د خوشال خټک سیاسي او ټولنیز نظریات

 

 

د خوشال خټک سیاسي او ټولنیز نظریات

                                                    څلورمه برخه

 

رڼاګل اریوبزی

 

ج ـ په بشري ټولنه کې انساني حقوق:

د خوشال خټک زمانه، دمنځنیو پیړیو وروستۍ برخه، د مطلقو ټولواکانو، امیرانواو امپراتورانو زمانه وه. په دې وخت کې دانساني حقوقو په کله پوهنیزې څیړنې، لیکنې اویا څرګندونې په سیاسي لحاظ هم ساده او اسان کار نه و. دانساني حقوقو، د انسانانو ترمنځ دورورۍ اوبرابرۍ په هکله زمزمه دشاهانواو امپراتورانو په غوږوښه نه لګیده. خو خوشال خان دپراخ اوژور پوهنیز ځواک ترڅنګ دانسان سره دژورې خواخوږۍ، زړورتیا او رښتینولۍ خاوند هم و. څه به يې چې په زړه وهغه به يې په خوله و، څه به ېې چې لیدل یا اوریدل، او یا څه چې يې کول، هغسې به يې ویل اوهم لیکل. دی دمنځنیو پیړیو دمطلق استبداد په تورو شپو کې هم په دې عقیده و چې:

رښــتیا کــړه لــه هبــچــانـه مه ویریږه       رښتیا سړی له هــرې بلا خلاص کا

شب ګرد دي چې يې ډارشي له عسسه       خونیان دي چې به ویره دقصاص کا

[ دخوشال خټک کلیات…۶۶۰ مخ]

خوشال خټک نه د توروشپو سړی واونه د تورو تیارو سړی و، هغه بې پروا په سپین ډګردحقیقت په موندلو او دحق په خپرولو لګیاو. رښتیا دادی چې دانسان په هکله دده د پوهي اومعرفت سرچینه دیني ارشادات دي او دهمدې ارشاداتو په رڼا کې انسان دځان او جهان او په دې جهان کې دخپل مقام پیژندلو ته هڅوي اوښيي چې:

جهــا نــونــه څــه لــږ نـه دي       تـه يې نـه وینـې نـا دانه

ګـــوره څــو دي هسې مځکې       ګـوره څــو هسې اسمانه

واړه ځای دي ستا په زړه کې       ای تر عرش لویه انسانه

أیــیــنــه د زړه صــیــقـل کړه       چــې يې ووینـې ای جانه

کـــه د ې دا نـــنـــدا ره وشي       جــدا نـه يــې  لـه سبـحانه

[ دخوشال کلیات….۷۰۶مخ]

هغه څه چې انسان يې دجهان د نورو موجوداتو څخه رابیل او له هغوی يې لوړکړی اودې لوړ مقام يې ته وچت کړی دی، دادی چې خپل خالق يې دعقل، فکر، مینې، وینا کولو اود نظر د څرګندولو وس ور کړی دی. دانسان د همدې ځانګړتیا او امتیاز د ارزښت په بنسټ د ده پت، عزت او یا انساني کرامت جوړشوی دی. خوشال خټک راښيي چې:

ســړي څا روي دي که تــه ېې وینې       پــه تن په غــوښې په هــډ په وينې

فرق له څاروي لري په ګویا یۍ کې       په رای په عقل په شناخت په مینې

[ دخوشال خټک کلیات…. ۵۱۹ مخ]

په جهان کې دانسا ددې وچت مقام ارزښت یانې پت او انساني کرامت، بهرني عوامل نه لري، نه چا ور کړی او نه يې ترې اخیستلی شي، نه يې په خپلو هلو ځلو تر لاسه کړی او نه يې له لاسه ورکولی شي. پت دانسان له پیدایښت سره ترکیب شوی دی، دهغه دایمي ملګری دي اوور څخه نه بیلیږي. ژبني، نژادي، عقیدوي سرحدونه اوتوپیرونه او په همدې ډول ټولنیزې طبقې اوقشرونه، مرتبې یا مقامونه نه پیژني. نوځکه هغه مقام چې انسان يې په جهان، په جهاني موجودا توکې، لري له سره له هغه سیاسي او یا ټولنیز مقام او مرتبې سره ټو پیر لري چې په ټولنه کې يې تر لاسه کوي. په ټولنه کې ترلاسه شوی مقام بدلون مني یانې لوړیږي او ټیټیږي اویا بیخي له منځه ځي او ورکیږي، خوپت او انساني کرامت دهر انسان دایمي ملګری دی او نه ترې جلا کیږي. نوځکه:

سړي په اصل سره یو شان  دي       که چو هړي دي که با د شاهان دي

فرق ېې په فعل په ښه هنر وشو       ځکه دوی هسې سره شان شان دي

[ دخوشال خټک کلیات… ۴۸۴ مخ ]

لنډه داچې پت او انساني کرامت په جهان کې دبشریت هویت، ماهیت اودانسانیت اصل او جوهر ښيي چې هر انسان يې لري اودډ ول ډ ول وګړو نه یو بشریت جوړوي. دپت اوعزت ساتنه او ورته درناوی دامانا لري چې هیڅوک حق اواجازه نه لري چې دانسان روحي اوجسمي سلامتیا ته زیان ورسوي اویا يې وګواښي، انسان باید له هر ډول سپکاوي، ربړونې او ځورونې نه په امن کې وي. پت اوانساني کرامت د انسانانو ترمنځ دحقوقي برابرۍ او دنورو بشري حقوقو بنسټ او یا سرچینه دی نوځکه خوشال خان دا نسان دا لوړ مقام نه یوازې څیړلی او تشریح کړی دی، بلکې هغه يې تر سلطنت لوړ او دژوند سره برابر بللی اوپه ساتنه او درنا وي يې لازیات ټینګارهم کړی دی. بابا وايي چې:

دایـــوه ویــنـــا د ز ړه پـــه غـــــو ږو واوری        چې بهــتره داورنګ تــرسلطنت دی

سردي درومي مآل دي درومي پت دي نه ځي        د سړي د چارو کل خوبي په پت دی

[انتخاب خوشال خټک…۳۴ مخ]

داوینا دخوشال خټک دزړه له تل نه راوتلې ده، نوځکه يې ټینګار کړی دی چې دزړه په غوږو دې واوریدل شي او دانسان دا وچت مقام یانې پت او عزت دي وساتل شي. خوشال خټک په خپلو ستر ګو لیدلي دي اوهم يې په دې باب ډیر څه لوستلي دي چې دتاریخ په اوږدو کې دانسانیت مقام ته داړتیا وړ پاملرنه نه ده شوې. انسان دانسان په وړاندې زور کارولی دی، یوبل يې وژلی دی او دیوه بل پت او انساني کرامت يې تر پښو لاندې کړی دی او دا چارې لا په جهان کې روانې دي. انساني کرامت او دانسان پت او عزت هغه وخت خوندي وي چې په ټولنه کې ظلم، استبداد، زور اوزورواکې نه وي. نو په دې صورت کې به ژوند هم عادي وي. ژوند په خوشال خټک ډیر ګران و، ورسره يې مینه درلوده اوورڅخه يې ډیر خوند اخیسته، خو بې پته او بې عزته ژوند يې نه خوښیده اوویل يې چې:

مرګ زما په پوهه ښه تر دا ژوندون دی       د عزت سره چې نه وي زیست روز ګار

همیــشه به په جهان کې ژوند ون نه وي       د خـوشــال خــټک بـه پـا تې شي یا د ګار

[ دخوشال خټک کلیات…۵۵۶ مح]

وینوچې خوشال خټک دتاریځ له هغه لویواومخکښو شخصیتونو څخه دی چې دانسان دا لوړ مقام او دهغه پت او کرامت يې پیژنده، ورته يې د رناوی درلود او دپتمن ژوند له پاره يې پر له پسې پو هنیزې اوعملي مبارزې کړي دي.  شعار يې دا و چې یا به په پت او عزت کې ژون کوي او که داسې نه وي نو ژوند به د پت اوعزت نه قربانوي. لږ څه وړاندې مو وویل چې پت او انساني کرامت دانسان هویت اوماهیت جوړوي، له نورو مخلوقاتو يې را بیلوې، په عالم کې تر ټولو لوړ مقام ورکوي اوپه دې ټکي کي هر انسان دبل انسان سره برابروي او دنورو انساني حقوقو بنسټ جوړوي چې یو يې هم دانسان فردي ازا دي ده. خوشال خټک فردي ازادي یا خپل واک دهر انسان حق ګڼي او ارزښت يې دژوند سره پر تله کوي او لیکي چې:

نوکر ژوندی نه دی کار ېې دمړه وي       خپل زړه ېې نه وي دصاحب په زړه وي

چــې ورته حکــم دخپــل صاحب وي       کــه هر څـوګران وي هم  ېې په وړه وي

[ دخوشال خټک کلیات… ۵۰۰ مخ ]

د صاحب او نوکراویا په اوسني وخت کې دکار ورکونکې او کار رانیونکې ترمنځ اړیکې ټولنیزې اړیکې دي اوله ټولنیز ژوند سره تړلي دي. د صاحب او نوکر ترمنځ په اړیکو دخوشال خان دنیوکې موخه دا نه ده چې دااړیکې وشړوي او یا يې دټولنیز ژوند څخه ور کې کړي. دصاحب او نوکر یا دکار ورکونکي او کار رانیونکي ترمنځ اړیکې په حقیقت کې یوه ټولنیزه مامله ده او د دې ماملې په     جوړولو کې باید دواړه خواوې بشپړه ازاد او خپلواک وې. دکار دشرایطو په تعریف او ټاکنه کې باید په هیڅ اړخ هغه څه تحمیل نه شي چې په خپله خوښه يې نه مني او دکار په بهیر کې هغه څه ترې ونه غوښتل شي چې دکار دشرایطو په تعریف او ټاکنه کې نه وې راغلي، ځکه چې دازادې ما نا دا نه ده چې سړی هرهغه څه وکړي چې زړه يې غواړي، بلکې دا ده چې هغه څه ته مجبور نه شي چې نه يې غواړي. نوکر هغه وخت دژوندیو په مثال کیږي چې دخپلواکۍ دې پړاو ته ورسیږي. دخوشال خان په نظر که صاحب او نوکر یا صاحب اونفرد یو بل مشروعې ګټې په پام کې ونیسي او درناوی يې وکړي نو دا کار به د دواړو اړخونو په ګټه تمام شي. صاحب باید دنوکر یا نفر دژند اړتیاوو او انساني حقوقو ته پوره پاملرنه وکړي او نوکر یا نفر هم باید په خپل وار دورسپارل شوې دندې په اجرا کې له صداقت او فني مهارت څخه کار واخلي. په دې صورت کې دواړګټه کوي او کنه نودواړه يې بایلي. خوشال بابا لیکي:

چې صاحب نفر پرور نه وي هم هیڅ       په نفرکې چې هنر نه وي هم هیڅ

[ منتخاب خوشال خټک…. ۲۹ مخ ]

خوشال خان نه یوازې دخپلواکې انساني ارزښت راښيي بلکې په دې مو هم پوهوي چې ازادي او په خپله دخپل برخلیک دټاکلو حق خوشې نه ترلاسه کيږي، نو ځکه يې د« مردۍ» او «همت » سره تړي یانې دا چې غضب شوې ازادي په خپله خوښه بیرته نه ورکول کیږي بلکې په « مردۍ » او«همت»ګټل کیږي او په اوږدو او ستونځمنو هلو ځلو ترلاسه کیږي. دی وايي چې:

خسیس چې مال لری پرې خاد به نه شي       بنده بنده دی آزاد به نه شي

چــې هـمـتـنا ک د ي هـــغــه آ زا د دي       آزاد آزاد دي عباد به نه شي

[ دخوشال خټک کلیات…. ۴۷۳ مخ ]

په مال او شتمنې څوک له بنده ګۍ نه ازادیږی، په همت دازادۍ نعمت تر لاسه کیږی او همتناک تل ازاد پا تې کیږي. خوشال خان په دې عقیده دی چې که همت نه وي، ازادي نشته او چې ازادي نه وي نو په غلامۍ کې مردي نشته. دی لیکي چې:

د مرد چې صبر چې استقلال نه وي       چې غم پرې راشي پکــې خوشا ل نه وي

مر د ي ېـې هیـڅ  د ه  زما پـه پوهه       که ېې په جاه ودولت څوک سیــال نه وي

[دخوشال خټک کلیات… ۵۰۰ مخ]

ازادي بیل بیل ډولونه او ډیر تعریفونه لري چې دلته ترې تیریږو، اوکنه له موضوع لرې کیږو، خو هغه ازادي چې خوشال خان يې په خپلو شعرونو کې یادوي دفکر او بیان ازادي ده. دی د فکرازادي دانسانیت سره تړي یانې دانسان ابدي حق اوطبعي اړتیاېې ګڼي اوپه خپله له دې ازادۍ ډ یرخوند اخلي. له بلې خواداسې ښکاري چې د ده په زمانه کې اوهم ترهغې وړاندې دخوشال خان داستاد په ګډون چا دفکراو بیان ازادۍ په انساني حق، ارزښت او اهمیت چندان عقیده نه درلوده. د زمانې حاکم دود او شعاردا و چې خبره په زړه کې او خوله پټه ساته. خو خوشال خان په دې وخت کې هم نه خبره په زړه کې ساتلی شوه او نه چا د ده خوله بندولی اود قلم مخه نیولی شوه. ده په یوازني صورت دمطلقې ټولواکۍ په تورو تیارو کې هم د فکراوبیان ازادۍ دضرورت په هکله انساني وجدان ته دا پیغام رساوه چې:

راز دزړه ننه ساته نه شي په زړه کې       په سا تـه که يې اســتاد وماته پند کړ

یو په حال او په ماضي کې هسې نه و       چې ښکاره يې د خبرو راته خوندکړ

[ دخوشال خټک کلیات…۵۶۳ مخ ]

خوشال خټک دخبرو اوبیان ازا دۍ په خوند، ټولنیز ارزښت او مانا پوهیده، په دې لار کې يې خنډونو او ممانعتونو پروا نه درلوده. څه چې يې په زړه راتلل، په غوږو اوریدل او یايې په سترګولیدل، هغه ېې په خوله ویل او په قلم يې لیکل، له هیچا يې هیڅ نه پټول. د ده په عقیده د انسان دفکري محکومیت او کمزورتیا لامل یوازې تولنیز جبر یانې دفرد له وجوده بهر زور، زورواکې اوټولواکي نه دي. ده ددې محکومیت لاملونه دهغوې ترڅنګ دفرد په ذهن اورواني حالت کې هم ترڅیړنې لاندې نیولي اومیندلي دي. اوهام او خرافات، زیان رسونکي رسمونه، رواجونه اوعنعنات دفرد ذهن ته ور ننوزي، هلته ځای په ځای کیږي، دباور وړ ګرځي او تر دې چې مقدسات ترې جوړیږي. په دې ډول په عقل او فکر مسلط شي او بیا يې ازادۍ ته نه پریږدي. خوشال خټک دعارف اوعالم ژبه هغه څه ګڼي چې دانسان عقل او فکرفعالیت ته هڅوې، له اوهامواوخرافاتو څخه ېې ازادوي او دخپلواک فعالیت توان ور بخښي. خوتر څو چې دعقل اومعرفت ژبه تړلې وي، تر هغو به اوهام اوخرافات په بشري ټولنه حکومت کوي او خلک به دعلم په ځای په ستوري اوپال تکیه لري. نوځکه خوشال خان لیکي چي:

د عارف ژبه ېې بند کړه له مقاله        عــالمان پــه قیل وقال لري تکیه

دانــا بــوده تکـیه ګـوره د وګړي        چې په ستوري یاپه پال لري تکیه

[ منتخاب خوشال خټک…۱۰۱ مخ ]

رښتیا دا دی: هغه ولسونه چې دفکر اوبیان ازاد ي لري دعمل ازادي هم ترلاسه کولی شي اوهغه څوک چې دفکر کولو اوڅه ویلو وس او ازادي لري، دڅه کولو وس هم ترلاسه کوي. خو دفکر اوبیان ازادۍ د تر لاسه کولو لاراوږه، پیچلې او له ستونځو ډکه لاروه اولاده. له یوې خوا په ټولنه مسلط اوهام او خرافات او له بلې خوا دازادۍ غاصبان، هغه زورواکان چې ټولواکې اوزورواکي دځان مسلم حق ګڼي، دنورو دازادۍ حق دتر پښو لاندې کوي او دازادۍ غوښتونکي ژوند هم له ګواښ سره مخامخ کوي. خو څوک چې دځان ساتنې له پاره تر ازادۍ تیریږي هم ځان او هم ازادي له لاسه ور کوي، ځکه چې ټول ژوند په په غلامۍ کې تیروي اوکه څوک بیا دازدۍ په طلب کې وي نو ضرور به خپل مرام تر لاسه کوي او په ننګ مین خوشال لیکې چې:

په طلـب کې که سـستې نه وي باورکړه       د ژوندون اوبه به بیامومې په کام

چــې د بـل تـر لاسـه ورغــی د بـل شو       مرد به خپل لري دخپل فکر زمام

[ دخوشال خټک کلیات ….۵۷۳ مخ ]

خوشال خان په دې ښه پوهیده چې د فکر او بیان ازادي، چې دانسان بنسټیز حق دی،  چا ته وړیا په لاس نه ورځي، بلکې باید په کلکه وغوښتل شي او دې مرام ته درسیدو له پاره پرله پسې مبارزه دژوند یوه برخه وګڼل شي. دخوشال خان د څر ګندونو څخه داسې ښکاري چې دی په ټولنه کې دانسا دبنسټیزوحقوقو دتحقق له پاره هم دسیاسي لارو چارو په لټه کې نه و، یانې دټولنې دسیاسي نظام سره یې غرض نه درلود بلکې په انساني عقل او دهغه په ښوونه او روزنه ېې ډ ډه لګوله. علم او پوهه کولی شي چې هر انسان په دې قانع کړي چې دفکر اوبیان ازادي دهر انسان ازلي او ابدي حق او طبعي غوښتنه ده او له دې ازادې دانسان بې برخې کول دانساني حق او طبعیت په ضد عمل دی. دبشر دبنسټیزو حقوقو دپیژندنې اوپه دې برخه کې دترلاسه شوي معرفت دخپرونې په تاریخي لړکې دخوشال خټک مفکوره او په خپلو شعرونو کې دهغې خپرول تاریخې لاسته راوړنه ګڼل کیږي چې په بنسټ ېې دبشر داساسې حقوقوپه هکله پوهنیز فکر وده وکړه، پراخ شواو دنړۍ په ځینو برخوکې ېې پراخو پر ګنو ته لار پیدا کړه او دازدې غوښتونکو خوځښتونو په سیاسي اجنډا کې ېې مهم مقام تر لاسه کړ.

 

Reacties zijn gesloten.