د تقاعد شوی ډگــــــروال  محمد جان سرروضه وال لیکنه

دا یو منل شوی حقیقت ده چه په هره انسانی ټولنه کښی کله چه قوانین، اصولنامی لوایح جوړیږی دهغو عنواوین ډیر په زړه پوری او هر چاته د توجو وړ انتخابوی.

خو دهغو قوانینو، اصولنامو او لوایحو طراحان (جوړونکی) د ځان او زورمندانو لپاره د برتری (امتیاز) یو حد پریږدی. او یا خو حتمآ د دغو قوانینو، اصولنامو او لوایحو په نه اجرا کښی د تیښتی (ګریز) لاره ځانته پریږدی.

چه له هغی جملی څخه یوه هم د نړیوالی ټولنی د امنیت د شورا د تور لست پریکړه ده.

چه دا پریکړه دومره ګونګه ده چه دعا مو ولسونو له استدالال څخه باالکل پټه ده. هیڅوک نه پوهیږی چه د دغه لست شاملین د کوم ډول کنهکاریو ګنهکاران دی.

1 ایا که د دغه لست شاملین هغه کسان وی چه د سیاسی مخالفتو له مخی ئی خپل مخالفین بی له کومی محکمی څخه وژلی وی.

نو د 1357 کال د غوائی د میاشتی له 7 نیټی څخه ورسته کله چه د خلق دیموکراتیک ګوند سیاسی قدرت هغه هم د یوی نظامی کودتا له لاری تر لاسه کړ او دغه نیټه زموږ د پیړی په تاریخ کښی د حادثاتو او پیشو مبدا و ګرزیده د خلق دیموکراتیک ګوند خپل سیاسی مخالفین په بندی خانو کی، به عسکری قشلو کښي، په هوائی میدانو کښی د انداخت په دګرو کښی په ډلیز شکل حتی له طیارو څخه د را اچولو له لاری دومره ډیر او په دومره بی رحمی سره وژلی دی چه د کابل شاروالی به یله ګر او لیونی شپی هم دغسی په بی تفاوتی او بی رحمی سره نه وی وژلی.

عام خلک خو څه کوی د خلق دیموکراتیک ګوند د افغانستان ډیر لوړپوړی مذهبی، سیاسی، اجتماعی خلک لکه ابراهیم مجددی، غلام محمد فرهاد، محمد موسی شفیق بی له کومی محکمی  دخپلی سلیقی له مخی وژلی دی چه د دغو قاتلانو له جملی څخه د یوه قاتل نوم هم به دی لست کښی نشته.

په عین شکل مجاهدین هم دخلق دیموکراتیک ګوند څخه په دغه لوبه کښی کم نه ول هغو ته هم که سیاسی مخالفین به لاس نه ورتلل. نو خپل سلیقه ئی مخالفین ئی په ډیره بی رحمی سره وژل حتی په ډبرو ئی  وژل له عزو څخه ئی را رغړول، په خاورو کښی ئی شخول، ښځی ئی له کور څخه د شپی په مخه رایستی او په ډیره بی پردکی او بی حرمتی سره ئی بی له کومی پوښتنی په دی عنوان چه دغی ښځی جاسوسی  کوله وژلی. په حکومت کښی کار کول لویه ګناه وه حتی چپړاسی هم د حکومت د کار کولو په ګناه په مرګ محکوم کیدو.

په هر صورت، دواړه طرفه په دی هکله یو له بله څخه کم نه ول خو د بشر د حقوقو زمامدارنو د یوی خوا په جنایت کارانو هم سر نه ده خوږالی.

2. ایا که د دغه لست شاملین هغه څوک وی چه خپل مخالفین ئی په ډلیز شکل وژلی وی.

هغه په هیواد کښی جنرال دوستم ده چه د لیلی په دشته کی یی ډیر زیات طالبان حتی په کانترو کښی بندیان طالبان یی و وژل چه د همدغه جنرال نوم هم په دغه بدنامه لست کښی نشته.

3. که د دغه لست شاملین هغه کسان وی چه په جنګ کښی د یوه ډیر واړه او ډیر نا چیز هدف لپاره یی ولسونه په وینو کښی لمبولی وی او کلی یی وران کړی وی، هغه خو موژ ته معلوم دی هغه دادی.

A – د امریکا هغه قوماندان چه 1388کال کښی د څو محدودو طالبانو د وژلو لپاره یی د شینډنډ په کلیو او بانډو د هوایی بمبارد امر ورکړ او په پایله کښی یی کلی وران او سلهاو بی ګناه انسانان ئی پکښی و وژل، او د افغانانو له مننل سره سم یی د یوی شپږی له لاسه ټول پوستین و سوځاوه.

B – د جرمنی هغه قوماندان ده چه د دو تانکو تیلو او یو څو طالبان په خاطر یی په عام ولس د هوایی بمبارد امر ورکړ او په لسګونو بی ګناه انسانان یی پکښی و وژل.

C – د ایساف هغه قوماندان ده چه په شینوارو کښی یی د واده په مراسمو د هوایی بمبارد امر ورکړ او په لسګونه بی ګناه انسانان یی پکښی و وژل.

د خوست په ولایت او داسی نوری ډیری پیشی شته چه متاسفانه په دغه تور لست کښی د یوه قوماندان نوم هم نشته.

4 – که د دغه لست شاملین هغه کسان وی چه د نړیوالی ټولنی له پریکړو سره یی مخالفت کړی وی هغه خو زموژ په هیواد کښی معلوم ده.

هغه په افغانانو تپل شوی ملی قهرمان د نړیوالی ټولنی د صلح د پریکړی کودتا چی د 65000 بی ګناه کابلیانو د وژلو ناجی او د کابل د شهر د کنډواله کیدلو انجنیر احمدشاه مسعود او د هغه ډله ده.

خو بدبختانه د احمدشاه مسعود او د هغه د انډیوالانو نوم هم په دی لست کښی نشته نو کله چه د حکمتیار، ملا عمر، سراج الدین حقانی او د دغه لست د شامیلینو ګناه له پورتنیو کناها نو څخه هم زیاته ده او د نړیوالی ټولنی د امنیت شورا دا حق ځانته ورکړی چه د دغو جنانیتکارانو د وژلو، نیولو او یا نړیوالو قوتو ته ور په نشه کولو ډیر ډیر انعامونه ژدی.

او دا حق ځانته ورکوی چه د دغه تور لست د شامیلینو په یو تعداد د تلو راتلو بندیز ولګوی او له یو تعداد څخه یی د ځمکی په مخ د ژوند کولو حق اخستل کیږی.

نو حتمی او ضروری ده چه دغه ګناه عامو خلکو ته روشانه کړی او د دغی ګناه وخت او ځای هم واضح کړی موژ که تیر تاریخ ته کتنه وکړو د جهاد په ټول دوران کښی امریکا د نړیوالی ټولنی له ټولو کومکو څخه شپیته په سلو کښی د اسلامی حزب امر حکمتیار ته ورکول.

زما په خیال دا روشانه ده چه امریکا کله چه حکمتیار ته دا برتری (امتیاز) ور کاوو د دوستی له مخی نه وو. بلکه امریکا د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره حکمتیار یواځنی مناسب سړی پیژندلی وو. چه دا برتری (امتیاز) یی ورته ور کاوه خو کله چه د افغانستان له ازادی ړومبی د شوروی اتحاد امپراطروی دړی وړی شوه او شوروی اتحاد په څو ازادو جمهوریتو تقسیم شو. بیا نو د امریکا هغه هیله چه له حکمتیار څخه یی په نظر کښی نیولی وه له لاسه ورکړه. بیایی د حکمتیار د ورکی خیال په سر کښی ور وګرزیدو.

ملا عمر د جهاد د دوران د حرکت انقلاب اسلامی د ګوند یو عادی مجاهد وو.

کله چه نوموړی ملا د جنرال نصرالله بابر او کرنیل امام پواسطه د پاکستان حکومت ته ور وپیژندل شو او د پاکستان له لاری امریکا، انګلستان، عربستان ته هم ور وپیژندل شو دهغو لخوا سیاسی، تبلغاتی، اقتصادی، ټولنیز کومکونه ورته را مرش شول بیا د ملا عمر لخوا یو ګوند ( د طالبانو د اسلامی ګوند) تر نامه لاندی جوړ شو.

له هغه ورسته ملاعمر هم د نامه خاوند شو او هم د نشان خاوند شو.

پښتانه وایی چه : جار دشم روپی چه هم سپریی هم ګدی!

بیا نو ملا عمر په مادی لحاظ د یوه ډیر پياوړی ګوند مشر او په روحانی لحاظ د امیرالمومنین مقام تر لاسه کړ. کابل ته د تر رارسید و پوری نه تنها دا چه د نړی د نوموړو هیواد و لخوا یی مرسته کیده بلکه د افغانانو لخوا هم چه د تنظیمی جنګو له لاسه ډیر په تنګ شوی ول پوره ملاتړ ور سره وو. حتی د جمعیت اسلامی لخوا چه په هغه وخت کښی یی په کابل کښی حکمران کوله هم د طالبانو د اسلامی تحریک ګوند سره د اسلامی ګوند د ټکولو په خاطر چه په هغه وخت کښی یی د جمعیت اسلامی سره په جنګ کښی ول د افغانیو مرسته کوله.

خو کله چه طالبان د کابل تخت ته راورسیدل بیایی د ټولو تبلغاتی تعهداتو په خلاف د افغانستان په حکومت خیټه و اچوله او په نړیواله کچه د اسامه بن لادین د القاعدی د سازمان د مشر تر تاثیر لاندی راغلل او د پاکستان له حکومت څخه پرته له نړیوالی ټولنی سره یی مناسبات او اړیکی وشلیدی.

پښتانه متل کوی چه کله چه (( په رمه کښی کوم پسه چه له ژونده ستړی شی بیا نو د شپاڼه  ډوډوی خوری)) بیا نو شپوڼ هر وخت پسه ته چاړه تیروی او ورته ورشکار کوی یی د نړیوالی ټوالنی د امنیت شورا د هغه شپانه په شان حکمتیار، ملاعمر، سراج لدین حقانی او دهغه اندیوالانو ته هر وخت چاړه تیروی او په ورځ کښی یی څو واره ورته ور شکاره کوی.

چه د نړیوالی ټولنی د امنیت د شورا دا پریکړه د افرادو او اشخاصو له حق څخه پورته د افغانی ولس په حق تیری ده.

پښتانه متل کوی چه (( ژیره زما واک د ملا)) د دغه منل شوی متل له مخی د نړیوالی ټولنی د زور واکو هیوادو (( چه د امنیت د شورا په نامه د خپلو ګټو په خاطر سره یو شوی)) کټ مټ د همدغه متل سره برابر حرکت کړی. چه د دغه تور لست شاملین افغانان دی خو د حلالولو حق یی د نړیوالی ټولنی د امنیت د شورا ده.

پښتانه وایی چه (( د زور اوبه په لوړ خیږی)) نظامیان وایی چه (( زور سرحد نه منی)) د نړیوالی ټولنی د امنیت د شورا کړه وړه په پورتنیو متلو کښی په ډیر ځرګند ډول شکاریږی زه د چاپلوی نه کوم، خو د عدالت خو شونکی او عدالت غوشتونکی یم.

د مضمون په سر کښی می لیکلی چه : په انسانی ټولنه کښی د قوانینو اصولنامو او لوایحو جوړونکی د ځان او زورمندانو لپاره د برتری (امتیاز) یو حد پریږدی.

داده په سترګو یی وګوری چه نړیوالی ټولنی د امنیت د شورا غړی چه زورواکان او پیسه داران دی په ټولو پریکړو کښی د ویتو کولو حق تنها او تنها د همدغی شورا د غړیو حق بولی په ټوله نړۍ کښی د تورلست مجرمین بی له دی چه د خپلو ملتو لخوا پشنهاد او د امنیت شورا ته ور وپیژندل شی د همدغه شورا له خوا تلثبیت کیږی.

چینایان متل کوی چه : چیری چه پیسی خبری کوی هلته حق چوپ پاتی کیږی.

راځی د دغه متل سره سم پټه خوله پاتی شو او که نه نو بیا به زموژ سرنوشت هم د تور لست د مجرمینو سره یوځای شی او بیابه د افریقایانو له هغه متل سره مخامخ شو چه وایی

یاربه ! د کفچه مار له چیچلو، د کوږبل له داړلود، پرنګی له شیطانته او د زور ور له زور زیاتی مو وساتی په درناوی.

                محمد جان

Door Guest