څلورمه برخه                   رڼاګل اریوبزی  

د خوشال خان سیاسي اوټولنیز نظریات

ب – دمطلق نظام په ځای د مطلق ټولواک اصلاح کول

خوشال خان په بشري ټولنه کې د حق اوعدالت د لارې یو مخکښ او نه ستومانیدونکئ مبارزو، ظلم اواستبداد يې نه منل او تل دبیوزلو او کمزورو تر څنګ ولاړ و. په رعیت او ولس باندې دمطلق ټولواک او دنورو زورواکانو دزور اوزیاتي سره کلک مخالف و، په کمزورواوبې وزلو یې دزورورو زورغنده. خوسره له دې هم داسې راته ښکاري چې ده د مطلقې ټولواکې په خلاف دانقلابي پاڅون او د دې نظام دورانولو نیت هم نه درلود، ځکه په لیکنو کې يې دباد شاه دواک اوځواک څخه د یوڅه راکمولواو په نورو دولتي مؤسسو اویاارګانونوباندې دهغه دویشلواویا لږترلږه د دې واک او ځواک دمحدودولو په هکله کوم څه په نظر نه دي راغلي. دخوشال خټک دژوند په دوران ( ۱۶۱۳-۱۶۸۹م ) کې د مطلق ټولواک د واک اوځواک دکمولویا محدودولو فکرنه یوازې په اسلامي هیوادونو، بلکې په اروپا کې هم لا نه و پیدا شوی. په دې وخت کې انګریز توماس هابس (۱۵۸۸-۱۶۷۶م) داروپا دلویوپوهانو اوفیلسوفانوپه ډ له کې د مطلقې ټولواکۍ پیژندل شوی تیوریسن و. هابس په دې عقیده و چې د ټولنې طبعي حالت له ډار، ناآرامې او ځان غوښتنې ډ ک دی. دا حالت هغه وخت پای ته رسیږي چې دولت جوړ شي ، یانې داچې د ټولنیز تړون له لارې د ټولو واک یوه ترهرچا اوهرڅه مستقل او خپلواک( شخص) ته وسپارل شي، په دې تړون کې باید ټول انسانان په خپله خوښه، د تل له پاره« دخپل برخلیک دټاکلو» او له « ځانه د د فاع کولو حق او اختیار» همدې، همیشني مستقل شخص ته ورکړي اودی به يې په عوض کې دوی په یواو بل باندې دزور اوزیاتي څخه ساتي. داټولنیز تړون په حقوقي لحاظ دراتلونکي ټولواک په ګټه تر سره کیږي. داچې دی په خپله په دې تړون کې برخه نه لرې یانې په هغه کې يې ګډون نه دی کړی، نو ځکه دا ټولنیز تړون، تړون کوونکو ته، نه دټولواک په وړاندې دمقاومت اویا دهغه سره مخالفت، او نه د دې تړون د لغو کولو حق ور کوي. د ټولواک د نسکورولوهڅه لوی خیانت دی، خو که چیرې رانسکور شو، نو رعیت به دهغه دځای ناستي په ګټه په همداسې یو بل ټولنیز تړون لاس پورې کوي.[الماني ویکیپیډیا. توماس هابس] دهابس داڅرګندونې ښيي چې په دې زمانه کې داروپا وتلی پوه او فیلسوف په ټولنه کې دامن او نظم دساتلو له پاره مطلقه ټولوا کې تر ټولو ښه وسیله ګڼې، خودهابس له زمانې کم زیات یوه پیړۍ او دخوشال خان له زمانې نیمه پیړۍ وروسته فرانسوي پوه مانتسکیو (۱۶۸۹-۱۷۵۵م) په درو برخو د دولتي واک د ویشلو وړاندیز کوي. د ده په نظر چرته او ترڅو چې دقانون جوړونې، اجرايې اوقضايي واک د یوه کس اویا دیوه ارګان دمامورینوپه انحصار کې وي، په هغه ځای او هغه وخت کې به ازادي نه وي. تجربې راښيي چې هر انسان چې دواک او ځواک خاوندوي، له دې واک اوځواک څخه دځان په ګټه او د نورو په زیان د سوی استفادې هوس هم لري. ظلم، بېعدالتي، فسادونه او نور ټولنیز مرضونه دقدرت د انحصار نه سرچینه اخلي او ازادي له همدې لارې تر پښو لاندې کیږي. « نوځکه اړینه ده چې دواکمن اوځواکمن واک او ځواک ته حد وټا کل شي، دهغه له انحصاره را وباسل او وویشل شي. په هر دولت کې دقدرت درې ډولونه شته: قانون جوړونه، اجرایه او قضایه. تر هغه چې دا درې واړه ځواکونه په بشپړه توګه دیوه بل نه بیل او خپلواک نشي خپلواکې نشته.» [ الماني ویکیپیډیا: مانتسکیو] دا درې واړه ارګانونه بشپړه خپلواکي لري، یو بل کنترولوي، خو دیوه بل په چارو کې دلاس وهنې حق نه لري. په درې ارګانونو دواک ویش په ۱۷۸۷م کال کې دامریکا متحده ایالاتو او په ۱۷۹۱م کال کې د فرانسې په اساسي قانون کې ځای په ځای شه.

لکه څنګه چې دمخه وویل شو دمانتسکیو زمانه دخوشال خان زمانه نه وه او دمانتسکیو کلتوري سیمې دخوشال خټک دکلتوري سیمې سره هم ډ یر ټو پیر درلود. خوشال خان په اسلامي سیمه کې دنیاته راغلی او لوی شوی دی. دی یو سپیڅلی مسلمان واو داسلامي عنعنې سره سم يې داسلام مسلمان پادشاه ته  داولوالامر په سترګه کتل اوپه دې فکر و:

چې ترس دخدای لري مرګ ېې په یاد وي       زړه بــه ېـې کــله پـه ظلـم ښـا د وي

تــل بــه ېې مــټ وی پــه ښـوښـو چــا رو        مخ به ېې هر کله په عد ل وداد وي

[ دخوشال خان کلیات…۴۶۴مخ]

خوشال خان په بشري ټولنه کې عدل اوبې عدالتي، ازادي یا بنده ګي د ټولواک په سپیڅلې عقیدې او ازادې ارا دې پوری تړي. رښتینی مسلمان په چا ظلم نه کوې، هیڅوک هم په چاباندې زورزیاتي ته نه پریږدي او دخپل نا محدود واک اوځواک څخه دخداي (ج) درضا له پاره دهغه دمخلوق په خدمت کې کار اخلي، حق اوعدالت ساتي، په سر او مال باندې دتیري مخه نیسي او شپه اوورځ دملت دسوکالۍ اوارامۍ له پاره هلې ځلې کوي. دخوشال خټک په نظر دټولواک عقیدوي سپیڅلتیا او کړه وړه دده په سپاه اورعیت باندې روزنیزې اغیزې لرې. دوی په خپل ټولنیز ژوند کې ټولواک ته دنمونې په سترګه ګوري، سلوک او کړه وړه يې خپلوي او لاريې تعقیبوي. دی لیکي:

چې سلطان دخدای فرمان وړي       نور به حکم دسلطان وړي

رعــیــت وې کـــه  ســپـــا وې       په خـصـلت دخپل پاچا وي

هــر ســلــوک چې دمـلـوک وي       دعـالـم هـغـه سلــوک وي

[ دخوشال خان کلیات….۸۷۰مخ ]

خوشال خان سیاسي او ټولنیز ثبات، په ټولنه کې ارامي، دټولنې دبیلا بیلو پړوکونو تر منځ هماهنګي دسلطان په شخصیت او جاري سیاست پورې تړي. که ټولواک په ایمان پاک وي، په رښتیا یو سپیڅلی مسلمان وي یانې دحق اوعدالت په لور روان وي، نو په رعیت کې باور اودراناوی ترلاسه کوي، دنیکو اعماو له لارې په ټول ملک او ولس کې دنيکۍ تخم کري او ټول رعیت دځان په شان کوي، نو ځکه ټولواک دخپل رعیت د ټولنیز سلوک په روزنه او پالنه کې هم لوی رول لوبوي. وینو چې خوشال خان دټولنیزو اصلا حاتویانې په ټولنه کې دحق او عدالت دتطبیق له پاره سیاسی لار نه غوره کوي او دا په دې مانا چې د دولت جوړښت او د دولتي واک او ځواک تر کیب پر ځای پریږدي او دټولواک واک اواختیار نه محدودوي. د ی په دې برخه کې دښونې اوروزنې له لارې پر مخ ځې او ټولواکانو ته درعیت په وړاندې دهغوی مسولیت ور په ګوته کوي، دجاري سیاست او کړو وړو دیني اودنیاوي پایلې ورته بیانوي او ورښيي چې:

 

په هرکسب کې چې یې حبیب الله يې       که له خـــدایــه لــه رســوله نه أګاه يې

په محشر به له تا عدل ایمان غواړي      که د تخت د پاسه ناست دملک باچا يې

[ منتخاب خوشال خټک…۱۲۳مخ ]

دخوشال خان په نظر ټولواک دحق، عدل اوکرم تر څنګ باید هوښیار دپوهې خاوند اوزیار کښ هم وي. دښواو بدواود حق اوباطل ترمنځ توپیر په پوهه پیژندل کیږي، دعمل لار او په دې لار کې لوړې اوژورې په پوهه رڼا کیږي، دکړو وړو په بهیر کې دزغم، صبراوحوصلې ارزښت په پوهه جوتیږي. لنډه دا چې د د ین او دنیا ټولې چارې په علم سنبالیږي. پوهه اوهوښیاري هم له اسمانه نه رالویږي بلکی په زیار او هلو ځلو تر لاسه کیږي اوهم په کار اوزیار په عمل کې پیاده کیږي. حکومت کول یاسلطنت کول او په دي چاره کې پر مختګ کول اوبري ته رسیدل دټولواک په عملي هلو ځلو او دهغه په کاري وړتیا پورې هم اړه لرې. که ټولواک علم اود کار وړتیا ونه لري نوهر څه له لاسه ورکوي.خوشال خټک په دې هکله لیکي:

 

چې کاهلان دي، چې احمقان دي       د ولـت به با یـلي کـه بـا د شاها ن دي

د ولــت د د یـن د د نـیا د چا دی       چې هوهښیاران دي په کار چسپان دي

[ دخوشال خان کلیات…۴۶۸ مخ ]

د ین او دنیا دواړه په پوهه هوښیارۍ او نه ستومانیدونکو هلو ځلو تر لاسه کیږي او هم ساتل کیږي. داچې ټولواک په خپله بادشاهۍ کې دوسله والو ځواکونو سردار، سرلښکراویا په اوسنۍ اصطلاح اعلی سرقومندان هم دی، نوځنې نورې تمې هم ترې کیږي. هغه دا چې باید میړنی یا زړور، د تمیز څښتن اورښتیا ویونکي هم وي. دسرلښکر دشخصیت دا ځانګړتیاوې دلښګر باور تر لاسه کوي، لښکر اوسر لښکر سره یو ځای اویو موټی کوي او له دې لارې بري ته درسیدو امکانات پراخوي.نوځکه:

ســردار ته بـویـه دا یـوڅــو کاره       چـې میـړنی وي زمـا عزیـزه

دادودهش لري، دین ودانش لري       نه بې راستې وي نه بې تمیزه

[د خوشال خان کلیات….۴۱۹مخ]

ځکه چې:

مــدار په ښه ســرداردي       نـورڅـه مــه وایــه ای ځوانه

چې میر دلښکر مرد وي       ګـرانه چــار شـي پـرې اسانه

کـه صبـر کــه همت دی       فتـــح یـــوســـي تــر میــدانــه

[ دخوشال خان کلیات…۷۱۲ مخ ]

که بادشاه، سلطان، امیریا سردار په پورته بیان شوو ځانګړتیاوو سنبال وې، نوسپاه اورعیت به يې نیکمرغه وي، زور، زیاتی او آزار به نه وي، سراو مال به په امن کې وي اوحق اوعدالت به په ملک حکومت کوي. داسې راته ښکاري چې خوشال خټک په انسان باندې دښونې او روزنې په اغیزو له حده زیات باورلري نو ځکه د قدرت په مطلقیت ټاکونکي نیوکې نه کوي او په ځای يې دمطلق قدرت خاوند ته داسلامي عدالت او انساني فرهنګ درس ورکوي او ورښيي چې دا لار نه یوازې رعیت ته بلکې دقدرت خاوند ته هم ګټه رسوي. ځکه چې زور زیاتی، اوظلم او بیعدالتي خامخا درعیت نارضایتي له ځان سره راوړې او کله ناکله تاج اوتخت هم ګواښوي. خوشال بابا لیکي:

ملوک چې عدل، عقل کرم لري       انده ېې کم وي له چا څه غم لري

چې دا ېې نه وي، دځان غلیم دی       ځان به پخپله عالم ته ګرم لري

ملوک چې عدل او کرم پریږ دي، ظلم او بیعدالتي پیل کړي، په عیاشي، عیش اوعشرت لاس پوري کړي، رعیت او ملت ته شا کړي، هغه ازاروي اوځوروي نو په دې کړنو په خپل رعیت اوملت کې د ځان دښمنان پیدا کوي او خپله بیغمي په خپل لاس په غم بدلوي، ګډ وډې او ناآرامې را پاروې. خوشال خان لیکي چې:

یـو تــازه د ولــت مــونــد لی       بل ځوانې دریم شراب

چې دا هسې څوک حاکم شي       عــا لــمــونه کا خراب

[ دخوشال خان کلیات….۷۲۳ مخ]

د خوشال خټک په نطر هغه څوک چې دحکومت کولو پوهنیز اواخلاقي شرایط نه لري نودپاچا کید لواو پاچا پاتې کیدلو حق هم نه لري. په دې صورت کې رعیت حق لري چې دحاکم يه وړاندې په پاڅون لاس پوري کړي اوکلک باور لري چې دولس تړون  باد شاهان او امپراتوران ماتولی اوله تخته راغور ځولی شي.

ولسونه چې سند وبله وکا       بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار

[د خوشال خان کلیات…۵۵۵مخ]

د خوشال خان په هغو لیکنو کې چې زما لاس ته راغلي دي، هغه څه په نظر رانه غلل چې دنسکور شوي بادشاه په ځای دهغه دځای ناستي دټاکلو بهیر، لارې ګودرې اومشروعیت ښودل شوې وي، نو ځکه خوشال خان په خپله زمانه کې په اخلاقي لحاظ یانې په حق او عدالت پالنه او دهر ډول ظلم اواستبداد په غندنه کې بې جوړه شخصیت تیر شوی دی او په سیاسي لحاظ یانې د دولتي دستګا جوړښت په  ریفورم او اصلاح کولو کې دخپل عصر شاعر او ادیب پا تې شوی دی. دي په عمل کې هم داورنګزیب دظلم او استبداد په ضد ودریده او هم وجنګیده، خو دمستبد بادشاه په ضد، نه دوخت دنظام په ضد. خوشال خټک نه یوازې دبادشاهانوکړه وړه ترڅیړنې لاندې نیولی دي او دهغوی په هکله يې خپل اندیښني خپرې کړې دي بلکې دهغه وخت دټولنیز نظام پايې یانې خاني اوخانان يې هم له نظره نه دي ایستلي. د خانۍ نظام یوازې په خمکه ولاړ نه و، خان دخپل قوم یا خپلې سیمې او حکومتي ارګانونو ترمنځ داړیکود جوړونکي، ساتونکي اویا د دې اړیکو د ورانونکي په توګه په قوم اوسیمه کې دپام وړ سیاسي رول هم لو با وه. په دې برخه کې هم دخوشال په لیکنو کې دخانۍ سره مخالفت په نظر نه دی راغلی، خوخاني دهرچا کار نه ګڼي او په نظر يې خان باید ځنې ځانګړتیاوې ولري. خوشال خټک لیکي چې:

خانان هغه دي چې پخپل نام دي       نه په د نیــا د ي نــه پــخپــل کام دي

چې په کوم ټوکي دنـام ښیګڼه وي        په هغه فکـر کې په صبح وشام وي

[ دخوشال خان کلیات…۴۷۳ مخ]

دخوشال خان په نظرڅوک خان هغه څوک دی او تر هغه وخت پورې خان پاتې کیدلی شي چې دقوم خوښه تر خپلې خوښې، دقوم ګټه  ترخپلې ګټې اود قوم نیکمرغي تر خپلې نیکمرغې وچته وګڼي. هغه چې دا کار کولی نه شي دخانۍ صفت هم ساتلی نه شي. خان دخپل نوم په فکر کې وي تل غواړي چې نیک نوم وګټي. ښه نوم په ښو او نیکو کړو یانې قوم ته په ښو خد متو تر لاسه کیږي، نو ځکه خان شپه او ورځ دقوم په خدمت کې لګیا وي. وینوچې خوشال خان دلته هم دخان یا د خانۍ له نظام سره مخالفت نه ښيي، خو دخان په اوږو داخلاقو، انسان پالنې، قوم پالنې اونورو انساني مکلفیتونو دروند بار ږدي. خان به یا دابار په خپلو اوږو وړي او یابه دخانۍ وړتیااوځانګړتیا له لاسه ور کوي.