه اسمانونه کایناتونه نه ختمېدونکی نظام او مخلوقات یې تخلیق کړي دي قطعن خطاء قطعن سهوه او غلطي نه کیږي … داسې قانون چي د ټولو مخلوقاتو په فایده کي وي باید سل سلنه تر عمل لاندي راشي او پوره ګټه او استفاده ترې وشي په داسې حال کي چي موږ ته ښکاره شوه چي دین الهي پیغام دی دا څه د بني آدمو او نادانو بشرونو تخلیقونو کار نه دی سراسر زموږ په فایده کي او ګټه کي دی هیڅ نقص او زیان یې نشته نو بیا ولي له خپلي حاصلي ګټي لیریوالی اختیار کړو که چیري لیریوالی اختیار کړو نو تر موږ به جاهل او نادان خلق په کاینات کي ونه موندئ تاسې داسې نادان لیدلی چي مفته حاصله ګټه په لغته ووهي په پای کي هغه یو متل دریادوم وای مفته ګټه قاضي لا نه ده پرې ایښې.