لیکوال: عبدلقهار کټوازی

په افغانستان کي جنګسالاران او پخواني ټوپکوال چي ټول هیوادوال يي د محکمي ورځي ته انتظار کوي ، دوی غواړي چي افغانستان په یوه فدرال هیواد تبدیل کړی او د افغانستان ریاستي نظام ته تغیر ، ورکړي ، اساسي قانون تغیر کړی ، فدرالی نظام پلي کړی تر څو د دوی هغه تیري کړني پټي شي ، دا په دی مانا چي د طالبانو سره سوله روانه ده ، نو که چبري یو سولیز افغانستان شي نو بیا خو ددغو جنګسالارنو کډه په شا ده ، جیب خو به يي تش وي خو دا به هم پیښه وي چی د ملت لاسونه د دوی په ګریوانو کي ولویږي او محکمه شي نو دوی (جنګسالاران) اوس کوشش کوي چی خارجیانو سره دا خبزه یو ځای ته ورسوي چی افغانستان کي دي فدرالي نظام جوړ شي تر څو دوی وکولی شي خپل جیبونه له خپل ایالت ، یا فدرال سټیټ نه ډک کړي او زمونږ د هیواد شمال برخه چی له چبن او داسي نورو هیوادو سره ګډه پوله لري دوی غواړي چي خپل ځان ته وګرځوی
نو زمونږ اواز باید په نړیواله سطحه وي ، هغه شهیدان چی ددي وطن ، دناموس لپاره يي خپله وینه قرباني کړی باید هیر نه کړو ، ، یاده دي وي چی دا مبارزه به سولیزه وي چي هرڅه لیکئ باید ویي لیکئ فیسبوک کی غږ اوچت کړئ ، د پشتو ویب پاڼو ته لیکني ولیږئ ، که کومي ورځپاني پیژنئ هغوی ته لیکني ورکړئ ، او که راډیو ټیلیویزیونو کي د بحثونو موکه درته برابریږي خپل غږ په سولیزه توګه اوچت کړئ هیڅ وخت په خپل اواز کي د غلطو ټکو یادونه مه کوئ زمونږ وطن غیرتي وطن دی ، او غیرتي ځوانان لري همدا ځوانان به نن دا هیواد له دي لويي او مضري دسیسي نه ژغوري

Door Guest